لمريزه انرژي

لمريزه انرژي د لمر ځلېدونکې (وړانګيزه) رڼا او تودوخه ده، کومه چې د برېښنا تر لاسه کولو لپاره د لمريز ځواک، تودوخې انرژۍ (د لمريزې اوبو تودولو په ګډون) او لمريز ودانيز هنر په څېر ټیکنالوژيو په کارولو سره مهارولای شي.[۱][۲]

دا د نوي کېدو وړ انرژۍ يوه مهمه سرچينه ده او د دې ټيکنالوژۍ په پراخه کچه د فعال لمريز يا غېر فعال لمريز خصوصيت لرونکو په توګه ښودل شوي دي، خو په دې پورې اړه لري چې دوی لمريزه برېښنا څه ډول رانيسي او ويشي يا يې په لمريز ځواک بدلوي. په فعالو لميزو لارو چارو کې د فوټوولټيک سيستمونو، متمرکز لمريز طاقت او لمريزو اوبو تودولو استعمال شامل دی، تر څو انرژي مهار کړای شي. په غېرفعالو لمريزو لارو چارو کې د ودانۍ لوری مخ پر لمر جوړول، له تودوخې سره مناسبې کتلې يا د رڼا خپرونکو خصوصياتو لرونکې کتلې غوره کول او د سيمو داسې جوړول چې هوا پکې وچلېږي، شامل دي.

په زیاته پيمانه د لمريزې انرژۍ شتون، دا انرژي د برېښنا يوه زياته په زړه پورې سرچينه ګرځوي. په ۲۰۲۰ز کال کې، لمريزه انرژي د برېښنا تر ټولو ارزانه سرچينه وه. په سعودي عربستان کې، په الفيصليه کې د يو نوي لمريز طاقت کارځای لپاره، د ۲۰۲۱ز کال د اپريل په مياشت کې د انرژۍ د رانيولو يو تړون (ppa) لاسليک شوی دی. دې پروژې د لمريزې فوټوولټيک برېښنا د توليد لپاره په نړۍ کې تر ټولو د کم قيمت تاريخ ثبت کړی چې هغه د يو کيلو واټ ساعت پر سر ۱.۰۴ امريکايي ډالر سينټه دي.[۳][۴][۵]

په ۲۰۱۱ز کال کې، د انرژۍ نړيوالې ادارې وويل چې «د ارزانه، نه ختمېدونکې او سوتره لمريزې انرژۍ د ټيکنالوژيو جوړل به اوږدمهاله سترې ګټې ولري. دا به په يو سیمه ييز، نه ختمېدونکې او تر ډېره بريده له وارداتو څخه پر خپلواکې سرچينې د متکي کېدو له لارې د هېوادونو د انرژۍ په خوندي کولو کې زياتوالی راولي، پايښت به يې زيات کړي، ککړتيا به کمه کړي، د نړيوالې تودوخې د کمولو لګښتونه به کم کړي.... دا نړيوالې ګټې دي».[۶]

وړتيا (ظرفيت)

سمول

د ځمکې په پورتني اتموسفير کې د لمريزې وړانګې (انسوليشن) ۱۷۴ پيټ واټه (PW) اندازه تر لاسه کېږي. شا اوخوا ۳۰٪ يې بېرته په تشيال کې انعکاس مومي، په داسې حال کې چې پاتې ۱۲۲ PW په وريځو، سمندرونو اود ځمکې په کتله کې جذب کېږي. د ځمکې په سطحه د لمريزې برېښنا ډېره برخه د ليدو وړ او نژدې قرمز ښکته لړيو کې خپرېږي، د کوم يوه کوچنۍ برخه چې په ماوراء بنفش کې تيتيږي. د نړۍ ډېره برخه ابادي په داسې سيمو کې ژوند کوي، چېرته چې انسوليشن کچه ۱۵۰-۳۰۰ واټه په يو متر مربع کې، يا ۳.۵-۷ کيلوواټه د يو ساعت پر سر/ متر مربع په يوه ورځ کې ده.[۷][۸][۹]

د لمريزې وړانګې غورځېدنه، د ځمکې د سطحې، سمندرونو – کومه چې د نړۍ شا او خوا ۷۱٪ برخه پوښي- او د اتموسفير له خوا جذب کېږي. توده هوا چې له سمندرونو څخه په بخار بدلې شوې اوبه پکې وي پورته کېږي، د اتموسفير د څرخ يا نقل او حرکت لامل ګرځي. کله چې هوا تر ټولو لوړې ارتفاع ته رسېږي، چېرته چې اتموسفير ښکته وي، د اوبو بخار په وريځو کې راټوليږي او هغه بيا د ځمکې په سطحه باران وروي، په دې ډول د اوبو جريان بشپړوي. د ابو راټولېدلو پټه تودوخه د تودوخې لېږد پياوړی کوي او په دې ډول اتموسفيري ښکارندې تولیدوي لکه باد، توپانونه او ګردبادونه. د سمندرونو او وچې ځمکې له خوا جذب شوې د لمر روښنايي سطحه د منځنۍ ۱۴ سانتيګراد تودوخې په اندازه ساتي. د فوټوسينتيسيز عمليې له لارې، شنه بوټي لمريزه انرژي په کيمياوي زېرمه شوې انرژۍ بدلوي، کومه چې بيا خوراک، لرګي او بايوماس پيدا کوي، له کومو چې بیا په خپل وار سره فوسيلي سون توکي راوځي.[۱۰][۱۱][۱۲]

د ځمکې د اتموسفير، سمندرونو او د ځمکنيو کتلو له خوا جذب کېدونکې ټوله لمريزه انرژۍ تقريباً په يو کال کې ۱۲۲ PW ده چې دا مساوي کېږي له =۳۸۵۰۰۰۰ ايکساجولز (EJ) په يو کال کې سره. په ۲۰۲۲ (۱۹۱۹) کې، دا په يو ساعت کې (يو ساعت او ۲۵ دقيقې) له هغې انرژۍ څخه زياته وه چې ټولې نړۍ په يو کال کې کارولې وه. فوټوسيتيسز په بايوماس کې هر کال تقريباً ۳۰۰۰ EJ تر لاسه کوي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

ممکنه لمريزه انرژي چې د انسانانو له خوا کارول کېدای شي، د ځمکې د کرې سطحې ته نژدې د شته لمريزې انرژۍ له اندازې څخه مختلفه ده، ځکه چې جغرافيه، د وخت بدلون، د وريځې پوښښ او د انسانانو د لاسرسي وړ ځمکې په څېر لاملونه د لمريزې انرژۍ اندازه محدودوي، کومه چې موږ کولای شو تر لاسه کړو. په ۲۰۲۱ز کال کې، «Carbon Tracker Initiative» اټکل کړی و چې يواځې له لمريزې انرژۍ څخه زموږ د ټولې انرژۍ د توليد لپاره اړينه ځمکنۍ سيمه ۴۵۰۰۰۰ کيلومتر مربع وه – يا د سويډن هېواد د مساحت په اندازه، يا د مراکش په اندازه، يا د کلفورنيا په اندازه (يعنې د ځمکې د ټول مساحت ۰.۳٪ برخه).[۱۷]

جغرافیه د لمريزې انرژۍ پر وړتيا اغېز کوي، ځکه د استواء ليکې ته نژدې سيمو کې لمريزې وړانګې اندازه کمه وي. په هر حال، د لمر د موقعيت پيروي کونکې فوټوولټيکس کارول د استواء ليکې څخه لرې سيمو کې د لمريزې انرژۍ وړتيا په څرګند ډول زياتولای شي. د وخت بدلون د لمريزې برېښنا په وړتيا اغېز کوي، ځکه د شپې له مخې، د ځمکې په سطحه د لمريزې انرژۍ د تختو د جذب کولو لپاره ډېرې کمې لمريزې وړانګې وي. دا چاره د انرژۍ اندازه محدودوي، کومه اندازه چې لمريزې تختې په يوه ورځ کې جذب کوي. د وريځيو پوښ هم کولای شي د لمريزې تختې پر وړتيا اغېز وکړي، ځکه چې وريځې له لمر څخه راتلونکې رڼا مخه نيسي او د لمريزو حجرو لپاره شته رڼا کموي.[۱۸]

د دې تر څنګ، ځمکې ته لاسرسی (د ځمکې مهيا والی) پر شته لمريزې انرژۍ زيات اغېز کوي، ځکه چې لمريزې تختې يواځې په ځمکه نصب کېدای شي، کومه ځمکه چې په بل حالت کې نا استعمال شوې او د لمريزو تختو لپاره مناسبه وي. بامونه د لمريزو حجرو لپاره مناسب ځايونه دي، ځکه ډېرو خلکو موندلې ده چې هغوی په دې ډول له خپلو کورونو څخه نېغ په نېغه انرژۍ جمع کولای شي. نورې هغه سيمې چې د لمريزو تختو لپاره مناسبې دي، هغه ځمکې دي، چې د سوداګريو لپاره نه کارول کېږي، چېرته چې لمريزې کارخونې جوړېدای شي.[۱۹]

د لمريزې ټيکنالوژۍ خصوصيات ياد فعالو يا د غېر فعالو په توګه بيان شوي دي، تر هغه طريقې پورې اړه لري چې دوی د لمر رڼا نيسي، بدلوي او بيا يې وېشي او په ټوله نړۍ کې لمريزه برېښنا په مختلفو کچو د استعمال وړ ګرځوي، تر ډېره بريده د استواء ليکې څخه په واټن پورې اړه لري. که څه هم له لمريزې انرژۍ څخه موخه په بنستيز ډول د عملي موخو لپاره د لمريزو وړانګو استعمال دی، بيا هم ټولې د نوې کېدو وړ انرژۍ، نورې د ځمکې تودوخې طاقتونه او د مد او جذر طاقتونه، خپله انرژي يا نېغ په نېغه يا په غېر مستقیم ډول له لمر څخه تر لاسه کوي.

په فعالو لمريزو لارو چارو کې په ګټور توليد د لمر د رڼا د بدلولو لپاره فوټو ولټک، متمرکز لمريز طاقت، د لمريزې تودوخې راټولونکي، پمپونه او پکي استعماليږي. په غېر فعالو لمریزو لارو چارو کې د مناسبو تودوخې خصوصياتو سره د موادو انتخاب، په طبيعي ډول د هوا څرخېدونکې ځايونو جوړول او مخ پر لمر د ودانۍ جوړول شامل دي. فعالې لمريزې ټيکنالوژۍ د انرژۍ په مهيا کولو کې زياتوالی راولي او د مهيا کولو اړخيزې ټیکنالوژۍ بلل کېږي، په داسې حال کې چې غېر فعالې لميزې ټيکنالوژۍ د بديلو سرچينو اړتيا کموي او عموماً د غوښتنې اړخيزې ټيکنالوژۍ بلل کېږي.[۲۰]

په ۲۰۰۰ز کال کې، د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام، د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنيزو چارو څانګې او د انرژۍ نړيوالې شورا د ممکنه لمريزې انرژۍ اټکل خپور کړ، کومه اندازه چې هر کال د انسانانو له خوا کارول کېږي، په کومو کې چې انلوسليشن، د وريځې پوښ او هغې ځمکې چې د انسانو له خوا د کارېدو وړ ده، په څېر عوامل يې په نظر کې نيولي وو. له دې اټکل څخه څرګندېږي چې په کلني ډول د لمريزې انرژۍ نړیواله وړتيا له ۱،۶۰۰ څخه نيولې تر ۴۹،۸۰۰ ايجزاجولز ده (د يو ساعت پر سر له 4.4×1014څخه تر 1.4×1016 پورې).[۲۱]

سرچينې

سمول
  1. "Solar Energy Perspectives: Executive Summary" (PDF). International Energy Agency. 2011. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۳ جنوري ۲۰۱۲ باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. "Energy". Royal Society of Chemistry. 2 April 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. "Solar Energy Perspectives: Executive Summary" (PDF). International Energy Agency. 2011. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۳ جنوري ۲۰۱۲ باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Smil (1991), p. 240
  8. "Natural Forcing of the Climate System". Intergovernmental Panel on Climate Change. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. "Radiation Budget". NASA Langley Research Center. 17 October 2006. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ سپټمبر ۲۰۰۶ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Vermass, Wim. "An Introduction to Photosynthesis and Its Applications". Arizona State University. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ ډيسمبر ۱۹۹۸ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Somerville, Richard. "Historical Overview of Climate Change Science" (PDF). Intergovernmental Panel on Climate Change. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۶ نومبر ۲۰۱۸ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Smil (2006), p. 12
  14. Morton, Oliver (6 September 2006). "Solar energy: A new day dawning?: Silicon Valley sunrise". Nature. 443 (7107): 19–22. Bibcode:2006Natur.443...19M. doi:10.1038/443019a. PMID 16957705. S2CID 13266273. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Lewis, N. S.; Nocera, D. G. (2006). "Powering the Planet: Chemical challenges in solar energy utilization" (PDF). Proceedings of the National Academy of Sciences. 103 (43): 15729–35. Bibcode:2006PNAS..10315729L. doi:10.1073/pnas.0603395103. PMC 1635072. PMID 17043226. لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۰۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. "Energy conversion by photosynthetic organisms". Food and Agriculture Organization of the United Nations. لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۰۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Bond, Kingsmill (April 2021). "The sky's the limit" (PDF). epbr. Carbon Tracker Initiative. مخونه 6. خونديځ (PDF) د اصلي څخه April 30, 2021. لاسرسي‌نېټه October 22, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. "Energy and the challenge of sustainability" (PDF). United Nations Development Programme and World Energy Council. September 2000. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۲ نومبر ۲۰۲۰ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. "Energy and the challenge of sustainability" (PDF). United Nations Development Programme and World Energy Council. September 2000. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۲ نومبر ۲۰۲۰ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Philibert, Cédric (2005). "The Present and Future use of Solar Thermal Energy as a Primary Source of Energy" (PDF). IEA. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. "Energy and the challenge of sustainability" (PDF). United Nations Development Programme and World Energy Council. September 2000. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۲ نومبر ۲۰۲۰ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)