له کابل څخه هوايي تخلیه ۱۹۲۸- ۱۹۲۹ زکال

له کابل څخه په دغه هوايي تخلیه کې بریتانوي او اروپايي دیپلوماتان او د هغوی د کورنیو غړي د بریتانیا د سلطنتي هوايي ځواک له خوا د ۱۹۲۸ زکال د ډسمبر میاشتې له ۲۳مې نېټې څخه د ۱۹۲۹ زکال د فبروري میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې وویستل شول، دا له کابل څخه لومړنۍ لویه هوايي تخلیه وه چې پر مټ یې په ټولیزه کچه یوولس هېوادونو ته اړوند ۵۸۶ تنه هند ته یووړل شول. دغه تخلیه وروسته له هغې ترسره شوه چې د حبیب الله کلکاني په نامه د یوه لار نیونکي ملاتړو کسانو د افغان پاچا امان الله خان پر ضد په کابل برید وکړ او له امله یې بریتانیا وډار شوه څو وګړو ته به یې زیان ورسي؛ همدا و چې په کابل کې یې خپله سیاسي استازولي وتړله. [۱]

دغه هوايي تخلیه د جفري سالمونډ په مشرۍ د ۱۹۲۹ زکال د فبروي په ۱۵مه پیل شوه چې د مسافرو او د هغوی د مالونو له وړونکو الوتکو څخه په کې کار واخیستل شو؛ په دغه الوتکو کې اووه ویکرز ویکټوریا الوتکې، یوه هېنډلی پېج هینایډي الوتکه، ۲۴ ایرکو ډي ایچ.۹ اې الوتکې او دوه ویسټلانډ واپیټي الوتکې شاملې وې. دغه هوايي تخلیه له ستونزو ډکه وه ځکه چې داسې الوتکو ته په کې اړتیا وه څو د هندوکش غرونو د ۱۰۰۰۰ فوټو لوړو څوکو څخه تېرې شي او همدارنګه په یخ ژمي کې وه، خو بیا هم په بریالیتوب ترسره شوه. [۲][۳]

مخینه او افغان کورنۍ جګړه سمول

په ۱۹۲۸ زکال کې بریتانیا په افغانستان کې خپله سیاسي استازولي له کابل ښار څخه بهر ته ولېږدوله. کابل د سمندر له سطحې ۶۰۰۰ فوټه لوړ دی. له همدې امله الوتکې اړ وې د ۱۰۰۰۰ فوټو په لوړوالي غرونو پر سر الوتنه وکړي. له دې سربېره دغه تخلیه د ژمي په موسم کې وه او د تودوخې درجه تر منفي ۱۷ سانتي ګراد درجو رسېده. [۴][۵]

دغه مهال د افغانستان پاچا، غازي امان الله خان په هېواد کې د اروپايي سبک له مخې د افغان وګړو د ژوندانه د وضعیت د بدلون په موخه یو لړ سیاسي اصلاحات اعلان کړل. د پارلمان له جوړولو وروسته نوموړي د ۱۹۲۸ زکال په سپټمبر او اکتوبر میاشتو کې خپلې مقننه قوې ته څو ځله ویناوې وکړې چې په شورا کې د محافظه کارو ډلو له مستقیم مخالفت سره مخ شوې. ورته مهال په ټول هېواد کې د ملایانو له خوا لاریونونه پیل شول او امان الله خان یې کافر او مرتد وباله. [۶][۷]

د کورنۍ جګړې د پیل کېدو اړوند د ګونګوسو په زیاتوالي سره په کابل کې د بریتانیا وزیر (استازي) او د هغه هېواد د سلطنتي هوايي ځواک پیلوټ فرانسېس هامفریس د خپلې سیاسي استازولۍ د خوندیتوب او د اړیکو نیولو اړوند اندېښنه پیدا کړه. د ډسمبر په ۳مه هامفریس په هند کې د سلطنتي هوايي ځواک قومندان جفري سالموند ته پیغام ولېږه او له هغه یې وغوښتل کابل ته د هوايي پست خدمات جاري وساتي او د بېړني حالت په صورت کې زیاتې الوتکې چمتو کړي. سالمونډ د هامفریس له ارزونې سره موافقت درلود خو هغه په کافي کچه الوتکې نه لرلې څو دغه ګڼ شمېر کسان ولېږدوي، ورته مهال نوموړي د لومړۍ نړیوالې جګړې دوه کسیزې ایرکو ډی ایچ.۹ اې ۲۴ الوتکې او دوه ویسټلانډ واپیټي الوتکې لرلې. د سالمونډ پر باور د دغې چارې لپاره یوازنۍ مناسبه الوتکه هېنډلي پیج هینایډي وه چې بغدا ته تللې وه او د هند د بهرنیو چارو وزیر په کې تللی و. سالمونډ په عراق کې د بریتانیا له سلطنتي هوايي ځواک څخه یوه ویکرز ویکټوریا الوتکه راوغوښته څو هند ته راشي. [۸][۹]

د امان الله خان د حکومت پر ضد لومړنی څرګند بغاوت د شینوارو قبیلې وکړ؛ دوی د اروپايي ډوله جامو د اغوستو، کابل ته د زده کړو په موخه د سهمیې پر بنسټ د نجونو د لېږلو او همدارنګه د مالیاتو په ورکړه (له دې وړاندې یې هېڅکله مالیات نه و ورکړي) د مکلف ګڼلو په ګډون د امان الله خان د بېلابېلو نورو اصلاحي اقداماتو له امله راپارېدلي و. شینوارو په جلال آباد برید وکړ او د پېښور سره یې د کابل لار قطع کړه. امان الله خان د دغه پاڅون پر وړاندې د خپل نوي تاسیس شوي هوايي ځواک څخه په ګټنې چې کډوال روسي پیلوټان یې هم لرل غبرګون وښود او شینواري یې بمبارد کړل. له دغو پیلوټانو څخه ګټنې دا موضوع را پیدا کړه چې هغه له کافرانو څخه د مسلمانانو په ځپلو کې مرسته اخیستې، همدا وه چې نورو قبایلو هم پاڅون ته مخه کړه او هېواد په یوه کورنۍ جګړه کې ښکېل شو. [۱۰]

د بریتانیا پر استازولۍ اغېز سمول

په دغه کړکېچن حالت کې د حبیب الله کلکاني په نامه یو فرصت طلبه لار نیونکی د خپلې قبیلې له ۳۰۰۰ نورو ناخوښو کسانو سره په دغه شخړه کې ښکېل شو. هغوی د ۱۹۲۴ زکال د ډسمبر په ۱۴مه په کابل برید وکړ او د ښار شمال لویدیځې قلا ګانې یې ونیولې. له دې وروسته حبیب الله د آسمايي غرونو له لوړو څوکو څخه د کابل ښار د لویدیځو برخو پر لور مخکې تګ وکړ، په داسې حال کې چې د دوی مخه د امان الله خان د ځواکونو له خوا ونیول شوه، خو حبیب الله د بریتانیا د استازولۍ څنګ ته لارې څخه بېرته د کابل ښار پر لور را تاو شو او دا ځل یې مخه ونه نیول شوه. فرانسېس له حبیب الله سره د دغې استازولۍ په دروازه کې ولیدل. وروسته له دې چې دغه استازولي د یاغیانو د ځواکونو ترمنځ پاتې شوه او ښار هم د دولت تر کنټرول لاندې پاتې شو، انګلیسان په عملي بڼه منزوي شول. له بریتانوي هند سره د بریتانوي پلاوي اړیکې پرې شوې؛ د دوی وروستی پیغام د ډسمبر ۱۶مې نېټې ته اړوند و چې له بریتانوي هند څخه یې غوښتي و، ښځې او ماشومان یې له هېواده وباسي. [۱۱]

هوايي اقدامات سمول

له عراق څخه راغوښتل شوې ویکټوریا الوتکې الوتنه وکړه او د ډسمبر په ۱۷مه کراچۍ ته ورسېده. یوه ورځ وروسته یې کویټې ته سفر وکړ او د یوې داخلي الوتنې وروسته د ډسمبر په ۱۹مه ریسالپور ته ورسېده. یوه ورځ وړاندې د ۲۷م ټولي یوې بې وسلې ډي. اېچ. ۹ اې الوتکې د سي. ډبلیو. ال. ټرسک په پیلوټۍ او د جي. ډونالډسون په لارښوونه له کوهاټ څخه دغې استازولۍ ته الوتنه ترسره کړه څو د ټي نښې لرونکې یوه صفحه (Popham panel) په ځمکه وغوړوي او په دې سره له ځمکې څخه هوا ته د سېګنال ورکولو زمینه برابره کړي. له دې سره وړاندې له دې چې هغوی وکولای شي خپل ماموریت ترسره کړي د سپکو وسلو ډزو د هغوی الوتکې ته زیان ورساوه او اړ شوه په شېرپور کې د افغان هوايي ځواک د الوتکو د کېناستو ځای ته څېرمه ناسته وکړي. ټرسک او ډونالډسون پرېکړه وکړه په پیاده توګه ځان استازولۍ ته ورسوي په دې سره هغوی د مخالفینو د ډزو ترمنځ یو جنراتور هم له ځان سره دغې استازولۍ ته یووړ څو د هغو څخه د تولید کېدونکې برېښنا پر مټ له پېښور او میرامشاه سره د بې سیم اړیکو د ټینګښت په برخه کې کار واخلي. [۱۲][۱۳][۱۴]

د ډسمبر له ۱۹مې نېټې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې څو ډي ایچ.۹ اې الوتکو د دغې استازولۍ پر سر الوتنې وکړې. په داسې حال کې چې د ناستې لپاره یې هېڅ هڅه ونکړه، خو د بې سیمه اړیکو نیولو یوه پیاوړې وسیله او نور توکي یې د پراشوټ څخه په کار اخیستنې تر دغې استازولۍ ورسول. تخلیه د ډسمبر په ۲۳مه وروسته له هغه پیل شوه چې یوه ویکرز ویکټوریا الوتکه او څو نورې کوچنۍ الوتکې په شیرپور کې راکښته شوې. د ۱۹۲۹ زکال د نوي کال په ورځ له ۳۰۰ څخه زیات ماشومان او ښځې د دغو الوتکو پرمټ خوندي ځایونو ته ولېږدول شول. [۱۵]

وضعیت د جنوري په ۱۴مه کابل ښار ته د کلکاني په ننوتو لا پسې کړکېچن شو او پرېکړه دا وشوه چې پاتې بریتانوي پرسونل د نورو هېوادونو له دیپلوماتانو او همدارنګه د افغانستان د سلطنتي کورنۍ د غړو سره یوځای له هېواده وویستل شي. د دغې تخلیې وروستۍ الوتکې د فبروري په ۲۵مه د شیرپور له هوايي ډګر الوتنه وکړه او فرانسېس هامفریس یې پېښور ته ولېږداوه.[۱۶]

په دغه تخلیه کې په ټولیزه کچه ۸۴ الوتنې ترسره شوې. [۱۷]

د تخلیې اړوند خپاره شوي راپورونه سمول

د تخلیې اړوند د جفري سالمونډ راپور په ۱۹۲۹ زکال کې خپور شو. په دغه راپور کې څرګنده شوه چې د ۱۹۲۹ زکال د فبروري تر ۱۵مې نېټې پورې د کسانو او د هغوی د وسایلو د لېږد په موخه اووه ویکرز ویکټوریا، یوې هېنډلی پېج هینایډي ، ۲۴ ایرکو ډي ایچ.۹اې او دوه ویسټلانډ واپیټي الوتکو شتون درلود. دغه عملیات په څلورو پړاونو کې ترسره شول. په لومړني پړاو کې یې چې د ۱۹۲۸ زکال د ډسمبر له ۱۸مې نېټې څخه تر ۲۲مې نېټې ترسره شول، ارتباطات بېرته ټینګ کړای شول. دویم پړاو د بریتانوي او نورو بهرنیو دیپلوماتانو د ماشومانو او ښځو په تخلیې تمرکز درلود. په دریم پړاو کې د جنوري له ۲مې نېټې څخه تر ۱۹مې نېټې پورې سلطنتي کورنۍ له هېواده وویستل شوه. څلورم پړاو چې د جنوري له ۲۰مې نېټې څخه یې د فبروري تر ۲۵مې نېټې دوام وکړ د بریتانیا، جرمني، فرانسې او ایټالیا د استازو په ګډون یې له دغه هېواده د ټولو بهرنیو وګړو په ویستو تمرکز وکړ. په ۱۹۷۵ زکال کې د جفري سالمونډ لور، آن بېکر د دغې هوايي تخلیې ټوله کیسه د کابل پر سر الوتکې – لومړنۍ هوايي تخلیه (Wings over Kabul – The First Airlift) تر عنوان لاندې خپره کړه. [۱۸][۱۹]

سرچينې سمول

  1. Baker, Anne; Ivelaw-Chapman, Sir Ronald (1975). Wings Over Kabul: The First Airlift (په انګلیسي ژبه کي). London: William Kimber & Co. Limited. د کتاب پاڼې 15. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7183-0184-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Jefford, Jeff (2000). "The bomber transport and the Baghdad air mail" (PDF). Royal Air Force Historical Society. Oxford: Professional Book Supplies Ltd: 26. ISSN 1361-4231. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Salmond, Sir Geoffrey (1929). Report on the Air Operations in Afghanistan Between December 12th, 1928, and February 25th, 1929. د کتاب پاڼې 11. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Jefford, Jeff (2000). "The bomber transport and the Baghdad air mail" (PDF). Royal Air Force Historical Society. Oxford: Professional Book Supplies Ltd: 26. ISSN 1361-4231. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Philpott, Ian M. (2005). The Royal Air Force: The Trenchard Years, 1918–1929 (په انګلیسي ژبه کي). I. Barnsley, South Yorkshire: Pen and Sword Aviation. د کتاب پاڼي 145–147. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-84415-154-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Baker, Kevin James (2011). War in Afghanistan (په انګلیسي ژبه کي). Rosenberg. د کتاب پاڼې 154. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-921719-12-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  7. Roe, Andrew (2012). "Evacuation by Air: The All-But-Forgotten Kabul Airlift of 1928-29". Air Power Review. Air University Press. 15 (1): 21–38. ISSN 1463-6298. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Roe, Andrew (2012). "Evacuation by Air: The All-But-Forgotten Kabul Airlift of 1928-29". Air Power Review. Air University Press. 15 (1): 21–38. ISSN 1463-6298. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Napier, Michael (2018). "2. Policing the empire 1923-1938". The Royal Air Force: A Centenary of Operations (په انګلیسي ژبه کي). Bloomsbury Publishing. د کتاب پاڼې 54. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4728-2539-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Baker, Anne (2003). "7. By Imperial Airways to India 1926:Crisis in Kabul; rescue over the mountains". From Biplane to Spitfire: the life of Air Chief Marshal Sir Geoffrey Salmond KCB KCMG DSO. Barnsley, South Yorkshire: Lee Cooper. د کتاب پاڼي 196–215. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-85052-980-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Roe, Andrew (2012). "Evacuation by Air: The All-But-Forgotten Kabul Airlift of 1928-29". Air Power Review. Air University Press. 15 (1): 21–38. ISSN 1463-6298. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Roe, Andrew (2012). "Evacuation by Air: The All-But-Forgotten Kabul Airlift of 1928-29". Air Power Review. Air University Press. 15 (1): 21–38. ISSN 1463-6298. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Philpott, Ian M. (2005). The Royal Air Force: The Trenchard Years, 1918–1929 (په انګلیسي ژبه کي). I. Barnsley, South Yorkshire: Pen and Sword Aviation. د کتاب پاڼي 145–147. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-84415-154-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Roe, Andrew (2012). "Evacuation by Air: The All-But-Forgotten Kabul Airlift of 1928-29". Air Power Review. Air University Press. 15 (1): 21–38. ISSN 1463-6298. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Roe, Andrew (2012). "Evacuation by Air: The All-But-Forgotten Kabul Airlift of 1928-29". Air Power Review. Air University Press. 15 (1): 21–38. ISSN 1463-6298. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Baker, Anne (2003). "7. By Imperial Airways to India 1926:Crisis in Kabul; rescue over the mountains". From Biplane to Spitfire: the life of Air Chief Marshal Sir Geoffrey Salmond KCB KCMG DSO. Barnsley, South Yorkshire: Lee Cooper. د کتاب پاڼي 196–215. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-85052-980-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Jefford, Jeff (2000). "The bomber transport and the Baghdad air mail" (PDF). Royal Air Force Historical Society. Oxford: Professional Book Supplies Ltd: 26. ISSN 1361-4231. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Salmond, Sir Geoffrey (1929). Report on the Air Operations in Afghanistan Between December 12th, 1928, and February 25th, 1929. د کتاب پاڼې 11. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Hildred, William (February 1976). "Wings over Kabul — The First Airlift. Anne Baker and Air Chief Marshal Sir Ronald Ivelaw-Chapman". The Aeronautical Journal (په انګلیسي ژبه کي). 80 (782): 86. doi:10.1017/S0001924000033571. ISSN 0001-9240. S2CID 115800604. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)