له مارکسیزم وړاندې کمونیزم
په داسې حال کې چې کارل مارکس او فریدریک انګلس کمونیزم د یو سیاسي خوځښت په توګه تعریف کړ، له هغه وړاندې داسې ورته نظریاتو شتون درلود چې کولای شو هغه کمونیستي تجربیات وبولو. خپله مارکس بدوي کمونېزم د بشریت د لومړۍ ښکار ټولونکې ډلې حالت باله. مارکس دغه نظریه مطرح کړه چې یوازې هغه مهال چې انسانانو اضافي ارزښت تولید کړ خصوصي مالکیت وده وکړه. [۱][۲][۳]
له تاریخ وړاندې
سمولکارل مارکس او نورو لومړنیو کمونیستي نظریه ورکوونکو باور درلود چې ښکار ټولوونکې ټولنې چې له پالوئتیک دورې څخه یې د کالکولیتیک دورې د کرنیزو ټولنو تر مهاله ژوند کاوه په اساسي ډول برابري غوښتونکې وې. او له همدې امله هغه د هغوی آیدیالوژي بدوي/لومړنی کمونېزم باله. له مارکس را وروسته سوسیالیستانو او لرغون پوهانو دغې نظریې ته وده ورکړه او د لومړني کمونېزم په اړه یې څېړنه ترسره کړه. د هري ډبلیو.لیدلر په خبره؛ یو له هغو لیکوالانو څخه چې په لومړني کمونېزم یې باور درلود د رومي رواقي فلسفې لرونکی سنکا و چې څرګنده کړې یې وه: «لومړنۍ/بدوي دوره څومره خوشاله دوره وه ځکه د طبیعت ټول نعمتونه مشترک و... دوی طبیعت ټولو ته اړوند باله او دغه لیدلوري عامه شتمني د دوی لپاره په خوندي مالکیت اړولې وه». له همدې امله هغه باور درلود چې دغه ډول لومړنۍ ټولنې تر ټولو بډایه ټولنې وې ځکه بې وزلۍ شتون نه درلود. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
د مسو دوره
سمولدا استدلال شوی چې په سند دره کې د شخړو او ټولنیزو سلسله مراتبو د نشتوالي له امله د سند درې تمدن د یوې لومړۍ کمونیستي ټولنې بېلګه ده. یو شمېر نور بیا استدلال کوي چې د سند درې د تمدن دغه ډول ارزونه ناسمه ده. [۱۱][۱۲][۱۳]
له کلاسیکې دورې وروسته تاریخ
سمولپیتر کروپوتکین استدلال کوي چې د ګډې مرستې او ګډې دفاع عناصر چې د منځنیو پېړیو د منځني کمون پر مهال څرګند شوي او همدارنګه د هغو صنفي نظام په معاصر انارشېزم، کمونېزم او سوسیالیزم کې له ځان څخه د دفاع ټولیزو احساساتو ته ورته دي. په اروپا کې د دویمو منځنیو پېړیو وروسته، د مسیحي کمونیستي او کمونالیستي نظریاتو ملاتړ کوونکې بېلابېلې ډلې ځینې مهال د اصلاح غوښتونکو عیسویانو له خوا منل کېدلې. د ۱۲ مې پېړۍ په لومړیو کې یوه پروتستانت ډله چې له لیون څخه یې سرچینه اخیستله او د والدنسي یانو په نوم پېژندل کېدله د خپلې شتمنۍ مالکیت یې د خپل قانون د کتاب له مخې برابروه، خو د کاتولیک کلیسا له خوا له ځورونې سره مخ وه او اړ شوه څو پیمونت ته په شاه شي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
سویلي امریکا
سمولد چاچاپویا کلتور د لرغون پېژندنې او د واک څرګندونکې معمارۍ د شواهدو نه لرلو له امله، هغه شواهد چې د ټولنې د مشرانو لکه پاچایانو او یا هم اشرافو څخه یې تمه کېده؛ د یوې مساوات غوښتونکې او د سلسله مراتبو د نه لرونکې ټولنې په توګه ښوول شوی.[۱۸]
آسیا
سمولڅېړونکو د هغې ټولنې د کمونیستي طبیعت اړوند چې له نهمې پېړۍ څخه تر ۱۲ مې پېړۍ پورې د الاحسا په چاپېر کې د قرمطیانو له خوا رامنځته شوې وه، څرګندونې کړي دي. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
د عصري دورې پیل
سمولاروپا
سمولتوماس مونتزر د آلمان د بزګرانو د پراخو شخړو پر مهال لوی اناباپتیست کمونیستي خوځښت رهبري کړ. د جرمني د بزرګرانو په پراخو شخړو کې د توماس مونتزر له کار څخه د انګلز تحلیل دې پایلې ته ورسېد چې هغه مهال چې کمونیستي انقلاب رامنځته شو، د یو ښاري پرولتاریا له خوا یې مشري کېدله، نه د یو بزګري پوځ له خوا.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
په ۱۶ مه پېړۍ کې انګلیسي لیکوال توماس مور د ګډ مالکیت پر بنسټ ټولنه په خپله کتاب Utopia کې انځور کړه چې رهبرانو یې د عقل څخه په کار اخیستو اداره کوله. د انګلستان په کورنۍ جګړو کې ګڼ شمېر ډلو له دغې نظریې ملاتړ وکړ. خو یو شمېر نورو په ځانګړي ډول Diggers ډلې له کمونیستي او د زارعت پالنې د نظریې له آرمانونو ملاتړ وکړ. د دغو ډلو پر وړاندې د اولیور کراموېل او ګراندیانو چلن په سم حالت کې مخالف او تر ډېره دښمني ډوله و. انګلز د انګلیس په کورنۍ جګړې د برابرونکو (Levellers) سیاسي خوځښت د پرولتاریايي ډلې په توګه په پام کې نیولی و چې د یوې تخیلي سوسیالیستي ټولنې لپاره یې جګړه کوله. په داسې حال کې چې له هغه وروستو مفسرینو دغه ډله د یوې بورژوازي ډلې په توګه چې د سوسیالیستي ټولنې په لټه کې نه وه؛ بللې ده.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]
په ۱۸ مه پېړۍ کې د روڼ آندۍ دورې پر مهال په فرانسه کې یو شمېر لیبرال لیکوالانو په مخ پر زیاتېدوني ډول د خصوصي مالکیت پر بنسټ نیوکې پیل کړې چې آن دغه نیوکې د هغو د لغو کولو تر غوښتنې ورسېدې. دغه ډول لیکنې د یو شمېر مفکرینو لکه پیاوړي دیني فیلسوف ژان ژاک روسو له خوا وشوې. روسو د ټولنیز قرارداد (The Social Contract) تر نامه لاندې په خپل اغېزمن کتاب کې (۱۷۶۲ زکال) د پاچایانو د حکومت پر ځای د وګړیز حاکمیت پر بنسټ سیاسي نظام انځور کړ او د نابرابرۍ په اړه یې په خپلو څرګندونو کې (۱۷۵۵ زکال) د خصوصي مالکیت د زیان منوونکو اغېزو په اړه ادعا وکړه چې د خصوصي مالکیت اختراع د «جرم، جګړې، وژنو او ځورونو» لامل ګرځي او تمدن له ستونزو سره مخ کوي. روسو چې د یو کالونیست په توګه را لوی شوی و د روم کاتولیک کلیسا د یانسنیست (Jansenist) خوځښت تر اغېز لاندې و. یانسنیست خوځښت د رومن کاتولیک له ارتودوکس ترینو سقفانو سرچینه اخیسته چې په اوولسمه پېړۍ کې یې د رومن کاتولیک کلیسا د اصلاح په موخه د سکولاریزاسیون او پروتستانېزم د درولو هڅه کوله. د یانسنیزم یو له اصلي موخو څخه د کلیسا په سلسله مراتبو کې له اشرافي فساد څخه مخه نیول و.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]
شمالي امریکا
سمولپه «ژواندانه کې له کمونیزم» څخه د لئویس هنري مورګان توصیف، چې د شمالي امریکا د ایرکوا وګړو له خوا عملي کړای شو د یو شمېر څېړنو له مخې چې د Ely S. Parker او د هغوی په همکاری ترسره شو له مارکسیزم څخه د وړاندې کمونېزم د ډول په توګه په پام کې ونیول شو. د مورګان آثار د لومړني(بدوي) کمونېزم په اړه د مارکس او انګلز توصیف ته الهام بخښونکي و آن د دې لامل وګرځېدل چې دا باور رامنځته کړي چې کمونېستانو ته ورته لومړۍ ټولنې له اروپا بهر په لویدیځې نیمې کرې کې د امریکايي بومي وګړو او له استعمار وړاندې ټولنو ترمنځ شتون درلود. [۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰]
د انقلاب دوره
سمولد جوزف میخام تر مشرۍ لاندې د اتلسمې پېړۍ Shakers ډلې وده وکړه او د مذهبي کمونېزم د ډول په توګه یې خپل کمونالېزم پلی کړ چې له مخې یې په هرې شېکر ټولنې کې ملکیت د "consecrated whole" (سپیڅلې ټولګې) په توګه شتون درلود. [۶۱]
د ۱۸ مې پېړۍ له وروستیو څخه د ۱۹ مې پېړۍ تر نیمايي پورې دوره کې له مارکس وړاندې ګڼ شمېر سوسیالیستانو ژوند کاوه، خپلې نظریې یې نشر کړې او هغو ته یې وده ورکړه. په دغو سوسیالیستانو کې چارلز فوریه، لوئي بلانکی، پیر جوزف پرودون، پیرلروکس، توماس هاجسکین، کلود هنری دوسن سیمون، ویلهلم وایتلینګ او آتین کابه همدارنګه یو شېر آرمان پلوي سوسیالیست لیکولان لکه رابرت اوون چې ځینې مهال د کمونیست په توګه بلل کېده؛ شاملېدل.[۶۲][۶۳][۶۴][۶۵][۶۶][۶۷][۶۸][۶۹]
د روڼ آندۍ په دوره کې د فرانسوي فلسفې فکري جریانونه له روسو او د ۱۷۸۹ زکال د فرانسې د انقلاب پر مهال له d'Hupay څخه اغېزمن و، چېرې چې د پاچاهۍ مخالفینو په ځانګړې توګه د ژان پل مارات او فرانسوا بابوف په ګډون د ژاکوبین سیاسي خوځښت د وګړو ترمنځ د شتمنۍ د بیاځلي ویش له نظریې ملاتړ وکړ.[۷۰][۷۱][۷۲]
کارل مارکس او معاصره دوره
سمولمارکس کمونېزم د بشریت لومړی حالت باله چې له هغو وروسته کلاسیکه ټولنه، فئوډالېزم او د کپېټلیزم اوسنی حالت رامنځته شو. هغه وړاندیز وکړ چې په ټولنیز تکامل کې بل ګام باید کمونېزم ته بېرته تګ وي. [۷۳][۷۴]
په معاصر ډول کې کمونیزم په ۱۹ مه پېړۍ کې د اروپا په کارګري خوځښتونو کې وده وکړه. د صنعتي انقلاب په پرمختګ سره سوسیالیستي منتقدینو د کارخونو د بې وزله کارګرانو د طبقې د رامنځته کولو له امله چې په سختو شرایطو کې به یې کار کاوه او همدارنګه د شتمن او بې وزله ترمنځ د فاصلې د زیاتوالي له امله په کپېټلیزم نیوکې کولې.[۷۵][۷۶][۷۷]
سرچينې
سمول- ↑ Perkins, Anne (2014). Trailblazers in Politics (in انګليسي). New York: The Rosen Publishing Group, Inc. p. 88. ISBN 9781477781449.
- ↑ Marx, Karl (2004). "Chapter II. Proletarians and Communists". In Blunden, Andy (ed.). Manifesto of the Communist Party (in انګليسي).
- ↑ "Marxism/Analysis-of-society". Britannica. (24 March 2020). Britannica.com Inc..
- ↑ Trigger, Bruce; Washburn, Wilcomb E., eds. (1996). The Cambridge history of the Native Peoples of the Americas (in انګليسي). Vol. 1: North America, Part 1. Cambridge University Press. doi:10.1017/CHOL9780521573924. ISBN 9781139055550.
- ↑ Feinman, Gary M. (June 2003). "The Cambridge History of the Native Peoples of the Americas: Vol. 2: Mesoamerica, Part 1.; The Cambridge History of the Native Peoples of the Americas: Vol. 2: Mesoamerica, Part 2". American Anthropologist (in انګليسي). 105 (2): 380. doi:10.1525/aa.2003.105.2.380.
- ↑ Felluga, Dino (1 January 2011). "Introductory Guide to Critical Theory - Modules on Marx: On the Stages of Economic Development" (in انګليسي). Purdue University. خوندي شوی له اصلي څخه په 28 February 2021. بياځلي په 3 February 2021.
- ↑ Saitta, Dean J. (1988). "Marxism, Prehistory, and Primitive Communism". Rethinking Marxism: A Journal of Economics, Culture & Society (in انګليسي). 1 (4): 145–168. doi:10.1080/08935698808657836.
- ↑ "Primitive communism: life before class and oppression". Socialist Worker (in انګليسي). 28 May 2013. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 March 2021. بياځلي په 3 February 2021.
- ↑ Laidler, Harry W. (4 July 2013). History of Socialism: An Historical Comparative Study of Socialism, Communism, Utopia (in انګليسي). Routledge. p. 17. ISBN 978-1-136-23143-8.
- ↑ Bookchin, Murray (1987). The Rise of Urbanisation and Decline of Citizenship (in انګليسي). pp. 18–22. ISBN 978-0087156067.
- ↑ Khan, Lal (18 February 2014). "The Essence of the Legacy of Mohenjo-daro". marxist.com (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 13 March 2021. بياځلي په 2 February 2021.
- ↑ Miller, Daniel (1985). "Ideology and the Harappan Civilzation" (PDF). Journal of Anthropological Archaeology (in انګليسي). 4 (4): 34–71. doi:10.1016/0278-4165(85)90013-3. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 11 October 2021. بياځلي په 2 February 2021.
- ↑ Cork, Edward (2005). "Peaceful Harappans? Reviewing the evidence for the absence of warfare in the Indus Civilisation of north-west India and Pakistan (c. 2500-1900 BC)". Antiquity (in انګليسي). 79 (304): 411–423. doi:10.1017/S0003598X0011419X. S2CID 160617108.
- ↑ Kropotkin, Peter (1902). Mutual Aid: A Factor of Evolution (in انګليسي).
- ↑ Boer, Roland (7 March 2019). Red Theology: On the Christian Communist Tradition (in انګليسي). BRILL. pp. 15–16. ISBN 978-90-04-39477-3.
- ↑ Brown, Archie (9 June 2009). The Rise and Fall of Communism (in انګليسي). HarperCollins e-books. p. 12. ISBN 978-0-06-188548-8.
- ↑ Eisenman, Stephen F. (2005). "Communism in Furs: A Dream of Prehistory in William Morris's John Ball". The Art Bulletin (in انګليسي). 87 (1): 92–110. doi:10.1080/00043079.2005.10786230. S2CID 153319221.
- ↑ Dr Jago Cooper (Presenter) (2013). Lost Kingdoms of South America - People of the Clouds (video) (in انګليسي). Peru: BBC. Event occurs at 39 minutes. خوندي شوی له اصلي څخه په 20 December 2021.
- ↑ Fahes, Fadi A. (2018). Social Utopia in Tenth Century Islam: The Qarmatian Experiment (MA) (in انګليسي). California State University. خوندي شوی له اصلي څخه په 6 October 2021. بياځلي په 13 September 2021.
- ↑ Hirszowicz, I. (October 1974). "Review: Der arabische Sozialismus und der zeitgenössische Islam: Dargestellt am Beispiel Agyptens und des Iraks by Wolfgang Ule". Middle Eastern Studies (in انګليسي). 10 (3). Taylor & Francis: 354–357. JSTOR 4282544. بياځلي په 13 September 2021.
- ↑ Bidet, Jacques (2010). "Communism: Between Philosophy, Prophecy, and Theory". Actuel Marx (in انګليسي). 48 (2). Cairn.info: 89–104. doi:10.3917/amx.048.0089. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 October 2021. بياځلي په 13 September 2021.
- ↑ Rexroth, Kenneth (1974). Communalism: From Its Origins to the Twentieth Century (in انګليسي). Seabury. pp. 159–162. ISBN 978-0816492046.
- ↑ Müntzer, Thomas (1988). Matheson, Peter (ed.). The Collected Works of Thomas Müntzer (in انګليسي). Edinburgh: T&T Clark. ISBN 978-0-567-29252-0.
- ↑ Blickle, Peter (1981). The Revolution of 1525: The German Peasants' War from a New Perspective (in انګليسي). Baltimore, Maryland: Johns Hopkins University Press. ISBN 978-0-8018-2472-2.
- ↑ Engels, Friedrich (1969) [1850]. The Peasant War in Germany (in انګليسي). Translated by Schneierson, Vic. Moscow: Progress Publishers. ISBN 978-0-85315-205-7.
- ↑ Wolf, Eric R. (1987). "The Peasant War in Germany: Friedrich Engels as Social Historian". Science and Society (in انګليسي). 51 (1): 82–92.
- ↑ Davis, J. C. (28 July 1983). Utopia and the Ideal Society: A Study of English Utopian Writing 1516–1700 (in انګليسي). Cambridge University Press. p. 58. ISBN 978-0-521-27551-4.
- ↑ Empson, Martin (5 April 2017). "A common treasury for all: Gerrard Winstanley's vision of utopia". International Socialism (in انګليسي). No. 154. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 October 2021. بياځلي په 12 September 2021.
- ↑ Campbell, Heather M, ed. (2009). The Britannica Guide to Political Science and Social Movements That Changed the Modern World (in انګليسي). The Rosen Publishing Group. pp. 127–129. ISBN 978-1-61530-062-4.
- ↑ The True Levellers Standard ADVANCED: or, The State of Community opened, and Presented to the Sons of Men (in انګليسي). R.S. Bear. 2002.
That we may work in righteousness, and lay the Foundation of making the Earth a Common Treasury for All, both Rich and Poor, That every one that is born in the Land, may be fed by the Earth his Mother that brought him forth, according to the Reason that rules in the Creation. Not Inclosing any part into any particular hand, but all as one man, working together, and feeding together as Sons of one Father, members of one Family; not one Lording over another, but all looking upon each other, as equals in the Creation.
- ↑ Stearns, Peter; Fairchilds, Cissie; Lindenmeyr, Adele; Maynes, Mary Jo; Porter, Roy; Radcliff, Pamela; Ruggiero, Guido, eds. (2001). Encyclopedia of European Social History: From 1350 to 2000 - Volume 3 (in انګليسي). Charles Scribner's Sons. p. 290. ISBN 0-684-80577-4.
- ↑ Johnson, Daniel (1 December 2013). "Winstanley's Ecology: The English Diggers Today". Monthly Review (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 6 October 2021. بياځلي په 12 September 2021.
- ↑ Bernstein, Eduard (1930). Cromwell and Communism (in انګليسي). بياځلي په 12 December 2019.
- ↑ Engels, Friedrich (1970) [1880]. "I: The Development of Utopian Socialism". Socialism: Utopian and Scientific (in انګليسي). Progress Publishers.
{{cite book}}
:|website=
ignored (help) - ↑ Brandon, David (5 June 2020). "The English Civil War and the Levellers". Socialist Appeal (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 10 April 2021. بياځلي په 12 September 2021.
- ↑ Simon, Ed (22 August 2019). "Remembering the Diggers". Jacobin (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 6 October 2021. بياځلي په 12 September 2021.
- ↑ Fried, Albert; Sanders, Ronald (1992). Socialist Thought: A Documentary History (in انګليسي). Columbia University Press. pp. 14–15. ISBN 978-0-231-08265-5.
- ↑ Siroky, David S.; Sigwart, Hans-Jörg (July 2014). "Principle and Prudence: Rousseau on Private Property and Inequality". Polity (in انګليسي). 46 (3). The University of Chicago Press: 381–406. doi:10.1057/pol.2014.13. hdl:2286/R.I.27321. JSTOR 24540217. S2CID 154831080. بياځلي په 4 June 2021.
- ↑ Fried and Sanders 1992، م. 31-33.
- ↑ Priestland, David (2010). The Red Flag: Communism and the Making of the Modern World (in انګليسي). Penguin. pp. 5–7. ISBN 978-0140295207.
- ↑ Roche, Daniel (1993). La France des Lumières (1715-1789) [France of the Enlightenment (1715-1789)] (in فرانسوي). ISBN 978-2701133652.
- ↑ Billington, James H. (31 December 2011). Fire in the Minds of Men: Origins of the Revolutionary Faith (in انګليسي). Transaction Publishers. pp. 79–80. ISBN 978-1-4128-1401-0.
- ↑ Linebaugh, Peter (1 March 2014). Stop, Thief!: The Commons, Enclosures, and Resistance (in انګليسي). PM Press. pp. 205–206. ISBN 978-1-60486-747-3.[مړه لينکونه]
- ↑ Morgan, Lewis Henry (1881). Houses and House-Life of the American Aborigines (in انګليسي). Chicago and London: University of Chicago Press.
- ↑ Engels, Friedrich (1972) [First published 1884]. The Origin of the Family, Private Property, and the State, in the Light of the Researches of Lewis H. Morgan (in انګليسي). International Publishers. ISBN 978-0-7178-0359-0.
- ↑ Darmangeat, Christophe (2009). Le Communisme primitif n'est plus ce qu'il était [Primitive Communism is not what it used to be] (in فرانسوي). Collectif d'édition Smolny.
- ↑ Service, Elman; Barnard, Alan; Bodemann, Y. Michal; Fleuret, Patrick; Fried, Morton; Harding, Thomas G.; Köcke, Jasper; Krader, Lawrence; Kuper, Adam; Legros, Dominique; Makarius, Raoul; Moore, John H.; Pilling, Arnold R.; Skalník, Peter; Strathern, Andrew; Tooker, Elisabeth; Whitecotton, Joseph (February 1981). "The Mind of Lewis H. Morgan". Current Anthropology (in انګليسي). 22 (1): 25–43. doi:10.1086/202601. JSTOR 2742415. S2CID 163464337.
- ↑ Hersey, Mason (1993). "Lewis Henry Morgan and the Anthropological Critique of Civilization". Dialectical Anthropology (in انګليسي). 18 (1). Springer: 53–70. doi:10.1007/BF01301671. JSTOR 29790527. S2CID 144701125.
- ↑ "Lewis Henry Morgan". University of California, Santa Barbara (in انګليسي). 2009. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 April 2021. بياځلي په 3 February 2021.
- ↑ Haller Jr., John S. (1971). "Race and the Concept of Progress in Nineteenth Century American Ethnology". American Anthropologist (in انګليسي). 73 (3): 710–724. doi:10.1525/aa.1971.73.3.02a00120.
- ↑ Hume, Brad D. (January 2011). "Evolutionisms: Lewis Henry Morgan, Time, and the Question of Sociocultural Evolutionary Theory". Histories of Anthropology Annual (in انګليسي). 7 (1): 91–126. doi:10.1353/haa.2011.0009. S2CID 170478166. خوندي شوی له اصلي څخه په 28 October 2021.
- ↑ Yang, Manuel (September 2012). "Specter of the commons: Karl Marx, Lewis Henry Morgan, and nineteenth-century European stadialism". Borderlands (in انګليسي). 11 (2). Gale Academic OneFile.
- ↑ Arthur, Stephen (7 January 2008). "An Anarchist Study of the Iroquois" (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 13 April 2021.
- ↑ Yang, Manuel (September 2012). "Specter of the commons: Karl Marx, Lewis Henry Morgan, and nineteenth-century European stadialism". Borderlands (in انګليسي). 11 (2). Gale Academic OneFile.
- ↑ Speck, Frank G. (1945). Iroquois (in انګليسي). Bloomfield Hills, Michigan: Cranbrook Press.
- ↑ Stites, Sara Henry (1905). Economics of the Iroquois (in انګليسي). Lancaster, Pennsylvania: The New Era Printing Company.
- ↑ Wallace, Anthony F.C. (1972). The Death and Rebirth of the Seneca (in انګليسي).
- ↑ Graeber, David (October 2010). "Les fondements moraux des relations économiques. Une approche maussienne" [On the Moral Grounds of Economic Relations: A Maussian Approach] (PDF). La Revue du MAUSS semestrielle (in فرانسوي). Paris. doi:10.3917/rdm.036.0051. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 11 October 2021. بياځلي په 6 April 2022.
{{cite journal}}
: More than one of|archivedate=
and|archive-date=
specified (help); More than one of|archiveurl=
and|archive-url=
specified (help)CS1 maint: date and year (link) - ↑ Pritzker, Barry M. (October 1998). Native Americans: An Encyclopedia of History, Culture, and Peoples (in انګليسي). Vol. 1. ABC-CLIO. خوندي شوی له اصلي څخه په 20 April 2021.
- ↑ Ratner, Carl (2012). Cooperation, Community, and Co-Ops in a Global Era (in انګليسي). Springer Science & Business Media. p. 40. ISBN 9781461458258.
- ↑ Stein, Stephen (1994). The Shaker Experience in America: A History of the United Society of Believers (in انګليسي). pp. 42–44.
- ↑ Corcoran, Paul E. (1983). Before Marx: Socialism and Communism in France, 1830-48 (in انګليسي). The MacMillan Press Ltd.
- ↑ Weisbord, Albert (1937). The Conquest of Power: Liberalism, Anarchism, Syndicalism, Socialism, Fascism, Communism (in انګليسي).
- ↑ Braudel, Fernand (1979). The Wheels of Commerce: Civilization and Capitalism 15th–18th Century (in انګليسي). Harper and Row.
- ↑ Hodgson, Geoffrey (2015). Conceptualizing Capitalism: Institutions, Evolution, Future (in انګليسي). University of Chicago Press. p. 252. ISBN 978-0-226168-00-5.
- ↑ "Heaven on Earth: The Rise and Fall of Socialism" (in انګليسي). Public Broadcasting System. خوندي شوی له the original on 30 October 2014. بياځلي په 15 December 2011.
- ↑ "Utopian socialism". Encyclopædia Britannica. بياځلي په 12 July 2020.
- ↑ Engels, Friedrich (1970) [March, April, and May issues of Revue Socialiste in 1880]. Socialism: Utopian and Scientific (in انګليسي). Progress Publishers.
- ↑ Muravchik, Joshua (2003). Heaven on Earth: The Rise and Fall of Socialism. Encounter Books. ISBN 978-1-893554-78-8.
- ↑ Priestland, David (2010). The red flag: communism and the making of the modern world (in انګليسي). Penguin. pp. 18–19. ISBN 978-0-14-029520-7. OCLC 762107381.
- ↑ Harkins, James (Winter 1990). "The Socialism of Gracchus Babeuf on the Eve of the French Revolution". Science & Society (in انګليسي). 54 (4). Guilford Press: 427–441. JSTOR 40403100.
- ↑ H. McNeil, Gordon (April 1945). "The Cult of Rousseau and the French Revolution". Journal of the History of Ideas (in انګليسي). 6 (2). University of Pennsylvania Press: 197–212. doi:10.2307/2707363. JSTOR 2707363. بياځلي په 18 October 2021.
- ↑ "В.И. Ленин. О национальном вопросе и национальной политике" [VI Lenin. On the national question and national policy] (in روسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 23 August 2021. بياځلي په 21 April 2018.
- ↑ Marx, Karl (1848). The Communist Manifesto (in انګليسي). London. بياځلي په 12 March 2019.
- ↑ Marx, Karl (1848). The Communist Manifesto (in انګليسي). London. بياځلي په 12 March 2019.
- ↑ Geary, Dick (1972). "Socialism, Revolution and the European Labour Movement, 1848-1918". The Historical Journal (in انګليسي). 15 (4): 794–803. doi:10.1017/S0018246X00003563. JSTOR 2638044.
- ↑ Eatwell, Roger; Wright, Anthony (1 March 1999). Contemporary Political Ideologies: Second Edition (in انګليسي). Bloomsbury Academic. ISBN 978-0826451736.