له اقلیمي بدلون سره تطابق
له اقلیمي بدلون سره تطابق یا سازښت د اقلیم د بدلون له اوسنیو یا متوقع اغېزو سره د سمون یا سازګارۍ پروسې ته ویل کېږي. دا تطابق د اقلیم بدلون ته د هغه د اغېزو راکمولو تر څنګ د غبرګون یوه لاره ده. د انسانانو په برخه کې د دغه سازښت موخه د زیانونو مخنیوی او له فرصتونو څخه ګټه اخیستنه ده؛ خو د طبیعي سیستمونو په برخه کې بیا ښایي انسانان د تطابق یا سازښت لپاره مداخله وکړي. د تطابق اړوند اقدامات یا خو ښایي تدریجي او ګام په ګام وي (یعنې هغه کړنې چې اصلي موخه په کې د یوه سیستم د ماهیت او بشپړتیا ساتل وي) او یا هم دغه اقدامات ښایي بدلوونکي وي (یعنې هغه کړنې چې د اقلیم بدلون او د هغه د اغېزو په غبرګون کې د یوه سیستم بنسټیزې ځانګړنې بدلوي). د تطابق او سازښت اړتیا بېلابېلو سیمو ته په کتو سره توپیر لري چې تر ډېره د چاپېریال اغېزو ته په حساسیت او زیانمننې پورې اړه لري.[۱][۲][۳][۴][۵]
د تطابق یا سازښت اړوندې کړنې په درېیو کټګوریو وېشل کېدای شي: لومړی جوړښتي او فزیکي تطابق (چې دا بیا د انجنیرۍ او جوړ شوي چاپېریال، ټکنالوژۍ، ایکوسیستم، او خدماتو پر ګروپونو وېشل کېدای شي)؛ دویم یې ټولنیز تطابق دی (چې پر ښوونیزو، معلوماتي، او رفتاري ډلو وېشل کېږي)؛ او درېیم یې هم اداري تطابق دی (چې اقتصادي سازمانونه، قوانین او مقررات، د حکومتونو پالیسۍ او پروګرامونه په کې راځي).[۶]
تطابق په مخ پر وده هېوادونو کې ځانګړی اهمیت لري، ځکه دا هېوادونه د اقلیم د بدلون پر وړاندې خورا زیان منونکي دي او د اقلیم د بدلون ډېرې اغېزې پرې لوېږي. د انسان د تطابق وړتیا په بېلابېلو سیمو او وګړو کې په نابرابر ډول وېشل شوې ده او مخ پر وده هېوادونه عموماً د تطابق لپاره کمه وړتیا لري؛ ځکه د تطابق یا سازښت اړونده وړتیا او ظرفیت له ټولنیز او اقتصادي پرمختګ سره نږدې تړاو لري.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
په ټوله کې د پرمختګ لوړه کچه د لوړ تطابق د وړتیا لرلو معنا لري، خو ځینې پرمختګونه بیا خلک په ځانګړو ماډلونو یا چلندونو کې راګیروي؛ او تر ټولو ډېرې پرمختللې سیمې ښايي د طبیعي ګواښونو له هغو نویو ډولونو سره د تطابق یا سازګارۍ ډېره لږه وړتیا ولري چې د ډېرو پېژندل شویو طبیعي ګواښونو په پرتله له وړاندې ډېر نه وي تجربه شوي. د اقلیم له بدلون سره د تطابق اقتصادي لګښتونه ښایي په راتلونکو څو لسیزو کې هر کال میلیاردونه ډالره وي.
تعریف
سمولپه ۲۰۲۲ کال کې د اقلیمي بدلونونو حکومتمنځي پلاوي (IPCC) د ارزونې په شپږم راپور کې د اقلیم تطابق په انساني سیستمونو کې "د زیانونو د تعدیل یا له ګټورو فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په موخه له حقیقي یا متوقع اقلیم او د هغه له اغېزو سره د سازګارۍ د پروسې" په توګه تعریف شوی دی. له بلې خوا په طبیعي سیستمونو کې بیا تطابق "له حقیقي اقلیم او د هغه له اغېزو سره د سازګارۍ پروسه ده" چې انساني مداخله ښایي د اسانتیاوو رامنځته کولو رول په کې ولوبوي.[۱۲]
موخې
سمولد اقلیمي بدلون اغېزو ته غبرګون
سمولد ۲۰۱۵ کال د پاریس تړون له مخې هېوادونه ملزم دي چې په روانه پېړۍ کې د نړۍ د تودوخې لوړوالی د صنعتي کېدو وړاندې پړاو له کچې ور پورته له ۲ سانتي ګراد څخه کم وساتي او هڅه وکړي چې د تودوخې لوړوالی تر ۱.۵ سانتي ګراد پورې محدود کړي. ان که د ګلخانهيي ګازونو خپرېدل نسبتاً ژر ودرول شي، نړیواله تودوخه او د هغې اغېزې به د اقلیمي سیستم د ناتوانۍ له امله ډېر کلونه بیا هم دوام وکړي، نو ځکه خالص صفر یا د ګلخانهيي ګازونو بېخي نشتون (net zero) او تطابق دواړه اړین دي.[۱۳][۱۴]
د چاپېریال او تمدن لپاره اټکل شوې اغېزې زیاتې او بېلابېلې دي. اصلي اغېزه د نړۍ د متوسطې تودوخې زیاتوالی دی. له ۲۰۱۳ کال راهیسې د ځمکې د سطحې منځنۍ تودوخه ښایي د پېړۍ تر پایه له ۰.۳ څخه تر ۴.۸ سانتي ګراد (۰.۵ تر ۸.۶ فارنهایت) پورې زیاته شي. دا د بېلابېلو ثانوي اغېزو لامل کېږي چې په ډېری مواردو کې د بدلون کچه په کې ناڅرګنده وي. تر ټولو مهم یې د ورښت په نمونو یا الګوګانو کې بدلونونه، د سمندر د سطحې لوړېدل، د کرنې بدلېدونکې نمونې یا الګوګانې، د شدید موسم د پېښو زیاتوالی، د ګرمسیرو یا تودو سیمو د ناروغیو د لړۍ پراخوالی، او د نویو سمندري سوداګریزو لارو پرانیستل دي. د اقلیم بدلون څو اړخیزې ټولنیزې اغېزې هم لري چې په کې نابرابرۍ (ټولنیزې نابرابرۍ)، بېوزلي او د کورنیو لپاره د خوراکي توکو او نورې پاملرنې د اصلي چمتو کوونکو په توګه پر مېرمنو لا ډېر بوج په کې شاملېږي. پر دې سربېره، نورې ټولنیزې اغېزې لکه د کډوالۍ زیاتوالی او د اوبو او ځمکې په څېر سرچینو پر سر شخړې، په ټولیزه توګه د بدلون د یوازني یا اصلي محرک په توګه د اقلیم بدلون ته منسوبول ګران کار دی.[۱۵]
احتمالي بایوفزیکي اغېزې د ۱۹۹۰ او ۲۱۰۰ کلونو تر منځ له ۱۱۰ څخه تر ۷۷۰ ملي مترو (له ۰.۳۶ څخه تر ۲.۵ فوټو) پورې د سمندر د سطحې لوړوالی، پر کرنه اغېزې، د ترموهالین د جریان احتمالي سستوالی، د اوزون طبقې کمېدل، د شدید اقلیم د پېښو د شدت او تعدد زیاتوالی، د سمندر د پي.اېچ کموالی او په ګرمسېرو یا تودو سیمو کې د ملاریا او ډینګي تبې په څېر ناروغیو خپرېدل رانغاړي.[۱۶]
د خطر د عواملو کمول
سمولتطابق کولی شي د خطر د درېیو فکنورونو له لارې د اقلیم د خطر په کمولو کې مرسته وکړي. دا درې فکټورونه: خطرونه، زیانمنتیا او له خطر سره مخ کېدل دي. د اقلیم د خطرونو اغېزې (معمولاً طبیعي خطرونه) ښایي د ایکوسیستم پر بنسټ د تطابق په مرسته راکمې شي. د بېلګې په توګه که منګروونه یا د استوایي سیمو ګڼ ځنګلونه د طوفان د انرژۍ د کمولو وړتیا ولري، د سېلابونو مخه نیول کېدای شي. په دې توګه د منګروو ایکوسیستم ساتنه ښایي د تطابق یا سازښت یوه بڼه وي. بیمه او د معیشت تنوع د انعطاف کچه لوړوي او د زیانمننې کچه راکموي. د زیانمننې د کچې راکمولو لپاره په نورو اقداماتو کې د ټولنیز خوندیتوب پیاوړتیا او د خطرونو پر وړاندې مقاومت لرونکې زېربناوې جوړول شامل دي. د اقلیم د اړوندو لوړو خطرونو له لرونکو سیمو څخه د وتلو له لارې له خطرونو سره د مخ کېدو کچه راکمېدای شي، لکه سېلاب نیوونکې جلګې او د مخکې خبرتیاوږ او ایستلو یا تخلیې لپاره د سیستمونو ښه کول.[۱۷]
د تطابق د اقداماتو کټګورۍ
سمولد تطابق اقدامات یا کړنې په درېیو کټګوریو وېشل کېدای شي:[۱۸]
- جوړښتي او فزیکي تطابق (چې د انجنیرۍ او جوړ شوي چاپېریال، ټکنالوژۍ، ایکوسیستم، او خدماتو پر ګروپونو وېشل کېدای شي)؛
- ټولنیز تطابق (چې پر ښوونیزو، معلوماتي، او رفتاري ډلو وېشل کېږي)؛
- اداري تطابق (چې اقتصادي سازمانونه، قوانین او مقررات، د حکومتونو پالیسۍ او پروګرامونه په کې راځي).
لګښتونه
سمولله اقلیمي بدلون سره د تطابق اقتصادي لګښتونه ښایي په راتلونکو څو لسیزو کې هر کال ملیاردونه ډالره وي، که څه هم د اړتیا وړ پیسو دقیقه اندازه معلومه نه ده. له تطابق سره پر تړلو مستقیمو لګښتونو سربېره یو غیرمستقیم لګښت هم شته چې له تولیدي څخه د تطبیقي پانګې په لور د سرچینو د انحراف له امله رامنځته کېږي (او د تطبیق وړ یا تطبیقي پانګونې د اغېزې په نامه هم پېژندل کېږي). د تطابق ننګونه د اقلیمي بدلون له پراخوالي او سرعت سره لا زیاتېږي. ان د ګلخانهيي ګازونو د خپرښت راکمولو له لارې د اقلیمي بدلون ډېر اغېزناک کمښت یا له اتومسفیر څخه د دغو ګازونو لا ډېر حذف (د کاربن د کېناستلو له لارې) هم نه شي کولی د اقلیم د بدلون د نورو هغو اغېزو مخه ونیسي چې د تطابق اړتیا ناشونې کوي او د تطابق تشه مخ په ډېرېدو ده.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
خورا زیات څېړنیز مواد د نړیوالې تودوخې پر وړاندې د غبرګون لپاره شته اختیارونه ارزوي. د دغو موادو ډېره برخه د بېلابېلو ستراتیژیو اړوند احتمالي اقتصادي لګښتونه په ګوته کوي. د اسیا پراختیایي بانک په اسیا - ارام سمندر سیمه کې د اقلیمي بدلون د اقتصادي اړخ په اړه یو لړ څېړنې لري. دا څېړنې د تطابق او اغېزو راکمولو د اقداماتو د لګښت تحلیل وړاندې کوي. د اوبو د ارزونې او پلان جوړونې سیستم (WEAP) د اوبو د سرچینو له څېړونکو او پلان جوړونکو سره د اقلیمي بدلون د اغېزو او تطابق په ارزونه کې مرسته کوي. د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د اقلیمي بدلون د تطابق پورټل هم په افریقا، اروپا او مرکزي اسیا، اسیا او ارام سمندر کې د اقلیمي بدلون د تطابق په اړه څېړنې رانغاړي.[۲۴][۲۵]
د تطابق او اغېزو راکمولو په لګښتونو پورې پر تړلو مستقیمو لګښتونو سربېره ځینې داسې څېړنې هم شته دي چې د دغو تطابقي موخو په لوري له تولیدي سرچینو څخه د منابعو له لرې کولو سره تړاو لري. دغه ډول انحراف ته د تطبیقي پانګونې اغېز ویل کېږي او شواهد ښيي چې پر اقتصادي وده د پانګونې اغېز شاوخوا ۳۰ سلنه په هغو سیمو کې کم شوی چې د تطبیقي ټکنالوژیو په برخه کې ډېره پانګونه کوي.[۲۶]
نړیوالې موخې
سمولد تلپاتې پراختیا دیارلسمه موخه چې په ۲۰۱۵ کال کې ټاکل شوې ړخ، موخه یې د اقلیم له اړوندو مسائلو سره د هېوادونو د انعطاف او سازګارۍ د وړتیاوو او ظرفیتونو پیاوړي کول دي. په دغه تعدیل کې ګڼې برخې شاملې دي چې زېربناوې، کرنه او تعلیم یې د بېلګې په توګه یادولی شو. د پاریس په تړون کې د تطابق یا سازښت لپاره ګڼ شرایط شامل دي. دغه شرایط په دې لټه کې دي چې د نړیوال مسؤولیت مفکورې ته وده ورکړي، د ملي ټاکل شویو مشارکتونو د انطباق د عنصر له لارې اړیکو ته پراختیا ورکړي، او هم یو داسې تړون په کې شامل دی چې پرمختللي هېوادونه باید یو څه مالي ملاتړ او د ټکنالوژۍ لېږد چمتو کړي تر څو په ډېرو زیان منونکو هېوادونو کې تطابق ترویج او وده ورکړي.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
د هېوادونو له مخې
سمولد ملګرو ملتونو د ۲۰۲۰ کال د راپور موندنې ښیي چې په داسې حال کې چې ۷۲ سلنه هېوادونو د پلان، پالیسۍ یا ستراتیژۍ په څېر په لوړه کچه د تطابق وسایل لرل، خو بیا هم په نسبي ډول لږو هېوادونو د پروژو د ملموس تطبیق پر لوري پرمختګ کړی دی. لږ تر لږه تر دې کچې چې د اقلیم هغه خطر چې د دوی خپل وګړي په کې له ګواښ سره مخ دي، پام وړ نه و کم شوی.[۳۱]
د ښارونو له مخې
سمولد ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې راپور د نړۍ د ۸۱۲ ښارونو د سروې پر بنسټ موندلې چې په داسې حال کې چې ۹۳ سلنو یې راپور ورکړی چې دوی د اقلیمي بدلون له خطر سره مخ دي، مګر بیا هم ۴۳ سلنو یې د تطابق پلان نه درلود او ۴۱ سلنه ښارونو بیا د اقلیمي خطر او زیان مننې ارزونه نه وه کړې.[۳۲]
سرچينې
سمول- ↑ IPCC (2014). "Glossary" (PDF). Intergovernmental Panel on Climate Change.
- ↑ "Responding to Climate Change". NASA. 21 December 2020. Archived from the original on 4 January 2021.
- ↑ IPCC. "Adaptation needs and options" (PDF). Intergovernmental Panel on Climate Change.
- ↑ Green, Donna; Alexander, Lisa; Mclnnes, Kathy; Church, John; Nicholls, Neville; White, Neil (11 December 2009). "An assessment of climate change impacts and adaptation for the Torres Strait Islands, Australia". Climatic Change. 102 (3–4): 405–433. doi:10.1007/s10584-009-9756-2. ISSN 0165-0009. S2CID 39706162.
- ↑ Sarkodie, Samuel Asumadu; Strezov, Vladimir (2019-03-15). "Economic, social and governance adaptation readiness for mitigation of climate change vulnerability: Evidence from 192 countries". Science of the Total Environment (په انګليسي). 656: 150–164. Bibcode:2019ScTEn.656..150S. doi:10.1016/j.scitotenv.2018.11.349. ISSN 0048-9697. PMID 30504017. S2CID 56149895.
- ↑ Noble, I.R., S. Huq, Y.A. Anokhin, J. Carmin, D. Goudou, F.P. Lansigan, B. Osman-Elasha, and A. Villamizar, 2014: Adaptation needs and options. In: Climate Change 2014: Impacts, Adaptation, and Vulnerability. Part A: Global and Sectoral Aspects. Contribution of Working Group II to the Fifth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change [Field, C.B., V.R. Barros, D.J. Dokken, K.J. Mach, M.D. Mastrandrea, T.E. Bilir, M. Chatterjee, K.L. Ebi, Y.O. Estrada, R.C. Genova, B. Girma, E.S. Kissel, A.N. Levy, S. MacCracken, P.R. Mastrandrea, and L.L.White (eds.)]. Cambridge University Press, Cambridge, United Kingdom and New York, NY, USA, pp. 833-868.
- ↑ Nations, United. "The Health Effects Of Global Warming: Developing Countries Are The Most Vulnerable". United Nations (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2020-11-24.
- ↑ "Unprecedented Impacts of Climate Change Disproportionately Burdening Developing Countries, Delegate Stresses, as Second Committee Concludes General Debate | Meetings Coverage and Press Releases". www.un.org. نه اخيستل شوی 2019-12-12.
- ↑ Sarkodie, Samuel Asumadu; Ahmed, Maruf Yakubu; Owusu, Phebe Asantewaa (2022-04-05). "Global adaptation readiness and income mitigate sectoral climate change vulnerabilities". Humanities and Social Sciences Communications (په انګليسي). 9 (1): 1–17. doi:10.1057/s41599-022-01130-7. ISSN 2662-9992. S2CID 247956525.
- ↑ Schneider, S.H., S. Semenov, A. Patwardhan, I. Burton, C.H.D. Magadza, M. Oppenheimer, A.B. Pittock, A. Rahman, J.B. Smith, A. Suarez and F. Yamin (2007). Executive summary. In (book chapter): Chapter 19: Assessing Key Vulnerabilities and the Risk from Climate Change. In: Climate Change 2007: Impacts, Adaptation and Vulnerability. Contribution of Working Group II to the Fourth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change (M.L. Parry, O.F. Canziani, J.P. Palutikof, P.J. van der Linden and C.E. Hanson, Eds.). Print version: Cambridge University Press, Cambridge, UK. This version: IPCC website. ISBN 978-0-521-88010-7. Archived from the original on 2 May 2010. نه اخيستل شوی 6 April 2010.
{{cite book}}
: نگهداری یادکرد:استفاده از پارامتر نویسندگان (link) - ↑ IPCC (2007). 4. Adaptation and mitigation options. In (book section): Summary for Policymakers. In: Climate Change 2007: Synthesis Report. Contribution of Working Groups I, II and III to the Fourth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change (Core Writing Team, Pachauri, R.K and Reisinger, A. (eds.)). Print version: IPCC, Geneva, Switzerland. This version: IPCC website. ISBN 978-92-9169-122-7. Archived from the original on 1 May 2010. نه اخيستل شوی 26 April 2010.
- ↑ Pörtner, Hans-O.; Roberts, Debra; Adams, Helen; Adler, Caroline; et al. "Summary for Policymakers" (PDF). Climate Change 2022: Impacts, Adaptation and Vulnerability. Contribution of Working Group II to the Sixth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change. Intergovernmental Panel on Climate Change. Archived from the original (PDF) on 2022-02-28. نه اخيستل شوی 2022-08-25.
{{cite book}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|تاريخ الوصول=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "The Paris Agreement". unfccc.int. نه اخيستل شوی 2020-11-24.
- ↑ Farber, Daniel A. (2007). "Adapting to Climate Change: Who Should Pay?". Journal of Land Use & Environmental Law. 23: 1. doi:10.2139/ssrn.980361. ISSN 1556-5068. S2CID 153945185. Archived from the original on 2019-12-15. نه اخيستل شوی 2022-08-25.
- ↑ IPCC AR5 WG1 Technical Summary 2013, p. 57.
- ↑ Jackson, Randal. "The Effects of Climate Change". Climate Change: Vital Signs of the Planet. نه اخيستل شوی 2022-06-18.
- ↑ Abram, N.; Gattuso, J.-P.; Prakash, A.; Cheng, L.; et al. (2019). "Chapter 1: Framing and Context of the Report" (PDF). The Ocean and Cryosphere in a Changing Climate. IPCC. p. 88.
- ↑ Noble, I.R., S. Huq, Y.A. Anokhin, J. Carmin, D. Goudou, F.P. Lansigan, B. Osman-Elasha, and A. Villamizar, 2014: Adaptation needs and options. In: Climate Change 2014: Impacts, Adaptation, and Vulnerability. Part A: Global and Sectoral Aspects. Contribution of Working Group II to the Fifth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change [Field, C.B., V.R. Barros, D.J. Dokken, K.J. Mach, M.D. Mastrandrea, T.E. Bilir, M. Chatterjee, K.L. Ebi, Y.O. Estrada, R.C. Genova, B. Girma, E.S. Kissel, A.N. Levy, S. MacCracken, P.R. Mastrandrea, and L.L.White (eds.)]. Cambridge University Press, Cambridge, United Kingdom and New York, NY, USA, pp. 833-868.
- ↑ World Bank (2010). The Cost to Developing Countries of Adapting to Climate Change: New Methods and Estimates (PDF). World Bank.
- ↑ Mohaddes, Kamiar; Williams, Rhys (2020). "The Adaptive Investment Effect: Evidence from Chinese Provinces". Economics Letters. 193 (1): 109332. doi:10.1016/j.econlet.2020.109332. ISSN 0165-1765. S2CID 219557741.
- ↑ Verbruggen, A. (2007). Glossary J-P. In (book section): Annex I. In: Climate Change 2007: Mitigation. Contribution of Working Group III to the Fourth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change (B. Metz et al. (eds.)). Print version: Cambridge University Press, Cambridge, UK, and New York, N.Y., U.S.A.. This version: IPCC website. ISBN 978-0-521-88011-4. Archived from the original on 3 May 2010. نه اخيستل شوی 23 April 2010.
- ↑ UNFCCC, UNFCCC Glossary of Climate Change Acronyms, accessed 24 October 2010 [مړه لينکونه]
- ↑ UNFCCC, UNFCCC Glossary of Climate Change Acronyms, accessed 24 October 2010 [مړه لينکونه]
- ↑ "Home | UNDP Climate Change Adaptation". www.adaptation-undp.org (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-03-23.
- ↑ Westphal, Michael; Hughes, Gordon; Brömmelhörster, Jörn (2013-10-01). Economics of Climate Change in East Asia (په انګليسي). Asian Development Bank. ISBN 978-92-9254-288-7.
- ↑ Mohaddes, Kamiar; Williams, Rhys (2020). "The Adaptive Investment Effect: Evidence from Chinese Provinces". Economics Letters. 193 (1): 109332. doi:10.1016/j.econlet.2020.109332. ISSN 0165-1765. S2CID 219557741.
- ↑ Ngwadla, X; El-Bakri, S. (2016). The Global Goal for Adaptation under the Paris Agreement: Putting ideas into action (PDF) (Report). London, UK: Climate and Development Knowledge Network. pp. 11–17.
- ↑ "The Guardian: Benefits to farmers of global heating outweighed by losses, says report". The Guardian. 4 September 2019.
- ↑ "The Varsity: Quantifying the climate crisis: how changes could impact road maintenance". 10 November 2019.
- ↑ Campbell, Bruce M.; Hansen, James; Rioux, Janie; Stirling, Clare M.; Twomlow, Stephen; (Lini) Wollenberg, Eva (2018). "Urgent action to combat climate change and its impacts (SDG 13): transforming agriculture and food systems". Current Opinion in Environmental Sustainability. 34: 13–20. doi:10.1016/j.cosust.2018.06.005. S2CID 158757940.
- ↑ United Nations Environment Programme (2021). Adaptation Gap Report 2020. Nairobi
- ↑ "Nearly half of cities lack plans to keep populations safe from climate threats". Carbon Disclosure Project. 12 May 2021. نه اخيستل شوی 21 May 2021.