له تاریخ وړاندې متحده ایالات

د امریکا د متحده ایالاتو په لرغوني تاریخ کې په هغو سیمو کې پېښې، چې اوس مهال د متحده ایالاتو برخه ده، د ځمکې د جوړېدو له مهاله په لیکلي ډول د سیمه ییز تاریخ تر مستند سازۍ پورې په کې شاملېږي. د پالئوزوئیک دوران په پیل کې، هغه ځای چې اوس مهال «شمالي امریکا» بلل کېږي، په واقعیت کې په سویلي نیمه کره کې و. سمندري ژوند د دغه هېواد په ډېری سمندرونو کې وغوړېد، په داسې حال کې چې د ځمکې ژوند لا وده نه وه کړې. د پالئوزوئیک دورې په وروستیو کې سمندرونه په شنېلیو (swamps) واوښتل چې د چونګښو او نورو لومړنیو حیواناتو په کور بدل شول. هغه مهال چې لویې وچې په پانګه آ کې راټولې شوې، وچ شرایط حاکم شول. د تي لرونکو تکاملي جوړښتونه په هېواد واکمن شول تر هغه چې یو ټولیز انقراض د هغو پاچاهۍ ته پای ټکی کېښود.

له مزوزوئیک دوران وروسته د تریاس لومړنۍ دوره رامنځته شوه. ډایناسورانو تکامل وکړ او په خپله پیاوړتیا یې پیل کړل چې په چټکۍ سره یې په متحده ایالاتو کې پراختیا ومونده. ډېر ژر پانګه آ په وېشلو پیل وکړ او شمالي امریکا شمال او لویدیځ ته په حرکت پیل وکړ. د دوم ژوراسیک په اوږدو کې، د غربي ایالتونو سیلابي دښتې د آلوزاروس، آپاتوزاروس او استګوزاروس ډایناسورانو کورونه و. په کرتاسه دوران کې، د مکسیکو خلیج پراختیا ومونده تر هغه چې شمالي امریکا یې په دوه برخو ووېشله. پلسیوسورانو او موزاسورانا به د هغو په اوبو کې لامبو وهله. وروسته یې په دغه دوره کې پر شا تګ وکړ او د لویدیځو ایالتونو ساحلي دښتې د ادمونتوزاروس، تریسراتوپس او تیرانوزاروس په څېر ډایناسورونو کورونه شول. یو بل ټولیز انقراض د ډایناسورانو واکمنۍ ته هم پای ټکی کېښود.

له هغه وروسته د سنوزوئیک عصر پیل شو. د کرتاسه دوران داخلي سیند په تدریج سره له منځه لاړ او تي لرونکو په وچه کې په پیاوړتیا پیل وکړ. د ائوسن دورې په اوږدو کې، لویدیځ ایالتونه د اوښانو، لومړنیو کوچنیو آسونو او همدارنګه غوښه خوړونکو کرئودونتونو کور و. ډېر ژر تي لرونکي اقیانوسونو ته ننوتل او لومړنیو باسیلیوساروس نهنګانو په ختیځو سویلي ساحلي اوبو کې لامبو وکړه. کرکډن ډوله تیاتونوترانو د الیګوسن په سویلي داکوتای واک خپل  کړ. له دې ځایه وروسته په متحده ایالاتو کې تر پلیستوسن پړاو پورې، هغه مهال چې طبیعي یخچالونو وده ومونده، آب او هوا سړه شوه. خنجري غاښ لرونکې پشکې، پشمي ماموتونه، ماستودونونه او ډاروونکو لېوانو په دغه ځمکه قدم واهه. انسانان د یوه ځمکني پله له لارې د سایبرییا او آلاسکا منځ ته ورسېدل او کېدای شي د دغو حیواناتو په ښکار کې چې د نسل د له منځه تلو لامل یې وګرځېد، ونډه یې لرلې وي.

پرکامبرین سمول

لرغوني پېژندل شوي یوکاریوتونه نږدې ۱.۴ میلیارده کاله وړاندې په پرکامبرین دوره کې د کالیفورنیا سپرېنګ بک ته څېرمه ژوند کاوه. دغه موجودان فتوسنتزی و، چې د فزیولوژي د جانبي محصول په توګه یې خپله اکسیجن تولید کاوه. د بک سپرینګ یوکاریوتونو او همدارنګه د پر کامبرین نورو فتوسنتز کونکو اکسیجن آزاد کړ، چې اوس مهال یې د دغې سیارې اتومسفیر یې د تنفس وړ ګرځولی. د پرکامبرین آبی – شنو باکتریاوو (Blue-green algae) پاتې شوني د کاپر هاربر او ایګل هاربر له دورو څخه د میشیګان په لاندنۍ شبه جزیره کې د سوپریور سمندرګي په ساحلي کرښو کې پاتې شوي. د یوکاریوتي حجراتو لومړنۍ منځ ته راتګ په فوسیلي اثارو کې د پیچیلي کثیر الحجروي ژوند په شواهدو کې وپلټل شول. په نوادا کې ډبرې چې مخینه یې یو میلیارد کلونو مخکې ته اړوندېږي، هغه فوسیلونه چې د رسوباتو په لاندنۍ برخه کې یې چینجي له ځانه پرېښول، ساتلي. د پرکامبرین د ژوند پیچلي ډولونه په شمالي کارولینا او اریزونا کې ساتل شوي.

پالئوزوئیک سمول

د فانروزوئیک عصر له پرکامبرین وروسته پیل شو. په دغه دوره کې لومړنی مهالیز واحد کامبرین دوره په پالئوزوئیک دوران کې و. هغه مهال، د ځمکې وچو بېلابېل ښایستونه لرل او په ټولیز ډول له هغه څه څخه کوچنۍ وې چې نن دي. د متحده ایالاتو سویل ختیځه برخه له سویلي امریکا او افریقا سره تړلې وه او د جنوبي نیمې کرې په قطبي عرض البلدونو کې یې ځای درلود. لویدیځ ایالتونه د استوا کرښې ته نږدې پراته و.

په کامبرین دوره کې ټول پېژندل شوي ژوندي موجودات اوبو ته اړوند و، له همدې امله د متحده ایالاتو هغه سیمې چې د سمندر له سطحې لوړې وې، کېدای شي عقیمې وچې ځمکې وي. په کامبرین فوسیلونو کې تریلوبیتونه تر ټولو معلوم ځناوران و. په ځانګړې توګه Elrathia د یوتا په Antelope Springs سیمه کې پام وړ و. سفنج ډوله آرکئوسیاتیدونه په نوادا کې معمول و. براکیوپودونه، ګاستوروپودونه او سفنجونه د کامبرین له مهمو حیواناتو څخه و. د شمالي امریکا په شاوخوا کې د بحر سطحه د کامبرین په وروستیو کې کمه شوه. په لږ ژورو اوبو کې موجود اکو سیستمونه له منځته لاړل. کامبرین دوره په یو ټولیز انقراض سره له منځه لاړه. په نړیواله کچه، براکیوپودونو او ګاستروپودونو خپل بېلابېل ډولونه له لاسه ورکړل. سفنجونو نږدې نیمايي خپله کورنۍ له لاسه ورکړه. او نږدې درې پر څلورمه برخه د معاصره تریلوبیتونو کورنۍ هماغه مهال له منځه لاړې.

هغه مهال چې سمندر بیاځلي رامنځته شو، ډېری وچې تر اوبو لاندې لاړې. داسې ښکاري چې په اردویسین فوسیلونو کې تر ټولو معلوم ځناور بازویوپودونه و. ګڼ شمېر یې وغوړېدل او د سینسیناتي په نږدو کې په اردویسین منځنۍ دوره کې وساتل شول. د دغو ځناورو غړي په ایندیانا، کنتاکي او اوهایو کې وساتل شول. ډیری اردویسین تریلیوبیتونه له خپلو کامبریني نیکونو توپیر لري، ځکه هغه یو لږ شمېر و چې له ټولیز انقراض څخه یې ځان سالم ساتلی او بیا ځلی یې بدلون موندلی. په منځنۍ اردویسین دوره کې، د ستراکودرم په نامه زره لرونکو آروره لومړنیو کبانو، د هډوکو نښې د اوسني راکي غرونو په سیمه کې پر ځای پرېښي. د اردویسین دورې په پای کې د سمندر کچه ټیټه شوه. یو بل ټولیز انقراض اردویسین دورې ته هم پای ټکی کېښود. د نړۍ په کچه ۲۵ سلنه کورنۍ ورکې شوې. د براکیوپودونو، کبانو، اکینوئیدونو او سفنجونو عمده تلفات رامنځته شول. دغه ټولیز انقراض همدارنګه تریلیوبیتانو ته هم تر ټولو زیات زیان ورساوه چې نږدې ۵۰ سلنه کورنۍ یې له منځه لاړې.

په سیلورین دوره کې، ګرمو او لږ ژورو سیندونو ټوله شمالي امریکا پوښلې وه. ایلینوی، ایندیانا او میشیګان د پراخو مرجاني ډبرو کور و. د اینډیانا ډبرې په ځانګړې ډول په دغه دوره کې په ټوله وچه کې متنوعه وې. سویل ختیځه متحده ایالات تر هغه مهال د سیلورین په دوره کې د ګندوانا برخه وه. ګراپتولیتونه د متحده ایالاتو د ختیځ سواحلو په اوبو کې مېشت و. خو هغه ډول چې په اردویسین او سیلورین دورې د لویو ځناورو برخه و، اوس نه و. د سیلیورین په مخکې تګ سره هغو سیندونو چې ډېری هیواد یې تر پوښښ لاندې درلود، په شا تګ وکړ. یوازې د میشیګان او نیویارک سیمې (هغه مهال د استوا کرښې ته نږدې) همدارنګه تر اوبو لاندې وې. ورته مهال دغه په وچه پوښل شوي سیندونه بیا ځلي په خوږو اوبو نه ډک کېدل له همدې امله په تدریج سره تبخیر شوې او په هغو سیمو کې یې متراکمې مالګي زېرمې له ځانه پرېښولې.

شمالي امریکا په دوونین دوره کې یو ځل بیا د سیندونو بستر وګرځېد او له ژوندانه ډکه شوه. په واقعیت کې په دونین دوره کې د اوبو ژوند د پالئوزوئیک د هرې دورې په پرتله زیات او متنوع و. په دونین دوره کې شیشه یي سفنجونه د نیویارک په لویدیځ کې زیات شول. په ځانګړې توګه په کویاهوګا، اوهایو ښارونو کې سمندري فوسیلونه چې د ۱۲۰ ډوله دریايي ژویو کور و، پام وړ دي. سیمه ییزو کبانو یوازې په خپله ۵۰ زره فوسیلونه له ځانه پر ځای پرېښي. په ورپسې دونین دوره کې تخم لرونکو لرغونو بوټو په پنسلوانیا کې وده وکړه. هغه بوټي چې د فوسیلي تخمونو د پرېښودو مسئول و کېدای شي تخمي سرخسونه وي. هغه بوټي چې څانګې یې د سرخسونو په څېر وې د هاګ پر ځای یې د تخم له لارې تکثر کاوه. د ګیلبوا ځنګل، د نړی یو له لومړنیو ځنګلونو څخه هماغه مهال په نیویارک کې جوړ شو. دونین دوره هم د یو ټولیز انقراض په ترڅ کې ختمه شوه. د نړۍ په کچه ۲۵ سلنه کورنۍ له منځه لاړې. د اموئیدونو، کبانو او ذوحیاتینو (چنګښو) نږدې ټولې کورنۍ له منځه لاړې. د مرجانونو او تریلوبیتونو ډېری پېژندل شوې کورنۍ له منځه لاړې. نور هغه ډولونه چې د تنوع له کمښت سره مخ شوې عبارت دي له : براکیو پودونو، بریوزونو، کرینوئیودونو او استراکدونو څخه.

سرچینې سمول