ويکيپېډيا:له قرآنه د برداشت ځينې ساده او لنډې لارې
د کتاب نوم : د ځوانانو لپاره د قرآن پوهنې زده کړې
سمولليکوال : اکبر حميدي هشترودي
سمولژباړه: ډاکټر ذبیح الله اقبال
له قرآنه د برداشت ځينې ساده او لنډې لارې
سمولد قرآن له عربې سره شنايي :
سمولټول پوهېږئ،چې قرآن شريف په عربي ژبه ،چې د حضرت محمد "ص" د وخت د خلكو ژبه وه،نازل شوى دى . څښتن تعالى هم دې خبرې ته اشاره كړې ده :
(( كتاب فصلت آياته قرآن عربيا= دا قرآن هغه كتاب دى،چې آيتونه يې په عربي دي ))
نو پر قرآن د پوهېدنې لپاره لومړى ګام په عربي پوهېدل دي،چې هم د قرآن ژبه ده او هم د اسلام نړيواله ژبه ده او پر عربي د پوهېدنې لپاره لومړى ګام د " صرف او نحو " د علم زده كړه ده .
د صرف اونحوه علم څه دى ؟
سمولد صرف علم د كلمو د جوړښت او مشتقاتو په باب بحث كوي؛ د بېلګې په توګه : د ( جهد ) ماضي فعل (مجاهد) اسم فاعل (اجهد) فعل امر، (سجاهدون) فعل مضارع جمع (سجاهدون ) فعل مضارع جمع مخاطب.
د نحو علم د اعراب ايښوولو دى؛د بېلګې په توګه : د نحو علم راښيي،چې كه كوم ټكي ته د ( و) پېښ غږ وركړو او كوم ټكي ته د زېر اوكوم ټكي ته د زبر غږ وركړو او يا دا چې ولې ځينې ټكي په اخر كې ساكن وي ؟
د ټكيو په تلفظ كې نښې او علامې څه ونډه لري ؟
سمولد ديني علومو زده کړيالان،چې مدرسو ته ورننوځي؛ نو لومړى پرې صرف او نحو وايي؛نو پر قرآن د پوهېدنې لپاره د " صرف او نحو " زده كړه اړينه ده .
په قرآن پوهېدنه كې د لغت پېژندنې اهميت
سمولد لغت پېژندنه او د مانا پر مفهوم سمه پوهېدنه ، د انسان په معلوماتو په تېره بيا د قرآن شريف د آيتونو په پوهېدلو كې خورا زياته ونډه لري. اصولا له هغه وخته،چې انسان خبرې كول پيل كړي؛نو لغت او كلمات هم رامنځ ته شول؛ ځكه بې د لغت او كلمې له كارولو څوك نشي كولاى نورو ته خپل مطلب او مفهوم ور و رسوي .
په لغت كې هم د نورو علومو په څېر خورا بدلونونه راغلي دي او د وخت په تېرېدو ځينې لغات او كلمې د خلكو له خبرو غورځېدلي دي او ځينو لغاتو په يوه وخت كې يوه مانا درلوده، چې د وخت په تېرېدو يې خپله مانا له لاسه وركړه؛ نو ځكه پر لغت او كلمې پوهېدل به راته پر قرآن ، آيتونو او اسلامي متونو پوهېدنه اسانه او اغېزمنه كړي .