لغمان جریده

لغمان جریده لغمان جريده په ١٣٨٥ لمريز کال کې تاسيس شوې، چې د لغمان ولایت د اطلاعات او کولتور رياست په چوکاټ کې فعاليت کوي. دغه جريده په مياشت کې يو وار زر ګڼې چاپيږي چې د لغمان ولايت په ټولو ولسواليو کې وېشل کېږي، مطالب يې ټول په ټولنيزو، ادبي او فرهنګي برخو را څرخي. مسوول مديريې دواجان هدايت دى او د امتياز څښتن يې د اطلاعات او کولتور رياست دى.