لرغونی نړیوالتوب

لرغوني نړیوال کېدل د نړیوال کېدلو په تاریخ کې یو پړاو دی چې په دودیز ډول د لومړنیو تمدونونو له مهال څخه نږدې تر ۱۶۰۰ پېړۍ پورې د نړیوالتوب پېښو او پرمختګونو ته اشاره کوي (ورپسې دروې د مدرن یا لومړني نړیوالتوب په نوم یادیږي) لرغونی نړیوالتوب د ټولنو او دولتونو تر منځ اړیکې او په سیمه ییزه او نړیواله کچه يې د نظریو او ټولنیزو ناخوالو په واسطه د جغرافیایي پراختیا د رامنځته کولو ډول تشرېح کوي.[۱]

ایالتونو یو بل ته څېرمه په نږدې‌والي له نورو سره په سوداګري او متقابل عمل پیل وکړ تر څو د خپلې خوښې وړ توکو چې مجلل/ لوکس بلل کېدل د ترلاسه کولو لپاره یوه لار پرانیزي. دا سوداګري د مذهبي، اقتصادي جوړښتونو او سیاسي اېډيالوژیو د پراختیا لامل شوه. سوداګر له ناڅرګندو لارو له نورو سره ونښلول شول او له هغو لارو څخه خبر شول. اوسني یا مدرن نړیوال کېدل له لرغوني نړیوالتوب سره په ډېره کوچنۍ کچه د پرتلې وړ دي. دې نه یوازې نورو سیمو ته د توکو تجارتي مال د پرختیا اجازه ورکړه بلکې خلکو ته یې د نورو فرهنګونو د تجربه کولو اجازه هم ورکړه. هغو ښارونو چې په سوداګرۍ کې یې برخه اخیسته د سمندري کرښو، سیندونو او د لویو ځمکنیو سوداګریزو لارو له لارې چې ځینې یې په لرغوني دور کې کارول کېدې له یو بل سره نښلول شوي وو. سوداګري د جغرافیه یی موقعیت پر بنسټ ووېشل شوه. د څنډو د ځایونو تر منځ مرکزونو ته په پام «په حجم کې بېل‌ووالی» او لرې فاصلو کې پرتو بازارونو ته د لېږدوونکو توکو لپاره د تبادلې ځایونه. په دې مهالنۍ دوره فرعي سیستمونه تر اوس مهال ډېره په‌خپلو پښو ولاړ وو او له دې امله د ورځني ژوند لپاره يې له يو بل سره لږ تړاو درلود. په داسې حال چې له لرې لارې سوداګري له ډېرو ازمویښتونو او خطرونو سره مل وه، لا یې هم په دې لومړنۍ مهالنۍ دوره کې دوام درلود. له بل سره د نښتې د سوداګرۍ سیستم ۸ فرعي سیستمونه لرل چې په درېیو لویو مدارونو کې په ډلو وېشل شوي وو چې د لویديځې اروپا، منځني ختيځ او لرې ختيځ مدارونه په‌کې شامل وو. په سوداګري کې دا متقابلې اړيکې د ډېرو نظریو او د اړیکو جوړولو لپاره د لومړني تمدن لار وه چې د مدرن نړیوالتوب لامل شوه او ننۍ ټولنې ته يې د نویو جنبو اجازه ورکړه. [۲]

د نړیوالتوب تعریف

سمول

نړیوال کېدل د سیمو او افرادو تر منځ د تړاو د زیات‌والي پروسه ده. په ټوله نړي کې په نړیوالتوب کې اقتصادي، تېکنالوژيکي، سیاسي، ټولنیزې او فرهنګي اړيکې او اقدامات شامل دي. د «لرغوني» اصطلاح کولی شو د لومړنیو ايډيالانو او کارکړنو په توګه تشرېح کړو چې يو وخت په ټولنه کې څرکنده وه خو ښايي د وخت په تېرېدو له منځه تللې. 

د نړیوالتوب لپاره درې بنسټيز د اړتیا وړ شرطونه شته. لومړنۍ د ختيځ نظریه ده چې دا ښيي چې لویدیځو دولتونو څه ډول له ختيځ څخه زده کړل شوي اصول را اخیستې او پلي کړي يې دي. د ختيځ له نظریو پرته لویديځ نړیوالتوب په دې توګه نه شوی راڅرګندېدلی. دویم يې فاصله/ واټن ده. په نړيواله کچه د دولتونو تر منځ متقابلې اړيکې نه وې او غالباً پر اسیا، د افریقا شمال، منځني ختيځ او د اروپا پر ځينې برخو محدودې وې. له لومړني نړيوال‌توب سره د دولتونو اړیکې له لرې پرتو هېوادونو سره ستونزمنې وې. په پای کې د تېکنالوژۍ پرمختګ دولتونو ته دا امکان ورکړ چې له نورو يې زده کړي او د نړیوالتوب بل پړاو پېښ شو. د متقابلې وابستګۍ درېیمه اړيکه نظم او ثبات و. که یو دولت له بل سره تړاو ونه لري یو پر بل د دوی د متقابل اغېز د شیندلو لپاره هيڅ بله لار نه‌شته. دا د اړیکو او نړیوالې سوداګرۍ له محرکه قوو څخه یوه ده. له دې دواړو څخه د هېڅ یو پرته نړیوالتوب په راڅرګنده شوې بڼه نه شوی راڅرګندېدلی او دولتونه به همداسې  په‌خپلو سرچینو او تولیداتو پورې تړلي وو. دا د لومړني نړیوالتوب اړوند یوه نړیواله نظریه ده. داسې استدلال کېږي چې لرغونی نړیوالتوب مدرن نړيوالتوب ته په ورته طریقه عمل نه کوي ځکه دولتونو د نن په کچه له نورو سره تړاو نه درلود. [۳][۴]

سرچينې

سمول
  1. Martell, Luke (2010). The Sociology of Globalization. Policy Press. p. 45.
  2. Abu-Lughod, Janet (1991). Before European Hegemony. Oxford University Press. p. 33.
  3. Martell, Luke (2010). The Sociology of Globalization. Polity Press. p. 47.
  4. Martell, Luke (2010). The Sociology of Globalization. Polity Press. p. 48.