له سقراط مخکې فلسفه

له سقراط مخکې د لرغوني يونان فلسفه، له سقراطي فلسفې مخکې فلسفه ده چې د يونان د لومړيو وختونو د فلسفې په توګه هم پېژندل کېږي. له سقراط مخکې فيلسوفان تر ډېره بريده د کايناتو د اصليت پېژندنې په علم، د کايناتو په پيل او ماده کې لېوالتيا درلوده، خو د دې لومړيو فيلسوفانو څېړنې د طبيعي نړۍ او تر څنګ يې د بشري ټولنې، اخلاقو او دين په اړوند څېړنو پورې غځېدلې وې. دوی د خدايي عمل پر ځای د طبيعي قانون پر بنسټ د تشرېحاتو په لټه کې وو. د دوی آثار او ليکنې نږدې په بشپړه توګه ضايع شوي. د دوی د اندونو پوهه له « testimonia» تر لاسه شوې، يعنې د وروستيو ليکوالانو له خوا د سقراط څخه د مخکې اثارو په اړوند بحثونه. فلسفې د لرغوني يونان په نړۍ کې زرخېره بنسټونه وموندل، ځکه چې له ګاونډيو مدنيتونو سره يې نژدې اړيکې درلودې، تر څنګ يې خپلواکو ملکي هستو هم سر راپورته کړ، يعې «ښارونه».

له سقراط مخکې فلسفه په شپږمه مخزېږديزه پېړۍ کې له درې «مليسين» سره پيل شوه چې هغه دا دي: تاليس، انيکزيماينډر او اناګزیمينيس. دوی ټولو له «ارکي» سره مرسته وکړه «يو ټکی چې شونې ده د اصليت/منشأ، مادې يا اصل معنا ولري» چې په ترتيب سره يې د نړۍ نسبت اوبو، «اپيريون» (لا يتناهي) او هوا ته وکړ، کوم چې د «ناوس» (دماغ يا ځيرکتيا» په واسطه اداره شوي وي. له سقراط مخکې نور درې فيلسوفان د «لونيان» له نږدې ښارونو څخه راغلي و چې نومونه يې دا دي: زينوفينيس، هيراکلوټس او فيثاغورث. زينوفينس انسان ته د خدايانو د ورته والې  پر اند د خپلې نيوکې له کبله شهرت موندلی. د هيراکلیټس درک بيا ډېر ستونزمن و، د بې ثباتۍ د خپل اصل، « ta panta rhei» او اور د نړۍ د ليندۍ بللو له امله مشهور و. فيثاغورث بيا د يوې ډلې په ډول پيروي منځ ته راوړه او د دې پلوی يې کاوه چې کاينات له شمېرو جوړ شوي. په پنځمه مخزېږديزه پېړۍ کې د «ايلياتي» مکتب فکر (پارمينيډيس، د ايليا زينو او ميلسس) پيروي کېده. پارمينيډيس ادعا کړې وه چې يواځې يو شی موجود دی او نور هېڅ بدلون نه مومي. زينو او ميليسيس تر ډېره بريده له پارامينډيس له اندونو دفاع وکړه. «اناګزاګوراس» او «ايمپيډوکلس» د نړۍ د جوړښت د څرنګوالي په اړه د تکثيري روايت وړاندې کړ. «ليوزيپس» او «ډيموکريټس» د اتوميزم او د دوی په اندونو مشهور دي چې يواځې تشه اوماده شته. سوفيستانو له تنقيدي فکر او نسبي فلسفې ملاتړ وکړ.

له سقراط مخکې فلسفيانو اغېز خورا ستر و. له سقراط مخکې فيلسوفانو د ځينو لوېديځو مدنيتونو مرکزي تصور وړاندې کړ، لکه: طبيعيت پالنه او عقل پالنه او د علمي اصول پېژندنې ته يې لاره پرانيسته.

اصطلاحات سمول

«له سقراط مخکې» هغه اصطلاح ده چې په نولسمه پېړۍ کې د  فلسفيانو د دې ډلې د يادولو لپاره غوره شوې ده. په لومړي ځل د الماني فيلسوف «جی.ای. ايبرهارډ» له خوا د اتلسمې پېړۍ په وروستيو کې د « vorsokratische Philosophie» په ډول وکارول شوه. په لومړيو ادبیاتو کې د دوی يادونه د « physikoi » (Physis ته د نسبت «فيزيک پوهان» «طبيعيت») ورکولو په توګه کېده، د دوی د فعاليتونو يادونه د «physiologoi » په ټکي کېده (فيزيکي يا طبيعي فيلسوفان)، په دې کارولو سره چې له ارستو سره يې وده وکړه، څو دوی له « theologoi» (لاهوتيانو) او « mythologoi  » (نکل کونکي او شاعران چې يوناني افسانې يې ولېږدولې) څخه جلا کړي، چا چې طبيعي ښکارنده خدای ته منسوبوله.[۱][۲]

دا اصطلاح له سقراط څخه مخکې فيلسوفانو تر منځ په فلسفي څېړنو کې د يو بنسټيز بدلون د روښانه کولو لپاره جوړه شوې وه، چا چې د طبيعيت او کايناتو د جوړښت په اړوند څېړنو سره لېوالتيا درلوده (يعنې کاينات، له دې معنا سره چې نړۍ د هغې لپاره يو ترتيب لري)، سقراط او د هغه ځای ناستي، چا چې تر ډېره بريده په اخلاقو او سياست کې لېوالتيا درلوده. په دې اصطلاح کې ځينې نيمګړتياوې هم شته، ځکه چې له سقراط څخه مخکې ډېرو فيلسوفانو له اخلاقو او دا چې څه ډول يو غوره ژوند وکړي سره هم مينه درلوده. سربېره پر دې، دا اصطلاح همدا راز دې ته اشاره کوي چې د سقراطيانو په نسبت له هغه مخکې فيلسوفان له کم اهمیت څخه برخمن و، يا دوی د فلسفې د کلاسیک عصر لپاره يواځې يو پړاو (د پايلو د حکمت پژندنه) و. د زمانې په ترتيب سره دا اصطلاح کره هم نه ده، ځکه چې له سقراط مخکې وروستي فيلسوفان له سقراط سره همعصره وو.[۳]

د «جيمز واران» په وينا، له سقراط څخه د مخکې فيلسوفانو او د کلاسيک پړاو د فيلسوفانو تر منځ پوله تر ډېره بريده سقراط نه ده ټاکلې، بلکې د جغرافيې او د شته متنونو په مټ ټاکل شوې ده. له سقراط څخه مخکې څخه کلاسيکي پړاونو ته بدلون کې هغه بدلون نغښتی کله چې فيلسوفان په ټوله هغه نړۍ کې خپاره شول چې په يوناني ژبه يې خبرې کولې تر دې چې په اتن کې متمرکز شول. سربېره پر دې، په کلاسيک پړاو کې د پيل شوي وخت څخه موږ بشپړ خوندي متنونه لرو، په داسې حال کې چې له سقراط مخکې موږ يواځې يو څو ټوټې لرو. پوهاند «انډری ليکس» له سقراط مخکې او سقراطيانو د بېلولو لپاره دوه روايتونه منځ ته راوړي، د کوم نېټه چې له کلاسيک پړاو څخه پيل او بيا تر اوسنيو وختونو پورې رسېږي. لومړی روايت سقراطي-سيسروني دی، کوم چې د دوی د فلسفي څېړنو محتوا د دې دوه ډلو تر منځ د وېش لپاره کاروي: له سقراط مخکې فيلسوفانو په طبيعيت کې لېوالتيا درلوده، په داسې حال کې سقراط په بشري چارو تمرکز درلود. بل روايت يې اپلاتوني-ارستويي دی چې د دې دوه ډلو تر منځ د توپير لپاره په تګلارو ټينګار کوي، په دې ډول چې سقراط د بېلا بېلو تصوراتو د مطالعې لپاره د ډېر علمي ليد پر لور تللی دی. له سقرات مخکې اصطلاح د ځينو نيمګړتياوو له امله، د «لومړۍ یوناني فلسفې» اصطلاح هم کارول شوې ده، دا اصطلاح په «انګلو-ساکسن» ادبياتو کې ډېره عامه ده.[۴][۵]

سرچينې سمول

له سقراط څخه د مخکې پړاو فيلسوفانو د آثارو يو څو برخې پاتې شوي دي. له سقراط څخه د مخکې فيلسوفانو په اړه معلومات د وروستيو ليکوالانو له روايتونو څخه اخستل شوي دي، لکه «اپلاتون، ارستو، پلوټارک، ډياجينيس، لايريټيوس، سټوبايوس» او «سيمپليسيوس» او د ځينو لومړيو مسيحي الاهيات پوهانو له ليکنو، په ځانګړي ډول د الکسندريا «کليمينټ» او د روم «هيپولوټس». ډېرو اثارو ته د « Peri Physeos» يا د طبيعيت په اړوند نوم ورکړل شوی دی، هغه عنوان چې شونې ده وروستيو ليکوالانو ورکړی وي. دا روايتونه د « testimonia » (شاهدي) په نوم پېژندل شوي دي چې ډېر ځله يې نسبت متعصبو ليکوالانوته کېږي. د پايلې په توګه، کله کله دا ستونزمنه وي چې د هغو دلايلو تر منځ حقيقي ليکه وټاکل شي، کوم چې له سقراط مخکې فيلسوفانو د خپلو اندونو د ثابتولو لپاره کارولي دي. د دوی د ډېرې ناڅرګندې ژبې کارولو په دې تفسير کې لا ستونزې زياتې کړي دي. اپلاتون له سقراط مخکې فيلسوفانو تشرېح وکړه اود هغوی د اندونو په کره استازولۍ کې يې هېڅ لېوالتيا ونه ښوده. ارستو زيات دقيق و، خو هغوی ته یې د خپلې فلسفې له داېرې ښکته وکتل. د ارستو ځای ناستي «تيوفراسټس» د «د فيزيک پوهانو اند» په نوم  دايرة المعارف ته ورته يو کتاب وليکه، کوم چې په لرغونو وختونو کې د سقراط څخه مخکې فلسفيانو په اړه يو معياري اثر و. دا کتاب اوس نه شته، خو «سيمپليسس» په خپلو روايتونو کې تر ډېره بريده په هغه تکيه کړې.[۶][۷][۸]

په ۱۹۰۳ز کال کې، الماني پروفيسرانو هر يو «ايچ. ډيلز» او «ډبليو.کرانز» د « Die Fragmente der Vorsokratiker» (له سقراط څخه مخکې ټوټې) يو اثر خپور کړ، په کوم کې چې ټولې پېژندل شوې برخې راټولې شوې دي. پوهان اوس د دې ټوټو د يادولو لپاره له دې کتاب څخه کار اخلي او د «Diels–Kranz numbering» په نوم يوه شفري طريقه ورته کاروي. د دې طريقې دوه لومړي توري «DK» د « Diels » او « Kranz » د نوم یادونه ده. ورپسې يې بيا شمېره ده چې د يو ټاکلي فيلسوف استازولي کوي. ورپسې بيا په دې اړوند يو شفر دی چې ايا دا يوه « testimonia » ده او د «A» يا «B» په بڼه شفر ورکړل شوی، که چېرې دا د يو فيلسوف نېغ په نېغه نقل قول وي. تر ټولو وروستۍ يې يوه شمېره ده چې يوې ټوټې ته ورکړل شوې، شونې ده په دې کې يو عدد شامل وي چې د يوې ټوټې د يوې خاصې کرښې ښودنه کوي. د بېلګې په ډول « DK59B12.3»، د «اناګزاګوراس» د ۱۲ ټوټې د درېيمې کرښې ښودنه کوي. نقل قولونو ته د اشارې لپاره هم همدې ته ورته لاره ده چې په دې نظام کې د «انډری ليکس» او «ګلين ډبليو. موسټ» له خوا د «LM» په توګه مختاړی ورسره نښول شوی وي، چا چې په ۲۰۱۶ز کال کې د «د يونان لومړۍ فلسفه» سمون کړی و.[۹]

سرچينې سمول

  1. Most 1999، صص. 332–362.
  2. Laks او Most 2018، ص. 1.
  3. Curd 2020، section 1. Who Were the Presocratic Philosophers?.
  4. Laks او Most 2018، صص. 1-2, 12-13.
  5. Warren 2014، صص. 180-181.
  6. Barnes 1987، صص. 24-25.
  7. Waterfield 2000، ص. ix.
  8. Kirk او Raven 1977، صص. 3.
  9. Runia 2008، ص. 35.