له نعمتونو یې پنځګر پېژندل

د کتاب ځانګړنې:

د کتاب نامه: اسانه اسلامپوهنه ( د ژڼیو لپاره)

لیکوال: شیخ محسن قرآیتي (د تفسیر نور مفسر)

ژباړن: ډاکټر ذبیح الله اقبال

وېبپاڼه:www.andyal.com


ځان ته ګورم، وینم، چې پخپله مې ځان نه دی جوړ کړی؛ نو یو پنځګر لرم.

زما پنځګر باید یو پوه وسمن وي، له ما سره مینه ولري، زما له ټولو اړتیاوو خبر وي او په پوره کولو یې وسمن وي.

هغه زما لوراند پنځګر څښتن دی.

هر نوزېږی، چې دې نړۍ ته راځي، لومړی څیز، چې اړتیا ورته لري، خواړه دي؛ خو هېڅوک هم نه پېژني او د یوه کار د کولو وس هم نه لري!

که ټول متخصصان سره راټول شي او وغواړي د دې نوزېږي د خوړو لپاره یوه لار وټاکي؛ نو څه به کوي؟ خواړه به یې څه وي؟ کوم توکي باید ولري او د تودوخې په کومه درجه کې دې وساتل شي؟ څوک یې چمتو کړي او څنګه دې نوزېږي ته ورکړل شي؟

د نوزېږي یوازې یو کار زده او هغه هم تی رول، نه څه ژوولی شي او نه پوکی ورکولای شي.

تر موره به څوک مهربانه او د مور تر شیدو به کوم خواړه غوره وي؟ نوځکه د نوزېږي خواړه د مور  تر سترګو او څارنې لاندې دي، چې مور وکولای شي د خپل نوزېږي ساتنه وکړي او خواړه یې له مینې او محبت سره مل وي. خواړه هم تل چمتو وي او سړولو او ګرمولو ته اړتیا هم نه لري.

که دا دومره نعمتونه نه ول؛ نو څه به کېدل؟

که مور شیدې نه درلودای؛ که ماشوم د روولو پر ځای پوکی ورکول؛ که یې نشول کولای، چې په ژړا خپله لوږه څرګنده کړي؟ که د نوزېږي ټولې اړتیاوې د مور په شیدو کې نه وې او که د مور مینه لږه وای او د یوه داسې دروند مسوولیت منلو ته چمتو نه وه؛ نو بیا؟

کومه پوهه او ځواک دی، چې وکولای شي، په دې اړتیاوو یې سر خلاص شي او په دقیقه توګه ټولې پوره کړي؟

څښتنه! زه خو په خپلو اړتیاوو نه پوهېدم او نه مې موروپلار خبر ول، چې کوم خواړه راته په کار او ګټور دي.

تر زېږېدو د مخه دې د مور تی راته له شیدو او د مور زړه راته له مینې او د مور ژوند دې زما په پلار تامین کړ.

غوره خواړه دې راکړل، چې په خورا ساده لار خپلې اړتیاوې پوره کړم.

څښتنه! ددې پېرزوینو دې منندوی یم.

مل مې شه، چې له دې ټولو نعمتونو دې په ښه توګه ګټنه وکړم، هېر دې نه کړم، له موروپلار سره مې نېکي وکړم او لکه څنګه چې ته راته ښه څښتن یې، زه دې هم ښه بنده ووسم.

نوزېږي ته د مور د شیدو د ارزښت په باب قرآن کریم وايي : ((وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلاَدَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ وَعلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ [1]=او ميندې خپلو اولادونو ته پوره دوه كاله تى وركوي . (دا حكم) هغه چا ته دى، چې غواړي د تي رودنې موده پوره كړي .))

پېغمبراکرم (ص) وايي: (( کوشني ته غوره خواړه د مور شیدې دي.[2]))

دیني عالمان هم وايي: که د مور روژه کېدل، ماشوم ته یې شیدو ورکولو ته تاوان رسوي؛ نو روژه پر مور فرض نه ده؛ ځکه د کوشني تغذیه کول د رمضان میاشت تر فرض روژې مهمه ده.


[1] . بقره/ ۲۳۳

[2] . عیون اخبار الرضا، دویم ټوک، ۳۴ مخ.