له ۱۸۴۸ زکال څخه تر ۱۸۴۹ زکال پورې د جرمني انقلابونه

له ۱۸۴۸ زکال څخه تر ۱۸۴۹ زکال پورې د جرمني انقلابونه (په جرمني ژبه: Deutsche Revolution 1848/1849) چې پیلنی پړاو یې د مارچ د انقلاب په نامه یادېږي په پیل کې د ۱۸۴۸ زکال د هغو انقلابونو برخه و چې په ډېری اروپايي هېوادونو کې رامنځته شول. دغه انقلابونه د جرمني په کنفدراسیون له دې ډلې د اتریش په سترواکۍ کې د کمزورې همغږۍ لرونکو اعتراضاتو او بغاوتونو لړۍ وه چې په پان جرمنېزم یې ټینګار درلود. دغو انقلابونو د کنفدراسیون د غړو نهه دېرش هغه خود مختاره سیاسي نظامونو څخه د وګړیزې ناخوښۍ څرګندويي کوله چې د ناپلیوني جګړو له امله د روم د سپېڅلۍ پخوانۍ سترواکۍ له پاشل کېدو وروسته د جرمني د قلمرو په توګه په میراث پاتې شوي و. د دغو انقلابونو بهیر د ۱۸۴۰مې لسیزې په نیمايي کې پیل شو.

منځنۍ طبقې ته اړوند عناصر لیبرال اصولو ته ژمن و، په داسې حال کې چې کاریګري طبقه د کار او ژوندانه په شرایطو کې د اساسي سمون په لټه کې وه. د انقلاب پر مهال د منځنۍ طبقې او کاریګري طبقې جلا کېدل لامل وګرځېدل څو محافظه کار اشراف هغو ته ماته ورکړي. لیبرالان له سیاسي ځورونې څخه د تېښتې په موخه تبعید ته اړ شول چې وروسته د ۴۸ کسانو (Forty-Eighters) په نوم پېژندل کېدل. ډیری هغه متحده ایالاتو ته کډه شول او له ویسکانسین څخه تر تکزاس پورې سیمو کې استوګن شول.

د انقلابونو رامنځته کوونکې پېښې

سمول

د ۱۸۴۸ زکال د پاڅون مقدمات په ۱۸۳۲ زکال کې د هامباخر جشن له لومړیو څخه برابر شول، هغه مهال چې د لوړو مالیاتو او سیاسي سانسور اړوند عمومي نارامیو زور واخیست. د هامباخر جشن د هغو جمهوري غوښتونکو لپاره پام وړ و چې د جرمني په معاصر ملي بیرغ کې یې کارېدلي تور، سور او طلایي رنګونه د جمهوري غوښتونکي خوځښت او د جرمني ژب ویونکو وګړو د اتحاد سمبول باله.

د لیبرال اصلاحاتو غوښتونکي فعالیتونه د جرمني په ډېری ایالتونو کې چې هر یو یې ځانته جلا انقلاب درلود پراختیا ومونده. دوی همدارنګه د فرانسې په پاریس ښار کې د فبروري له ۲۲مې نېټې څخه تر ۲۴مې پورې د کارګرانو او صنعتګرانو له هغو لاریونو الهام واخیست چې له امله یې د فرانسې پاچا، لویي فیلیپ بریتانیا ته تبعید شو. په فرانسې کې د ۱۸۴۸ زکال انقلاب د فبروري په انقلاب شهرت لري. [۱]

د انقلابونو لړۍ له فرانسې څخه ټولې اروپا ته پراختیا ومونده؛ چې ډېر ژر وروسته له هغو په ویانا کې د ۱۸۴۸ زکال د مارچ د ۱۳مې نېټې په لوی لاریون سره د اتریش او جرمني انقلابونه را پیل شول. دغه لاریون لامل وګرځېد چې اتریشي سترواک لومړي فردیناند ته اړوند مخکښ وزیر شاهزاده فون مترنیخ استعفا ورکړي او بریتانیا ته ځان تبعید کړي. د وین د لاریون د نېټې له امله په جرمني کې انقلابونه په معمول ډول د مارچ د انقلاب په توګه یادېږي.

د جرمني یو شمېر پاچایانو د لویي فیلیپ له برخلیک څخه په ویرې د انقلابیونو یو شمېر غوښتنې لږ تر لږه په لنډ مهالې توګه ومنلې. په سویل او لویدیځ کې لویې وګړیزې غونډې جوړې شوې او پراخ لاریونونه ترسره شول. هغوی د مطبوعاتو د آزادۍ، د شوراګانو جوړولو د آزادیو، لیکلي اساسي قانون، د وګړو د وسله وال کولو او پارلمان غوښتنه کوله.

د انقلاب ماته

سمول

د جرمني ژبې ویونکو هېوادونو د یو موټي کولو په موخه د ۱۸۴۸ زکال انقلاب له دې امله ماته وخوړه چې د فرانکفورت شورا د جرمني د حاکمو طبقاتو د ډېری ګټو منعکس کوونکې وه. د دغې شورا غړو د ائتلاف جوړونې او د ځانګړو موخو لپاره د فشار واردولو وړتیا نه لرله. لومړنی جنجال هم د دغې شورا د موخو اړوند رامنځته شو. محافظه کارو لیبرالانو غوښتل د اساسي قانون مسوده پاچایانو ته د وړاندې کولو په موخه برابره کړي، په داسې حال کې چې د دغې شورا د راډیکال غړو لږکۍ ډلې غوښتل خپله دغه شورا د قانون جوړونکي پارلمان په توګه معرفي کړي. دوی ونشو کولای په دغه اساسي ویش جوړ راشي او له همدې امله یې د یو موټي کولو او یا هم د دیموکراتیکو قوانینو په جوړولو کې کوم قطعي ګام اوچت نشو کړای او اړوند یې شورا له بحث کولو ډډه وکړه. په داسې حال کې چې د فرانسې انقلاب د یو موجود ملي دولت پر بنسټ و، خو په ۱۸۴۸ زکال کې د جرمني دیموکرات او لیبرال قواوې په هم مهاله توګه د ملت جوړونې او اساسي قانون ټاکلو له اړتیا سره مخ شول چې پر دوی یې له کچې زیات مالیات لګول. [۲]

هغه مهال چې د ۱۸۴۸ زکال د مۍ په ۱۸مه د فرانکفورت شورا تاسیس شوه، استازو هاینریش فون ګاګرن د دغې شورا د لومړي مشر په توګه وټاکه. نوموړي د اتحاد غوښتنکې ښي اړخې منځلارې ډلې پیاوړی ملاتړ له ځانه سره درلود او همدارنګه یې په کیڼ اړخو منځلارو استازو هم اغېز درلود، په دې توګه هغه کولای شول د فرانکفورت د شورا ۲۵۰ استازي له ځانه سره ولري. ګاګرن په کلکه سره د جرمني ایالتونو له اتحاد ملاتړ وکړ. ورته مهال نوموړی ټینګار درلود چې دغه شورا باید د پاچایانو هوکړه خپله کړي ځکه چې هغوی په شدت سره غبرګون ښوونکي و. ورته مهال دا یوازې د پروس پاچاهي وه چې د دغه اتحاد د جوړولو په موخه اړتیا وړ پوځي ځواک یې درلود. خو د ګاګرن په ګډون د دغې شورا ډېر غړي د پروس په دولت او د هغو په مطلقه حکومتولۍ بې باوره و. منځلارو لیبرالانو د پاچایانو د خدمت کوونکو په توګه د خپل ځایګي د له لاسه ورکولو له ډاره په چټکۍ سره دې پایلې ته ورسېدل چې یوازې خبرې اترې د سیاسي پرمختګ لامل ګرځي. د پروس پوځ د اصلاحاتو اړوند غوښتنو ته پام ونکړ او په ۱۸۴۹ زکال کې یې دغه شورا اړ کړه له فرانکفورت پښې سپکې کړي. [۳]

د فرانکفورت شورا د مالیاتو په زیاتولو کې هېڅ واک نه درلود او په بشپړه توګه یې د پاچایانو په غوره نیت تکیه لرله. له دې امله چې د دغې شورا ډېری غړي په ایالتونو کې د نفوذ لرونکو څوکیو واکداران و، د بنسټیزو اصلاحاتو د غوښتنې لپاره د هغوی بې میلي او یا هم د هغوی د واکدارانو خواشیني په دې معنی وه چې هغوی نه شو کولای د وسله والو ځواکونو لپاره بودیجه غونډه کړي یا هغه قوانین اجرا کړي چې کېدای شي تصویب یې کړي. شاوخوا سلګونو راډیکالانو چې باور یې درلود وسله وال پاڅون ته اړتیا ده خپله لیوالتیا یې له لاسه ورکړه او شورا یې پرېښوده څو د یو «واقعي» انقلاب لپاره په سیمه ئیزه کچه هڅې وکړي. له بوروکراسي پرته دوی نه شو کولای د دغې چارې لپاره مالي امکانات برابر کړي.

د شورا غړو د اصلاحاتو لپاره پیاوړې انګېزه نه لرله، خو له دې سره د دوی ترمنځ پام وړ اختلافات څرګند شول چې د پرمختګ مخه یې ونیوله؛ د بېلګې په توګه د ګراس ډویچلنډ (Grossdeutschland) مدافعین د د کلین ډویچلند (Kleindeutschland) د مدافعینو پر وړاندې، کاتولیکان د پروتستانتانو پر وړاندې او د اتریش ملاتړي د پروس د ملاتړو پر وړاندې ودرېدل. تر ټولو پام وړ موضوع چې د شورا د له منځه تلو لامل شوه د دیموکراتیک اساسي قانون د لیکنې اړوند د منځلارو غړو غوښتنه او د اصلاحاتو په موخه له غبرګون ښوونکو پاچایانو سره د مذاکرې اړوند د لیبرالانو ټینګار و. ورته مهال په دغو مواردو کې شریکو بېلابېلو ډلو له شورا بهر په غونډو جوړولو لاس پورې کړ څو د خپلو کړنو اړوند پرېکړې وکړي.

ورته مهال د جرمني ایالاتو واکمنانو په تدریج سره دا وموندله چې د هغوی ځایګي له ګواښ سره مخ نه دي. د بایرن پاچا واک پرېښی و خو دا یوازې د ټیټې طبقې د فشار له امله و. د وسله وال پاڅون د ګواښ په له منځه تلو سره پاچایان دې ته متوجه شول چې اتحاد نه شي رامنځته کېدلای. په داسې حال کې چې شاهزادګانو په خپلو قلمرونو کې بغاوتونه ځپل خو هغوی د پروس پر قدم ولاړل او له شورا څخه یې خپل استازي راوغوښتل. یوازې پروس و چې د خپل فوق العاده پوځي ځواک پر مټ یې وکولای شول د شاهزادګانو د پوځي برید پر وړاندې د فرانکفورت له شورا ساتنه وکړي، خو له دې سره پروس خپلې ځانګړې ګټې په پام کې لرلې.

د فرانکفورت ملي شورا د ۱۸۴۸ زکال د جون په ۱۴مه د رایش فلوټ یا د جرمني د سمندریز ځواک په جوړولو هوکړه وکړه؛ هغه چاره چې په راتلونکي کې د جرمني د قدرت او ځایګي لپاره مهمه وه.

سرچينې

سمول
  1. Marx, Karl; Engels, Friedrich (1972). "Foreword (S.Z. Leviova)". The revolution of 1848-49 : articles from the Neue Rheinische Zeitung. International Publishers. pp. 7. ISBN 0-7178-0340-6. OCLC 925314360.
  2. Staas, Christian; Ullrich, Volker (24 August 2010). "Deutschlands sonderbarer Weg". ZEIT Geschichte (په جرمني). No. 3/2010. pp. 22–28. Interview with historian August Winkler.
  3. Marx او Engels 1977، 7, pp. 440,662.