له شپنۍ تر سوداګرۍ له بعثت مخکې،د پېغمبر اکرم د ژوند يوه برخه په شپنۍ كې تېره شوې ده.څه وخت يې د څارويو پر روزلو تېره كړه،چې د انسانانو روزلو ته يې سينه پراخه شي، او ټول كړاوونه او خپګانونه ورته اسان او و يې زغملاى شي؛ ځكه كه انسان څاروي چې د هوش او پوهې له پلوه بيخي له انسان سره د پرتلې وړ نه دى، روزلاى شي؛ نو هرومرو به انسان روزلاى شي هغه بې لارې انسان ته لارښوونه وكړاى شي، چې فطرت يې پر خداى ايمان دى.

په حديث كې راغلي:خداى داسې پېغمبر نه دى رالېږلى،چې له پېغمبرۍ مخکې يې شپني نه وي كړې، چې په دې توګه ورته د خلكو روزنه زده كړي. 

ډېرو سيره ليكونكيو هم د پېغمبر اکرم له خولې ويلي دي: ټولو پېغمبرانو تر پېغمبرېدو مخکې شپني كړې ده. وپوښتل شو: آيا تا هم شپني كړې؟ ويې ويل: هو! ما هم څه موده په "قراريط" کې د مكې رمه څرولې ده. (54) د کوم شخصيت،چې له "ابولهبانو" او "ابوجهلانو" سره مبارزه وي او د ډبرو او لرګيو له بت لمانځيو داسې انسانان وروزي،چې يوازې حق ته تسليم شي؛نو بايد د ډېرې مودې لپاره د صبر او زغم په ډول ډول ښوونځيو كې وروزل شي. دويم علت: داسې انسان ته،چې په رګونو كې يې د غيرت،مېړانې او ازادۍ وينه بهېږي،ډېره سخته ده،چې د قريشو ظلمونه،فساد، له حقه سرغړونه او د بوتانو عبادت وزغمي؛نو ځكه پېغمبر اکرم سلا وګڼله څه موده په غرونو او دښتو كې تېره كړي،چې د مكيانو له ناوړو لرې وي؛ البته دا په دې مانا نه ده، چې پوه او متقي انسان د ظلم او فساد پر وړاندې چوپ كېني او د خپلو چارو حساب ترې بېل كړي؛بلكې د پېغمبر چوپ كېدل د خداى له لوري وو؛ځكه لا د بعثت وخت ورته نه و چمتو شوى. درېم علت: دا كار ښه فرصت و،چې حضرت "محمد"(ص) په اسمان، ځمكه،ستوريو،تكويني او انفسي آيتونو او نښو كې فكر وكړي. كه څه هم د پېغمبرانو زړونه له پيدايښته د توحيد په ډيوه روښانه وي ؛ خو هغوى هېڅكله ځان د هستۍ او الهي آيتونو له څېړنې،بې نيازه نه ګڼي او له دې لارې د يقين او ايمان تر ټولو سترې زده كړې تر لاسه كوي او ځان د ځمكو او اسمانو ملكوت ته رسوي.

د ابوطالب وړانديز "ابوطالب"،چې د خپل وراره د ژوند حالات وليدل؛نو دې ته اړ شو، چې يو كار ورته پيدا كړي؛نو ورته يې وويل :"خديجه" د "خويلد" لور د قريشو سوداګره ده،چې د خپلو چارو سمبالښت ته په ډاډمن سړي پسې ګرځي، چې مالونه يې په "شام" كې وپلوري؛نو ښه به وي، چې ورته ځان وښيې او دا دنده ومنې.(55) د حضرت "محمد" (ص) متانت او د روح ستروالي ددې مخه نيوه،چې نېغ په نېغه دې خديجى ته ځان وښيي؛نو خپل تره ته يي وويل: كېداى شي هغه په خپله درپسې څوك راولېږي؛ځكه حضرت "محمد"(ص) پوهېده، چې په خلكو كې په امين مشهور دى او همداسې هم وشول.

حضرت خديجه چې د "ابوطالب" او حضرت "محمد"(ص) له خبرو خبره شوه؛ نو له واره يې ورپسې څوك ولېږه او ورته يې وويل: ستا ښه خوى، صداقت او امانت مې خوښ شوى دى،زه به دوه ګرايه تنخواه او دوه مريان هم دركړم، چې په چارو كې درسره لاس وكړي. (56) 

د خداى رسول راغى او کيسه يې خپل تره ته وكړه. تره يې ورته وويل: دا كار دې، چې خداى تعالى درپېښ كړ ژوند ته يوه وسيله ده. دلته يوه بله خبره هم بايد سپينه شي او هغه دا چې: آيا حضرت "محمد" (ص) په كاروان كې د حضرت خديجې د "اجير" په توګه ګډون كړى و، كه ورسره يې تړون كړى و،چې د مال په ګټه كې ورسره شريك وي؟ (په مضاربي بڼه)؛نو د هاشمي كورنۍ مقام او موقعيت او د حضرت "محمد"(ص) د عزت نفس غوښته وه،چې د خديجى اجير نه؛بلكې په ګټه كې ورسره شريك وي؛ دا ځكه چې: لومړى: د "ابوطالب" په خبرو كې داسې كوم ټکى نشته، چې حضرت "محمد"(ص) دې د حضرت خديجې اجير شي؛بلكې له دې مخکې "ابوطالب" له خپلو ورونو سره خبره كړې وه: راځئ د خديجې كره ولاړ شو او ورته ووايو: څه مال حضرت "محمد"(ص) ته وركړه، چې سوداګري پرې وكړي.(57)* دويم:"يعقوبي" په خپل تاريخ كې ليكي: پېغمبراکرم په خپل عمر كې د چا اجير نه و. (58) د قريشو كاروان حركت ته چمتو شو،حضرت خديجې خپل وكيل او دوو مريانو ته وويل : له ادبه به كار اخلئ او څه چې حضرت "محمد"(ص) كول؛ تاسې پرې د نيوكې حق نه لرئ او څه يې چې درته ويل؛نو تاسې يې په دواړو سترګو منئ. كاروان خپل پړاو ته ورسېد او په دې سفر كې هر چا څه وګټل؛خو حضرت "محمد"(ص) تر ټولو زياتې وګټلې او د "تهامه" په بازار كې يې څه مال پلورلو ته واخېست. او كاروان مكې ته راستون شو. په دې سفر كې حضرت "محمد"(ص) په دويم ځل د "عاد" او "ثمود" له سيمو راتېر شو،چې په ليدو يې په چورت كې شو.پردې سربېره،پخواني يادونه يې پر زړه راوورېدل، چې يوه ورځ له خپل تره سره له دې سيمو تېر شوى و. كاروان مكې ته رانږدې شو،"ميسره"د حضرت خديجې مريي حضرت "محمد" (ص) ته وويل: ښه به وي، چې تاسې تر موږه مخكې مكې ته ورننوځئ او خديجه له دې بې سارې ګټې خبره كړئ. حضرت خديجه په خپل دوكان كې ناسته وه او حضرت "محمد"(ص) ورته په خپله خوږه ژبه د سوداګرۍ حال ووايه. ډېر وخت لا تېر شوى نه و،چې ميسره هم راورسېد.(59)

ميسره،څه چې په سفر كې تېر شوي وو،ټكي په ټكي حضرت خديجې ته وويل، چې د مسيره ټولو خبرو د حضرت "محمد"(ص) پر عظمت او معنويت ګواهي وركوله. د مسيره خبرې دا وې:
امين  په يوه خبره له يو تاجر سره وران شو. تاجر ورته وويل: پر "لات" او "عزى" قسم وخوره،چې په خبره دې باور وكړم.امين ورته وويل: هغوى ماته بې ارزښته دي! زه ترې كركجن يم. بل دا چې امين په بصره كې دمې ته تر يوې ونې لاندې كېناست او چې د راهب سترګې، پرې ولګېدې؛نو راغى او له ما يې د هغه نوم وپوښته. راهب وويل: دا تر ونې لاندنې ناست، هماغه پېغمبر دى،چې په "تورات"  او انجيل كې يې زېرى شوى دى. 

حضرت خديجه

د اسلام بېلګه مېرمن

تر هغې ورځې پورې د حضرت "محمد" اقتصادي وضع لا دومره ښه شوې نه وه او د خپل تره "ابوطالب" مالي مرستو ته اړ و او له اقتصادي پلوه پرځان ډاډه نه و،چې واده وكړي؛خو "شام" ته د حضرت خديجې د وكيل په توګه سوداګريز سفر د هغه اقتصادي وضع جوته كړه. حضرت خديجې ته حضرت "محمد"(ص) د كارپوهۍ او مېړانې له امله ډېر ګران و؛نو ځكه پر تړون سربېره، يې څه زياتې پېسې انعام وركړې؛خو د قريشو دې ځوان يوازې د خپل تړون پېسې واخېستې او د انعام پېسې يې و نه منلې او د "ابوطالب" كور ته روان شو او څه،چې يې ګټلي وو،په دواړو لاسو يې "ابوطالب" ته ډالۍ كړل. د سترګې پر لار تره سترګو ته يې په ليدو د خوشحالۍ اوښكې راغلې؛ځكه وراره يې نور په خپلو پښو درېدلى دى، بيا يې دوه اسونه او دوه اوښان وركړل،چې سوداګرۍ ته دوام وركړي او حضرت "محمد"، "ابوطالب" ته ګټلې پېسې وركړې،چې واده ورته وكړي.

حضرت "محمد"(ص) هوډ وکړ، چې خپل كور اباد كړي؛خو څنګه وشو،چې حضرت خديجې له دې مخکې د ډېرو شتمنو "عقبه بن ابي معيط" "ابوجهل" او "ابوسفيان" مركې نه وې منلې او بيا يې ترمنځ دومره الفت پيدا شو،چې حضرت خديجې خپله ټوله شتمني د خداى په لار كې ولګوله.كور يې،چې د وخت تر ټولو کورونو مجهز او ښکلى و،د مسلمانانو مركز شو. ددې پېښو ريښه بايد د حضرت خديجې د ژوند په تاريخ كې ولټوو؛ خو څه چې ترې انكار كېداى نه شي دا دي، چې: داسې ځان تېرېدنه كه په معنوياتو كې ريښه و نه لري ؛ نو ډېر ژر له منځه ځي.
تاريخ ګواه دى،چې دا واده د حضرت خديجې له ايمان، تقوا، پاكلمنۍ او امانت ساتنې راولاړ شوى و، چې سند يې هغه روايتونه دي، چې د حضرت خديجې د فضيلت په باب راغلي دي.
حضرت خديجه پاكلمنه ښځه وه،چې د با ايمانه مېړه په لټه كې وه؛نو ځكه يې پېغمبر اکرم په اړه وايي: "حضرت خديجه د جنت له ارزښتمنو ښځو ده".
له ښځو لومړنۍ، چې پر حضرت "محمد" (ص) يې ايمان راووړ، حضرت خديجه وه.

حضرت علي (ک) په يوه خطبه كې وايي: يوه مسلمانه كورنۍ هم نه وه؛ خو يوازې د "محمد" او خديجې كورنۍ وه، چې درېيم يې زه وم. "ابن اثير" ليكې: "عفيف" نومې سوداګر "مسجدالحرام" ته راننووت، چې د درې کسيزې ټولنې عبادت خورا حيران كړ. و يې ليدل، چې پېغمبر اکرم له حضرت خديجې او علي سره په عبادت بوخت دى. هغه په دې پېښې پوهېدانې ته د پېغمبر اکرم تره "عباس" ته ورغى، "عباس" ورته وويل: هغه د پېغمبرۍ ادعا كوي او هغه بله يې ښځه ده او هغه درېم زما وراره علي دى. بيا يې وويل: په دې ځمكه بې له دې درېو تنو څوك نه وينم، چې ددې دين پلويان وي. د حضرت خديجې د فضيلت په باب د نقل شويو روايتونو د راوړو وخت نه لرم؛خو غوره به وي،چې د هغو علتونو په باب په تفصيل خبرې وكړو، چې دا تاريخي پېښه يې راپېښه كړه.

د واده ظاهري او باطني لاملونه مادي انسان،چې هر څه ته د مادياتو په سترګو ويني،او انګېري: دا چې حضرت خديجه سوداګره او شتمنه وه؛نو د سوداګريزو چارو د سمبالښت لپاره يې رښتيني سړي ته اړتيا درلوده او حضرت "محمد"(ص) هم دا،چې د هغې د ژوند له وضع او اعتباره خبر و؛ نو سره له دې،چې عمرونه يې انډول نه وو (درويشت او څلوېښت)؛ خو بيا يې هم واده وكړ؛ خو تاريخ وايي چې: له حضرت "محمد"(ص) سره د حضرت خديجې واده د مادياتو له مخې نه؛ بلكې د معنوياتو پر بنسټ و، چې شاهدان يې دا دي: 1 _ کله چې د حضرت خديجې مريي "ميسره" ورته د حضرت "محمد"(ص) د سفر کيسه وكړه او كوم كرامات،چې يې ترې ليدلي وو او د راهب خبرې يې ورته وكړې؛نو حضرت خديجې خپل مريي ته وويل: مسيره! بس دى، زما مينه دې ورسره نوره هم زياته كړه.ځه ولاړ شه! ته او ستا مېرمن مې ازاد كړئ او هم به درته دوه سوه درهمه،دوه اسونه او ګران بيه جامې دركړم. حضرت خديجې چې څه له مسيره اورېدلي وو،"ورقه بن نوفل" ته [چې د عربو له پوهانو و] کيسه وكړه. ورقه بن نوفل ورته وويل: ددې كراماتو خاوند هماغه عربي پېغمبر دى. (61) 2 _ يوه ورځ "حضرت خديجه" په کور كې ناسته وه،چې ګردچاپېره ترې مريان او مينځې راټولې وې.په دې غونډه كې يهودي عالم هم و،چې ناڅاپه يې حضرت "محمد"(ص) د كور له څنګه تېرېده،چې د يهودي عالم سترګې پرې ولګېدې.عالم له حضرت خديجې وغوښتل حضرت "محمد"(ص) څو شېبې زموږ په غونډه كې ګډون وكړي. حضرت "محمد" (ص) د يهودي عالم غوښتنه ومنله،چې ورته په خپل بدن د نبوت نښه وښيي. په همدې وخت كې حضرت خديجې يهودي عالم ته وويل: كه ترونه يې پوه شول، چې تا يې وراره لټولى دى؛نو لانجه به جوړه شي؛ځكه هغوى د خپل وراره په باب له يهودانو ډېر ډارېږي. يهودي عالم ورته وويل: دا ته څه وايې!؟ مګر څوك حضرت "محمد"(ص) ته زيان رسولاى شي!تقدير يې نبوت او د خلكو لارښوونې ته ټاكل شوی دى.؟

حضرت خديجې وويل: له كومه يې وايې،چې د دومره ستر مقام خاوند دى؟ عالم: ما د اخرې زمانې د پېغمبر په باب په "تورات"  كې لوستي، چې له نښو يې يوه دا ده، چې مور و پلار به يې مړه شي او نيكه او تره به يې روزنه  كوي او د قريشو له يوې غورې ښځې سره به واده وكړي. بيا يې حضرت خديجې ته اشاره وكړه او ويې ويل: بختوره به وي،چې له حضرت "محمد"(ص) سره واده كوي.(62)  

3 _"ورقه بن نوفل"،د حضرت خديجې تره،د عربو له پوهانو و، چې تل يې ويل: ((له قريشو به يو پېغمبر د خداى له لوري د خلكو لارښوونې ته راشي او د قريشو له يوې شتمې ښځې سره به واده وكړي او دا چې حضرت خديجه د قريشو شتمنه ښځه وه؛كله كله يې حضرت خديجې ته ويل: يوه ورځ به راشي،چې ته به د ځمكې پر مخ تر ټولو له شريف انسان سره واده وكړې. )) (63) 4 _ حضرت خديجې يوه شپه خوب وليد،چې لمر پر مكې چورلي او په ورو ورو راكوز شو او پر كور يې كېناست. خپل خوب يې "ورقه بن نوفل" ته ووايه. هغه ورته تعبير كړ،چې:له ستر انسان سره به واده وكړې، چې په ټوله نړۍ كې به مشهور وي.(64)

دا هغه پېښې دي،چې ځينو تاريخپوهانو راخېستې او په تاريخي کتابو كې  ثبت دي او ددې خبرې پخلى كوي، چې له حضرت "محمد"(ص) سره د حضرت خديجې  واده د معنوياتو له مخې و او دا بې ځايه خبره ده،چې وايي حضرت خديجې له حضرت "محمد امين"  سره د سوداګريزو چارو د سمبالولو لپاره واده كړى و.

مركه شك نشته،چې وړانديز لومړى د حضرت خديجې له لوري و. "ابن هشام" وايي: حضرت خديجې پېغمبر اکرم ته خپله مينه ښکاره كړه: د تره زويه! دا چې ته په قوم كې پر "امين" مشهور يې او ټول دې پر امانت ساتنه او ښه خوى ګواهي وركوي او په خپله هم عزتمن او ستر انسان يې؛نو ډېره به خوشحاله شم كه درسره واده وكړم.حضرت "محمد"(ص) ورته وويل: په كار ده،چې په دې باب له خپلو ترونو سره سلامشوره وكړم. (65) خو يوه ډله نور تاريخ ليكونكي وايي چې: "نفيسه" د "عليه" لور وه، چې د حضرت خديجې پيغام يې پېغمبر اکرم ته ورساوه:" محمده! ولې د خپل ژوند د شپې تيارې د كورودانې په څراغ نه رڼا كوې؟ كه د ښايست، شتمنۍ،شرافت او عزت وړانديز وكړم؛نو و به يې منې؟ حضرت "محمد" ورته وويل: څوك دې په پام كې نيولې؟ هغې ورته د حضرت خديجې وړانديز وكړ. حضرت "محمد" ورته وويل: آيا هغه په دې كار خوښه ده؟ سره له دې،چې زما ژوند (عمر) ورسره ډېر توپير لري؟ "نفېسې" ورته وويل: اختيار يې زما په لاس كې دى، زه به يې راضي كړم. ته يو وخت وټاكه،چې د هغه وكيل (عمرو بن اسد) له تا او ستا له ټبر سره په يو ځاى كې راټول شي او د واده مراسم پر ځاى شي.

د خداى رسول "ابوطالب" له دې پېښې خبر كړ؛غونډه يې جوړه كړه، چې د قريشو ستر شخصيتونه پکې راټول شوي وو. لومړى "ابوطالب" د خداى تر ستاېنې وروسته وويل: زما وراره "محمد بن عبدالله" كه د قريشو له هر چا سره پرتله كړئ؛نو تر ټولو غوره دى،كه څه هم له شتمنۍ بې برخې دى؛ خو مال د لاس خيرى دى،چې د چا په لاس کې نه پاتې كېږي؛ خو اصل او نسب پاتېدونى دى.(66)

د حضرت خديجې عمر مشهوره ده،حضرت خديجې چې له حضرت "محمد" سره واده كاوه؛نو څلوېښت كلنه وه. له عام الفيله 15 كاله مخکې زيږېدلې وه؛خو ځينو تاريخپوهانو له دې څه كم ليكلي دي. حضرت خديجې پخوا هم دوه ودونه کړي وو، چې دواړه مړونه يې مړه شوي وو، چې دا: "عتيق بن عايذ" او "ابوهاله بن بناش التميمي" وو.

نهم څپرکى

له واده تر بعثته له دې څوك نټه نه کوي، چې حضرت "محمد" ننګيالى،غښتلى او غرمټ و؛ ځكه په داسې چاپېريال كې روزل شوى و،چې له هر ډول غوغا لرې و او داسې كورنۍ يې درلوده،چې د ننګ او مېړانې بېلګه وه. د حضرت خديجې په څېر شتمنه ښځه،چې يې په نكاح شوه او د ښه ژوند امكانات يې درلودل؛نو ايا پر مزو چړچو بوخت شو او د ډېرو ځوانانو په څېر د خپلو غرايزو په سړونې او مړونې پسې شو؟

نه! په دې امكاناتو يې داسې کړلار جوړه كړه، چې د هغه معنويات يې راښوول. تاريخ ګواه دى،چې حضرت "محمد" د هوښيار او كارپوه انسان په څېر ژوند درلود. په څېره كې يې د تفكر او تدبر آثار ښکاريدل او د ټولنې له فساده بچ كېدو ته به زياتره په غره كې و او هلته يې په هستۍ، خالق او مخلوقاتو كې تفكر كاوه.

د ځوانۍ عواطف په مكه كې يوه پېښه وشوه، چې د حضرت "محمد"(ص) انساني عواطف يې ټپي كړل،و يې ليدل،چې يو جوارګر جواري كوي او له بده مرغه په جوارۍ كې يې خپل اوښ او د استوګنې كور يې بايلود، ان كار دې حد ته راورسېد،چې د خپل ژوند لس كاله يې هم وبيلل. دې پېښې حضرت "محمد"(ص) دومره خواشينى كړ، چې له ډېره غمه په مكه كې پاتې نه شو؛بلكې شاوخوا غرونو ته يې پناه يووړه او نيمه شپه كور ته راستون شو.حضرت "محمد"(ص) به ددې پېښو له ليدو خورا خواشينېده او ددې بې لارې ډلې بې عقلۍ او بې شعورۍ ته به ګوته پر غاښ و. د حضرت خديجې كور،له حضرت "محمد"(ص) سره له واده مخکې،د بېوزليو سرپناه و او چې واده يې وكړ؛نو په ورکړه او پېرزوېنو كې يې د ذرې هومره توپير هم رانغى. په قحطۍ او وچكالۍ كه به د حضرت "محمد"(ص) رضاعي مور "حليمه" د خپل زوى ليدو ته راتله.حضرت "محمد"(ص) به هم خپله عبا (چپنه) تر لاندې اواروله،دې راتګ به ورته وړوكتوب ورياداوه او په مينه به يې خبرو ته غوږ نيوه او د حليمې د ستنېدو پر مهال به يې ورسره تر وسې مرسته كوله.(67)

له حضرت خديجې بي بي

د حضرت "محمد" اولاد

د اولاد زوکړه،د مېړه او ښځې ترمنځ د مينې مزي لا پسې كلكوي او د ژوند شپې يې لا نورې روښانوي. له حضرت خديجې يې شپږ اولاده درلودل،چې دوه زامن وو.مشر "قاسم" او بل "عبدالله" نومېده،چې "طاهر" او "طيب" يې هم ورته وايه او څلور يې لوڼې وې.

"ابن هشام" ليكي چې:مشره لور يې "رقيه" وه،ورپسې "زينب"، "ام كلثوم" او "فاطمه" وه. له حضرت خديجې بي بي د پېغمبر اکرم زامن له بعثته مخکې وفات شول؛خو لوڼو يې د پلار د نبوت پېر وكوت. ځينې وايي: د پېغمبر اکرم زامن تر دوو زيات وو. (68)

په ناوړو پېښو كې له لويې سينې كار اخستل د حضرت "محمد" عادت و؛خو له دې لويې سينې سره،د خپلو زامنو په مرګ كې يې اوښكې راتويې شوې. د "ابراهيم" په مرګ،چې مور يې"ماريه" وه خورا خواشېنى و. په خوله يې د خداى شكر ايسته،كه څه هم د صبر بېړۍ يې د غم په سمندر كې ډوبه وه. دومره يې وژړل،چې ځينو د پېغمبر اکرم پر ژړا نيوكې وكړې. پېغمبر اکرم ورته وويل: داسې ژړا رحمت وي او بيا يې وويل: څوك، چې پر چا ونه لورېږي؛نو خداى به پرې ونه لورېږي. (69)

د پېغمبراکرم زويولي حضرت "محمد"، حضرت "زيد بن حارث" ته د "حجر الاسود" په څنګ كې خپل زوى ووايه ."زيد" د عربو لوټ مارو له "شام" نه راتښتولى و او د مكې په بازار كې يې د حضرت خديجې پر يوه خپلوان "حكيم بن حزام" پلورلى و؛ خو څرګنده نه ده، چې هغه ترې حضرت خديجې څرنګه واخېست. د "حيات محمد" ليكونكى وايي: ((حضرت "محمد" د خپلو زامنو پر مړينه خواشينى و،تسلۍ ته يې له حضرت خديجې وغوښتل،چې "زيد" واخلي.بيا رسول اکرم هغه ازاد كړ او زوى يې ورته ووايه))؛خو ډېرى ليكي: (( حضرت خديجې بي بي،چې له حضرت "محمد"سره واده وكړ؛نو "حكيم بن حزام" هغه خپلې ترور ته وروباښه او دا،چې له هر لوري پاك او هوښيار و؛ نو د حضرت "محمد" پرې د زوى مينه راتله؛نو حضرت خديجې هم هغه ورته وروباښه.)) څه موده تېره شوه،چې د "زيد" اصلي پلار په پوښتنه پوښتنه ځان راورساوه او له حضرت محمده يې وغوښتل اجازه وركړي،خپلې پلرنۍ سيمې ته يې يوسي.

حضرت "محمد" هم ورته اختيار وركړ،چې پلرنۍ سيمې ته ځي او كه پاتې كېږي. د حضرت "محمد" مينه ددې لامل وه،چې زيد له پلرنۍ سيمې تېر شي او په مكه كې پاتې شي؛نو ځكه حضرت "محمد" ازاد كړ او ورته يې خپل زوى ووايه او بيا يې "زينب" د "جحش" لور ورته نکاح كړه.(70)

د قريشو امين

علي خپل كور ته بيايي

د وچكالۍ او قحطۍ پر كال،حضرت "محمد" هوډ وکړ له خپل تره سره مرسته وكړي؛نو ځكه له خپل بل تره "عباس" سره يې په دې باب سلا مشوره وكړه او ټولو ومنله،چې هر يو به د "ابوطالب" يو زوى له ځان سره خپل كور ته بيايي؛ نو ځکه "عباس" "جعفر" او حضرت "محمد" "علي" له ځان سره كورو ته بوتلل.

مشهور تاريخپوه "ابوالفرج اصفهاني" ليكي:(("عباس"،طالب))،(("حمزه"، جعفر)) او ((حضرت "محمد"،علي)) له ځان سره كورونو ته بوتلل او هماغه وخت يې وويل: ما هغه غوره کړ، چې خداى راته غوره کړى وو. )) (71)

كه څه هم ددې پېښې ظاهري بڼه دا وه،چې په وچكالۍ كې له "ابوطالب" سره مرسته وشي؛خو اصلي موخه دا وه،چې علي د حضرت "محمد" په لمن كې لوى شي.

په دې باب حضرت علي (ک) (په نهج البلاغه کې) وايي:

((تاسې ټول له رسول اکرم سره زما له نږدې والي خبر ياست؛په خپله غېږه كې يې لوى كړم.وړوكى وم،چې خپلې سينې ته يې رانږدې كړم او زما د خوب بستره يې په خپل څنګ كې هواروله،ما به هره ورځ د هغه مبارك بوى بوياوه او هره ورځ به مې ترې خويونه زده كول.)) (72)

له بعثته مخکې

د حضرت "محمد" دين

له زوکړې تر مړينې يې بې له "الله" تعالى د بل چا عبادت نه دى كړى. روزونكي يې "عبدالمطلب" او "ابوطالب" ټول موحدين وو. په ياد به مو وي،چې د "ابرهه" د فيلانو د بريد پر مهال،"عبدالمطلب" د كعبې كړۍ ونيوه او د موحد په څېر يې له خپل خداى سره مناجات وكړ چې: (( خدايه! بې له تا هيچا ته هيله من نه يم.)) دغسې،"ابوطالب" به د سوکړې او وچكالۍ پر مهال خپل وراره "مصلى" ته بېوه او د هغه په مقام او منزلت به يې خداى ته قسم وركاوه،چې باران ووروي. په دې باب "ابوطالب" مشهور شعرونه لري،چې د تاريخ په کتابو كې راغلي دي.

ان په خپله پېغمبر اکرم له "بحيرا" (بصري راهب) سره په كتنه كې له بوتانو كركه څرګنده كړه. هلته چې راهب حضرت "محمد" ته وويل: ستا دې پر "لات او عزى" قسم وي،چې څه درنه پوښتم،ځواب يې راكړه؛نو حضرت "محمد" په غوسه شو او ورته يې وويل: ما ته پر "لات" و "عزى" قسم مه راكوه،چې له عبادته يې كركجن يم.
بيا ورته راهب وويل: نو! ستا دې پر خداى قسم وي. څه چې درنه پوښتم،ځواب يې راكړه،چې ويې ويل: سمه ده وپوښته.(73)

دا ټولې پېښې ګواه دى،چې رسول اکرم او د "عبدالمطلب" كورنۍ موحدين وو او ددې خبرې تر ټول ستر ګواه له بعثته مخکې د پېغمبر اکرم اعتكاف دى.

تاريخپوهان يوه خوله دي،چې حضرت "محمد" به په كال كې څو مياشتې په "حرا" غار كې عبادت كاوه.
په دې باب حضرت علي (ک) وايي: پېغمبر اکرم هر كال د حرا غار ته ته او بې له ما به بل چا نه ليده. (74) ان پېغمبر اکرم هغه ورځ،چې پر پېغمبرۍ مبعوث شو؛په حرا غار كې پر عبادت بوخت و.
حضرت علي (ک) د پېغمبر اکرم د ژوند ددې برخې په باب وايي: حضرت "محمد"(ص)،چې له تي غوڅ شو؛نو خداى يې روزنې ته پرېښته وټاكله چې شپه و ورځ يې ورته ښه خويونه ورښوول. (75)

د قريشو امين په حرا غار كې د حرا غار د مكې شمال ته پروت دى، چې سړى ورته په نيم ساعت كې ورخېژې. ددې غار ظاهري بڼه تورو تبځو جوړه كړې،چې د ژوند کوچني آثار هم په کې نه ليدل كېدل.

حضرت "محمد" به له بعثته مخكې، زياتر هلته و او كور ته به، چې را نه غى؛نو حضرت خديجې به په ډاډ ويل،چې په حرا غار كې دى او چې څوك به يې ورپسې لېږه؛نو د عبادت پر حال يې ليده.
حضرت "محمد" مخکې له دې، چې پېغمبر شي،د دوو څيزونو په باب زيات فكر كاوه:
لومړى:د ځمكې او اسمانو په ملكوت كې په فكر بوخت و. د خداى په هر مخلوق كې يې د خداى رڼا،ځواک او علم ليده او له دې لارې يې ځان ته د غيبو پر لور دريمڅې پرانېستې.

دويم:د هغې درندې دندې په باب،چې پر اوږو يې اېښوول كېږي. د هغه وخت په فساد كې د ډوبې ټولنې سمون يې، په نظر ناشونى كار نه و؛خو زياتې هڅې يې غوښتې. د ټولنې فسادونه يې،چې ليدل؛نو سمون ته يې په فكر كې ډوب و،چې خلكو به بوتانو ته عبادت كاوه؛نو ډېر به خواشينى كېده او څو پر ضد مبارزې ته يې ګومارل شوى نه و؛نو خلكو ته يې څه نه ويل.

د وحې پېل

 حضرت جبرائيل عليه السلام د خداى له لوري موظف شو، چې د پېل لپاره ورته څو آيتونه ولولي او پر ((نبوت)) يې و وياړي؛دا ورځ هماغه د "مبعث" ورځ وه، چې د دې ورځې په باب به په راتلونكې كې خبرې وكړو.

بېشکه چې له پرېښتې سره مخېدل ځانګړى تيارى غواړي. د چا روح، چې ستر او قوي نه وي؛نو د نبوت او پرېښتې د كتنې زغم نه لري.

حضرت "محمد" دا تيارى له مخکې،په اوږدو عبادتونو،تفكر او الهي عنايت سره كړى و. 

ډېرى تاريخ پوهان ليكي: له بعثته مخكې يې داسې خوبونه ليدل،چې د رڼا ورځې په څېر يې واقعيت درلود. (76) تر څه مودې تېرېدو وروسته ورته تر ټولو خوشحاله وختونه،هماغه ګوښه توب (خلوت) او عبادت و،چې پرېښته راغله او ورته يې وويل: "اقراء"؛ يعنې ولوله؛ دا چې هغه اُمي و؛ نو و يې ويل: زه د لوستو وس نه لرم. د وحې پرېښتې ورته زور وركړ او بيا يې ترې وغوښتل:ولوله؛خو هماغه ځواب يې واورېد. پرېښتې بيا زور وركړ او دا کار درې واره تكرار شو او تر درېم ځل فشار وروسته يې احساس كړه، څه چې پرېښتې پر ډبره ليكلي،لوستاى شي او حضرت "محمد" په حقيقت كې د بشر د نېكمرغۍ كتاب ووايه، چې آيتونه او ژباړه يې دا ده: اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ= ولوله ! د خپل پالونكې په نامه ،چې (هرڅه يې) شته كړي دي، خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ= انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيداكړ. اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ= ولوله چې ستا پالونكى (ترټولو) ډېر عزتمن دى؛ الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ= هغه [ پالونكى ] ،چې په قلم يې ښوونه وكړه، عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ= انسان ته يې هغه څه وښوول، چې پرې نه پوهېده (77)

جبرائيل خپله دنده سرته ورسوله او پېغمبر اکرم هم د وحې تر نازليدو وروسته،د حراء له غاره راكوز شو او د حضرت خديجې كور ته راغى.(78)*

په پېل كې ددې آيتونو نزول د پېغمبر اکرم لنډه کړلار راښيي، چې د دين بنسټ يې لوستل، پوهه او قلم كارول دي.

بيا څه وشول؟ د پېغمبر اکرم ستر روح په وحې رڼا شو. څه، چې يې له حضرت جبرائيل امين زده كړي وو،په زړه كې يې وليكل. تر دې پېښې وروسته،هماغې پرېښتې ورته وويل:((محمده! ته د خداى استازى يې او زه جبرائيل يم.))

كله ويل كېږي،چې دا خبره يې هله واورېده،چې له "حرا غاره" راكوز شوى و او دې دواړو پېښو سخت ډاروى و او له هغه لوري يې وېره درلوده،چې ډېره لويه دنده يې ورسپارلې ده؛ البته دا وېره تر څه ځايه طبيعي ده او د پېښې په باب د حضرت "محمد"(ص) له يقين او ډاډ سره ټکر نه لري؛ځكه كه روح څومره ستر او غښتلى هم وي او له غيبو سره په اړيکه كې وي؛خو بيا هم،چې انسان په لومړي ځل له داسې پرېښتې سره مخ شي،چې كله يې نه وي ليدلى او هغه هم د غره پر سر؛ نو وېره طبيعي څيز دى،چې وروسته دا وېره له منځه ولاړه.

وېره او ستړيا ددې لامل شوه،چې نېغ كور ته راشي. كور ته،چې راننوت؛نو كورودانه يې پر تندي پوه شوه.جريان يې ترې وپوښته. څه، چې پېښ شوي وو،ورته يې وويل. حضرت خديجې په درناوي ورته وكتل او د خير دعا يې ورته وكړه: ((خداى به دې مل شي.)) رسول اکرم احساس كړه،چې ستړى دى.حضرت خديجې ته يې وويل:((ما پټ كړه!)) پټ يې كړ او يوه شپه وېده شو. حضرت خديجه بي بي

"ورقه بن نوفل" ته ورځي
په مخکې پاڼو كې مو "ورقه" وپېژانده، چې د حضرت خديجې د تره زوى او د عربو له پوهانو و، چې د "انجيل" تر لوستو وروسته مسيحي شوى و.حضرت خديجه ولاړه او دا پېښه يې ورته ټكى په ټكى وويله. ورقه ورته په ځواب كې وويل: د تره زوى دې رښتينى دى او څه،چې ورته ورپېښ شوي،د پېغمبرۍ پېل دى او هغه "سترناموس" (رسالت) پرې راكېوتى دى.