لمرګلی
لمرګلی (په انگرېزي: Sunflower) بوټي د Asteraceace په کورنۍ او Helianthns په جينس پورې اړه لري او مشهور سپيشز ېې د qnnus په نوم يادېږي د لمرګلي بوټی د ډېرو غوره تيلي بوټو په ډله کې شمېرل کېږي . ددې بوټي د ودې او بشپړتيا لپاره زموږ د هېواد اقليمي او چاپېريالي شرايط په زړه پورې ګڼل کېږي د لمرګلي په تخم کې په سلو کې ۵۰ ــ ۵۲ برخې تېل شته ، له دې امله په نړۍ کې د ټولو تېلي بوټو له ساحې څخه په سلو کې ۸۰ برخه کې کرل کېږي. ددې بوټو د تخم په کنجاړه کې په سلو کې ۳۰ ــ ۳۵ برخې ېې پروټين ، ۱۰ برخې ېې تېل (اوبغوړ) او ۲۰ برخې کاربوهايډ رېټ جوړوي . له دې امله د څارويؤ په خواړو کې پکار وړل کېږي، ددې بوټو د ژوندانه پړاؤ د ۹۰ څخه تر ۱۳۰ ورځو پورې اوږد وي، تخم ېې د سانتي ګراد په ۸ ــ ۱۵ درجو تودوخه کې خپله وده پيل کوي. خو د تودوخې مناسبه درجه ېېد سانتي گراد ۲۰ ــ ۲۲ درجې اټکل شوې ده. د ودې د نورو پړاؤونو لپاره ېې د هوا مناسبه تودوخه ۲۵ ــ ۲۷ درجې اټکل شوې ده.
د لمرګلي بوټي د لنډو ورځو د بوټو په ډله کې راځي، خو په اوږدو ورځو کې ېې د ودې په چټکتيا کې دومره ډېر بدلون نه ليدل کېږي. که د لمرګلي کروندې خړوبه شي د ودی پړاؤ ېې ۱۴ ـ ۱۷ ورځې نور هم اوږدېږي.
د لمرګلي د بوټي لوړوالی آن تر ۳ مترو پورې رسېږي ، خو منځينی لوړوالی ېې ۱، ۵ متره اټکل شوی دی. نيلې ېې د ۲ ـ ۱،۵ مترو په کچ په خاورو کې ژورې درومي، ګلان ېې په يوه لويه ټوکرۍ ډوله جوړښت کې موجود وي، چې شمېر ېې سل ګونو ته رسېږي. د ګلانو رنګ ېې نارنجي ژړ ته ورته وي او د ټوکرۍ ډوله جوړښت په اړخونو کې ځای پر ځای شوي وي . گلان ېې د پردۍ ګردې په واسطه القاح کېږي او القاح کولو کې ېې خسدکې مرسته کوي .
سر چينې
د آريانا دايرهّ المعارف ( د افغانستان د علومو د اکاډمۍ د دايرهّ المعارف مرکز خپرېدو لړۍ) (۶۷ مه پاڼه دويمه موضوع)