لواطت کول کبیره ګناه ده لواطت کول یعني د نارینه بې ږیري انسان سره انساني شهواني محبت کول او یا جنسي استفاده ځني کول داسي بد عمل دئ، چي انساني ظرافت اوسالم فكر ډېر لیري ځني پاتېږى ځكه د لوط علیه السلام قوم چي دا كار كاوه الله جل جلاله درې (٣) عذابونه باندي نازل كړل، چي داسي عذاب يې بل چا ته نه دئ وركړى: لومړی عذاب يې د جبرئيل علیه السلام چیغه وه، چي د ټولو ارواحان قبض سوه یعني په دې هیبتناک عذاب سره د ټولو زارې وچاودې. دوهم عذاب يې دا وو، چي مځكه چپه ورباندي واوښته. درېيم عذاب يې دا وو، چي د دوږخ ډبري باندي و ؤرېدې. الله جل جلاله د دوى عذاب داسي بيانوي: ﴿فَلَمَّا جَاۗءَ اَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَاَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِّنْ سِجِّيْلٍ ڏ مَّنْضُوْدٍ 2؀ۙ﴾ ([1]) ژباړه: هر كله چي زموږ امر راغلئ نو كښته طرف مو د دې ښارونو لوړ وگرځاوه او د خټو جوړي سوي، په اور پخ سوي ډبري مو پر و ؤرولې (يعني ښار مو چپه واړوى او د دوږخ ډبري مو باندي و ؤرولې) رسول الله صلی الله علیه وسلم د لواطت پر كوونكي باندى د مرگ امر كړى دئ او فرمايي: كه تاسو يو څوک پيدا كړئ چي د لوط علیه السلام د قوم كار يې كاوه يعني لواطت يې كاوه، نو لواطت كوونكى او هغه څوک چي لواطت ورسره کېدئ دواړه مړه كړئ.([2]) په بل حديث كي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: څلور كسان دي چي باندی سهار سي د الله جل جلاله په غضب كي وي او چي باندي ماښام سي د الله جل جلاله په ناراضي كي وي. چا پوښتنه وكړه چي دا څوك دي؟ يا رسول الله! ده مبارک صلی الله علیه وسلم وفرمايل: هغه كسان دي چي د ښځو سره مشابهت كوي (یعني ځانونه د ښځو سره په شکل ، لباس او اعمالو کي برابروي، د ښځو په ډول د سر ورېښتان جوړول، ږیره خریل او داسي نور...). هغه ښځي دي چي د نارينوو سره مشابهت كوي (یعني ښځي د نارینوو په څېر خپل شکل ، لباس او اعمال کوي، لکه:حجاب نه کول، د سر وېښتان ډېر لنډول او داسي نور...). هغه څوك دئ چي د حيوان سره جماع كوي. هغه څوك دئ چي د نارينه سره جماع كوي يعني لواطت كوي. ([3]) لواطت كول د الله جل جلاله د زيات قهر او غضب سبب گرځي، ځكه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: كوم وخت چي نارينه د نارينه لواطت پیل کړي الهي عرش د الله جل جلاله دق هر د بيري ورېږدي او نژدې وي چي آسمانونه راولوېږي، ملايكي د آسمانو طرفونه ټينگ كړي او سورة اخلاص وايي تر هغه وخته پوري چي د الله جل جلاله قهر آرام سي. ([4]) په يوه بل حديث كي رسول الله صلی الله علیه وسلم لواطت كوونكى د ملعونينو د جملې څخه شمېرلى دئ او داسي يې فرمايلي دي: اووه كسان دي چي د الله'باندي لعنت دئ او الله جل جلاله د قيامت په ورځ د رحمت په نظر نه ورته گوري او د قيامت په ورځ به د نورو دوږخیانو سره دوږخ ته واچول سي (د هغو کسانو څخه یو) لواطت كوونكى او هغه څوک دئ چي لواطت ورسره وسي. ([5]) يعني دغه كسانو ته هيڅ وخت د الله جل جلاله د لعنت څخه نه سي وتلاى او نه الله جل جلاله د رحمت په نظر ورته گوري تر څو چي توبه و نه باسي، خو که توبه وباسي نو الله جل جلاله تر هر چا زيات مهربان دئ. حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه فرمايلي دي: لواطت كوونكى چي بې له توبې مړ سي الله جل جلاله يې په قبر كي د خنزير په شكل اړوي.([6]) يادونه: د هلكانو سره مينه كول يا ورته كتل حرام دي. بدبختانه په ځينو خلگو كي داسي عادت وي چي زه و هلک ته د يوه گل په سترگه گورم يعني داسي مي خوښېږی لکه يو گل چي د چا خوښېږي، د ناروا كار فكر نه لرم. دغسى فكر هم جائز نه دئ، ځكه سفيان بن سعيد الثورى رحمه الله ته يوښايسته هلك راننواتئ ده مبارك وويل: دا هلك وباسئ ځکه د هري ښځي سره شيطان ورسره وي او د هلك سره پوره ډله شيطانان ورسره وي. ([7]) يعني داسي شيطانان چي و ناروا ته هڅوونكى وي. حضرت امام احمدرحمه الله ته يو سړى راغلئ چي يو ښايسته هلك ورسره وو. امام احمد رحمه الله پوښتنه ځني وکړه چي دا هلک دي څه دئ؟ سړى ورته وويل: دا مي د خور زوى دئ. امام احمد رحمه الله ورته وويل: بله ورځ يې دلته مه راوله او مه يې پر لاري ملگرى كوه، ځكه هغه څوك چي تا نه پيژني پر تا به بد گومان وكړي. ([8]) د حضرت خالد بن وليد رضی الله عنه څخه روايت دئ، چي په يو كلي كي يو سړي لواطت وكړئ. حضرت ابوبكر صديق رضی الله عنه د اصحابانو څخه د دغه سړي د سزا په اړه مشهوره وغوښته، حضرت على رضی الله عنه ورته وويل: دا داسى گناه ده چي بل چا نه ده كړې مگر يو د لوط علیه السلام قوم كړې ده، موږ ته الله جل جلاله د هغه قوم د عذاب خبر راكړى دئ، هغه عذاب ته په کتو سره زما دا مشوره ده چي دا سړى په اور وسوځئ. ابوبكر صديق رضی الله عنه د ده مشوره قبوله کړه او سمدلاسه یې ولیکل: دغه لواطت كونكى په اور وسوځئ. خالدبن ولید رضی الله عنه د ابوبکر رضی الله عنه فرمان عملي کړ یعني هغه سړی يې په اور وسواځئ. ([9]) سبحان الله! د الله جل جلاله رسول صلی الله