له سرچینې یا مرجع څخه استدلال کول


له سرچینې یا مرجع استدلال کول (argumentum ab auctoritate) چې مرجع ته رجوع یا  argumentum ad verecundiam هم ورته وایي؛ د استدلال یو ډول دی چې په دې کې د یوې موضوع په اړه د یوې سرچینې نظر د استدلال د ملاتړ د ثبوت په توګه کارېږي. ځینې داسې فکر کوي که چېرې د یوه بحث ټولې خواوې په متن کې د ورکړل شوې سرچینې پر باوريتوب همغږې وي، دا په یوه قانع کوونکې بڼه کارېږي. ځینې نور بیا په دې اړه داسې فکر کوي چې دا به تل یوه مغالطه/ناسم استدلال وي چې د یوې سرچینې نظرونه په تر بحث لاندې موضوع کې د استدلال د ملاتړې وسیلې به توګه ووایي. [۱] [۲][۳] [۴]

عمومي کتنه

سمول

د تاریخ په اوږدو کې مرجع ته د رجوع په اړه نظر یو نه و: په ګڼو سرچینو کې ځینې وخت سم استدلال یا نه تېروتنه ښودل شوې او ځینې وخت بیا ناسم استدلال یا تېروتنه/مغالطه؛ ځینې په دې سترګه ورته ګوري چې دا کېدای شي پیاوړی یا لږ تر لږه د اعتبار وړ باطل کېدونکی استدلال وي او ځینې نور بیا وايي چې دا کمزوری او په بشپړه توګه یوه مغالطه یا تېروتنه ده.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د دغه ډول استدلال عمومي بڼه دا ده:

یو کس یا A کسان ادعا کوي چې X سم دی.

یو کس یا A کسان د X اړونده برخه کې متخصصین دي.

ځکه خو باید پر X باور وشي.[۱۵]

په ساینس کې یې ګټه اخیستنه

سمول

ساینسي علم د سرچینې او مرجع له مخې د استدلال پر ځای پر شواهدو او تجربو ولاړ دی او مرجع په ساینس کې هېڅ ځای نه لري. له مرجع څخه د استدلال په ه اړه د د کارل سیګن لیکنه: [۱۶][۱۷][۱۸] [۱۹][۲۰]

د ساینس یو له تر ټولو لویو  حکمونو دا دی چې، «له مرجع څخه بې باوره استدلال.».... ګڼ شمېر دغه ډول استدلالونه په ډېره خواشینۍ ناسم ثابت شوي. مرجع‌ګانې باید د بل هر چا په شان خپلې مباحثې ثابتې کړي.[۲۱]

په ساینس کې مرجع ته د رجوع یوه بېلګه د ۱۹۲۳ کال ده، کله چې یوه مخکښ امریکايي ژوپېژندونکي، تئوفیلوس پېنټر د خپلو کمزورو معلوماتو او متضادو مشاهدو پر اساس وویل چې انسانان ۲۴ جوړې کروموزومونه لري. له ۱۹۲۰ تر ۱۹۵۶ کلونو پورې ساینسپوهانو دغه «واقعیت» د پېنټر په مرجعیت خپور کړ، سره له دې چې بیا بیا شمېرلو د ۲۳ سمه شمېره ښوده. ان په درسي کتابونو کې، چې په انځورونو کې به یې ۲۳ جوړې ښکارېدې، په غلطه ویل چې ۲۴ جوړې دي. دا یې د هغه جمعي توافق د سرچینې یا مرجع پر اساس ویل چې پخوا یې ۲۴ جوړې منلې وې.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

دغې ظاهري تصدیق شوې شمېرې د څېړونکو تر منځ د تصدیق لېوالتیا رامنځته کړه او « ډېری حجره پوهانو، د پېنټر کشف شوې شمېرې ته تمه لرله او تل یې داسې وکړل». د پېنټر « نفوذ دومره ډېر و ډېر ساینسپوهانو د ریښتینو ثبوتونو پر وړاندې، د ده پر شمېر باور وکړ» او له پېنټر سره د موافق کېدو لپاره یې خپل معلومات پرېښودل.[۳۱][۳۲][۳۳]

کاذبې مرجع ته رجوع

سمول

دا مغالطه یا ناسم استدلال هغه وخت کارېږي چې کله یو کس د یوې ادعا د ثبوت په توګه کاذبې مرجع ته رجوع وکړي. له مرجع څخه دغه ناسم استدلالونه د مرجع په توګه د نا مرجع ویل دي. دوو فیلسوفانو، ایروینګ کوپي او کارل کوهن دا د مغالطې په توګه وښوده « کله چې د یوې موضوع په اړه داسې ډلو ته رجوع وشي چې د مرجعیت د ادعا لپاره هیڅ مشروعیت نه لري». کوپي لیکلي: « د یوې پېچلې او سختې پوښتنې په اړه د یو چا د فکر جوړولو لپاره، دا کس باید هڅه وکړي چې د یوه داسې تصدیق شوي متخصص په قضاوت لارښوونه ورته وشي چې دا موضوع یې پوره لوستې وي [...] د استدلال دا مېتود په ګڼو حالتونو کې غوره مشروعیت لري. [...] خو کله چې یوې مرجع ته د داسې موضوع په اړه د سند لپاره رجوع وشي چې د هغې مرجع خپله ځانګړې څانګه نه ده، دا رجوع د (argumentum ad verecundiam) مغالطه کېږي».[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

په ادراکي تعصب کې ریښې

سمول

په نا اړونده څانګه یوې مرجع ته د رجوع د تېروتنې یا مغالطې یوه بېلګه دا ده چې البرټ انشټین ته په دیني مسله کې د یوه د تصدیق لپاره مرجع وویل شي، په داسې حال کې چې د ده اصلي تخصص په فزیک کې و.[۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

دا هم شخص ته د رجوع ناسم استدلال یا تېروتنه ده چې ووایو د یو چا خبرې مرجع یا سرچینه نه لري، ځکه خو باید د دغه کس استدلال ته پام ونه شي. د مرجع درک شوي نشتون ته د رجوع په اړه که ووایو، دا ډول استدلالونه مرجع ته د رجوع د دلیل پشان، دا هم مغالطه یا تېروتنه ده.[۴۶]

له مرجع څخه هغه استدلال کول چې پر دغه نظر ولاړ وي چې یو کس باید له یوې درک شوې مرجع سره سم وي یا معتبرې ډلې د اش (سلومون اش) اغېز پشان رواني ادراکی تمایل کې ریښه لري. د اش د سمون د تجربو په مشخصو او تکراري بېلګو کې دا خبره لاسته راغله چې د لوړ وضعیت لرونکي کسان د یوې موضوع یو پیاوړی احتمال رامنځته کوي چې له یوې ښکاره ناسمې پایلې سره توافق کوي، سره له دې چې له موضوع په ښکاره دا معلومېږي چې ځواب ناسم و.[۴۷]

سربېره پر دې، انسانانو ښودلې چې له مراجعو او اکثریت سره د ځان سمولو پر وخت سخت احاساتي فشار حس کوي. د څېړونکو د یوې بلې ډلې د تجربو تکرار موندلې چې «د ګډون کوونکو په اړه دا راپور ورکړل شوی چې د ډلې تر فشار لاندې ډېر زړه تنګي وو»، ۵۹ سلنو یې ښکاره ناسم ځواب منلی و او لږ تر لږه یو ځل یې ځان ورسره سم کړی و؛ حال دا چې ناسم ځواب په ډېره نادره توګه ورکړل شو چې هېڅ دا ډول فشارونه نه و. [۴۸] [۴۹][۵۰]

پوهانو ویلي چې ځینې چاپېریالونه د دغو پروسو د ترسره کېدو لپاره په زړه پورې وضعیت برابروي، د ډله‌ییز فکر سبب کېږي. په ډله‌ییز فکر کې د یوې ډلې غړي دا تمایل احساسوي چې شخړه کمه کړي او انطباق او منل وهڅوي. مرجع ته د رجوع له لارې، د ډلې یو غړی ښايي هغه فکر د ټولو په خوښه وړاندې کړي او د ډلې نور غړي وهڅوي چې د ټولو په خوښه درک شوې موضوع یا مرجع سره په توافق کولو سره په ډله‌ییز فکر کولو کې دخیل شي. د ریاضیاتو د فلسفې په اړه په یوه مقاله کې راځي چې، په یوه اکاډمیک چاپېریال کې،

که چېرې ... یوه کس زموږ ډیسیپلین او انظباط ومانه او د ریاضیاتو په برخه کې یې تر فارغېدو دوه درې کاله تېر کړل، هغه زموږ د فکر کولو بڼه اخلي او نور هغه بیرونی نیوکه کوونکی نه دی چې یو وخت و... که یو زده کوونکی زموږ د فکر بڼه خپله نه شي کړی، بې شکه چې موږ یې ناکاموو. که چېرې زموږ د موانعو له ډګره تېر شو او بیا یې پرېکړه وکړه چې زموږ استدلالونه نا روښانه او ناسم دي، موږ یې د یوه بدخویه، لیوني او زموږ له چاپېریال سره ناسمېدونکي کس په توګه رخصتوو.[۵۱]

د شرکتونو چاپېریال هم  د دولت او پوځ پشان، هغو درک شوو مرجع‌ګانو او متخصصینو ته په رجوع کې زیان منونکی دی چې د ډله‌ییز فکر سبب کېږي.[۵۲][۵۳]

سرچينې او ياداښتونه

سمول
  1. "Fallacies". University of North Carolina at Chapel Hill.
  2. Lewiński, Marcin (2008). "Comments on 'Black box arguments'". Argumentation. 22 (3): 447–451. doi:10.1007/s10503-008-9095-x.
  3. Emermen, Frans (2010). Strategic Maneuvering in Argumentative Discourse: Extending the Pragma-dialectical Theory of Argumentation. p. 203. ISBN 978-9027211194.
  4. Sadler, Troy (2006). "Promoting Discourse and Argumentation in Science Teacher Education". Journal of Science Teacher Education. 17 (4): 330. doi:10.1007/s10972-006-9025-4. S2CID 144949172.
  5. Underwood, R.H. (1994). "Logic and the Common law Trial". American Journal of Trial Advocacy: 166.
  6. Walton, Douglas N. (2008). "Appeals to authority". Informal logic: a pragmatic approach (2nd ed.). Cambridge University Press. pp. 209–245. doi:10.1017/CBO9780511808630.009. ISBN 9780521713801. OCLC 783439050.
  7. "Appeal to Authority". Association for Critical Thinking. Archived from the original on 2017-11-01. نه اخيستل شوی 2017-08-10.
  8. Salmon, Merrilee H. (2013). Introduction to logic and critical thinking (6th ed.). Boston: Wadsworth. pp. 118–121. ISBN 9781133049753. OCLC 805951311.
  9. Bedau, Mark (2009). The ethics of protocells. Boston, Massachusetts; London, England: Mit Press. pp. 341. ISBN 978-0-262-01262-1.
  10. Goodwin, Jean; McKerrow, Raymie (2011). "Accounting for the force of the appeal to authority". OSSA Conference Archive.
  11. Carroll, Robert. "Appeal to Authority". The Skeptic's Dictionary.
  12. Woodward, Ian. "Ignorance is Contagious" (PDF). University of Tasmania. Archived from the original (PDF) on 2016-04-04. نه اخيستل شوی 2017-08-10.
  13. Knight, Sue; Collins, Carol (October 2005). "The Cultivation of Reason Giving". International Journal of the Humanities. 3 (2): 187.[مړه لينکونه]
  14. "The Rival Theories of Cholera". Medical Press and Circular. 90: 28. 1885.
  15. Curtis, Gary N. "Misleading Appeal to Authority". The Fallacy Files. نه اخيستل شوی 2021-07-08.
  16. McBride, Michael. "Retrospective Scientific Evaluation". Yale University. Archived from the original on 2010-07-24. نه اخيستل شوی 2017-08-10.
  17. Zinser, Otto (1984). Basic Principles of Experimental Psychology. p. 37. ISBN 9780070728455.
  18. Stephen, Leslie (1882). The Science of Ethics. G. P. Putnam's sons. p. viii.
  19. Stevenson, I. (1990). Some of My Journeys in Medicine (PDF). The University of Southwestern Louisiana. p. 18.
  20. Quick, James Campbell; Little, Laura M.; Cooper, Cary L.; Gibbs, Philip C.; Nelson, Debra (2010). "Organizational Behavior". International Review of Industrial and Organizational Psychology: 278.
  21. Sagan, Carl (July 6, 2011). The Demon-Haunted World: Science as a Candle in the Dark. Ballantine Books. ISBN 9780307801043.
  22. Painter, Theophilus S. (April 1923), "Studies in mammalian spermatogenesis. II. The spermatogenesis of man", Journal of Experimental Zoology, 37 (3): 291–336, doi:10.1002/jez.1400370303
  23. Glass, Bentley (1990). Theophilus Shickel Painter (PDF). Washington, DC: National Academy of Sciences. pp. 316–17.
  24. Mertens, Thomas (October 1979). "The Role of Factual Knowledge in Biology Teaching". The American Biology Teacher. 41 (7): 395–419. doi:10.2307/4446671. JSTOR 4446671.
  25. Tjio, Joe Hin; Levan, Albert (May 1956), "The Chromosome Number of Man", Hereditas, 42 (1–2): 723–4, doi:10.1111/j.1601-5223.1956.tb03010.x, PMID 345813
  26. O'Connor, Clare (2008), Human Chromosome Number, Nature, نه اخيستل شوی April 24, 2014
  27. Gartler, Stanley (2006). "The Chromosome Number in Humans: A Brief History". Nature Reviews Genetics. 7 (8): 655–60. doi:10.1038/nrg1917. PMID 16847465. S2CID 21365693.
  28. Orrell, David PhD. (2008). The Future of Everything: The Science of Prediction. pp. 184–85.
  29. Orrell, David PhD. (2008). The Future of Everything: The Science of Prediction. pp. 184–85.
  30. Kevles, Daniel J. (1985). "Human Chromosomes--Down's Disorder and the Binder's Mistakes" (PDF). Engineering and Science: 9.
  31. Orrell, David PhD. (2008). The Future of Everything: The Science of Prediction. pp. 184–85.
  32. T. C., Hsu (1979). "Out of the Dark Ages: Human and Mammalian Cytogenetics: An Historical Perspective" (PDF). Cell. 18 (4): 1375–1376. doi:10.1016/0092-8674(79)90249-6. S2CID 54330665.
  33. Unger, Lawrence; Blystone, Robert (1996). "Paradigm Lost: The Human Chromosome Story" (PDF). Bioscene. Archived from the original (PDF) on 2006-09-05. نه اخيستل شوی 2016-03-24. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= و |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= و |archive-url= specified (help)
  34. Carroll, Robert. "Appeal to Authority". The Skeptic's Dictionary.
  35. Woods, John (2012). "A History of the Fallacies in Western Logic". In Gabbay, D.M.; Pelletier, F.J.; Woods, J. (eds.). Logic: A History of its Central Concepts. Handbook of the History of Logic. North-Holland. p. 561. ISBN 978-0-08-093170-8.
  36. "Argument from False Authority". Logically Fallcious.
  37. "False Authority: When People Rely on the Wrong Experts". Effectiviology.
  38. Irving M. Copi, Introduction to Logic, p. 98, Macmillan Publishing Co. (7th ed. 1986).
  39. Ruggiero, Tim. "Logical Fallacies".
  40. Bennett, B. "Appeal to the Common Man". Logically Fallacious.
  41. Williamson, Owen. "Master List of Logical Fallacies". The University of Texas at El Paso.
  42. Sammut, Gordon; Bauer, Martin W (2011). "Social Influence: Modes and Modalities". The Social Psychology of Communication. pp. 87–106. doi:10.1057/9780230297616_5. ISBN 978-0-230-24736-9.
  43. Delameter, Andrew (2017). "Contrasting Scientific & Non-Scientific Approaches to Acquiring Knowledge". City University of New York.
  44. Sheldon, Brian; Macdonald, Geraldine (2010). A Textbook of Social Work. Routledge. p. 40. ISBN 9781135282615.
  45. McLeod, Samuel (2008), Asch Experiment, Simply Psychology
  46. Webley, Paul, A partial and non-evaluative history of the Asch effect, University of Exeter
  47. Milgram, S (1965). "Some conditions of obedience and disobedience to authority". Human Relations. 18 (1): 57–76. doi:10.1177/001872676501800105. S2CID 37505499.
  48. "December 2014 – Page 2". Disrupted Physician.
  49. Definition of GROUPTHINK. (2017). Merriam-webster.com. Retrieved from https://www.merriam-webster.com/dictionary/groupthink
  50. Rossi, Stacey (2006). "Examination of Exclusion Rates in Massachusetts Public Schools" (PDF).
  51. David, Phillip J.; Hersh, Reuben (1998). New Directions in the Philosophy of Mathematics (PDF). Princeton University Press. p. 8. Archived from the original (PDF) on 2016-03-04.
  52. Lookwin, B. (2015). "Biopharma Training". Archived from the original on 2017-09-12. نه اخيستل شوی 2021-11-18. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  53. Janis, Irving L. (1971). "Groupthink" (PDF). Psychology Today.