له سختیو به نه ډارېږو

د کتاب ځانګړنې:

د کتاب نامه: اسانه اسلامپوهنه ( د ژڼیو لپاره)

لیکوال: شیخ محسن قرآیتي (د تفسیر نور مفسر)

ژباړن: ډاکټر ذبیح الله اقبال

وېبپاڼه:www.andyal.com

یوویشتمه زده کړه: د پنځګر وینا (له سختیو به نه ډارېږو) سمول

الله په قرآن کې وايي:

((فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ یُسْرًا .إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ یُسْرًا[1]=  نو په حقيقت كې له (هرې) سختۍ سره یوه اساني شته،په رښتینه كې له (هرې) سختۍ سره یوه اساني شته،)) سمول

انسان دې داسې نه کوي، چې له ستونزو، سختیو او کړاوونو سره د مخېدو پر مهال یې یوازې ظاهر وویني؛ بلکې باید ومنو، چې له سختیو سره آسانۍ هم شته دی.

بزګري سختونزمن چار دی؛ خو که انسان ومني، چې محصولات او مېوې یې د کار په پای کې وي؛ نو دې ستونزو ته غاړه ږدي.

زده کړه، کار کول، د نورو چوپړ او دې ته ورته چارې ستونزمنې دي؛ خو عالمېدل، پر خپلو پښو درېدل او محبوبېدل ورسره دي.

لمونځ کول او په تېره د سهار لمانځه ته جومات ته تګ خورا ستونزمن چار دی؛ خو د الله د رضا او خورا ډېرو ثوابونو را یادول یې د ستونزو ګالل اسانوي.

نابرده رنج گنج میسر نمی شود        مزد آن گرفت که جان برادر کار کرد

که پوه شو، چې د سختیو او ستونزو ګالل، د الله د خوښۍ لامل دی، موږ به یې وزغمو؛ لکه که پوه شو چې د رنځ درملنه مو په پلانیو ترخو درملو کې ده؛ نو هرومره یې خورو.

که پوه شو، چې ټولو بریالیو وګړیو، د ژوند تراخه څکلي دي؛ نو موږ به یې هم وڅکو.

که پوه شو، چې سختۍ او کړاوونه مو هوښیاروي او له بې توپیرۍ او بې خیالۍ مو ژغوري او که پوه شو، چې صبر او مقاومت د الله د خوښۍ لامل ګرځي؛ نو په خورا خوشحالۍ سره، سختیو او ستونزو ته ورغاړې وځو.


[1] . انشراح ۵-۶ آیتونه.