له 1912 مخکې د چين د اقتصاد تاريخ

د چين اقتصادي تاريخ په زرګونو کلونو خپور دی او دا سيمه د نېکمرغۍ او زوال له ډول ډول جريانونو څخه تېره شوې. چين د وروستيو دوه زريزو راهيسې له تر ټولو سترو او تر ټولو پرمتختللو اقتصادونو څخه يو و. اقتصادي تاريخ پوهان عموماً د چين تاريخ په درې پړاونو وېشي چې هغه دا دي: د سترواکيو له ظهور مخکې مهال، او واک ته د «چين» له رسېدو مخکې؛ د سترواکيو د ظهور ابتدايي مهال، د «چين» له واکمنۍ څخه د «سونګ» (221 مخزېږديز څخه تر 960ز پورې) تر واکمنۍ؛ او د سترواکۍ وروستی مهال، د «سونګ» له واکمنۍ څخه د «چينګ» تر سقوط پورې.  [۱][۲][۳]

د ډبرين عصر د وروستيو کلونو کرنيز سيستم په شا اوخوا 8000 مخزېږديز کې په چين کې منځ ته راغلی و. د «ايرليتو» په څېر د برونز عصر ډلبندي شوي کلتورونه، په درېیمه مخزېږديزه زريزه کې منځ ته راغلل. د «شانګ» (شپاړسمه-يوولسمه مخزېږديزې پېړۍ) او لوېديځ «چاو» (يوولسمه-اتمه مخزېږديزې پېړۍ) په واکمنيو کې، تر لاس لاندې کاري ځواک د خواصو لپاره د برونز (برون يو ډول ژړ فلز دی) او ورېښمو چمتو کولو په موخه په پراخه کچه د برونزو څخه د وسايلو د جوړولو په کارخانو او کارځايونو کې کار کاوه. د خانۍ د دې اقتصاد په مټ منځ ته راغلي کرنيز زيادښت، د ابتدايي لاسي صنعتونو، تر څنګ د ښاري مرکزونو او د پام وړ پوځونو ملاتړ کاوه. دا سيستم په 771 مخزېږديز کال کې د «لوېدیځ چاو» له ړنګېدو وروسته مخ په ماتېدو شو، د کوم له امله چې چين د پسرلي او مني (اتمې څخه تر پنځمې مخزېږدېرې پېړۍ پورې) [د چين په تاریخ کې يو پړاو د پسرلي او مني په پړاو يادېږي] او د جګړه مارو ايالتونو (له پنځمې تر درېيمې مخزېږديزې پېړۍ پورې) د پړاونو په اوږدو کې ټوټه ټوټه شو.

د ملکۍ د سيستم (هغه سيستم چې شتمن خپلې ځمکې بې وزلو ته خپلې ځمکې د وفادارۍ او کار په بدل کې وروي) له ړنګېدو وروسته، د قانون جوړولو ډېری واکونه له اشرافو څخه سيمه ييزو پاچايانو ته ولېږدېدل، د جګړه مارو ايالتونو پر مهال په سوداګرۍ کې زياتوالي يوه پیاوړې سوداګره طبقه منځ ته راوړه. نويو پاچايانو يوه پراخه اداره جوړه کړه، چې د جګړو، د سترو عبادتځايونو د جوړولو، او ولسي کارونو د پروژو د پلې کولو لپاره وکارول شوه. د وړتيا لرونکو په مټ د ادارې دې سيستم، د پيدايښتي حق په پرتله وړتياوې ډېرې ونازولې. له 500مخزېږديز راهيسې د وسپنيزو وسايلو ډېر استعمال په کرنه کې انقلاب راوست، او په دې موده کې نفوس ډېر زيات شو. په 221مخزېږديز کې، د «چين» پاچا خپل ځان لومړی سترواک اعلان کړ، چين يې په يوې سترواکۍ کې راټول کړ، د چين د ګڼو ايالتونو ديوالونه يې په يو ستر ديوال کې رايوځای کړل، او د چين ګڼ خلک او کلتورونه يې د حکومت په واحد نظام کې سره راغونډ کړل. که څه هم د دې ابتدايي پلې کېدل په 206 مخزېږديز کې د هغه له واکه د لېرې کېدو لامل وګرځېدل، بيا هم د «چين» ادارې پر ځای پاتې شوې. د «هان» واکمنې کورنۍ (206 مخزېږديز – 220ز) پر مهال، چين د محدودې سيمه يیزې خپلواکۍ له شتون سره سره، د پر ځان بسيا کروندګرو او کسبګرو يو پیاوړی، واحد او مرکزي سترواکي وګرځېده.[۴]

د «سونګ» واکمنۍ (960 – 1279)  نور اقتصادي اصلاحات هم منځ ته راوړل. کاغذي پيسو، قطب نما او نورو ټیکنالوژيکي پرمختګونو په پراخه کچه د اړيکو او د کتابونو خپرېدو ته اسانتيا برابره کړه. په اقتصاد د دولت واک کم شو، او په دې ډول خصوصي سوداګرو وده وکړه او په پانګونه او ګټه کې زياتوالی راغی. په 1279ز کال کې د مغولو د نېواک پر مهال د خنډونو، په څوارلسمه پېړۍ کې تورې وبا، او له هغې وروسته په پراخه کچه له شويو بغاوتونو سره سره، د چين نفوس د کولمبيايي مبادلې په مټ څپڅپانده شو او د «منګ» واکمنې کورنۍ (1368 – 1644 مخزېږديز/زېږديز) تر واکمنۍ لاندې خورا زيات شو. عموماً د ګوښه پلويو تګلارو سره سره، اقتصاد د جاپاني او سويلي امريکايي سپینو زرو د بهرنۍ سوداګرۍ په مټ بيا روان شو. د «چينګ» د واکمنۍ (1644 – 1912ز) په ډېره برخه کې، د اروپا او چين نسبي اقتصادي حيثيت د بحث يوه موضوع ده، خو په نولسمه پېړۍ کې يو ډېر ستر توپير راڅرګند شو، چې لامل يې صنعتي او ټيکنالوژيکي انقلابونه دي.[۵][۶]

د سترواکيو له ظهور مخکې پړاو

سمول

د نوي ډبرين عصر تر وروستيو وختونو، په هغه سيمه کې اوسېدونکې قبيلې په کرنه بوختې وې، چې اوس د ژړ سمندر د درې په نوم يادېږي. تر درېيمې مخزېږديزې زرېزې پورې، د برونز د عصر ډلبندي شوې ټولنې منځ ته راغلې وې، چې د يادولو وړ يې د «ايرليټو» کلتور و. «ايرليټو» په شمالي چين واکمن و، او د «شيا» واکمنې کورنۍ په نوم پېژندل شوې ده، کومه چې د چين په دوديزه تاريخ ليکنه کې لومړۍ واکمنه کورنۍ ده. له «ايرليټو» وروسته «شانګ» او «چو» واکمنې کورنۍ پيل شوې، کومو چې د منځنيو پېړيو د لوېديځې اروپا په څېر د خانۍ او ملکۍ اقتصاد منځ ته راوړ. د پسرلي او مني د پړاو تر پای ته رسېدو پورې، د دې سيستم زوال پيل شو او ځای يې د جګړه مارو ايالتونو د پړاو پر مهال پر ځان بسيا کروندګرو او کسبګرو غوړېدلي اقتصاد ونيو. دا بدلون هغه مهال بشپړ شو، کله چې د «چين» دولت په 221مخزېږديز کال کې چين سره يوځای کړ، او د چين د تاریخ سترواکيز (امپراتوري) پړاو يې پيل کړ.[۷]

د نوي ډبرين او ابتدايي برونز عصرونه

سمول

د اوسني چين په ډېرو سيمو کې شا اوخوا 10000 کاله مخکې کرنه پېل شوې ده. تر ټولو ابتدايي کورني فصلونه په شمال کې «ږدن» او په سويل کې وريژې وې. د نوي ډبرين عصر په ځينو کلتورونو کې د 5000مخزېږديز په لومړيو کې د لاسي اوبدونکي غونډاري څرخ په مټ منسوجات تولېدېدل. د ورېښمو تر ټولو لومړيو موندل شويو پاتې شونو نېټه د درېيمې مخزېږديزې زرېزې لومړيو کلونو ته رسېږي. د شمالي چين د «لونګشن» کلتور (درېیمه مخزېږديزه پېړۍ) په مټ، په زيات شمېر کې د ډلبندي شويو ټولنو جوړښتونه منځ ته راغلي دي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د «ايرليټو» کلتور (شا او خوا 1900 – 1350 مخزېږديز)، کوم چې په اوسني «هنان» کې خپل تعريفونکي ځای ته منسوب دی، د دويمې مخزېږديزې زريزې په لومړيو کې هغه مهال شمالي چين نيولی و، کله چې په دې سيمه کې په لومړي ځل ښاري ټولنې او له برونزو څخه د وسايلو جوړېدلو ظهور وکړ. په «اورليټو» کې خښې شوې کونجکې، قلعي، او فيروزې د دې ښودنه کوي چې دې خلکو له ډېرو ګاونډيانو سره سوداګري درلودله. د هغوی د ودانيو د ځمکنيو اساساتو د جوړولو لپاره به زيات کاري ځواک ته اړتيا پېښه شوې وي. که څه هم په لوړه کچه ډلبندي شوې «ايرليټو» ټولنې کوم ډول ليکنې تر شا نه دي پرېښي، يو شمېر تاريخ پوهانو هغوی د افسانوي «شيا» واکمنې کورنۍ په توګه پېژندلي دي، کومې ته چې په دوديزو چينايي روايتونو کې له «شانګ» څخه د مخکې واکمنۍ په توګه اشاره شوې ده.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

يوازې د بډايه خواصو په مشرۍ کې يو پیاوړي مرکزي دولت کولای شول چې د «ايرليګانګ» کلتور ( شا اوخوا پنخلسمه-څوارلسمه مخزېږديزه پېړۍ) برونز توليد کړي. د دوی دولت، چې «باګلي» يې د ختيځې اسیا لومړی تر ټولو لوی تمدن بولي، له ګاونډيو دولتونو سره تعامل درلود، چا چې برونز يا هغه کسبګر واردول چې برونز يې ويلې کولای او وسايل يې ځينې جوړولای شوای. دې تبادلو د برونز فلزکارۍ د تخنيک په خپرېدو کې مرسته وکړه. يو شمېر تاريخ پوهانو «ايرليګنګ» کلتور د «شانګ» د سيمې په توګه پېژندلی دی، ځکه دا له هغې سيمې سره سمون لري، چې دوديزې سرچينې وايي هلته «شانګ» فعال و، خو د دې پېژندګلو د تاييد لپاره تر اوسه  کومه ليکلې سرچينه نه شته.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

شانګ واکمنه کورنۍ ( شا خوا 1600 – شا اوخوا 1045 مخزېږديزه)

سمول

د معاصرو ليکنو په مټ د «شانګ» واکمنې کورنۍ د ځای په توګه په څرګند ډول پېژندل شوی لومړی ځای «انيانګ» دی، دا د «شانګ» يوه پلازمېنه وه چې د 1300 مخزېږديز په شا اوخوا کې يو لوی مېشت ځای وګرځېد. «شانګ» په بنسټيز ډول يوه کرنیزه ټولنه وه، د دوی اساسي فصل «ږدن» و، خو وريژې او غنم هم په هغو ځمکو کې کرل کېدل چې د شاهي دولت په واک کې وې. د شاهي کروندو څخه پیدا کېدونکو کرنيزو اضافي توکو د «شانګ» شاهي کورنۍ او واکمن خواص، د پرمختللي لاسي صنايعو صنعتونه (برونز، وريښم او داسې نور) او ستر پوځونه تمويلول. لويو شاهي څړځايونو (ورشوګانو) د قربانۍ او غوښې لپاره ژوي چمتو کول. نورو کرنيزو محصولاتو د «شانګ» ولسونو ملاتړ کاوه، چې اټکلاً له 5-5 څخه تر 8 ميلونه خلک وو.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې

سمول
  1. India and the Knowledge Economy: Leveraging Strengths and Opportunities. World Bank. 2005-01-01. p. 131. ISBN 9780821362082.
  2. Dahlman, Carl J; Aubert, Jean-Eric. China and the Knowledge Economy: Seizing the 21st Century. WBI Development Studies. World Bank publications. Accessed January 30, 2008.
  3. Angus Maddison. Chinese Economic Performance in the Long Run Archived 2014-10-15 at the Wayback Machine.. Development Centre Studies. Accessed 2007. p.29 See the "Table 1.3. Levels of Chinese and European GDP Per Capita, 1–1700 AD" in page 29, Chinese GDP Per Capita was 450 and European GDP Per Capital was 422 in 960AD. Chinese GDP Per Capita was 600 while European was 576. During this time, Chinese per capita income rose by about a third.
  4. (Bodde 1987، م. 54)
  5. Pomeranz, Kenneth (2001). The great divergence : China, Europe, and the making of the modern world economy. Princeton University Press. ISBN 9780691090108.
  6. Landes, David S. (1998), The Wealth and Poverty of Nations: Why Some Are So Rich and Some So Poor, New York: W.W. Norton & Co., pp. 29–44, ISBN 978-0-393-04017-3.
  7. (Ji et al. 2005a، م. 39).
  8. (Chang 1999، مم. 42–47).
  9. (Chang 1999، مم. 43, 46).
  10. (Bray 1984، مم. 40–43).
  11. (Kuhn 1988، مم. 271–72)
  12. (Chang 1999، م. 60).
  13. (Kuhn 1988، م. 93)
  14. (Bagley 1999، م. 164).
  15. (Bagley 1999، مم. 156, 158).
  16. (Chang 1999، مم. 72–73).
  17. (Bagley 1999، مم. 158–65).
  18. (Bagley 1999، م. 133).
  19. (Bagley 1999، م. 157).
  20. (Chang 1999، مم. 72–73).
  21. (Bagley 1999، م. 165).
  22. (Bagley 1999، م. 158).
  23. (Bagley 1999، مم. 155–56).
  24. (Bagley 1999، م. 157).
  25. (Bagley 1999، م. 158).
  26. (Keightley 1999، م. 280).
  27. (Keightley 1999، م. 278).
  28. (Keightley 1999، مم. 277–78).
  29. (Ji et al. 2005a، م. 24).