له فيمينيزم څخه وروسته دوره

د وروستي فيمنيزم (postfeminism) اصطلاح، د post-feminism د ځايناستې په توګه وړاندې کېږي او په فيمينيزم کې په ځانګړي ډول دويمې او درېيمې څپې کې د مخالفتونو او نيمګړتياوو پر وړاندې د غبرګون تشرېح کولو په موخه کارول کېږي. دا اصطلاح ځيني وختونه له وروستيو فيمينيزمونو، لکه: څلورمې څپې او Xenofeminism [د فيمينزم يو ډول دی، چې د ګړندۍ ټکنالوژۍ او پېچلتيا په دوره کې د فيمينزم د خلاصون وړتيا له سره انځورولو څرنګوالی څېړي...] سره ګډېږي.

د Postfeminism نظريه، له اوسني يا وروستي فيمينيزم سره د توپير له مخې ترتيب شوې ده. د پوسټ فيمينيزم ځينې بڼې د جنسيت اړوند ودې راتلونکي پړاو پر لور هڅه کوي او لکه څرنګه چې ډېری وختونه د ټولنې په ګټه فکر کېږي، چې د ټينګو جنسيتي ونډو او څرګندونو په واسطه نور نه دي راپېژندل شوي. د پوسټ فيمينيزم پلوی د ۱۹۷۰ ز لسيزې له فيمينيزم څخه د راپورته شويو هر ډول نظريو په پرمختګونو يا رانغاړلو باندې باور لري، اړينه نه ده چې د لرغوني يا کلاسيک فيمينيزم ملاتړی يا يې مخالف وي.

له فيمينيزم څخه وروسته دوره، د فيمينيزم، نامتو کلتور او ښځه توب تر منځ د بدلو شويو اړيکو د ادراک يوې کړکېچنې لارې په توګه په پام کې نيول کېدلی شي. پوسټ فيمينيزم کېدای شي، د خپل دوه ګوني فکر او اړينتوب، د دوی جنسيتي لرليد او د ښځېتوب او فيمينيزم تر منځ د اړيکو په اړه د دوی د ادراک پوښتلو په واسطه پر دويمې يا درېيمې څپې باندې يوه نيوکه هم وکړي. دا کېدای شي، هغه نظريه پېچلې يا يې ان په بشپړ ډول نفې کړي، چې بشپړه جنسيتي برابري اړينه، د تمې وړ يا په حقيقي ډول د ترلاسه کولو وړ ده.

د اصطلاح تاريخچه

سمول

په ۱۹۱۹ ز کې يوه ورځپاڼه پيل شوه، چې ښځينه بنسټ پال اديبانو په کې څرګنده کړه: «موږ اوس له خلکو سره لېوالتيا لرو، نه له نارينه او ښځينه سره»، چې «اخلاقي، ټولنيز، اقتصادي او سياسي معيارونه بايد له جنسيت سره هيڅ هم ونه کړي»، چې دا به له نارينه سره د مخالف اوسېدلو پرته د ښځو په ګټه وي او دا چې د دوی دريځ ته پوسټ فيمينيزم وايي. [۱]

یاد شوې اصطلاح، په ۱۹۸۰ ز لسيزه کې د دويمې څپې فيمينيزم پر وړاندې د غبرګون په توګه وکارول شوه. له فيمينيزم څخه وروسته دوره، اوس د نظرياتو د يوې پراخې لړۍ لپاره يوه نښه ده، چې د پخوانيو فيمينيسټ ليکنو يا ویناوو په اړه کلکې لارې چارې غوره کوي او د دويمې څپې د نظريې ګواښونه رانغاړي. د ورستي فیمينيزم نور پلويان وايي چې: فيمينيزم نور د نن ورځې ټولنې پورې اړه نه لري. Amelia Jones ليکلي دي چې: د وروستي فيممينزم پلوي متنونه، چې په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ ز لسيزو کې راڅرګند شول، دويمه څپه فيمينيزم يې د يوې هستۍ په توګه بيان کړه او په دې سربېره په خپله نيوکه کې عمومي کېدلې. [۲][۳][۴][۵]

۱۹۹۰ ز لسيزه په علمي او رسنيزه نړۍ کې د دې اصطلاح د عمومی کېدلو شاهده وه Toril Moi چې په Duke پوهنتون کې پروفيسور دی، د هغه فيمينيزم څخه د ملاتړ په موخه دا اصطلاح په ۱۹۸۵ ز کې په جنسيتي يا متني سياست کې په بنسټيز ډول رامنځته کړه، چې د ليبرال فيمينيزم پر بنسټ او د توپير يا راډيکل فيمينيزم پر بنسټ برابرۍ تر منځ دوه ګونی يا فرعيتوب به تحليل کړي. د postfeminism په برخه کې د post مختاړي په معنا کې ناسم درک شته. دې ناسم پوهاوي له ۱۹۹۰ ز لسيزې راهيسې د postfeminism کټ مټ معنا له ستونزو سره مخامخ کړې ده. په داسې حال کې چې يادې اصطلاح ته له يوه اړخه د فيمينيزم د پای ته رسولو په سترګه کتل کېږي، له بله اړخه په خپله د فيمينيزم پلوي سياست یوه برخه جوړه شوې ده. [۶]

اوسمهال د فيمينيسټ تاريخچه، د هغه هڅې په واسطه مشخص کېږي، چې اوسنی حالت په دې اړه د تېرو ليکنو له مخې د يوې اندېښنې په توګه ومومي، چې ایا د فيمينيزم په نوم اوس هم کوم څه شته او که نه. د يوې تاريخي دمې په توګه د post معنا ځکه ځورونکې ده، چې ياد مختاړی د دې تاريخې پای ته رسولو په اعلامولو سره په تاريخ کې، د فيمينيزم پېښېدلو وړانديز کوي او وروسته د تېر يا ماضې د یو څېز، په توګه د فيمينيزم پلوی تاريخ تاييدوي. که څه هم ځيني ادعا کوي، چې فيمينيزم له post سره يو ځای اوسېدلو فکر کول هم ځکه ناشوني دي، چې دا به اوسنۍ نړۍ ته د پوسټ نژاد پالې، پوسټ لرغونپالې او پوسټ جنسيتي ټولنې په توګه يادولو سره ورته وي. [۶]

د postfeminism معنا د کلونو په موده کې پراخه شوې ده، چې لکه د فيمينيزم غوندې زياتې بېلابېلې معناګانې رانغاړي. په فيمينيسټ ادبياتو کې يې پېژندنې په دوو اصلي ډلبندېو کې د راتلو هڅه کوي: ۱ـ د فيمينيزم مړينه، د فيمينيزم خلاف، فيمينيزم اوس د پلي کېدلو وړ نه دی او ۲ـ په فيمينيزم کې دويم پړاو يا فيمينيزم له نورو Post- نظريو يا فلسفو سره يو ځای کېږي. لکه: postmodernism، post-structuralism او postcolonialism.

ځانګړتياوې

سمول

د ۱۹۸۰ ز لسيزې لومړۍ برخه هغه مهال وه، چې رسنيو په کې د ځوانو ښځو او شل کلنو ښځو د «وروستي فيمينزم پلوي نسل» په نښه کول پيل کړل. د ټولنپوهنې پورفيسوره Pamela Aronson استدلال کوي: «له شلو کلونو څخه وروسته، د وروستي فيمينيزم اصطلاح اوس هم ځوانو ښځو ته ويل کېږي، چې فکر کېږي ګومارنې، زده کړې او نويو کورنيو تنظيمونو ته د پراخ لاسرسي په واسطه د ښځو له خوځښت څخه ګټه تر لاسه کوي، مګر په ورته وخت کې د نور سياسي بدلون لپاره هلې ځلې نه کوي». له فيمينيزم څخه وروسته دوره، له دې دلالت کولو راوروسته په لوړه کچه يوه د بحث موضوع ده، چې فيمينيزم ځکه مړ دی، چې له لورې يې انګېرونکې برابرې په لويه کچه يوه افسانه ده. [۷]

د Prof. D Diane Davis له نظره: پوسټ فيمينيزم يوازې د لومړۍ او دويمې څپې فيمينيزمونو د غوښتنو ادامه ده. [۸]

د Kent State په پوهنتون کې يوه څېړنه وشوه، چې پوسټ فيمينيزم يې څلورو اصلي ادعاوو پورې محدود کړ: د نفې شوي فيمينيزم ملاتړ، چې ښځو له فيمينيزم او پلويانو څخه يې کرکه پيل کړه، ټولنې وار له مخه ټولنيزه برابري تر لاسه کړې ده، چې په دې ډول يې فيمينيزم بې اعتباره کاوه او د منفي پېغور له امله د فيمينيسټ نښه ناخوښه شوې وه. [۹][۱۰]

د پوسټ فيمينيسټ د فعاليت نمونې

سمول

Christina Hoff Sommers د «فيمينيزم چا غلا کړی دی؟ ښځو څه ډول له ښځو سره خيانت وکړ» تر سرليک لاندې د خپل ۱۹۹۴ ز کتاب کې د معاصرعلمي فيمينيزم پلوې ډېری نظريې او د gynocentric اوسېدلو په موخه د فيمينيزم پلوی خوځښت په پام کې نيسي. نوموړې دا جنسيتي فيمينيزم په نښه کوي او د عدل فيمينيزم وړاندې کوي، چې دا د بشپړې مدنې او حقوقي برابرۍ غوښتونکې نظريه ده. هغه بحث کوي چې د فيمينيزم هغه پلويان چې دا يې د جنسيتي فيمينيزم پلويانو په توګه غوره کوي، د امتيازي درملنې ساتندويي کوي او ښځې د قربانيانو په توګه انځوروي، عدلي فيمينيزم، د فيمينيزم يوه وده وال ځايناستې بڼه برابروي. دا تشرېحات او د نوموړې نور کار د Hoff sommers سبب شول، چې د فيمينيزم د ځينو نورو پلويانو له لوري د يوې فيمينيسټ ضد [خلاف] مېرمنې په توګه ياده شي. [۱۱][۱۲][۱۳]

د فيمينيزم ځيني معاصر پلويان، لکه: Katha Pollitt يا Nadine Strossen فيمينيزم په ساده ډول د دې په نظر کې نيونکی بولي، چې «ښځې خلک دي». هغه نظريات چې جنسونه د يو ځای کولو په پرتله سره بېلوي؛ د دې ليکوالانو له لوري ورته د فيمينيزم اصالت په پرتله ،د جنسيت اصالت په توګه نظر کې نيول کېږی.[۱۴][۱۵]

Amilia Jones د post-feminist درسي کتابونه ليکلي دي، چې په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ ز لسيزو کې راڅرګند شول او دويمه څپه فيمينيزم يې د يوې ټوټې هستۍ په توګه انځور کړ او د عمومې کولو په کارونې سره يې پرې نيوکه وکړه.

د يادې اصطلاح يو له لومړنيو معاصرو کارونو څخه، د «د post-feminist نسل غږونه» تر سرليک لاندې د Susan Bolotin د ۱۹۸۲ز کال په مقاله کې وه، چې د نيويارک ټايمز په مجله کې خپره شوه. یاده شوې مقاله، له هغو ښځو سره د يو شمېر مرکو پر بنسټ وه، چې د فيمينيزم له موخو سره يې په پراخ ډول سمون او هوکړه وکړه، مګر د فيمينيزم پلويانو په توګه يې مشخص نه کړل. [۱۶]

سرچینې

سمول
  1. Cott, Nancy F., The Grounding of Modern Feminism (New Haven: Yale Univ. Press, [2d printing?] pbk 1987 (ISBN 0-300-04228-0)) (cloth ISBN 0-300-03892-5), p. 282 (author prof. American studies & history, Yale Univ.) (book is largely on U.S. feminism in 1910s–1920s) (n. 23 (at end) omitted) (n. 23 (in full): "23. Judy 1:1 (Jun. 1919); 2:3 (1919), n.p., SL." ("SL" in small capitals & abbreviating "The Arthur and Elizabeth Schlesinger Library on the History of Women in America, Radcliffe College, Cambridge, Massachusetts", per id., p. 285 (Abbreviations Used in Notes (Libraries)))).
  2. Wright, Elizabeth, Lacan and Postfeminism (Icon Books, 2000), ISBN 978-1-84046-182-4
  3. Abbott, Pamela; Tyler, Melissa; Wallace, Claire (2005). An Introduction to Sociology: Feminist Perspectives (3rd ed.). Routledge. p. xi. ISBN 978-1-134-38245-3.
  4. Mateo–Gomez, Tatiana (2009). "Feminist Criticism". In Richter, William L. (ed.). Approaches to Political Thought. Rowman & Littlefield. p. 279. ISBN 978-1-4616-3656-4.
  5. Jones, Amelia. "Postfeminism, Feminist Pleasures, and Embodied Theories of Art," New Feminist Criticism: Art, Identity, Action, Eds. Joana Frueh, Cassandra L. Langer and Arlene Raven. New York: HarperCollins, 1994. 16–41, 20.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Kavka, Misha (2002). "Feminism, Ethics, and History, or What is the "Post" in Postfeminism?". Tulsa Studies in Women's Literature. 21 (1): 29–44. doi:10.2307/4149214. JSTOR 4149214.
  7. Aronson, Pamela (2003). "Feminists or "Postfeminists"?: Young Women's Attitudes toward Feminism and Gender Relations". Gender and Society. 17 (6): 903–22. doi:10.1177/0891243203257145. S2CID 146792123.
  8. Davis, Debra Diane, Breaking Up [at] Totality: A Rhetoric of Laughter (Carbondale: Southern Ill. Univ. Press, 2000 (ISBN 0-8093-2228-5)), p. 141 n. 8 (brackets in title so in original) (author asst. prof. rhetoric, Univ. of Iowa).
  9. Hall, Elaine J.; Rodriguez, Marnie Salupo (2003). "The Myth of Postfeminism". Gender and Society. 17 (6): 878–902. doi:10.1177/0891243203257639. JSTOR 3594675. S2CID 145741088.
  10. Abbott, Pamela; Tyler, Melissa; Wallace, Claire (2006). An Introduction to Sociology: Feminist Perspectives. Routledge. p. 52. ISBN 9781134382453.
  11. Hoff Sommers, Christina, Who Stole Feminism? How Women Have Betrayed Women (Touchstone/Simon & Schuster, 1995)
  12. Flood, Michael (7 July 2004). "Backlash: Angry men's movements", in Stacey Elin Rossi, ed.: The Battle and Backlash Rage On. N.p.: XLibris, 273. ISBN 1-4134-5934-X
  13. "Uncovering the Right—Female Anti-Feminism for Fame and Profit". Archived from the original on 2007-12-15. نه اخيستل شوی 2007-12-21.
  14. Pollitt, Katha, Reasonable Creatures: Essays on Women and Feminism (Vintage, 1995) ISBN 978-0-679-76278-2
  15. Strossen, Nadine, Defending Pornography: Free Speech, Sex, and the Fight for Women's Rights (Prentice Hall & IBD, 1995), ISBN 978-0-684-19749-4
  16. Rosen, Ruth. The World Split Open: How the Modern Women's Movement Changed America. New York: Viking, 2000, 275, 337.