له هالوکاسټ ژوندي پاتې شوي
له هالوکاسټ څخه ژوندي پاتې شوي هغه خلک دي چې له هالوکاسټ څخه روغ وتلي وو، کوم چې د نازي المان او د متحدينو له خوا په اروپا او شمالي افريقا کې د دويمې نړيوالې جګړې څخه مخکې او د جګړې پر مهال د يهودو د ځورولو او له منځه وړلو د هڅو په توګه تعريف کېږي. د دې اصطلاح په نړيواله کچه منل شوی تعريف نه شته، او دا اصطلاح په ډول ډول په هغو يهوديانو پلې کېږي چې د المان له خوا په نيول شوې اروپا يا د متحدينو په سيمو کې له جګړې ژوندي پاتې دي، همدا راز هغو ته هم کارول کېږي څوک چې له جګړې مخکې او د جګړې پر مهال د متحدينو يا بې پرې هېوادونو ته تښتېدلي دي. په ځينو مواردو کې، له يهودو پرته نور هغه خلک هم د هالوکاسټ څخه د ژوندي پاتې شويو په توګه بلل کېږي، چې د نازي حکومت پر مهال يې ډله ييز ظلم تجربه کړی وي. دې تعريف د وخت په تېرېدو سره وده کړې.
د هالوکاسټ څخه په ژغورل شويو کې هغه ځورول شوي ولسي وګړي هم شامل دي، چې د جګړې په پای ته رسېدو سره د ازادېدو پر مهال په توقيفي کمپونو کې ژوندي پاتې وو، يا هغه چې د چريکي جنګياليو په توګه پاتې شوي وو يا د غېر يهوديانو په مرسته پټ شوي وو، يا د وروستۍ حل لارې له پلې کېدو مخکې د نازيانو له واک څخه دباندې سيمو ته تښتېدلي وو.
د جګړې په پای کې، له هالوکاسټ څخه ژوندي پاتې شوي چې په سملاسي ډول له کومو ستونزو سره مخ شول، هغه له لوږې، ناسم چلند او کړاو څخه بدني او رواني رغېدل وو، کوم چې دوی تجربه کړي وو؛ همدا راز د دوی د هغو خپلوانو لټون او ورسره بيا يوځای کېدل، که کوم يې لا هم ژوندی و؛ پخوانيو کورونو ته په ستنېدو سره د دوی ژوند بيا جوړول، يا ډېر ځله، نويو او خوندي سيمو ته کډوالېدل، ځکه چې د دوی کورونه او ټولنې ويجاړې شوې وې، يا له دې امله چې دوی د يهودو دوښمنۍ د نويو کړنو له ګواښ سره مخ وو.
د هالوکاسټ څخه د ژغورل شويو د سملاسي او ابتدايي اړتياوو له پوره کولو وروسته، نورې ستونزې رادمخه شوې. د دې په بېلګو کې ټولنيزه ښېګڼه، او رواني پاملرنه، د ځورولو جبران او بدله ورکول، د مريتوب مزدوري او د شتمنيو زيان، له کومو سره چې دوی مخ شوي وو، د تالا شويو کتابونو، هنری اثارو، او له خپلو قانوني څښتنانو څخه د نورو غلا شويو شتمنيو بېرته خپلو څښتنانانو ته سپارل، د شاهدانو او پاتې شويو د ګواهيو راټولول، د وژل شويو کورنیو د غړيو او ويجاړو شويو ټولنو يادګارونه جوړول، او د معيوبو او عمر خوړولو پاتې شويو پالنه کول، شامل دي.
تعريف
سمولد هالوکاسټ څخه ژوندي پاتې شوي اصطلاح په هغو يهوديانو پلې کېږي، څوک چې د نازیانو له خوا په پراخه کچه د يهوديانو له اعدامونو تېر شوي دي. په هر حال، دا اصطلاح همدا راز به هغو هم پلې کېږی، څوک چې په المان یا اشغال شوې اروپا کې نېغ په نېغه د نازيانو تر واک لاندې نه دي راغلي، خو له هغې څخه يې د پام وړ اغېز لرلی دی، لکه هغه يهوديان چې له المان يا له خپلو ټاټوبو څخه وتښتېدل، تر څو له نازيانو تېښته وکړي، او واک ته د اډولف هټلر له رسېدو وروسته هېڅکله د نازيانو تر واک لاندې هېواد کې نه دي اوسېدلي، بلکې هلته يې له هغې مخکې ژوند کړی، چې نازيانو وروستۍ حل لاره نافذه کړې وه، او نور هغه چې دوی خپله د نازيانو له خوا نه دي ځورول شوي، بلکې د دوی د متحدينو يا همکارانو له خوا هم په نازي واک لاندې هېوادونو کې او هم په اشغال شويو هېوادونو کې ځورول شوي دي.[۱]
د هالوکاسټ څخه د اغېزمنو لپاره د اسرائيلو دولت رسمي يادګار چې د «ياد واشم» په نوم پېژندل کېږي، له هالوکاسټ څخه ژوندي پاتې شوي، د هغو يهوديانو په توګه تعريفوي، چې د نازي دولت تر واک لاندې يې ژوندی کړی، که نېغ په نېغه او که په غېر مستقيم ډول و، او که د هر څومره وخت لپاره و، خو ژوندي پاتې شوي وي. په دې تعريف کې هغه يهوديان هم شامل دي، چا چې د جګړې ټوله موده د فرانسې، بلغاريې، او رومانيې په ګډون د نازيانو سره همکارو حکومتونو لاندې ژوند کړی دی، خو شړل شوي نه دي، همدا راز هغه يهوديان هم پکې شامل دي، چې په 1930ز لسيزه کې تښتېدلي دي يا په زوره د المان پرېښودلو ته اړ کړای شوي دی. سربېره پر دې، نور يهودي کډوال له هالوکاسټ څخه ژوندي پاتې شوي بلل کېږي، د هغو په ګډون چې په ختيځه اروپا کې له خپلو کورونو تښتېدلي دي، تر څو د بريدګر الماني پوځ څخه خوندي شي، او په شوروي اتحاد کې يې کلونه ژوند کړی دی.[۲]
د متحده ايالاتو د هالوکاسټ يادګاري موزيم د هالوکاسټ څخه د ژوندي پاتې شويو پراخه تعريف لري: "دا موزيم هر هغه شخص ته د ژوندي پاتې شوي شخص، که يهودي وي يا غېر يهودي وي، په توګه درناوی وړاندې کوي، څوک چې د 1933 او 1945ز کال تر منځ د نازي او دوی د همکارانو د توکميزو، مذهبي، نژادي، ټولنيزو او سياسي تګلارو په پايله کې بې ځايه شوي، ځورول شوي، يا ورسره توپيري چلند شوی دی. د توقيفي کمپونو، يهودي کلیو او زندانونو د پخوانيو بنديانو سربېره، په دې تعريف کې د نورو تر څنګ هغه خلک هم شامل دي، څوک چې د کډوالو په توګه اوسېدلي يا يې پټ ژوند کړی دی".[۳]
د شلمې پېړۍ په وروستيو کلونو کې، څومره چې د هالوکاسټ په اړه ولسي پوهاوی زيات شو، نورو هغو ډلو له يادګاري پروژو سره د خپلو ګواهيو (شاهديو) په شريکولو او د خپلو تجربو د غرامت تر لاسه کولو هڅې پيل کړې، چې مخکې د هالوکاسټ څخه د ژوندي پاتې شويو په توګه له پامه غورځول شوې وې، يا څنډې ته کړای شوې وې. دا ډول يوه ډله له د نازيانو له ځورولو څخه ژغورل شوې له سنټي (Gypsy) (کوچيانو) څخه جوړه وه، چا چې په 1980ز کال کې د المان په «ډاخاو» ښار کې د لوږې احتجاج وکړ، تر څو د دوی حالت ته پاملرنه وشي، او د هالوکاسټ پر مهال يې د خپلو کړاونو لپاره اخلاقي بيا رغونې غوښتنه وکړه، او لوېديځ المان په رسمي ډول په 1982ز کال کې د «روما» ټولوژنه ومنله. يوه بله ډله چې د هالوکاسټ څخه د ژوندي پاتې شويو په توګه تعريف شوې ده، هغوی د «flight survivors» په توګه پېژندل کېږي، دوی هغه کډوال دي چې د جګړې د پيل سره سم د ختيځ پر لور د شوروي تر واک لاندې سيمو ته کډوال شول، يا هغه خلک دي چې د NKVD له خوا د شوروي اتحاد بېلا بېلو سيمو ته شړل شوي وو.[۴][۵][۶][۷]
د ژوندي پاتې شويو د ډېرو کټګوريو په اړه مخ پر زياتېدونکي پوهاوي، د حق غوښتنو کانفرانس، ياد واشم، او د متحده ايالاتو د هالوکاسټ يادګاري موزيم په څېر ادارو په مټ له هالوکاسټ څخه د ژوندي پاتې شويو تعريف پراخولو ته اړ کړی دی، تر څو په دوی کې «flight survivors» او نور شامل کړای شي، څوک چې مخکې له غرامت او پېژندنې څخه ايستل شوي وو، لکه هغه خلک چې د جګړې پر مهال پټ اوسېدل، د هغو ماشومانو په ګډون، څوک چې پټ وو، تر څو خپل ځانونه له نازيانو څخه خوندي کړي.[۸]
د ژوندي پاتې شويو شمېر
سمولد 1939ز کال په سپتمبر کې د دويمې نړيوالې جګړې د پيل پر مهال، په اروپايي هېوادونو کې شا اوخوا نهه نيم ميلیوه يهوديانو ژوند کاوه، څوک چې يا له مخکې څخه د نازي المان تر واک لاندې وو، يا د جګړې پر مهال تر بريد لاندې او نيول کېدل. د دې اروپايي يهوديانو نږدې دوه په درې برخه، چې نږدې شپږ ميلیونه خلک کېدل، له منځه يوړل شول، په دې ډول د 1945ز کال د مۍ په مياشت کې په اروپا کې د جګړې د پای پر مهال، شا او خوا دري نيم ميلیونه يې پاتې وو.[۹][۱۰]
هغه چې ويې کولای شول په بېلا بېلو شرايطو کې د جګړې تر پايه ژوندي پاتې شي، په لاندې ډول دي:
د توقيفي کمپ بنديان
سمولد 250000 او 300000 تر منځ يهوديان د توقيفي کمپونو او مرګ د يون سره مقابله وکړه، که څه هم د دوی له منځه لسګونه زره دومره کمزوري يا ناروغان وو، چې ان له ازادۍ وروسته طبي پاملرنې سره سره، دوی د ازادۍ څخه وروسته په څو مياشتو کې مړه شول.[۱۱][۱۲]
سرچينې
سمول- ↑ Rozett, Robert; Spector, Shmuel (2013). "Holocaust survivors". Encyclopedia of the Holocaust. Taylor & Francis. pp. 427–428. ISBN 978-1-135-96950-9.
- ↑ "FAQs – Names' Database". www.yadvashem.org. نه اخيستل شوی 2019-08-25.
- ↑ "Frequently Asked Questions. FAQ #11". United States Holocaust Memorial Museum. نه اخيستل شوی 2019-08-25.
- ↑ Adler, Eliyana R; Aleksiun, Natalia, eds. (2018). "Seeking Relative Safety: The Flight of Polish Jews to the East in the Autumn of 1939". Yad Vashem Studies. 46 (1): 41–71.
- ↑ Grinberg, Emanuella (2019-05-01). "How the Definition of Holocaust Survivor Has Changed Since the End of World War II". Smithsonian. نه اخيستل شوی 2019-08-23.
- ↑ Harran, Marilyn, ed. (2000). "Epilogue: The Aftermath". The Holocaust Chronicle (1st ed.). Publications International. pp. 655–698. ISBN 978-0-7853-2963-3.
- ↑ Barany, Zoltan D. (2002). The East European gypsies: regime change, marginality, and ethnopolitics. Cambridge University Press. pp. 265–266. ISBN 978-0-521-00910-2.
- ↑ Grinberg, Emanuella (2019-05-01). "How the Definition of Holocaust Survivor Has Changed Since the End of World War II". Smithsonian. نه اخيستل شوی 2019-08-23.
- ↑ Rozett, Robert; Spector, Shmuel (2013). "Holocaust survivors". Encyclopedia of the Holocaust. Taylor & Francis. pp. 427–428. ISBN 978-1-135-96950-9.
- ↑ Gilbert, Martin (2009). The Routledge Atlas of the Holocaust (4th ed.). London and New York: Routledge. pp. 223–229. ISBN 978-0-415-48486-2.
- ↑ Gilbert, Martin (2009). The Routledge Atlas of the Holocaust (4th ed.). London and New York: Routledge. pp. 223–229. ISBN 978-0-415-48486-2.
- ↑ "What happened to the survivors?". The Holocaust Explained: Designed for Schools. London, UK: The Wiener Library for the Study of the Holocaust & Genocide. 22 June 1933. نه اخيستل شوی 2019-09-09.