له اقليمي بدلون څخه د ورکېدو (معدوميت) خطر

د فهم وړ ډېرې داسې لارې شته چې د اقليمي بدلون څخه د ورکېدو (معدوميت/له منځه تلل) د مخ پر زياتېدونکي خطر لامل ګرځېدای شي. هر بوټی او حيواني نوع (نسل) په ځانګړي چاپيريالي قالب کې د وجود لپاره تکامل کړی. خو اقلیمي بدلون د تودوخې په درجه او منځنيو موسمي نمونو کې د بدلون لامل ګرځېدای شي. دا بدلونونه کولای شي چې د اقليمي شرايط د انواعو (حيواني نسلونو) له قالب څخه دباندې وباسي، او بالاخره له منځه يې وړلای شي. عموماً، د بدلېدونکو شرايطو سره مخ کېدونکي نسلونه يا خو د مايکرو تکامل په مټ له خپل ځای سره تطابق پیدا کولای شي، يا د مناسبو حالاتو لرونکو په مټ يو بل استوګنځای ته لېږدېدای شي. په هرحال، د وروستي اقلیمي بدلون سرعت ډېر چټک دی. د دې چټک بدلون له امله، د بېلګې په ډول، د سړې وينې ژوي (هغه ټولګه چې د غبرګ ژوند لرونکي [اوبو او وچه دواړه کې د ژوند کولو وړتيا لرونکي]، خزنده او ټول د ملا تير نه لرونکي پکې شامل دي) کولای شي چې د پېړۍ تر پايه د خپل اوسني موقعیت څخه پنځوس کيلو متره لېرې واټن کې د استوګنې مناسب ځای پيدا کولو هڅه وکړي (د منځنۍ کچې واټن لپاره، په راتلونکي کې د نړيوالې تودوخې سناریو).[۱][۲][۳][۴][۵]

اقلیمي بدلون همدا راز د سختو موسمی پېښو په تکرار او شدت دواړو کې زیاتوالی راولي، کوم چې نېغ په نېغه کولای شي د حيواني انواعو سيمه ييز نفوس له منځه يوسي. هغه انواع چې په ساحلي او ښکته ټاپو استوګنځايونو کې ژوند کوي، هغه هم د سمندر د سطحې د لوړوالي له امله له منځه تللای شي. دا پېښه لا دمخه په استراليا کې د «برمبل کي» د «ميلومايس» (موږک ته ورته یو ډول حيوان دی) سره شوې ده. بالاخره، اقلیمي بدلون له يو شمېر ناروغیو د پراخه خپرېدو او په نړیواله کچه د خپرېدو سره تړل شوی دی، کومې چې په ځنګلي ژوند اغېز کولای شي. په دې کې «Batrachochytrium dendrobatidis» (دا د ژويو یو ډول وايرس دی) شامل دی، کوم چې په نړۍ کې د غبرګ ژوند کونکو موجوداتو د نفوس د کمښت يو مهم محرک دی.[۶][۷][۸][۹]

تر اوسه پورې اقلیمي بدلون د هولوسين (Holocene د ځمکې د تاريخ وروستیو 11700 کلونو ته ورکړل شوی نوم دی) په معدوميت کې مهمه ونډه نه ده درلودلې. په حقيقت کې، تر اوسه پورې د ژونديو موجوداتو نږدې ټول نه بدلېدونکی تنوع د نورو انساني فشارونو، لکه د استوګنځي ويجاړېدو له امله منځ ته راغلی دی. بيا هم، دا باوري ده چې په راتلونکي کې د هغې اغېزې ډېرې خپرېدای شي. تر 2021ز کال پورې، د IUCN له خطر سره مع انواعو په سور لست کې شامل  19% انواع له مخکې څخه له اقليمي بدلون څخه اغېزمن شوي دي. د IPCC د ارزونې شپږم راپور له خوا تحليل شويو 4000 انواعو له منځه، نيمايي يې داسې موندل شوي چې د اقليمي بدلون په غبرګون کې يې خپل وېش لوړ عرض البلد يا لوړو ځايونو ته بدل کړی دی. د IUCN په وينا، کله چې يو ځلې يو نسل د خپل جغرافيايي حد نيمايي څخه زياته برخه له لاسه ورکړي، هغه بيا له "ګواښ سره د مخ" په توګه ډلبندي کېږي، کوم چې په راتلونکو 10-100 کلونو کې د ورکېدو له >20% شونتيا سره برابر بلل کېږي. که 80٪ يا له دې څخه زيات حد له لاسه ورکړي، نو دا بيا "له ګواښ سره د جدي مخ" په توګه بلل کېږي، او په راتلونکو 10-100 کلونو کې د هغې د ورکېدو ډېر زيات (له 50٪ زيات) امکان موجود وي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د IPCC د ارزونې شپږم راپور وړاندوينه کړې چې په راتلونکي کې، 9٪-14٪ انواع چې ارزونه يې شوې ده، به له صنعتي کېدو مخکې سطحو د نړيوالې تودوخې 1.5 ° سانتيګراد (2.7 فارنهايت) تودوخې درجې څخه ښکته تودوخه کې د ورکېدو له لوړ خطر سره مخ وي، او ډېره تودوخه د ډېر پراخه خطر معنا لري، چې له 3 °C (5.4 فارنهايت) درجې تودوخې سره به بيا 12٪-29٪ له ډېر لوړ ګواښ سره مخ وي، او له 5 °C (9.0 فارنهايت) تودوخې درجې سره به 15٪-48٪ د ورکېدو له ګواښ سره مخ وي. په ځانګړي ډول 3.2 °C (5.8 فارنهايت) تودوخې درجه کې به، 15٪ د ملا تير نه لرونکي ( د 12٪ ګرده لېږدونکي)، 11٪ دوه ګوني ژوند لرونکي (په وچه او اوبو کې) او 10٪ ګل نيونکي بوټي د معدوميت له ډېر لوړ ګواښ سره مخ وي، په داسې حال کې چې ~49% خزنده، 44٪ بوټي، او 26٪ د ملا تيرلرونکي به د ورکېدو له لوړ خطر سره مخ وي. د دې په عکس، تر 2 °C (3.6 ° فارنهايت) درجه تودوخې پورې د تودوخې د محدودولو د پاريس تړون ډېر زيات معمولي هدف، د ملا تير لرونکو، دوه ګونو ژوند لرونکو او ګل نيونکو بوټو په برخه کې له منځه تللو ډېر لوړ ګواښ له 3٪ څخه کموي. په هر حال، په داسې حال کې چې زيات هيله من 1.5 °C (2.7 فارنهايت) تودوخې درجې موخه په هېښونکي ډول د خزنده ګانو، بوټو او ملا تير لرونکو (فقاري) ژويو، چې تر 6٪، 4٪ او 8٪ پورې د ورکېدو (معدوميت) له لوړ خطر سره مخ دي، تناسب کموي، کم هيله من هدف په ترتيب سره له خطر سره مخ انواع درې برابر (تر 18٪ پورې) او دوه برابره (8٪ او 16٪) کموي. [۱۵]

لاملونه

سمول

اقلیمي بدلون له مخکې څخه سمندري او ځمکني چاپيريالي سيمې په بد ډول اغېزمنې کړي دي، چې په هغې کې تندراګانې، حرا، مرجاني ډبرې او غارونه شامل دي. د پايلې په توګه، مخ پر زياتېدو نړیواله تودوخه لا له مخکې څخه له لسيزو راهيسې يو شمېر انواع له خپلو اصلي استوګنځايونو څځه دباندې ټېله کړي دي.[۱۶][۱۷][۱۸]

کله چې په 2007ز کال کې د IPCC د ارزونې څلورم راپور خپور شو، د پوهانو ارزونې دا پايله تر لاسه کړه چې په وروستيو درې لسيزو کې، د انسانانو له خوا منځ ته راغلې تودوخې په ډېرو فيزيکي او بيالوژيکي سيستمونو څرګند اغېز کړی دی، او دا چې سیمه ييزې تودخې رجحاناتو له مخکې څخه په نړۍ کې په انواعو او ژوند په چاپېريال اغېز درلودلی. د ارزونې د شپږم راپور تر وخت پورې، موندل شوې وه چې د ټولو هغو انواعو لپاره د کومو اوږدمهالي تاريخچې چې موجودې دي، نيمايي يې خپل حدود د قطب پر لور (او/يا د غره ييزو انواعو لپاره لوړ طرف ته) بدل کړي دي، په داسې حال کې چې دوه په درې برخې ته يې د پسرلي پېښې له وخت مخکې راغلي دي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

له ګواښ سره مخ ډېری انواع د شمالي قطب يا سويلي قطب ژوي دي، لکه په شمالي قطب کې قطبي يږان، د هډسن د خليج اوبه د دېرشو کلونو مخکې په پرتله تر درې اونيو پورې له واورې پاکې وي، کوم چې په قطبي يږانو اغېز کولای شي، کوم چې د سمندر په يخ کې ښکار غوره بولي. هغه انواع چې په سړو موسمي حالاتو تکيه لري، لکه واورينې باښې، او واورين کونګان، کوم چې «لمنګ» ښکار کوي او سوړ موسم د خپلې ګټې لپاره کاروي، په منفي ډول اغېزمن کېدای شي. اقليمي بدلون همدا راز، د واورينو سويکو په څېر د قطبي ژويو لپاره په واوره کې د پټېدو لپاره نه سمون رامنځ ته کوي، چې لامل يې له واورې څخه د سیمو مخ پر زياتېدو پاکېدل دي.

په تازه اوبو پاييدونکي ډېر انواع او په تروشو اوبو پايدونکي بوټي او ژوي له کنګلونو څخه په تغذيه کېدونکو اوبو متکي دي، تر څو د سړو اوبو استوګنځای شتون ډاډمن کړي، له کومو سره چې دوی سمون پيدا کړی وي. د تازه اوبو د کبانو يو شمېر انواع سړو اوبو ته اړتيا لري تر څو ژوندي پاتې شي او بیا توليد وکړي، او دا حقيقت له «سالمون» او «کټ تروټ ټراوټ» (يو ډول کبان دي) سره رښتيا شوی دی. د کنګلونو په بهنګ (بهېدو) کې کمښت د ويالو د کمو بهېدو لامل ګرځېدای شي تر څو دې انواعو د رشد سره مرسته وکړي. سمندري «کريل» (يو ډول سمندري حشره ده)، چې يو اساسي نوع ده، سړې اوبه غوره ګڼي او د اوبو د تي لرونکو ژويو لکه اسماني رنګه نهنګ لومړني خوراک دی. د ملا تير نه لرونکي سمندري ژوي د تودوخې په هغه درجه کې د ودې لوړې څوکې ته رسېږي، له کومې تودوخې سره چې دوی بلد شوي وي، او د سړي وينې ژوي په لوړ عرض البلد او لوړو سيمو کې پیدا کېږي، عموماً په چټکۍ سره وده کوي، تر څو د کمې ودې د موسم تلافي وکړي. له بيلګه ييزې څخه د ډېرو تودو حالاتو په پايله کې ميټابوليزم ډېر وي، او د دې په پايله کې د زياتې غذا سره سره يې د جسم اندازه کمېږي، چې په خپل وار سره يې د ښکار کېدو خطر زیاتېږي. په حقيقت کې، د ودې پر مهال د تودوخې درجه کې ډېر کم زياتوالی هم په «رينبو ټراوټ» (يو ډول کب دی) کې د ودې پر اغېزناکتيا او د بقا پر اندازه اغېز کوي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د ډېرو اقليمي نمونو تر مخې، په يخو يا سړو ابو کې اوسېدونکو کبانو انواع د متحده ايالاتو د خوږو اوبو په اکثريت کې تر 50٪ پورې د نفوس کموالی لېدل کېدای شي. د اوبو د تودوخې د لوړې درجې له امله د ميتابولیک په تقاضاوو کې زياتوالی، او تر څنګ يې د غذا په اندازه کې کموالی د هغوی د زوال اساسي لامل ګرځي. سربېره پر دې، د کبانو ډېر انواع (لکه سالمون) د ويالو موسمي اوبو کچه د بيا توليد د وسيلې په توګه کاروي، عموماً هغه مهال نسل ورکوي کله چې د اوبو بهنګ زيات وي او د تخم له خوشې کولو وروسته د سمندر پر لور ځي. له دې امله چې د اقلیم د بدلون په سبب د واورې د ورېدو تمه کمه وي، نو د اوبو په بهنګ کې کموالی متوقع وي، د کوم له امله چې نهرونه کمېږي، کوم چې د ميلیونونه «سالمون» کبانو د تخم پر خوشې کولو اغېز کوي. پر دې سربېره، د سمندر کچې لوړېدل به د سمندر ساحلي سيستمونو کې سيلابونه پيل کړي، او په دې ډول به دا ساحلونه د تازه اوبو له استوګنځايونو څخه د تروشو اوبو په چاپېريالونو بدل کړي، چېرته به چې اوسېدونکي اصلي انواع احتمالاً ختم شي. په سويل ختيځه الاسکا کې، سمندر تر 3.96 سانتي متره په يو کال کې لوړېږي، په بېلا بېلو سمندري کانالونو کې رسوبات بيا راټولوي، او د ځمکې په داخل کې تروشې اوبه راوړي. د سمندر په سطحه کې دا لوړوالی نه يوازې دا چې ويالې او دريابونه په تروشو اوبو ککړوي، بلکې د اوبو هغه زېرمې هم ککړوي چې له دوی سره وصل وي، چېرته چې د «ساکيي سالمن» (يو ډول کب دی) په څېر انواع ژوند کوي. سره له دې چې د «سالمن» دا ډول انواع په تازه او تروشو دواړو اوبو کې ژوند کولای شي، د تازه اوبو د يوې برخې د کمښت له امله د پسرلي په موسم کې د دوی د توليد مخنیوی کوي، ځکه چې د تخم اچولو پروسه تازه اوبو ته اړتيا لري.[۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې

سمول
  1. Pocheville, Arnaud (2015). "The Ecological Niche: History and Recent Controversies". In Heams, Thomas; Huneman, Philippe; Lecointre, Guillaume; et al. (eds.). Handbook of Evolutionary Thinking in the Sciences. Dordrecht: Springer. pp. 547–586. ISBN 978-94-017-9014-7.
  2. "Climate Change". National Geographic. 28 March 2019. نه اخيستل شوی 1 November 2021.
  3. Witze, Alexandra. "Why extreme rains are gaining strength as the climate warms". Nature. نه اخيستل شوی 30 July 2021.
  4. Van der Putten, Wim H.; Macel, Mirka; Visser, Marcel E. (2010-07-12). "Predicting species distribution and abundance responses to climate change: why it is essential to include biotic interactions across trophic levels". Philosophical Transactions of the Royal Society B: Biological Sciences. 365 (1549): 2025–2034. doi:10.1098/rstb.2010.0037. PMC 2880132. PMID 20513711.
  5. Buckley, Lauren B.; Tewksbury, Joshua J.; Deutsch, Curtis A. (2013-08-22). "Can terrestrial ectotherms escape the heat of climate change by moving?". Proceedings of the Royal Society B: Biological Sciences. 280 (1765): 20131149. doi:10.1098/rspb.2013.1149. ISSN 0962-8452. PMC 3712453. PMID 23825212.
  6. "Summary for Policymakers". Climate Change 2021: The Physical Science Basis. Working Group I contribution to the WGI Sixth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change (PDF). Intergovernmental Panel on Climate Change. 9 August 2021. p. SPM-23; Fig. SPM.6. Archived (PDF) from the original on 4 November 2021.
  7. Maxwell, Sean L.; Butt, Nathalie; Maron, Martine; McAlpine, Clive A.; Chapman, Sarah; Ullmann, Ailish; Segan, Dan B.; Watson, James E. M. (2019). "Conservation implications of ecological responses to extreme weather and climate events". Diversity and Distributions (په انګليسي). 25 (4): 613–625. doi:10.1111/ddi.12878. ISSN 1472-4642.
  8. Smith, Lauren (2016-06-15). "Extinct: Bramble Cay melomys". Australian Geographic. نه اخيستل شوی 2016-06-17.
  9. Pounds, Alan (12 January 2006). "Widespread Amphibian Extinctions from Epidemic Disease Driven by Global Warming". Nature. 439 (7073): 161–167. Bibcode:2006Natur.439..161A. doi:10.1038/nature04246. PMID 16407945. S2CID 4430672.
  10. "Media Release: Nature's Dangerous Decline 'Unprecedented'; Species Extinction Rates 'Accelerating'". IPBES. 5 May 2019. نه اخيستل شوی 21 June 2023.
  11. Cahill, Abigail E.; Aiello-Lammens, Matthew E.; Fisher-Reid, M. Caitlin; Hua, Xia; Karanewsky, Caitlin J.; Yeong Ryu, Hae; Sbeglia, Gena C.; Spagnolo, Fabrizio; Waldron, John B.; Warsi, Omar; Wiens, John J. (2013-01-07). "How does climate change cause extinction?". Proceedings of the Royal Society B: Biological Sciences. 280 (1750): 20121890. doi:10.1098/rspb.2012.1890. PMC 3574421. PMID 23075836.
  12. Caro, Tim; Rowe, Zeke; et al. (2022). "An inconvenient misconception: Climate change is not the principal driver of biodiversity loss". Conservation Letters. 15 (3): e12868. Bibcode:2022ConL...15E2868C. doi:10.1111/conl.12868. S2CID 246172852.
  13. "Species and Climate Change". IUCN Issues Brief. IUCN. October 2021.
  14. Parmesan, C., M.D. Morecroft, Y. Trisurat, R. Adrian, G.Z. Anshari, A. Arneth, Q. Gao, P. Gonzalez, R. Harris, J. Price, N. Stevens, and G.H. Talukdarr, 2022: Chapter 2: Terrestrial and Freshwater Ecosystems and Their Services. In Climate Change 2022: Impacts, Adaptation and Vulnerability [H.-O. Pörtner, D.C. Roberts, M. Tignor, E.S. Poloczanska, K. Mintenbeck, A. Alegría, M. Craig, S. Langsdorf, S. Löschke,V. Möller, A. Okem, B. Rama (eds.)]. Cambridge University Press, Cambridge, United Kingdom and New York, NY, USA, pp. 257-260 |doi=10.1017/9781009325844.004
  15. Parmesan, C., M.D. Morecroft, Y. Trisurat, R. Adrian, G.Z. Anshari, A. Arneth, Q. Gao, P. Gonzalez, R. Harris, J. Price, N. Stevens, and G.H. Talukdarr, 2022: Chapter 2: Terrestrial and Freshwater Ecosystems and Their Services. In Climate Change 2022: Impacts, Adaptation and Vulnerability [H.-O. Pörtner, D.C. Roberts, M. Tignor, E.S. Poloczanska, K. Mintenbeck, A. Alegría, M. Craig, S. Langsdorf, S. Löschke,V. Möller, A. Okem, B. Rama (eds.)]. Cambridge University Press, Cambridge, United Kingdom and New York, NY, USA, pp. 257-260 |doi=10.1017/9781009325844.004
  16. Root, Terry L.; Price, Jeff T.; Hall, Kimberly R.; Schneider, Stephen H.; Rosenzweig, Cynthia; Pounds, J. Alan (January 2003). "Fingerprints of global warming on wild animals and plants". Nature. 421 (6918): 57–60. Bibcode:2003Natur.421...57R. doi:10.1038/nature01333. PMID 12511952. S2CID 205209602.
  17. "IPCC Special Report on Climate Change, Desertification, Land Degradation, Sustainable Land Management, Food Security, and Greenhouse gas fluxes in Terrestrial Ecosystems:Summary for Policymakers" (PDF).
  18. "Summary for Policymakers — Special Report on the Ocean and Cryosphere in a Changing Climate". نه اخيستل شوی 2019-12-23.
  19. Rosenzweig, C.; Casassa, G.; Karoly, D. J.; Imeson, A.; Liu, C.; Menzel, A.; Rawlins, S.; Root, T. L.; Seguin, B.; Tryjanowski, P. (2007). Assessment of observed changes and responses in natural and managed systems (Report). Cambridge University Press. pp. 79–131. doi:10.5167/uzh-33180.
  20. Root, T. L.; MacMynowski, D. P; Mastrandrea, M. D.; Schneider, S. H. (17 May 2005). "Human-modified temperatures induce species changes: Joint attribution". Proceedings of the National Academy of Sciences. 102 (21): 7465–7469. doi:10.1073/pnas.0502286102. PMC 1129055. PMID 15899975.
  21. "Assessing Key Vulnerabilities and the Risk from Climate Change". AR4 Climate Change 2007: Impacts, Adaptation, and Vulnerability. 2007.
  22. Parmesan, C., M.D. Morecroft, Y. Trisurat, R. Adrian, G.Z. Anshari, A. Arneth, Q. Gao, P. Gonzalez, R. Harris, J. Price, N. Stevens, and G.H. Talukdarr, 2022: Chapter 2: Terrestrial and Freshwater Ecosystems and Their Services. In Climate Change 2022: Impacts, Adaptation and Vulnerability [H.-O. Pörtner, D.C. Roberts, M. Tignor, E.S. Poloczanska, K. Mintenbeck, A. Alegría, M. Craig, S. Langsdorf, S. Löschke,V. Möller, A. Okem, B. Rama (eds.)]. Cambridge University Press, Cambridge, United Kingdom and New York, NY, USA, pp. 257-260 |doi=10.1017/9781009325844.004
  23. Amstrup, Steven C.; Stirling, Ian; Smith, Tom S.; Perham, Craig; Thiemann, Gregory W. (27 April 2006). "Recent observations of intraspecific predation and cannibalism among polar bears in the southern Beaufort Sea". Polar Biology. 29 (11): 997–1002. doi:10.1007/s00300-006-0142-5. S2CID 34780227.
  24. On Thinning Ice Michael Byers London Review of Books January 2005
  25. Mills, L. Scott; Zimova, Marketa; Oyler, Jared; Running, Steven; Abatzoglou, John T.; Lukacs, Paul M. (15 April 2013). "Camouflage mismatch in seasonal coat color due to decreased snow duration". Proceedings of the National Academy of Sciences. 110 (18): 7360–7365. Bibcode:2013PNAS..110.7360M. doi:10.1073/pnas.1222724110. PMC 3645584. PMID 23589881.
  26. Pertti Koskimies (compiler) (1999). "International Species Action Plan for the Gyrfalcon Falco rusticolis" (PDF). BirdLife International. نه اخيستل شوی 2007-12-28.
  27. "Snowy Owl" (PDF). University of Alaska. 2006. Archived from the original (PDF) on 2008-09-10. نه اخيستل شوی 2007-12-28.
  28. Lovell, Jeremy (2002-09-09). "Warming Could End Antarctic Species". CBS News. نه اخيستل شوی 2008-01-02.
  29. Arendt, Jeffrey D. (June 1997). "Adaptive Intrinsic Growth Rates: An Integration Across Taxa". The Quarterly Review of Biology. 72 (2): 149–177. CiteSeerX 10.1.1.210.7376. doi:10.1086/419764. JSTOR 3036336. S2CID 1460221.
  30. Biro, P. A.; Post, J. R.; Booth, D. J. (29 May 2007). "Mechanisms for climate-induced mortality of fish populations in whole-lake experiments". Proceedings of the National Academy of Sciences. 104 (23): 9715–9719. Bibcode:2007PNAS..104.9715B. doi:10.1073/pnas.0701638104. PMC 1887605. PMID 17535908.