له الله سره اړیکه
د کتاب ځانګړنې:
د کتاب نامه: اسانه اسلامپوهنه ( د ژڼیو لپاره)
لیکوال: شیخ محسن قرآیتي (د تفسیر نور مفسر)
ژباړن: ډاکټر ذبیح الله اقبال
وېبپاڼه:www.andyal.com
تر الله پېژندو روسته مو لومړۍ دنده، له الله سره اړیکه ده او داچې د هغو نعمتونو په پار ورسره مینه ولرو، چې راکړي یې دي.
که څوک د عکاسۍ یوه کمره راډالۍ کړي؛ نو د ژوند تر پایه ورسره مینه کوو او نه یې هېروو. الله راته د عکاسۍ دوه پرمختللې کمرې راکړې دي. دوه ښکلې سترګې، چې ټول عمر پرې لرې، نږدې او له هر اړخه عکاسي کوو. یوه سپکه، کوچنۍ، ظریفه، ښکلې او په مناسب او کلک ځای کې ايښوول شوې کمره. الله دا دوه کمرې په دوو چوغړندو کې ایښي دي، چې په مناسبه توګه وساتل شي او باڼه او وریزې یې پرې جوړې کړي، چې د بهرنیو توکیو او اضافي رڼا د ورننووتو مخه ونیسي.
دې کمرو له هومره کوشنیتوب سره، موږ له نړۍ سره په اړیکه کې کړي یو او موږ کولای شو د نړۍ هېښتیا او ښکلاوې پرې ووینو.
دا کمرې زموږ او پوهانو ترمنځ، د هغوی د کتابونو د لوستو له لارې اړیکه جوړوي، له خطرو مو ساتي، د مطالعې له لارې مو پوهه ډېروي او په سترګو هر څه پېژندلی شو. هره ورځ په زرونو انځورونه اخلي؛ خو ستړتیا نه لري.
د ستر الله په هر نعمت کې چې فکر وکړو، له خپل پنځګر سره مو مینه ډېرېږي. دا مینه مو، له الله سره ړومبۍ اړیکه ده.
بله اړیکه، د لوراند الله مننه ده. که د یوې کمرې ډالۍ مننه غواړي؛ نو د سترګو په شان ښکلې ډالۍ خو څو ګرایه مننه غواړي.
د الله مننه په څه کې ده؟
د الله مننه په دې کې ده، چې سترګې پاکې وساتو. په چټلیو اوبو څېره و نه وینځو. په ډک نس مطالعه و نه کړو. که په یوه ځای کې بسیا رڼا نه وي او کوم کتاب چې توري یې واړه وي، مطالعه یې نه کړو، چې سترګې مو خرابې نشي. په سترګو ګناه و نه کړو او څوک و نه وېروو.
موروپلار ته په مینه کتل عبادت دی. قرآن او کعبې ته کتل عبادت دی. دیني عالمانو او مشرانو ته کتل عبادت دی. د الله له نېکو بندګانو سره لیدل کتل عبادت دی او که مړه شوي دي، د قبرونو زیارت یې عبادت دی.
د (الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ [1]') ویل ژبنۍ مننه ده؛ خو د مننو غوره ډول، لمونځ کول دي. قرآن کریم وايي: (فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ .الَّذِي أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِّنْ خَوْفٍ=[2]' نو (ددې ستر نعمت په شكرانه كې) بايد ددې خونې (كعبې) پالونكی ولمانځي؛ هماغه (الله) چې له لوږې یې ماړه کړل او له وېرې او ناامنۍ يې (خوندي او) ډاډمن كړل.((
لمونځ په ټولو آسماني ادیانو کې و.
رسول الله (ص) وویل: (( په هغه دین کې خیر نشته، چې لمونځ پکې نه وي.))
په رښتیا که لمونځ نه وي، د نورو ښېګڼې چارسازه نه دي؛ لکه څنګه چې که ستنه نه وي؛ نو په تار ګنډل نه کېږي.
که ټرافیک پولیس له یوه موټر چلوونکي د چلولو لایسنس وغواړي او هغه یې و نه لري؛ نو ټرافیک پولیس یې دروي او جریمه کوي یې، ان که د پوهنتون لسانس او یا کوم بل مهارت هم ولري.
راځئ! هره ورځ د څو شېبو لپاره له خپل پنځګر الله سره خبرې وکړو. رښتیا!
له هر چا سره خبرې کوو؛ خو له الله سره خبرې نه کوو؟
موږ له الله سره مینه لرو او څوک چې له چا سره مینه لري، زړه یې ورسره خبرې کول غواړي.
داچې موږ ټول انسان په منظمه توګه له الله سره خبرې وکړو؛ نو الله انسان ته لارښوونه کړې، چې ټول یوه لوري، مخ پر قبلې، له پاکو بدنونو او جامو سره، په روښانه زړه، په نږه نیت او په یوه ژبه لمونځ وکړو.
لکه څنګه چې د نړۍ د هر هېواد پیلوټ چې غواړي، د هر هېواد له هوايي ډګر سره اړیکه ټینګه کړي؛ نو په انګریزۍ ورسره خبرې کوي. موږ هم باید خپل لمونځونه په عربۍ وکړو. هو! یوه ژبه، د الله لمانځو د یووالي نښه ده.
دا لمونځ به هغه مهال ډېر زموږ د ودې او پرمختګ لامل شي، چې د جومات په څېر په یوه سپېڅلي ځای او په خپل وخت په جمعه ترسره شي؛ خو په دې شرط، چې د لمانځه ترڅنګ د بېوزلیو لاسنیوی هم وکړو او په لمونځونو کې مو دعاوې هم ورته وکړو.
هغه چې لمونځ کوي، ته وا خپل لاسونه یې د الله په لاسونو کې ايښي او په یوه کلکه رسۍ یې منګولې لګولې دي او هغه به پر هره ستونزه لاسبری شي، چې پر کلکه الهي رسۍ یې منګولې لګولي او خپل لاسونه یې د الهي ځواک په لاسونو کې ورکړي دي.
قرآن کریم وايي: (وَاسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ[3]= او په صبر او لمانځه (له خدايه) مرسته وغواړئ)
رسول الله (ص) او امامان به چې له کومې ستونزې سره مخ شول؛ نو لمانځه ته به یې پناو وروړه او له لمانځه او د الله له ذکره به یې مرسته غوښته.
لمونځ دومره ارزښتمن دی، چې د عاشورا پر ورځ په کربلا کې، سره له دې چې امام حسین د دښمن تر غشیو او نېزو لاندې و؛ خو بیا یې هم لمونځ و نه ځنډاوه.
[1] . حمد/ دویم آیت
[2]. قریش ۳-۴
[3] . بقره/۴۵