گرشک يا د هلمند پخوانۍ پلازمېنه!!! دغه ولسوالي چي مرکزيې گرشک او بشپړه سيمه يې په نهرسراج ياديږي دافغانستان تر نامه هم مشره ده هغه مهال چي افغانستان په خُرسان يادېدی هم دې سيمي دگرشک دنوم وياړ ځانته گټلی و. دگرشک ولسوالۍ مساحت ۱۶۹۲ کيلومتره مربع دی دپخوانۍ سرشمېرني له مخي د دې سيمي دوگړو شمېر ۱۶۵۰۰ ته رسېدی چي ښايي دغي شمېرې اوس تر پخوا ډېروالی موندلی وي . گرشک دهلمند ترنورو ولسواليو لمړۍ درجه لري ديوه روايت له مخي دگرشک ټول کلي د ۴۸ او ۴۷ په شاوخواکي دي خودنورو مالوماتو پر بنسټ ددې سيمي ټول کلي ۲۰۷ دي چي دډېرو په اټکل کېدای سي دغه مالومات صحي وي . دگرشک ولسوالۍ لويه وياله چي په سنگين کي دهلمند د سيند څخه سرچينه اخلي د نهرسراج سيمه پرې خړوبېږي ددغي ويالې دجوړوني چاري دامير حبيب الله خان دواکمنۍ پرمهال بشپړي سويدي اوخپله دگرشک وياله چي د۱۳۱۴ لمريز کال دجوزا دمياشتي پر شپږويشتمي نېټه يې رسمي پرانستنه شوې دنژدې شاوخوا سيمي خلگ يې دابو څخه گټه اخلي .

دسربند څخه تر گرشک پوري په ۸۵ کيلومترۍ کي ارته بُغرا پرته ده ددې بُغرا د کانال چاري دموريسن نوديسن (Murisan Nodisan )په نوم د يوې امريکايي کمپنۍ له خواپه ۱۳۲۹ لمريز کال کي بشپړې شوي دي دغه بُغرادگرشک تر بازار پوري په اته کيلومتره وږدوالي کي ځای لري او دبل روايت پراساس دوه کيلومتره اوږدوالی لري پردې بُغرا دبرېښنا يوه فابريکه هم فعاليت کوي چي شاوخاو ۴۵۰۰/ کيلواټه برېښنا وړاندي کوي دگرشک بازار اونژدې سيمه يې په څراغونو ښايسته کړې ده :

دغه فابريکه هغه مهال غښتلې برېښنا جوړوي کله چي بُغرا دپرېمانه اوبو څخه ډک وي خو داوړي په موسم کي چي کله پر بُغرا له لويه سره اوبه لږي سي ددې سيمي خلگ دشپې پرمهال دڅراغونو لگولو لپاره دبُغرا اوبه له سهار څخه بيا تر ماښام پوري ډنډه وي تر څو دشپې مهال اوبه ډېري سي او برېښنا سپينه وړاندي سي . پربُغرا پروت پًل دکندهار او هرات ترمنځ اوږده لاره هم سره مښلوي چي ددې ارزښت گرشک ته يو ستراتيژيک اهميئت وربخښلی دی

گرشک ولسوالي د هلمند يوه له هغو ولسواليو څخه ده چي له يوې خوا لرغونتوب لري او له بله پلوه ددې ولسوالۍ خلگ دعصرې زمانې سره هم ښه بلديت لري . د گرشک شمال ختيځ لوري ته دکاکړانو او اسحاقزو قو مونه مېشت دي او جنوب لوېديځ لوري ته يې دنورزو او بارگزو کلي پراته دي .

کله چي لوی کندهار او هلمند نه وو سره جلاسوي يعني هلمند دکندهار په ولايت ورگډ و هغه مهال گرشک دهلمند دسيمي او په دغه ځای کي دکندهار دحکومت پلازمېنه بلل کېدله دگرشک دهغه مهال اداره داعلی حکومت په نامه يادېدله يعني( لوړ پوړې اداره) ښايي په دې ځای کي دکندهار دحکومت مشرانواو لوړپوړو چارواکو ډېر مهال تېر کړی وي .

کله چي په ۱۳۴۳ لمريز کال کي هلمند دکندهار څخه دبېل ولايت ځانگړتيا تر لاسه کړه لښکرگاه دهلمند پلازمېنه او دولايت مخکنی مرکز (گرشک) دولسوالۍ په توگه و ټاکل سوه : او هغه مها چي په لوی کندهار کي دنائيب الحکومت اداره چلېدله گرشک هم ځانته دحاکم په نوم مشر وټاکی اوداسيمه د ولايت ديوې ولسوالۍ په نامه ونومول سوه پردې مهال دگرشک ډېري برخي دکليو او کورونو پرځای سپېرې دښتي وې .

دگرشک بازار دشمال ختيځ خواته پرښه اساسي ډول جوړسوی دی که څه هم ښاريې ډېر پراخ نه دی خو بيا هم سمو څلور لارو، دتوکواساسي، پلورنځايونو او پرواټونو دبرېښنا لگول سو ستنوښايست ورته گټلی دی ددې بازار لوېديځ لوري ته پرلوړو غونډيو هم دخلگو اوسېدنځايونو ،ياکورنو جوړسويدي چي پرليدو يې دسړي سترگوته لرغونتوب راڅرخي نهرسراج چي مرکز يې گرشک دی دلښکرگاه شمال لوېديځ لوري ته شاوخوا په (30) کيلومترۍ کي پرته ولسوالي ده چي په سلوکي څلوېښت وگړي يې په سوداگريزو چارو او بوخت دي او نور يې دکرني دبرخي سره اشنايان دي چي له دې ډلي څخه په گرشک کي غنم،جوار،مالوچ(پنبه) لوبيا اوداسي نور نباتات کرل کيږي .

گرشک رڼو ،او مستو اوبو هم ښه شمتنه کړې ده ددې ولسوالۍ پرزړه سپرې بُغرا له يوې خوا خلگو ته پرېمانه اوبه رسولي ا و له بله پلوه يې دگرشک بازار ته هم ښايښت په برخه کړی دی په دې سيمه کي انار،انگور، زردالو،مڼې، اوداسي نوري مېوې هم رسېدل کولی سي .

دافغانستان دلنډ مهالي ادارې په راتگ سره گرشک ته هم نوی ځواک جوړسو او دڅوکلونو په تېرېدو سره دا سيمه ترپخوا هم ورغول سوه : نور بيا......................