له طالبانو سره نړیوالې اړیکې

طالبان یوه اسلامپاله سخت دریځه ډله ده چې په تېرو ۳۰ کلونو کې یې څو ځلې په افغانستان حکومت کړی دی. لکه څرنګه چې د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر له میاشتې دوی یو ځل بیا د هېواد کنټرول ترلاسه کړ او یو حکومت یې رامنځ ته کړ. هېڅ هېواد د ۲۰۲۲ کال تر وروستیو پورې دوی د مشروع واکمنانو په توګه ونه پېژندل، خو په حقیقت کې دوی په واک کې وو . دا مقاله له طالبانو سره د نړیوالو اړیکو په اړه ده.  

تاریخي اړیکې  سمول

طالبان د حقاني شبکه، القاعده، د ازبکستان د اسلامي غورځنګ او د نورو څو وسله والو ډلو له خوا ملاتړ کېدل. همدارنګه ادعا کېږي یو شمېر هېوادونه لکه چین، ایران، پاکستان، قطر، روسیه او سعودي عربستان د طالبانو ملاتړ کوي. خو د دوی حکومتونه له طالبانو سره هر ډول مرستې ردوي. همدا رنګه طالبان هم له هر هېواد څخه د بهرنۍ مرستې ترلاسه کول ردوي. د خپل واک په اوج کې، د دریو هېوادونو لکه: پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له خوا طالبان  په ډیپلوماتیک رسمیت وپېژندل شول. تر دې وړاندې په متحده عربي اماراتو او ترکمنستان هم  تورونه وو چې طالبانو ته مرستې  چمتو کوي. دا ډله د ځینو هېوادونو له لوري یو ترهګریز سازمان پېژندل کېږې.  [۱]

د طالبانو رژیم، یا "د افغانستان اسلامي امارت"  د خپل واک په اوج کې (۱۹۹۶-۲۰۰۱)، چې د افغانستان په ۹۰٪ خاوره  یې حاکمیت درلود یوازې د دریو دولتونو: متحده عربي امارات، پاکستان او سعودي عربستان له لوري په رسمیت وپېژندل شول، او دوی تع یې تر ټولو زیاتې مرستې چمتو کولې. د ملګرو ملتونو په ګډون، د زیاتو نورو هېوادونو او سازمانونو له خوا د افغانستان اسلامي دولت (۱۹۹۲-۲۰۰۲) چې ځینې برخې یې د شمالي ټلوالې غړي وو، د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت وپېژندل کېده. د طالبانو امارت له نورې نړۍ سره د خپلو اړیکو په اړه، د افغانستان د انزوا سیاست غوره کړ: "طالبان په دې باور دي چې د نورو هېوادونو په چارو به کې په نه لاسوهنه نه کوي او همدا ډول د خپل هېواد په کورنیو چارو کې  بهرنۍ لاسوهنې نه مني".   [۲]

طالبان په دودیز ډول د پاکستان او سعودي عربستان له خوا ملاتړ کېدل، په داسې حال کې چې ایران، روسیې، ترکیې، هند، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان د طالبانو پر ضد ایتلاف جوړ کړ او د شمالي ټلوالې ملاتړ یې وکړ. 

د ۲۰۰۱ کال په پای کې د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته، د طالبانو د ملاتړکوونکو جوړښت بدل شو. انتونیو ګیوستوزي د یوې څیړنې پر بنسټ، له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې، طالبانو د پاکستان، سعودي عربستان، ایران، چین او قطر دولتونو او همدارنګه د القاعدې او د سعودي عربستان د خصوصي تمویلونکو له خوا او د لنډې مودې لپاره له اسلامي دولت څخه زیاتې مالي مرستې تر لاسه کولې. نږدې ۵۴ سلنه مرستې له بهرنیو حکومتونو، ۱۰ سلنه له بهرنيو شخصي مرستندویانو او ۱۶ سلنه  یې له القاعدې او اسلامي دولت څخه تر لاسه کېدلې. په  ۲۰۱۴ کال کې، د بهرنۍ مرستې کچه نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره وه.  [۳][۴][۵]

هېوادونه سمول

له هغه وخته چې طالبانو واک تر لاسه کړ، د چین، روسیې او امریکا په ګډون هېوادونو د طالبانو له استازو سره اړېکې ونیولي، خو له ترهګرۍ سره په مبارزې کې یې د دوی پر ژمنتیا شک څرګند کړی دی. د طالبانو او د پاکستان، ایران او ترکمنستان  د سرحدي ځواکونو تر منځ نښتې هم د افغانستان له ګاونډیو سره د شخړو لامل شوې دي. د طالبانو تر مشرۍ لاندې ادارې د ۲۰۲۳ کال په فبروري کې، په روسیه، ایران او پاکستان  کې د شرکتونو یو مشارکت رامنځ ته کړ ترڅو د برېښنا، کان کیندنې او زېربنا په برخه د د پانګونې پلان را منځ ته کړي.  [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

چین  سمول

په داسې حال کې چې چین له مالي او سیاسي پلوه په کابل کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ملاتړ کاوه، د افغانستان د بهرنیو چارو د پخواني وزارت د نړیوالو اړیکو سلاکار ملک سیتېز وایي، ګمان کېږي چې اوس دا هېواد له طالبانو سره هم غیر رسمي اړیکې ولري. د چين د بهرنيو چارو وزارت دغه اړيکې رد نه کړې. له دې سره بیجینګ پر طالبانو څو ځلې غږ وکړ چې له نړیوالې ټولنې سره په خپلو ژمنو پاتې شي. چین د طالبانو له بېرته راتګ وروسته د افغانستان له سرپرست حکومت سره رسمي اړیکې ساتلي دي.   [۱۲][۱۳][۱۴]

هند سمول

هند په افغانستان کې د طالبانو رژیم په رسمیت ونه پېژانده. پرځای یې، هند د شمالي ټلوالې سره نږدې ستراتیژیکې او نظامي اړیکې ټینګې کړې ترڅو د ۱۹۹۰ کلونو په اوږدو کې د طالبانو د راپورته کېدو مخنیوی وکړي. هند د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد نجیب الله  له نږدې متحدینو و او په عام ډول یې د طالبانو له خوا د نوموړي وژنه یې په کلکه وغندله. په پاکستان او کشمیر کې مېشتې وسله والې ډلې چې فکر کېږي له طالبانو سره اړیکې لري، چې د اوږدې مودې لپاره د کشمیر په کړکېچ کې ښکېلې دي او دوی په مکرر ډول د هند په امنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي.   [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ۱۹۹۹ کال د ډسمبر په میاشت کې، کله چې د هند د هوايي شرکت ۸۱۴ الوتکه له کتمندو څخه ډهلي ته روانه وه، وتښتول شوه او  په کندهار کې راښکته شوه. طالبانو خپل ملېشې برمته شوې الوتکې ته نږدې ولېږې، تر څو د هند د ځانګړو ځواکونو له احتمالي بريد څخه مخنیوی وکړي، او د څو ورځو لپاره یې د هند او برمته کوونکو ترمنځ خبرې اترې ودرولې. نیویارک ټایمز وروسته راپور ورکړ چې د تښتونکو او طالبانو تر منځ معتبرې اړیکې وې. هندي الوتکې د خوشې کېډو په جوړجاړي کې، د هند له لوري درې وسله وال خوشي شول. طالبانو برمته کوونکو او خوشې شویو اورپکو ته خوندي لاره ورکړه.  [۱۹][۲۰]

هند د الوتکې له برمته کولو وروسته، له مسعود سره د مرستې لپاره خپلې هڅې پراخې کړې، او د تاجکستان په دوشنبه کې یې د وسلو یوه ډیپو ځای پر ځای کړه. هند همداراز د لرې ویشتونکې دافع هوا زیات شمېر جنګي تجهیزات، د چورلکو تخنیکران، طبي خدمات، او تاکتیکي مشورې چمتو کړې. د یوه راپور پر بنسټ، په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو ضد ځواکونو ته د هند له خوا، د پنځه ۱۷Mi-  هلیکوپترو او د ۸ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د دافع هوا جنګي تجهیزات په ګډون، د ۷۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ملاتړ چمتو شوی و. هند په پراخه کچه په افغانستان کې د نوې ادارې ملاتړ وکړ، د بیارغونې ډېری پروژې یې پر مخ یوړې او له ۲۰۰۱ کال وروسته دا هېواد د افغانستان له لویو سیمه ایزو مرسته کوونکو له ډلې و.  [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

په هند کې د تروریستي بریدونو په درشل کې د هند حکومت ادعا کړې وه چې د طالبانو په څېر بنسټپالې ډلې په دې هېواد کې د خپلو فعالیتونو د پراخولو په لټه کې دي. د ۲۰۱۱ کال د کریکټ د نړیوال جام په ترڅ کې چې هند یې ګډه کوربه و، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک او د انټرپول مشر رونالډ نوبل په ډاګه کړه چې د ټورنمنټ د ګډوډولو یوه ترهګره هڅه شڼده شوې ده. ملک او نوبل تر یوه کنفرانس وروسته وویل، چې طالبانو خپل فعالیتونه هند ته پراخ کړي او د ګاونډیو هېوادونو راپورونه په دې هېواد کې  د هغوی فعالیت افشا کوي او ویې ویل چې په کولمبو کې یې هغه سریلانکایي ترهګر نیولی دی چې د کرېکټ په لوبغاړو یې د بريد هوډ درلود. ټایمز آف انډیا په ۲۰۰۹ کال کې، له هند څخه وغوښتل چې د طالبانو په ګواښ له سره غور وکړي.  [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

طالبانو په ۲۰۱۲ کال کې وویل چې غواړي له هند سره دوستانه اړیکې ولري، او دوی په افغانستان کې د امریکا د لا زیاتې پوځي لاسوهنې په وړاندې د هند د دریځ ستاینه وکړه. هند په ۲۰۲۱ کال کې، د دوی په ملاتړ د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر سقوط پورې په دوحه کې د طالبانو له استازو سره اړیکه ونه نیوله.  [۳۱][۳۲]

سرچينې سمول

  1. "Is Russia arming the Afghan Taliban?". BBC News. 1 April 2018. A Taliban spokesman said that the Taliban had not "received military assistance from any country". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Matinuddin 1999، ص. 42.
  3. Rashid, Ahmed (2022). Taliban: The Power of Militant Islam in Afghanistan and Beyond (الطبعة 3rd). Yale University Press. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-26682-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Giustozzi, Antonio (2019). The Taliban at War, 2001–2018. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 260, 270. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-009239-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Giustozzi, Antonio (2019). The Taliban at War, 2001–2018. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 243–245. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-009239-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "China Takes Full Advantage of Taliban's Isolation". The DIPLOMAT. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "US to 'take action' if terrorists regroup in Afghanistan". The Express Tribune. 8 December 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. CAFIERO, GIORGIO. "What to expect for Taliban-Iran relations". TRT world. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Pakistan-Afghan Taliban relations face mounting challenges". Middle East Institute. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. . First Firefight: Turkmen, Taliban Engage In Border Shoot-Out.
  11. "Taliban sets up investment consortium with firms from Pakistan, Russia, Iran". Brecorder (په انګلیسي ژبه کي). Reuters. 2023-02-22. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Caballero, Jose. "China is extending its dealings with the Taliban as it increases its superpower status". The Conversation (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 6 August 2018 باندې). China courted Afghan Taliban in secret meetings.
  14. "ICS- Institute of Chinese Studies : China's Role in Afghan-Taliban Peace Talks: Afghan Perspectives". icsin.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Massoud joins hands with India". Rawa.org. 1 July 1999. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Cohen, Stephen P. (2004). India: Emerging Power. Brookings Institution Press. د کتاب پاڼې 248. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8157-9839-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Pigott, Peter. Canada in Afghanistan: The War So Far. Toronto: Dundurn Press Ltd, 2007. کينډۍ:ISBN, کينډۍ:ISBN. P. 54.
  18. (په 21 January 2007 باندې). At Border, Signs of Pakistani Role in Taliban Surge. The New York Times.
  19. "Bombay terrorist reveals links with IC 814 hijackers". Rediff.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "India reaches out to Afghanistan". Asia Times. 30 August 2005. Archived from the original on ۰۴ نومبر ۲۰۰۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  21. Sreedhar, T., "India's Afghan policy" (7 March 2003), The Hindu, Government of India, Ministry of External Affairs. Retrieved 10 September 2013.
  22. Bedi, Rahul,"India joins anti-Taliban coalition – Jane's International Security News". Archived from the original on ۱۶ فبروري ۲۰۰۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link), (15 March 2001), Jane's Intelligence Review, archived from the original Archived 26 February 2008 at the Wayback Machine. on 16 February 2006.
  23. McLeod, Duncan (2008). India and Pakistan: Friends, Rivals Or Enemies?. Ashgate Publishing, Ltd. د کتاب پاڼې 93. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7546-7437-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Tharoor, Ishaan (5 December 2009). "India, Pakistan and the Battle for Afghanistan". Time. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ ډيسمبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 8 October 2009 باندې). India: Afghanistan's influential ally. BBC News.
  26. Bajoria, Jayshree (22 July 2009). "India-Afghanistan Relations". Council on Foreign Relations. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ نومبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Gishkori, Zahid (24 March 2011). "Terrorism threat in India during World Cup". The Express Tribune. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Taliban trying to enter India: Malik". The News. 24 March 2011. مؤرشف من الأصل في ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په 24 March 2011 باندې). Terrorist plotting World Cup attack nabbed: Rehman Malik. The Times of India.
  30. (په 31 March 2009 باندې). India forced to reassess Taliban threat. The Times of India.
  31. "India holds first official Taliban talks". dw.com (په انګلیسي ژبه کي). 2021-01-09. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په 17 June 2012 باندې). Taliban praises India for resisting U.S. pressure on Afghanistan. The Hindu.