له ۱۸۵۰ کال راهیسې د طبیعي یخچالونو شاتګ

له ۱۸۵۰ کال راهیسې د طبیعي یخچالونو شاتګ په کورونو کې د مصرفولو او د کښتونو د خړوبولو لپاره خوږو اوبو ته پر لاسرسي او هغو حیواناتو او نباتاتو اغېز کوي چې د یخچالونو پر ویلي کېدو تکیه دي، د دې تر څنګ په اوږد مهال کې د سمندرونو پر سطحو هم اغېز پرېباسي. کنګلونه په طبیعي ډول د کنګل د زمانې په پای کې کمېږي، خو کنګل‌پوهان دې پایلې ته رسېدلي دي چې د کنګلونو د اوسني شاتګ لامل د اتومسفیر د ګلخانه‌يي ګازونو ډېروالی دی او دا د اقلیمي بدلون اغېزه ده. د همالیا، راکي، الپ، کسکېډز او سوېلي اند په څېر د منځني عرض د غرونو سلسلې او په افریقا کې د «کلیمانجارو» په څېر ګرم غرونه د کنګلونو ځینې لوی ضایعات څرګندوي. په ۱۹۹۳-۲۰۱۸ کلونو کې د کنلګونو ټولیز ضایعات د کنګلیزو لایو تر بېرونیو یخچالونو پرته شاوخوا ۵۵۰۰ ګیګاټنه وو.[۱]

د شمالي امریکا په لوېديځ، اسیا، الپ غرونو او د سوېلي امریکا په تودو او نیمه تودو سیمو کې، همدا راز په افریقا او اندونیزیا کې د غرنیو طبیعي یخچالونو شاتګ د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د نړیوالې تودوخې د زیاتېدو شواهد وړاندې کوي. له ۱۹۹۵ کال راهیسې د ګرینلنډ د مهمو خروجي یخچالونو او د لوېديځ اتلانتیک د کنلګیزو لایو د شاتګ له چټکتیا سره ښايي د سمندر د سطحې د لوړېدو وړاندوېینه وشي چې پر ساحلي سیمو اغېز کوي.

د کنګل کوچنۍ دوره له شاوخوا ۱۵۵۰ څخه تر ۱۸۵۰ پورې روانه وه چې په دې دوره کې د ځینو ځانګړو سیمو هوا د مخکې او وروسته وخت په نسبت څه ناڅه سړه وه. ورپسې تر شاوخوا ۱۹۴۰ کال پورې په ټوله نړۍ کې طبیعي یخچالونو د اقلیم له ګرمېدو سره شاتګ وکړ. د ۱۹۵۰ او ۱۹۸۰ کلونو تر منځ په ډېرو مواردو کې د کنګلونو شاتګ د نړیوالې تودوخې له څه ناڅه کمښت سره ټکنی شو او حتا د لنډ مهال لپاره معکوس شو. له ۱۹۸۰ کال راهیسې د اقلیمي بدلونونو له امله طبیعي یخچالونو شاتګ کړی دی چې دا لړۍ چټکه شوې او پراخه شوې ده، په داسې ډول چې ځینې طبیعي یخچالونه په بشپړ ډول ورک شوي دي او ډېری نور طبیعي یخچالونه له ګواښ سره مخ دي. اند او همالیا ته په ورته ځایونو کې د طبیعي یخچالونو له منځه تګ د اوبو پر سرچینو اغېز لرلای شي.[۲][۳]

لاملونه

سمول

د یوه یخچال د پایښت لپاره کتلوي تعادل یا د ویلې کېدو او بخار کېدو (ذوب او تصعید) تر منځ توپیر ډېر مهم دی. اقلیمي بدلونونه ښايي د واورې په ورښت او تودوخه کې بدلونونه پېښ کړي او په پایله کې یې کتلوي تعادل بدل شي. طبیعي یخچالونه د پایدار یا دوامدار منفي تعادل له امله خپله موازنه یا برابروالی بایلي او شاتګ کوي. مثبت پایدار تعادل هم له برابروالي بهر دی او ښايي د برابروالي د بیا ټينګښت لوري ته پرمختګ وکړي. دا مهال کابو ټول یخچالونه منفي کتلوي تعادل لري او د شاتګ په حال کې دي.[۴][۵][۶][۷]

اغېزې

سمول

اوبه

سمول

د طبیعي یخچالونو د شاتګ دوام به څه ناڅه متفاوتې اغېزې ولري. هغه سیمې چې د اوړي په ګرمو میاشتو کې د طبیعي یخچالونو له ویلې کېدو څخه په بهېودونکو اوبو تکیه دي، هلته د یخچالونو د اوسني شاتګ دوام کنګلونه له منځه وړي او بهېدونکې اوبه ورسره کمېږي یا بېخي له منځه ځي. د بهېدونکو اوبو کموالی د محصولاتو پر خړوبولو اغېز کوي او هغه اوړنی جریان کموي چې د بندونو او زېرمو د ډکولو لپاره اړین دی. دغه وضعیت په سوېلي امریکا کې د کښتونو د خړوبولو لپاره شدید دی. په سوېلي امریکا کې ګڼ مصنوعي سیندونه یوازې د کنګلونو له ویلې کېدو څخه د بهېدونکو اوبو په مرسته ډکېږي. د مرکزي اسیا هېوادونه هم له تاریخي لحاظه د کښتونو د خړوبولو او د څښاک د سرچینو لپاره د موسمي یخچالونو په ویلې کېدو پورې تړلي پاتې شوي دي. په ناروې، الپ غرونو او د شمالي امریکا په شمال لوېديځ ارام سمندرګي کې د اوبو د انرژۍ لپاره د طبیعي یخچالونو بهېدونکې اوبه ډېر اهمیت لري.[۸]

ایکوسیستمونه

سمول

د خوږو او تروشو اوبو د حیواناتو او نباتاتو ډېری نوعې د ځانونو لپاره د سړو اوبو د هغو ژوندځایونو د ډاډمنولو لپاره د یخچالونو په اوبو پورې تړلي دي چې مطابقت یې ورسره کړی دی. د خوږو اوبو د کبانو ځینې نوعې د ژوندي پاتې کېدو او نسل تولیدولو لپاره سړو اوبو ته اړتیا لري او دا چاره د «سالمون» او «وژونکي سالمون» کبانو په مورد کې لا ډېر صدق کوي. د کنګلونو د بهېدونکو اوبو کموالی د دغو نوعو د ودې لپاره د ناکافي جریان لامل کېدای شي. د یخچالونو له ویلې کېدو څخه د خوږو اوبو د ډېروالي له امله په سمندري جریانونو کې بدلونونه او د سمندرونو په ترموهالین جریان کې بالقوه بدلون ښايي پر اوسنۍ کب‌نیونه هم اغېز وکړي چې انسان هم پرې تکیه دی.[۹]

سېلابونه

سمول

یوه لویه اندېښنه د کنګلیزو سیندونو د طغیاني سېلابونو خطر ډېرېدل دي چې په تېر کې یې پر ژوند او اموالو زیاتې اغېزې کړې دي. د طبیعي یخچالونو د ذوب یا ویلې کېدو اوبه چې د دغو یخچالونو له شاتګ څخه را پاتې کېږي، د هغو یخچالي رسوباتو له امله مهارېږي چې ښايي ناپایدار وي او د زلزلې، ځمک‌ښویېدنې یا واورېژ په پایله کې د ماتېدو یا بې ځایه کېدو په صورت کې لاندې ځي. که لاندېنی یخچالي رسوب هومره قوي نه وي چې پورته تلونکې اوبه د ځان تر شا وساتي، کېدای شي چاودنه وکړي او د یوه لوی ځايي سېلاب لامل شي. د یخچالونو د شاتګ له امله د یخچالي سیندونو د جوړېدو او پراخېدو په دلیل د دغسې پېښو د رامنځته کېدو احتمال د ډېرېدو په حال کې دی. په تېر مهال کې دغه ډول سېلابونو ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. په ګړنګ‌وزمه او نریو درو کې هغه کلي او ښارونه تر ټولو ډېر له ګواښ سره مخ دي چې تر کنګلیزو سیندونو لاندې پراته دي. په ۱۸۹۲ کال کې د یوه کنګلیز سیند د طغیاني سېلاب په پایله کې د «ټټ روس» یخچال له سیند څخه شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ متر مکعبه (۲۶۰۰۰۰ یارډ مکعبه) اوبه خوشې شوې چې د فرانسې په «سینټ-ژوریس-له-باین» ښار کې یې څه باندې ۲۰۰ کسان ووژل. د کنګلیزو سیندونو طغیاني سېلابونه د نړۍ په هره هغه سیمه کې شته دي چې هلته طبیعي یخچالونه موجود دي. تمه کېږي چې د یخچالونو شاتګ به د یخچالي سیندونو د جوړولو او پراخولو لامل شي او د راتلونکو طغیاني سېلابونو ګواښ به لوړ کړي.[۱۰][۱۱][۱۲]

د سمندر د سطحې لوړوالی

سمول

د سمندر د سطحې ډېروالی تر ډېره د ګرینلنډ او انترکتیکا د قطبي کنګلونو په ویلې کېدو پورې تړاو لري، ځکه دا هغه ځای دی چې د یخچالونو اکثریت کنګلونه په کې واقع دي. که د انترکتیکا ټول کنګلونه ویلې شي، د نړۍ سمندرونه شاوخوا ۷۰ متره (۲۳۰ فوټه) را پورته کېږي. که څه هم مخکې فکر کېده چې د انترکتیکا کنلګونه د سمندرونو د اوبو د کچې په ډېرېدو کې ډېر رول نه لري، خو وروستیو څېړنو ښودلې ده چې انترکتیکا او ګرینلنډ دواړه په جلا جلا ډول هر کال د سمندرونو د سطحې په ډېرېدو کې ۰.۵ ملي متره (۰.۰۲۰ اېنچه) ونډه لري. د انترکتیکا په لوېديځ کې «تویتز» طبیعي یخچال دا مهال په یوازې ځان د نړیوال سمندر د سطحې په ډېرېدو کې شاوخوا ۴ سلنه ونډه لري. دا یخچال تر شاوخوا دوه فوټه (۶۵ سانتي مترو) پورې د سمندرونو د سطحې لوړولو لپاره کافي کنګل لري او خپل ګاونډي یخچالونه هم شاته پرېږدي چې که ټول کنلګونه له منځه لاړ شي، د سمندرونو کچه تر ۸ فوټه (۲.۴ مترو) پورې لوړوي. دا واقعیت چې د سمندرونو د سطحو لوړېدو لپاره د اقلیمي بدلونونو د حکومت‌منځي پلاوي (IPCC) په اټکلونو کې د کنلګونو د لایو چټک له منځه تګ نه دی شامل، د سمندرونو د سطحو لوړېدو لپاره د منلو وړ اټکل ستونزمنوي، خو په ۲۰۰۸ کال کې یوې څېړنې وښوده چې تر ۲۱۰۰ کال پورې به د سمندرونو د سطحو ډېرېدو لږ تر لږه کچه شاوخوا ۰.۸ متره (۲.۸ فوټه) وي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې

سمول
  1. IPCC AR6 WG1 Ch9 2021, p. 9-7, line 6
  2. Pelto, Mauri. "Recent Global Glacier Retreat Overview". North Cascade Glacier Climate Project. نه اخيستل شوی February 14, 2015.
  3. Lee, Ethan; Carrivick, Jonathan L.; Quincey, Duncan J.; Cook, Simon J.; James, William H. M.; Brown, Lee E. (2021-12-20). "Accelerated mass loss of Himalayan glaciers since the Little Ice Age". Scientific Reports (په انګليسي). 11 (1): 24284. Bibcode:2021NatSR..1124284L. doi:10.1038/s41598-021-03805-8. ISSN 2045-2322. PMC 8688493. PMID 34931039.
  4. Mote, Philip W.; Kaser, Georg (2007). "The Shrinking Glaciers of Kilimanjaro: Can Global Warming Be Blamed?". American Scientist. 95 (4): 318–325. doi:10.1511/2007.66.318. نه اخيستل شوی November 23, 2020.
  5. Alex S. Gardner; Geir Moholdt; J. Graham Cogley; Bert Wouters; Anthony A. Arendt; John Wahr; Etienne Berthier; Regine Hock; W. Tad Pfeffer; Georg Kaser; Stefan R. M. Ligtenberg; Tobias Bolch; Martin J. Sharp; Jon Ove Hagen; Michiel R. van den Broeke; Frank Paul (May 17, 2013). "A Reconciled Estimate of Glacier Contributions to Sea Level Rise: 2003 to 2009" (PDF). Science. 340 (6134): 852–857. Bibcode:2013Sci...340..852G. doi:10.1126/science.1234532. PMID 23687045. S2CID 206547524. نه اخيستل شوی November 23, 2020.
  6. Hubbard, Bryn; Neil F. Glasser (May 20, 2005). Field Techniques in Glaciology and Glacial Geomorphology. Wiley. pp. 179–198. ISBN 978-0470844274. نه اخيستل شوی November 23, 2020.
  7. Pelto, M.S. (2010). "Forecasting temperate alpine glacier survival from accumulation zone observations". The Cryosphere. 4 (1): 67–75. Bibcode:2010TCry....4...67P. doi:10.5194/tc-4-67-2010. نه اخيستل شوی November 23, 2020.
  8. "Melting glaciers threaten Peru". BBC News. October 9, 2003. نه اخيستل شوی January 7, 2021.{{cite news}}: ساتل CS1: url-status (link)
  9. The Economics of Adapting Fisheries to Climate Change. OECD Publishing. 2011. pp. 47–55. ISBN 978-92-64-09036-1. نه اخيستل شوی 2011-10-15.
  10. "Global Warming Triggers Glacial Lakes Flood Threat" (Press release). United Nations Environment Programme. 16 April 2002. Archived from the original on 26 May 2005. نه اخيستل شوی 14 November 2015.
  11. An Overview of Glaciers, Glacier Retreat, and Subsequent Impacts in Nepal, India and China (PDF) (Report). WWF Nepal Program. March 2005. p. 3.
  12. Mauri S. Pelto. "Recent Global Glacier Retreat Overview". نه اخيستل شوی August 7, 2016.
  13. Rahmstorf S, et al. (May 2007). "Recent climate observations compared to projections". Science. 316 (5825): 709. Bibcode:2007Sci...316..709R. doi:10.1126/science.1136843. PMID 17272686. S2CID 34008905.
  14. Velicogna, I. (2009). "Increasing rates of ice mass loss from the Greenland and Antarctic ice sheets revealed by GRACE". Geophysical Research Letters. 36 (19): L19503. Bibcode:2009GeoRL..3619503V. CiteSeerX 10.1.1.170.8753. doi:10.1029/2009GL040222. S2CID 14374232.
  15. Cazenave, A.; Dominh, K.; Guinehut, S.; Berthier, E.; Llovel, W.; Ramillien, G.; Ablain, M.; Larnicol, G. (2009). "Sea level budget over 2003–2008: A reevaluation from GRACE space gravimetry, satellite altimetry and Argo". Global and Planetary Change. 65 (1): 83–88. Bibcode:2009GPC....65...83C. doi:10.1016/j.gloplacha.2008.10.004.
  16. Team, By Carol Rasmussen, NASA's Earth Science News. "Huge cavity in Antarctic glacier signals rapid decay". Climate Change: Vital Signs of the Planet. نه اخيستل شوی 2019-02-05.
  17. Prats-Iraola, P.; Bueso-Bello, J.; Mouginot, J.; Scheuchl, B.; Rizzoli, P.; Rignot, E.; Milillo, P. (2019-01-01). "Heterogeneous retreat and ice melt of Thwaites Glacier, West Antarctica". Science Advances (په انګليسي). 5 (1): eaau3433. Bibcode:2019SciA....5.3433M. doi:10.1126/sciadv.aau3433. ISSN 2375-2548. PMC 6353628. PMID 30729155.
  18. Pfeffer WT, Harper JT, O'Neel S (September 2008). "Kinematic constraints on glacier contributions to 21st-century sea-level rise". Science. 321 (5894): 1340–3. Bibcode:2008Sci...321.1340P. doi:10.1126/science.1159099. PMID 18772435. S2CID 15284296.