له یهودو سره د ضدیت تاریخچه

له یهودو سره د ضدیت تاریخچه، چې د یوې مذهبي یا قومي ډلې په توګه له یهودانو سره د خصمانه کړنو یا ضدیت په توګه تعریف کېږي، څو پېړۍ وړاندې ته ورګرځي او له یهودو سره ضدیت «تر ټولو اوږده کرکه» بلل شوې ده. جیرومي چانز له یهودو سره د ضدیت د تاریخي پراختیا په اړه شپږ پړاوونه په ګوته کوي، چې عبارت دې له:[۱][۲]

  1. په لرغوني یونان او روم کې له مسیحیت نه وړاندې له یهودانو سره ضدیت چې اساساً د قومیت له مخې و.
  2. په لرغونې دوره او منځنۍ پېړیو کې له یهودو سره ضدیت چې مذهبي ماهیت یې درلود او تر عصري دورې پورې یې پراختیا ومونده.
  3. له یهودو سره د مسلمانان ضدیت کوم چې لږ تر لږه په کلاسیکه بڼه وه خو بیا هم یهودان یو ډول محافظت کېدونکې ډله وه.
  4. د روڼ اندۍ په په دوره او له روڼ اندۍ وروسته اروپا کې له یهودو سره سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ضدیت کوم چې له یهودو سره یې د نژادي ضدیت لاره هواره کړه.
  5. له یهودو سره هغه نژادي ضیت چې په نولسمه پېړۍ کې رامنځته شوه او د نازي رژیم پر مهال خپل اوج ته ورسېد.
  6. له یهودو سره معاصر ضدیت چې ځینې له یهودو سره نوی ضدیت بولي.

چانیز وړاندې کوي چې دا شپږ پړاوونه په دریو کټه ګوریو کې سره یو ځای کېدای شي: «له یهودو سره لرغونی ضدیت، چې اساساً ماهیت یې نژادي اړخ درلود؛ له یهودو سره د مسیحیت ضدیت، چې مذهبي اړخ یې درلود او په ۱۹مه او ۲۰مه پېړۍ کې له یهودو سره توکمیز ضدیت». دا ستونزمنه ده چې د روم له دورې څخه وړاندې له یهودو سره د نورو ملتونو ضدیت په عمل کې ثابت کړو، خو کله چې مسیحیت اروپا ته راغی، نو پرته له شکه له یهودو سره ضدیت موجود و. اسلامي نړۍ هم د تاریخ په اوږدو کې یهودان پردي خلک بلل. د نولسمې پېړۍ په اروپا ې د علمي او صنعتي انقلابونو په راتګ سره، له یهودو سره یو نوی ډول ضدیت رامنځته شو چې هغه هم د نژاد او مذهب له مخې و چې بیا دا کار د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د هالوکاسټ له لارې خپل اوج ته ورسېد. په ۱۹۴۸ کال کې د اسراییلو د دولت جوړیدل په منځني ختیځ کې له یهودو سره د ضدیت د نوي تاوتریخوالي لامل وګرځېد.[۳]

کلاسیکه دوره

سمول

له یهودانو سره لومړنۍ دښمني

سمول

لویس ایچ. فیلډمن استدلال کوي چې: «موږ باید پر دې عقیدې باندې چې بت پرسته لیکونکي ټول له یهودو سره ضدیت لرو، لږ غور وکړو». هغه ادعا کوي چې «یو له تر ټولو ستره معما چې له یهودو سره د ضدیت په برخه کې محصلین ورسره لاس او ګریوان دي، هغه د لومړنیو بت پرستو لیکوالانو په لیکنو کې د یهودو په پلوی له هغو لیکنو څخه د جهت تغییر دی چې د یهودو یادونه یې کړې ده او بیا وروسته له یهودو سره د ضدیت شریرانه لیکنې دي چې له میلاد څخه ۲۷۰ کاله مخکې په Manetho سره پیل شوي. له یهودو سره د ضدیت په اړه د مانتو لیکنو ته په کتو سره، ښايي له یهودو سره د ضدیت سرچینه په مصر کې وي او بیا د یونانیانو له خوا د لرغوني مصر د تعصباتو په بیا بیانولو سره یې پراختیا موندلې وي. فیلډمن د هغو لیکوالانو نومونه چې د یهودو په اړه یې مثبتې خبرې کولي داسې بیانوي: ارسطو، تیوفراستوس، کلارخوس سولي او مګاسټنس. فیلډمن دا تصدیقوي چې له مانتو وروسته: «هغه انځور چې معمولاً رسمیږي هغه له یهودو سره د ضدیت نړیوال او تاوتریخجن انځور دی».[۴][۵][۶]

له یهودو سره د ضدیت لومړني ښکاره احساسات کولای شو له میلاد څخه دری پېړۍ وړاندې په سکندریه کې ومومو. سکندریې یهودان په نړۍ کې د یهوادونو تر ټولو ستره ټولنه وه، چې د عبري د سپېڅلي کتاب یوناني ژباړه هم دلته تر سره شوه. مانتو چې په هغه وخت کې یو مصری کشیش او مورخ و، په کلکه سره یې د یهودانو پر ضد لیکنې وکړي او د هغه دا لیکنې په تکرار سره د هغه په اثارو لکه Chaeremon، Lysimachus، Poseidonius، Apollonius Molon او Apion او Tacitus کې تکرار شوي دي. فلاویوس ژوزفوس له هکاټیوس ابډره څخه نقل کوي چې د مقدوني سکندر د وخت په اړه یې لیکلي دي چې یهودان «په معمول ډول د ایران د پاچاهانو او حمکرانانو له خوا سپک کېدل، خو نشي کېدای چې هغوی له هغه څه چې دوی فکر کړي تر ټولو غوره دي، منصرف کړو؛ خو که چېرې دوی په دې خاطر لوڅ کړل شي او عذاب پرې راولئ او له وحشت نه ډک مرګ په سترګو وویني، نو هلته به دوی بیا سمې لارې ته راشي او د خپلو نیکونو له دین څخه به لاس واخلي». دا هغه یو له لومړنیو یهود ضد احکامو څخه و چې له میلاد څخه ۱۶۷-۱۷۰ کاله وړاندې د انټیوخوس اپیفانس له خوا خپور شو، چې په جوډا کې د مکابیانو د بغاوت لامل وګرځېد.[۷][۸]

یو لرغونی یهودي فیلسوف د سکندریې فیلو په سکندریه کې پر یهودانو باندې په ۳۸ میلادي کال یو برید بیانوي چې له امله یې په زرګونه یهودان ووژل شول. په سکندریه کې دغه تاوتریخوالی له دې امله رامنځته شوی وي چې هلته یهودان یو ډول انسان دوسته ښودل شوي و. چریکور استدلال کوي چې په هلنیسټي دوره کې له یهودانو سره د کرکې لامل په یوناني ښارونو، poleis کې د هغوی بېلوالی و. خو بیا هم، بوهاک استدلال کوي چې له یهودانو سره لومړني خصومتونه نه شو کولای له یهودو سره ضدیت وګڼو، مګر کېدای شي لامل یې هغه کړه وړه و چې یوازې د یهودانو پر وړاندې موجود و، ځکه چې زیاتره یونانیانو د هرې هغې ډلې پر وړاندې حصومت ښوده چې دوی به وحشي وانګېرل. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د زیاترو یوناني او رومي لیکوالانو په اثارو کې کولای شو داسې څرګندونې ومومو چې هغه د یهودانو او د هغوی د دین پر وړاندې د تعصب ښکارندوی دي. ایډوارډ فلانري لیکي چې دا د یهودانو له خوا د یوناني مذهبي او ټولنیزو معیارونه نه منل و چې دوی یې په ټولنه کې ګوښه کړل. له میلاد څخه وړاندې د درېیمې پېړۍ په لومړیو کې یوناني مورخ د ابډري هیکاتاوس لیکلي چې موسی «د خپل قوم د تبعید په یاد کې د هغوی لپاره د ژوندانه بشردوستانه او غیربشردوستانه ډول بنیاد جوړ کړ». مانتو لیکی چې یهودان هغه د جذام ناروغی لرونکي مصریان و چې له مصر څخه شړل شوي و او د موسی (ع) له خوا ورته ویل شوي و چې د نورو خدایانو عبادت و نه کړي. همدا موضوعګانې د Chaeremon، Lysimachus، Poseidonius، Apollonius Molon او د Apion او Tacitus په اثارو کې هم لیدل کېږي. د کینډوس اګاتارکیډس د یهودانو د «ریشخند کړنو» او همداشان د هغوی د «شریعت د پوچوالي» په اړه ولیکل او همداشان یې ولیکل چې له میلاد څخه وړاندې په ۳۲۰ کال کې بطلیموس لاګوس څرنګه وکولای شول پر بیت المقدس برید وکړي، ځکه چې د هغه وخت اوسېدونکو به د شنبې ورځ لمانځله. ایډوارډ فلانري په لرغوني زمانه کې له یهودو سره د ضدیت بڼه په اصل کې د «هغه کلتور په توګه چې په سیاسي غونډو کې به یې یو ډول پردۍ ډارونه ګڼله» بیانوي.[۱۴][۱۵][۱۶]

په یوه ثبت شوې بېلګه کې، د لرغوني یونان حاکم، انتیوخوس اپیفانوس کله چې ختیځه مدیترانه د دوی تر حاکمیت لاندې وه د بیت المقدس معبد ته سپکاوی وکړ او د یهودانو مذهبي کړنې لکه ختنه کول، د شبات یا شنبې د ورځې مراسم او د یهودي مذهبي کتابونو لوستل یې منع اعلان کړل.د ځینو بت پرستو یوناني او رومي لیکوالانو په اثارو کې هم کولای شو د یهودو او د هغوی د دین پر ضد خینې څرګندونې ومومو. خو له یهودو سره د ضدیت په اړه د لومړنۍ پېښو اړوند د پوهانو تر منځ د بحث ګرمه موضوع ده، زیاتره یې په دې خاطر چې بېلابېلو لیکوالانو له یهودو سره د ضدیت په اړه بېلابېل تعریفونه کړي دي. د «یهودو سره د مذهبي ضدیت» او «د یهود ضد» اصطلاحګانې ځینې وختونه له یهودیت یعنې له یوه دین سره د خصومت لپاره کارول شوې نه په خپله له یهودانو سره د ضدیت لپاره کوم چې یوه قومي یا نژادي ډله ده.[۱۷][۱۸]

سرچينې

سمول
  1. Our common inhumanity: anti-semitism and history Archived 2022-06-26 at the Wayback Machine. by Richard Webster (a review of Antisemitism: The Longest Hatred by Robert S. Wistrich, Thames Methuen, 1991
  2. Chanes, Jerome A. (2004). Antisemitism: A Reference Handbook. ABC-CLIO. pp. 5–6. ISBN 9781576072097.
  3. Chanes, Jerome A. (2004). Antisemitism: A Reference Handbook. ABC-CLIO. pp. 5–6. ISBN 9781576072097.
  4. Feldman, Louis H. (1996). Studies in Hellenistic Judaism. BRILL. p. 289. ISBN 9004104186.
  5. Feldman, Louis H. (1996). Studies in Hellenistic Judaism. BRILL. p. 177. ISBN 9004104186.
  6. Schäfer, Peter. Judeophobia, Harvard University Press, 1997, p. 208.Peter Schäfer
  7. Flannery, Edward H. The Anguish of the Jews: Twenty-Three Centuries of Antisemitism. Paulist Press, first published in 1985; this edition 2004, pp. 11–12. ISBN 0-8091-2702-4. Edward Flannery
  8. (Against Apion, 1.161)
  9. Barclay, John M G, 1999. Jews in the Mediterranean Diaspora: From Alexander to Trajan (323 BCE – 117 CE), University of California. John M. G. Barclay of the University of Durham
  10. Philo of Alexandria, Flaccus, online at http://www.earlychristianwritings.com/yonge/book36.html
  11. Van Der Horst, Pieter Willem, 2003. Philo's Flaccus: the First Pogrom, Philo of Alexandria Commentary Series, Brill. Pieter Willem van der Horst
  12. Tcherikover, Victor, Hellenistic Civilization and the Jews, New York: Atheneum, 1975
  13. Bohak, Gideon. "The Ibis and the Jewish Question: Ancient 'Antisemitism' in Historical Context" in Menachem Mor et al., Jews and Gentiles in the Holy Land in the Days of the Second Temple, the Mishna and the Talmud, Yad Ben-Zvi Press, 2003, pp. 27–43.
  14. Daniels, J. L., Anti-Semitism in the Hellenistic-Roman Period in JBL 98 (1979) pp. 45–65
  15. Flannery, Edward H. (1985). The Anguish of the Jews: Twenty-Three Centuries of Antisemitism. Paulist Press. p. 25. ISBN 9780809143245.
  16. Flannery, Edward H. The Anguish of the Jews: Twenty-Three Centuries of Antisemitism. Paulist Press, first published in 1985; this edition 2004, pp. 11–12. ISBN 0-8091-2702-4. Edward Flannery
  17. Daniels. J. L., Anti-Semitism in the Hellenistic-Roman Period in JBL 98 (1979) pp. 45–65
  18. 2 Maccabees 6:1–11