له ۱۹۹۱ ز څخه تر ۲۰۰۸ ز پورې د متحده ايالتونو تاريخ
له ۱۹۹۱ څخه تر ۲۰۰۸ پورې د متحده ايالتونو تاريخ د شوروي اتحاد له ماتې او ټوټه کېدلو څخه وروسته پيل شو. يادې ماتې د سوړ جنګ پای ته اشاره وکړه او متحده ايالتونو د نړۍ د يوازيني زبرځواک په توګه ناننګول شوي پاتي شول. متحده ايالتونو په منځني ختيځ نظامي برخه کې د سرلارې ونډه خپله کړه. متحده ايالتونو د فارس خليج جنګ (Persian Gulf War) کې له کواټ څخه چې د امريکا د منځني ختيځ متحد هېواد و، د عراق د بريد ځواک واېست. په کورنۍ برخه (جبهه) کې په ۱۹۹۲ ز کال کې د Bill Clinton په ټاکنې سره سپينې ماڼې ته يو ځل بيا لاره پيدا کړه. د ۱۹۹۴ ز کال منځنۍ دورې ټاکنو کې جمهوري غوښتونکو له ۴۰ کلونو څخه وروسته په لومړي ځل د کانګرس واک تر لاسه کړ. په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او Clinton تر منځ نښتو له يو بوديجوي کړکېچ څخه وروسته د فدرالي حکومت په غلي کولو بنسټيز اغېز وکړ، مګر وروسته يې په ګډه سره د مرستندويه سمون، د کوچنيانو د روغتيايي بيمې خپرونې او د يوې متوازنې بوديجې په تصويبولو سره په ګډه کار وکړ. د Lewinsky د رسوايۍ تورونو د استازو مجلس له لوري د ولسمشر کلينټن د ۱۹۹۸ ز کال استيضاح ته لاره هواره کړه، مګر نوموړی وروسته د سنا مجلس له لورې خوشې شو. د متحده ايالتونو اقتصاد په ۱۹۹۰ ز لسيزه کې لوړو ټيکنالوژيکي صنعتونو ته د لېوالتيا له امله تر هغې لوړ شو، چې NASDAQ د dot-com bubble [لکه د پوکڼۍ د چاودنې] ټکر وکړ او د ۲۰۰۰ ز کلونو په لومړيو کې شا تګ د تلپاتې اقتصادي ودې پای په نښه کړ.
په ۲۰۰۰ ز کال کې جمهوري غوښتونکی جورج ډبليو بوش (George W. Bush) د متحده ايالتونو د تاريخ په تر ټولو نږدې ټاکنو کې ولسمشر وټاکل شو. د نوموړي د دورې په لومړيو کې يې ادارې د زده کړو سمون او د لوړو ماليو کمول تصويب کړل، چې موخه يې د اقتصاد هڅول وو. په ۲۰۰۱ ز کې د سپټمبر له ۱۱ مې څخه وروسته متحده ايالتونو په ۲۰۰۱ ز کال په افغانستان کې د تروريزم په اړه نړيواله جګړه پيل کړه. په ۲۰۰۳ ز کال کال يې پر عراق بريد وکړ، چې د صدام حسين جنجالي رژيم يې له منځه یووړ، مګر د اوږمهالې جګړې پايله يې هم لرله چې د لسيزې څخه زياتې مودې لپاره يې ادامه کوله. د ټاټوبي امنيت څانګه (Homeland Security Department) جوړ شو او د هېواد پالنې قانوني کړکېچن (Patriot Act) د تروريزم پر وړاندې د کورنيو هڅو د دوام [پر ځای ساتلو] په موخه تصويب شو. په ۲۰۰۶ ز کال کې د Hurricane Katrina [کاترينا توپان] چې په ۲۰۰۵ ز کال کې يې د Gulf ساحل پر سيمه باندې بريد وکړ، د سياسي رسوايۍ او د عراق جنګ مخ پر وده بې نومتيا [د عراق جنګ په اړه له خپل هېواد څخه د خلکو خوابدي] په اړه نيوکې له ديموکراتانو سره د کانګرس واک په تر لاسه کولو کې مرسته وکړه. له دې وروسته په جنګي جرمونو او انسانيت پر وړاندې جنګونو باندې د صدام حسين د تورنولو هڅه وشوه او د نوموړي په اعدام باندې پای ته ورسېده. په ۲۰۰۷ ز کال کې ولسمشر بوش په عراق کې د ځواکونو د زياتولو امر وکړ، چې له امله يې د زيانونو کچه راکمه شوه.
نړيوالتوب او نوی اقتصاد
سمولد Bill Clinton د ولسمشرۍ پر مهال د امريکايي سياست ويناوو او ليکنو زياتره پر کورنيو مسائلو باندې تمرکز وکړ. په داسې حال کې چې د ۱۹۹۰ ز لسيزې لومړي وختونه د متحده ايالتونو اقتصاد د وروسته پاتې والې شاهد و، بيا رغونه يې په ۱۹۹۴ ز کال کې پيل شوه او همدرانګه د ټيکنالوژۍ له مخې ...
نړيوال جال (انټرنټ) او اړوندو ټيکنالوژيو په اقتصاد کې د ټيکنالوژي پر مټ Wall Street ودې په هڅولو سره خپل لومړنی پراخ نفوذ رامنځ ته کړ، چې د Federal Reserve مشر Alan Greenspan په ۱۹۹۶ ز کال کې د «بې معنا پرېمانۍ» په توګه تشرېح کړ. په ۱۹۹۸ ز کال کې اقتصاد په خورا چټکۍ سره پرمختګ کاوه او بېکاري له ٪۵ څخه ښکته وه. [۱]
په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدلو نه وروسته، متحده ايالتونه د نړۍ حاکم نظامي ځواک و او جاپان، چې ځيني وختونه متحده ايالتونو پر وړاندې تر ټولو ستر اقتصادي سيال ګڼل کېږي،د رکود په دوره کې ونيول شو. چين په زياتره سيمو کې د متحده ايالتونو د لومړني او خورا لوی سوداګريز سيال په توګه راڅرګندېده. ځينو سيمه یيزو نښتو، لکه: په Haiti او Balkans کې، ولسمشر Bill Clinton د سوله ساتو ځواکونو په توګه د امريکايي پوځيانو استولو ته وهڅاوه. د نوموړي موخه په دې اړه د سړې جګړې د وخت مخالفت بيا ژوندي کول وو، چې ايا د نړۍ په پاتې برخه باندې څار، د متحده ايالتونو يوه مناسبه ونډه وه او که نه. د اسلامي سمونپالو څارنو په منځني ختيځ کې د متحده ايالتونو د پرله پسې نظامي شتون پر وړاندې په لوړ غږ بريدونه تهديد کړل او ان د نړۍ د لومړني سوداګريز مرکز بريد، په ۱۹۹۳ ز کال کې د نيويارک د غبرګونو برجونو الوزول او له هېواده د باندې يې د امريکا پر ګټو باندې يو شمېر مرګوني بريدونه وکړل.
د ۱۹۹۰ز لسيزې پر مهال کډوالي په ځانګړي ډول له لاتيني امريکا او اسيا څخه خورا لوړه شوه، چې په راتلونکو لسيزو کې يې د متحده ايالتونو د وګړو په ډيموګرافيک جوړونه کې د سترو بدلونونو لپاره د بنسټ ډبره کېښوده. لکه: هسپانويانو افريقايي الاصل امريکايان د تر ټولو لوی ډېره کيو په توګه ځای پر ځای کړل. د يو څه سختو سرحدي کره کتنو تر څنګ بيا هم د سپټمبر له ۱۱ مې بريدونو څخه وروسته، له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۵ ز کال پورې نږدې ۸ ميليونه کډوال متحده ايالتونو ته راغلل. ياد شمېر چې نږدې نيمايي يې په ناقانونه ډول امريکا ته ننوتل؛ د دې هېواد په تاريخ کې د بلې هرې پينځه کلنې دورې په پرتله لوړ و. [۲][۳]
Dot-com bubble
سمولد ۲۰۰۰ له لومړيو څخه تر ۲۰۰۱ ز کال پورې د dot-com bubble د ناڅاپي چوېدنې شاهد وو. د انټرنټي ونډو (اسهامو) په اړه حېرانتيا يا پارېدنې په سترو شاخصونو کې خورا زياتېدنو ته لاره هواره کړې وه. که څه هم د انټرنټ نوې فعاله شوې په لسګونو شرکتونه ځکه ناکام شول، چې د نوې نړۍ Web له لوري زياتې اعلان شوې لوړې ژمنې پلي نه شوې. د ۲۰۰۰ ز کال مارچ په لسمه NASDAQ ۵۰۴۸،۶۲ ته پورته شو، چې دا د خپل تېر کال په پرتله له دوه برابره څخه زياته کچه وه. د خرڅلاو د يوه زنځيري غبرګون په پلي کولو سره اقتصادي رکود، د ۲۰۰۰ ز کال مارچ په ۱۳ پيل شو، چې خپل ځان يې د پانګه والو، تمويل او د پور ادا کړای شويو بنسټونو د دريځونو په توګه مشبوع کړل. NASDAQ د مارچ په ۱۵ مه يوازې شپږو ورځو کې ۴۵۸۰ ته راښکته کېدلو سره نږدې ۹ سلنه له لاسه تاوان وکړ. په ۲۰۰۱ ز کال کې پړسوب بېرته په بشپړې چټکتيا سره کېناست. د dot-com ډېری سوداګرو د خپلې venture پانګې له سوځېدنې څخه ورسته سوداګري بنده کړه، زياترو يې هيڅکله ګټه ونه کړه. [۴][۵]
په ۲۰۰۲ ز کال کې د کورني ناخالص عايد د ودې اندازه 2.8% ته پورته شوه. د ۲۰۰۲ ز کال په لومړۍ نيمايي کې يوه ستره لنډ مهاله ستونزه د ونډو بازار کې يو تېز زوال و، چې په ځينو سترو شرکتونو کې د شکمنو حسابي لارو چارو د تماس له مخې په خپله برخه کې وسوځېده. بله ستونزه بې روزګاري وه، د سترې خوابدۍ (Great Depression) له راهيسې يې د مياشتني زياتوالي تر ټولو اوږده دوره وازمايله. متحده ايالتونو د سپيټمبر له يوولسمې پېښې څخه په ۲۰۰۳ ز کال کې بېرته خپله بيارغونه پيل کړه، مګر د بېکارۍ له کچې (٪۶ څخه پورته) سره يو ځای د بازار دروندوالي (٪۷ کورني ناخالص عايد وده) ځينو اقتصادپوهانو او سياستپوهانو ته لارښوونه وکړه، چې «د بېکارۍ ترميم» په توګه يو حالت ته وګرځي. د دې تر څنګ اقتصادي ودې د ۲۰۰۸ ز کال په لومړيو کې په بيړه دوام وکړ او بېکاري ٪۵ ته راښکته شوه. [۶]
شخړې
سمولد فارس خليج جنګ
سمولپر تېلو باندې د صنعتي شوې نړۍ د پام وړ تکيه په ۱۹۳۰ ز لسيزه کې د منځني ختيځ هېوادونو کې د تېلو په تاييد شوي زېرمو سره پيلېږي. يادې زېرمې متحده ايالتونو ته په لومړي ځل د ۱۹۷۳ ز کال نړيوالو تېلو ټکان (1973 world oil shock) له پاتې شونو او وروسته د دويمې انرژۍ د ۱۹۷۹ ز کال کړکېچ کې روښانه شوې. که څه هم په ريښتيني دورو کې د تېلو بيې په ۱۹۸۰ز لسيزه کې بېرته له ۱۹۷۳ ز کلونو څخه مخکينۍ کچې ته ولوېدې او د تېلو د مصرفوونکو هېوادونو (په ځانګړي ډول شمالي امريکا، لويديځه اروپا او جاپان) د تمې خلاف ګټه کې يې اغېز وکړ، د منځني ختيځ د مخکښو توليدونکو پراخو زېرمو د دې سيمې ستراتيژيک ارزښت ډاډمن کړ. د ۱۹۹۰ز کال لسيزې په لومړيو کې د تېلو سياستونه لا هم هغومره ګواښونکي تاييد شوي دي، لکه څومره چې د ۱۹۷۰ ز کال په لومړيو کې وو.
سرچینې
سمول- ↑ کينډۍ:Cite speech
- ↑ "Study: Immigration grows, reaching record numbers". USATODAY.com. December 12, 2005.
- ↑ "Immigration surge called 'highest ever' Archived May 2, 2013, at the Wayback Machine.". Washington Times. December 12, 2005.
- ↑ Dillon, Nancy (مارچ 10, 2000). "NASDAQ hits the big time stock record lights up times square". New York Daily News. خوندي شوی له the original on اکتوبر 28, 2011.
- ↑ Ireland, R. Duane; Hoskisson, Robert E.; Hitt, Michael A. (2008). Understanding Business Strategy: Concepts and Cases. Cengage Learning. pp. 3–4. ISBN 978-0324578997.
- ↑ ftp://ftp.bls.gov/pub/special.requests/lf/aat1.txt[مړه لينکونه]