له مذهبي ټولنې څخه شړل
له مذهبي ټولنې څخه شړل د مذهبي ترټنې يو بنسټيز عمل دی، چې د مذهبي بنسټ له نورو غړو سره د يوې مذهبي ډلې د غړي د ګډون پای ته رسولو يا لږ تر لږه منظم کولو په موخه کارول کېږي. د دې بنسټيز عمل موخه په يوه مذهبي ټولنه کې د له غړيتوب څخه بې برخې کول، ځنډول يا محدودول دي يا دا چې ياده او په ځانګړي ډول هغو ټولنه کې د ځانګړو حقونو د محدودولو په موخه تر سره کېږي، چې د مذهبي ډلې له نورو غړو سره د ګډون او د ديني دودونو د تر لاسه کولو په حال کې دي.
دا کړنه د کاتوليک کليسا، د شرقي ارتودوکس کليساګانو او د ختيځ ارتودوکس کليساګانو په څېر ټولو لرغونو کليساګانو او همدا راز نورو عيسوي مذهبونو له لورې تر سره کېږي، مګر په يو څه زيات عمومي ډول نورو مذهبي ډلو کې د بنسټيزو مذهبي شړلو د لارو چارو او يوې خواته کولو ورته ډول ته د اشارې کولو په موخه هم کارول کېږي. امېش “Amish” هم د هغو غړو د شړلو له امله پېژندل کېږي، چې ليدل شوي يا د قواعدو د ماتولو له امله پېژندل شوي دي؛ يا دا چې له کليسا څخه د هغه کړنې پوښتنه کوي، چې د شړلو په توګه پېژندل کېږي. د خدای ګواهان “Jehovah’s Witnesses” له خپلې ډلې څخه د شړلو بڼې ته د «نه ملګرتيا» اصطلاح کاروي.
له مذهبي ډلې څخه د شړلو “excommunication” ويی له ګډون څخه د يو ځانګړي شخص يا ډلې د ويستلو معنا لري. په ځينو لويو مذهبي ډلو کې له ډلې څخه شړل د غړي يا ډلې معنوي ترټل يا محکومول رانغاړي. له مذهبې ډلې څخه شړل ښايي د ډلې، د شړلو د لام يا د مذهبي ټولنې د اصولو او معيارونو له مخې تبعيد، ګوښه کول او شرک يا خجالت راونغاړي. دا مهم چاره زياتره وختونه د څرګندې توبې په ځواب له منځه ځي.
بهايي عقيده
سمولد بهايانو په منځ کې له مذهبي ډلې څخه شړل خورا لږ تر سترګو کېږي او په عمومي ډول د ټولنې له معيارونو څخه د سرغړونې، فکري اختلاف يا نورو مذهبونو ته د اوښتون د تيري لپاره نه کارول کېږي. له ډلې څخه د شړلو پر ځای د نوموړو ځانګړتياوو لرونکي شخص ته تر ټولو سخته سزا ورکوي، چې د منظم اختلاف د ځپلو لپاره په پام کې نيول شوې ده، چې د عقيدې د پيروانو يووالی ګواښي. «د تړون ماتونکی» هغه اصطلاح ده، چې بهايان يې هغه شخص لپاره کاروي، چې د تړون ماتولو له امله له بهايي ټولنې څخه شړل شوی دی: هغه شخص چې مذهب کې بېلتون ته په فعال ډول وده ورکوي يا دا چې د دمشرۍ د پرله پسې راتګ لړۍ د مشروعيت مخالفت کوي. [۱][۲][۳][۴][۵]
په اوس وخت کې د عدالت نړيواله جرګه يوازينی واک لري، چې يو شخص د تړون ماتونکی اعلان کړي او کله چې يو شخص قانون ماتونکی وپېژندل شو، له ټولو بهايانو څخه يې د شړلو تمه کېږي، ان که د کورنۍ غړی يې هم وي. د عبدالبها له نظره د تړون ماتول يوه لېږدېدونکې يا ساري ناروغي ده. بهايي ليکنې له تړون ماتونکو سره اړيکې منع کوي او له بهايانو څخه په کلکه غوښتل کېږي، چې د دوی له ادبياتو څخه ډډه وکړي او په دې ډول د رښتيا د خپلواکې پلټنې “Independent Investigation of truth” بهايي اصل پر وړاندې يوه استثنا برابروي. ډېری بهايان له شته کوچنيو بهايي څانګو څخه ناخبره دي. [۶][۷][۸]
عيسويت
سمولعيسويت کې له مذهبي ډلې څخه د شړلو موخه له کليسا څخه د هغو غړو شړل دي، چې د عيسوي ټولنې د باورونو خلاف کړه وړه يا لارښوونې لري. دا چاره له ناوړه ګټه اخېستنې څخه د کليسا د غړو ژغورل په نښه کوي او سرغړونکي ته اجازه ورکوي، چې خپله تېروتنه درک کړي او توبه وباسي. [۹]
کاتوليک کليسا
سمولپه کاتوليک کليسا کې له ډلې څخه د شړلو په اړه د لاتين کليسا “Latin Church” د ډېره کيو او د ختيځ کاتولکي کليساګانو د نظم تر منځ توپيرونه شته.
لاتيني کليسا
سمولپه لاتيني کليسا کې له ډلې څخه د شړلو عمل يا په “latae sententiae” (په سمدستي ډول د هغه سرغړونې د تر سره کولو په وخت کې ورکول کېږي، چې قانون ياده سزا تحميلوي) او يا په “ferendae sententiae” (هغه وخت سزا ورکول کېږي، چې د قانوني لوړ پوړ له لورې ټاکل شوې وي يا د مذهبي محکمې د سزا په توګه اعلان شوې وې) بڼه اوسېدلی شي. [۱۰]
د کاتوليک کليسا د ټرنټ شورا “Council of Trent” کې لارښوونه کوي، چې: «له ډلې څخه شړل شوي اشخاص د کليسا غړي ځکه نه دي، چې د خپلې سزا له امله د خپلو کوچنيانو له شمېر څخه يې اړيکې پرې شوي دي او تر هغې په خپلې ډلې پورې تړاو نه لري، چې توبه وباسي». د “Exsurge Domine” تر سرليک لاندې د پاپ د ۱۵۲۰ زکال د می د ۱۶ نېټې ليک کې، لسم پاپ ليو د لوتر درويشتم وړانديز ناسم اعلان کړ. د ياد وړانديز له مخې له ډلې څخه شړل کېدنې يوازې باندنۍ سزاګانې دي، چې يو شخص د کليسا له عمومي معنوي عباداتو څخه نه بې برخې کوي. شپږم پاپ پيوس په “Auctorem Fidei” نومي ليکنه کې (۱۷۹۴ د اګسټ ۲۸) هغه نظريه وغندله، چې له مخې يې له مذهبي ډلې څخه د شړلو اغېز يوازې د خپل طبيعت له امله باندنۍ بڼه لري، چې له کليسا سره يوازې له بهرني ګډون څخه يې لرې کوي؛ که چېرې همداسې وي، نو د پاپ د وينا له مخې له مذهبې ډلې څخه شړل هغه معنوي سزا نه وه، چې په جنت پورې تړلې وي او روحونو باندې اغېز کوي. له ډلې څخه شړل شوی شخص چې د کليسا له ټولنې څخه ويستل شوی دی، لا هم د تعميد غسل او نوم ايښودنې د عيسوي دود نښه لری او کليسا د قانوني واکونو تابع دی. دوی په ځانګړو فعاليتونو کې له ښکېل کېدلو څخه منع شوي دي، چې ياد فعاليتونه د ۱۳۳۱ ز قانون کې لښتليک شوي دي او د شکريې او نمانځنې ورځ د سرښندنې يا د عبادت اړوند نورو مراسمو په نمانځلو کې د وزارتونو په کچه له هر ډول ګډون، د عيسوي مذهبي دودونو له نمانځلو يا تر لاسه کولو يا د هر ډول مذهبي دفترونو، وزارتونو يا دندو له پر مخ وړلو څخه د يو شخص مخنيوی کوي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
د کاتوليک د اوسنې قانون له مخې، له ډلې څخه شړل کېدونکي اشخاص د کليسايي مکلفيتونو (لکه: ډله کې ګډون) ته پابند پاتې کېږي، که څه هم د عيسوي مذهبي دودونو له تر لاسه کولو او د عبادت مراسمو (لکه: لوستل، د نذرانې راوړل او داسې نور) کې له فعالې برخه اخيستنې څخه بند کړي دي. شړل شوي اشخاص د ديني دودونو په څېر حقونه له لاسه ورکوي، مګر بيا هم د قانوني مکلفيتونو پابند دي او حقونه يې هغه وخت بېرته ورکول کېږي، چې د سزا د بخښنې له لارې بېرته له ډلې سره پخلا شي. له دوی څخه په ټينګه غوښتل کېږي، چې له کليسا سره اړيکه خوندي کړي او دلته اصلي نښه يا موخه دا ده، چې دوی توبه ويستلو ته وهڅول شي او خپل ژوند کې بېرته فعال ګډون ته راوګرځي. [۱۵]
دا د هغو خلکو لپاره يوازينۍ اغېزې دي، چې د “latae sententiae” له مخې له ډلې څخه شړل شوي دي. د بېلګې په ډول: يو پادري ښايي د هغو خلکو لپاره په عمومي ډول ګډون رد نه کړي، چې له ډلې څخه د خپل کاري يا اتومات شړلو تر امر لاندې دي، تر هغې چې په رسمي ډول د يادو اوامرو له لورې شړل شوي نه وي اعلان شوي، ان که چېرې پادري په دې پوهېږي چې دوی يې له مذهبي ډلې څخه شړلي دي؛ که څه هم شخص ګناه يوه څرګنده او لويه ګناه وي، نو په دې حالت کې پادري اړ دی، چې د ۹۱۵ قانون له مخې شخص له ګډون څخه وګرځوي [منع کړي]. له بله اړخه، که چېرې پادري پوهېږي چې له مذهبي ډلې څخه شړل په يو شخص باندې تحميل شوي دي، يا دا چې له ډلې څخه خپل کارې يا اتومات شړل کېدل اعلان شوي دي (او نور له ډلې څخه يوازې نا اعلان شوي خپل کاري شړل نه دي)، په دې حالت کې پادري ياد شخص ته د سپېڅلي ګډون “Holy Communion” د سوګند له ورکولو څخه منع شوی دی. [۱۶][۱۷]
سرچينې
سمول- ↑ Smith, Peter (2008-04-07). An Introduction to the Baha'i Faith (په انګليسي). Cambridge University Press. p. 115. ISBN 978-0-521-86251-6.
- ↑ Momen, Moojan (September 2007). "Marginality and apostasy in the Baha'i community". Religion (په انګليسي). 37 (3): 187–209. doi:10.1016/j.religion.2007.06.008. ISSN 0048-721X. S2CID 55630282.
- ↑ Sergeev, Mikhail (2015-09-17). Theory of Religious Cycles: Tradition, Modernity, and the Bahá'í Faith. Brill | Rodopi. pp. 94–95. doi:10.1163/9789004301078. ISBN 978-90-04-30107-8.
- ↑ Hartz, Paula (2009). World Religions: Baha'i Faith (3rd ed.). New York, NY: Chelsea House Publishers. p. 138. ISBN 978-1-60413-104-8.
- ↑ Winters, Jonah (2010). "Glossary of Bahá'í terms". Baha'i Library Online.
- ↑ McMullen, Michael (2015). The Bahá'ís of America : the growth of a religious movement. New York. p. 21. ISBN 978-1-4798-0971-4. OCLC 922640375.
- ↑ Hejazi Martinez, Hutan (2010). Baha'ism: History, transfiguration, doxa (Thesis thesis). hdl:1911/61990.
- ↑ Ph.D, Vernon Elvin Johnson (2020-01-16). Baha'is in Exile: An Account of Followers of Baha' U' llah Outside the Mainstream Baha'I Religion (په انګليسي). Dorrance Publishing. pp. xxxi–xxxv. ISBN 978-1-64530-574-3.
- ↑ Ronald F. Youngblood, Nelson's Illustrated Bible Dictionary: New and Enhanced Edition, Thomas Nelson Inc, USA, 2014, p. 378
- ↑ "Code of Canon Law, canon 1314". Vatican.va. نه اخيستل شوی 2012-04-03.
- ↑ "CATHOLIC ENCYCLOPEDIA: Excommunication".
- ↑ کينډۍ:Catholic Canonists usually treat of excommunication in their commentaries on the Corpus Juris Canonici, at the title De sententia excommunicationis (lib. V, tit. xxxix). Moralists deal with it apropos of the treatise on censures (De Censuris). One of the best works is that of D'ANNIBALE Summula Theologiæ moralis (5th ed., Rome, 1908). For details consult the numerous commentaries on the Constitution Apostolicæ Sedis. Special works by ancient writers: AVILA, De censuris (Lyons, 1608); SUAREZ, De censuris (Coimbra, 1603). ALTIERI, De censuris ecclesiasticis (Rome, 1618). — Cf. KOBER, Der Kirchenbann (Tübingen, 1857).
- ↑ "Code of Canon Law, canon 1331 §1". Vatican.va. Archived from the original on 29 March 2008. نه اخيستل شوی 2014-07-29.
- ↑ "Catechism of the Catholic Church". usccb.org.
- ↑ Beal, John P.; Coriden, James A.; Green, Thomas J. (2000). New Commentary on the Code of Canon Law. ISBN 9780809140664.
- ↑ "Edward McNamara, "Denying Communion to Someone"". Zenit.org. 2012-03-27. Archived from the original on 2013-01-13. نه اخيستل شوی 2013-02-02.
- ↑ "1983 Code of Canon Law, canon 915". Intratext.com. 2007-05-04. نه اخيستل شوی 2013-02-02.