لا ټيني (La Tène) کلتور


a Tène کلتور(/ləˈtɛn/; French pronunciation: ​[la tɛn]) د اروپا د اوسپنې دورې يو کلتور و. ياد کلتور د اوسپنې دورې د وروستيو پر مهال (له ميلاد څخه د نږدې ۴۵۰ کلونو څخه مخکې لومړۍ پېړۍ کې د روم تر نيونې ( فتحې) پورې) رامنځته او وغوړېد، چې له کوم څرګند کلتوري ځنډ نه پرته د اوسپنې دورې په لومړيو کې د Hallstatt کلتور څخه وروسته له روم څخه مخکې Gaul کې د Etruscans په نوم له يونانيانو څخه د پام وړ مديترانه يي نفوذ او Golasecca کلتور لاندې يې وده وکړه، مګر هنري ډول يا سبک يې سره له دې هم پر دې مديترانه يي اغېزو او نفوذ باندې تکيه ونه کړه. [۱][۲][۳]

د La Tène کلتور ځمکنۍ پراختيا له هغو سيمو سره سمون لري، چې اوسمهال فرانسه، بلجيم، سويس، استريا، انګلينډ، سويلي جرمني، د چک جمهوريت، د شمالي او مرکزي ايټاليا ځينې برخې، سلوانيا او هنګري او د نيدرلينډ، سلواکيا، صربستان، کروشيا، ترانسلوانيا (لويديځه رومانيا) او Transcarpathia (لويديځ اکراين) ته ګاونډ برخې دي. د لويديځ Iberia سيلټيبيرين اوسېدونکو (Celtiberians) د ياد کلتور زيات اړخونه ګډ او شريک کړل، که څه هم په عمومي ډول يې هنري ډول او سبک ګډ نه کړ. شمال لوري ته د شمالي جرمني د Jastorf کلتور په ګډون د شمالي اروپا له روم څخه مخکې د اوسپنې معاصرې دورې او په کوچنۍ اسيا (نننۍ ترکيه) کې د Glaltia کلتور پراختيا وکړه. [۴][۵][۶][۷][۸][۹]

پر لرغوني Gaul باندې متمرکز La Tène کلتور خورا پراخ شو او د سيمه یيزو توپيرونو يو پراخه ډول رانغاړي. ياد کلتور زياتره له پخوانيو او ګاونډو کلتورونو څخه د سيلټيکي هنر د La Tène سبک له مخې په اصلي ډول بېلېږي، چې په تاوېدونکي ډول د کږلون “swirly” سينګار په ځانګړي ډول د فلزي کار په واسطه ځانګړی کېږي. [۱۰]

ياد کلتور په سويس کې د Nuchatel جهيل شمال لوري ته د La Tène د ډول او سبک ځای په نوم نومول شوی دی، چې په ياد جهيل کې په زرګونو شيانو رسوب کړی او زېرمه شوي وو او په ۱۸۷۵ ز کال کې وروسته له هغې وموندل شول، چې د اوبو اندازه ښکته شوه. La Tène د ډول يوه ساحه يا ځای او هغه اصطلاح ده، چې لرغون پېژندونکي يې د ياد کلتور او د لرغوني سيليټانو [د هند او جرمن کورنۍ ژبې] هنر وروستۍ دورې لپاره کاروي چې په کلکه نامتو ادراک کې ځای لري، مګر د تاريخپوهانو او لرغون پېژندونکو لپاره ګڼې ستونزې وړاندې کوي. [۱۱][۱۲]

د سوداګرۍ سمول

د سوداګرۍ له لارې پراخه اړيکې په باندنيو شيانو کې پېژندل شوي دي، چې د بډايه وګړو په کورونو کې زېرمه شوي دي. د La Tène مادي کلتور باندې د سبک اغېزې په Etruscan، ايټالوي، يوناني، Dacian او سکايي (Scythian) سرچينو کې پېژندل کېدلی شي. د نېټې وړ يوناني خاورين لوښي او شننه چې له علمي لارو چارو لکه dendrochronology او thermo luminescence څخه ګټه پورته کوي، په ځينو La Tène سيمو يا برخو کې د پېښو يا نېټو د ليکلو يو بشپړ علم لپاره د نېټې د لړيو په چمتو کولو کې مرسته کوي.

La Tène تاريخچه د فلز موندنو (Otto Tischler 1885) د سبک پېژندنې پر بنسټ پر لومړني، منځني او وروستيو پړاوونو باندې وېشل شوې ده، چې د روم په نيواک سره دا کلتور خورا مات شو، که څه هم زيات عناصر په Gallo-Roman او Romano-British کلتور کې پاتې دي. يو پراخ کلتوري يووالی له ټولنيز سياسي يو ځای کوونکي جوړښتونو سره موازي نه و او تر هغې اندازې چې مادي کلتور په ژبني ډول سره تړل کېدلی شي، بحث کېږي. د La Tène کلتور د هنر تاريخ د دوره بندۍ بېلابېلې نقشې او پلانونه لري. [۱۳][۱۴]

د لرغون پېژندنې دوره له اوس نه په څلورو فرعي دورو باندې وېشل شوې ده. [۱۵]

Date Reinecke (1902) Tischler (1885)
450–380 BC La Tène A La Tène I
380–250 BC La Tène B La Tène I
250–150 BC La Tène C La Tène II
150–1 BC La Tène D La Tène III

تاريخچه سمول

د Hallstatt کلتور وړاندوينی وروستی پړاو (HaD ۶۵۰ ميلادي څخه تر، له ميلاد څخه مخکې تر ۴۵۰ کالونو پورې) هم په ټوله مرکزي اروپا کې خپور شوی و او په دې سيمه کې لېږد يې پرله پسې و، چې د La Tène سبک د بډايه لاسي صنعتونو له لارې په اصلي ډول موندل شوی و، چې په لومړي ځل د پخوانۍ يا لرغونې Hallstatt سيمې په لويديځه څڼډه کې راڅرګند شو. که څه هم د هغه کره سيمې په اړه هوکړه نه شته چې La Tène کلتور په کې رامنځته شوی دی، مګر د عمومي نظرياتو يوه پراخه هوکړه او سمون دا دی، چې د ياد کلتور مرکز د Hallstatt کلتور پر شمال لويديځو څنډو باندې د الپ غرونو په شمال کې، لويديځ کې د Marne او Moselle درو تر منځ او د Rhineland په نږدې برخه کې پروت دی. په ختيځ کې په معاصره باويريا (Bavaria)، چکوسلواکيا (Czechia)، اطريش (Asteria) او سويس (Switzerland) کې د لرغونې Hallstatt هستې لويديځ پای د La Tène کلتور په لومړنۍ دوره کې د «ختيځ سبک ولايت» په نوم يو څه بېل [کلتور] جوړ کړ، چې په Alsace (الزاس) کې له لويديځې سيمې سره يو ځای کېږي. [۱۶]

په ۱۹۹۴ ز کال کې له ميلاد څخه د مخکې ۵ پېړۍ د لومړيو د اشرافو يا بډايه قبر سيمو يوه نمونه يي ډله د Frankfurt-am-Main شمال ختيځ کې د Hesse په Glauberg کې وکېندل شوه، چې دا هغه سيمه وه چې پخوا د La Tène څانګې يا کرې دويمي يا څنګ وزمې سيمه ګڼل کېده. په خپله په La Tène کې ياد ځای د همدې له امله د اصلي «هستې» سيمې سويلي څنډې ته نږدې و (لکه څرنګه چې د Hallstatt د هستې لپاره هم ورته حالت دی). [۱۷]

د فرانسې پر مديتراني ساحل باندې په Massalia (اوسني مارسيليس Marseilles) کې د يونان د مستعمرې منځته راتګ ژر او په خورا برياليتوب سره د Rhone او Saone سيند نظامونو څخه پورته له Hallstatt سيمو سره د سترې سوداګرۍ لامل شو او لکه په Burgundy کې د Vix Grave غوندې د La Tène د لومړي پړاو د اشرافو قبرونه په سيمه ييز ډول د توليد شويو لاسي صنعتونو تر څنګ وارد شوي ځلېدونکي شيان لري. زياتره سيمې ښايي د قومي مشرانو له لورې اداره کېدلې، چې د غونډيو پر سر کلاګانو (Hilltop forts) کې يې ژوند کاوه، په داسې حال کې چې د نفوس لويه برخه په کوچنيو کليو يا د هېواد د څنډو په کروندو کې اوسېدل. [۱۸]

له ميلاد څخه مخکې ۵۰۰ کال کې Etruscans په شمالي ايټاليا کې Celts پولې ته وغځېدل او د الپ غرونو په اوږدو کې سوداګرۍ له يونانيانو سره د سوداګرۍ په پلي کولو پيل وکړ او د Rhone لارې ارزښت راټيټ شو. په ارزښتناکو سيمو کې د اوسپنې د پراخه زېرمو په لرلو سره د منځنی Rhine سيمه، Marne او Champagne سيمې او همدارنګه Bohemia سيمه شاملې دي، که څه هم په دې سيمو کې له مديترانه يي سيمې سره سوداګري لږه مهمه وه. سوداګريزو اړيکو او شتمنۍ له شک پرته د La Tène سبک په اصليت کې يوه برخه ولوبوله، که څه هم د برخې د څومره والی لا هم د خورا بحث موضوع ده. له مديرتانې څخه تر لاسه شوي ځانګړې اصلي بڼې او شکلونه څرګند دي، مګر نوی ډول پر دوی باندې تکيه نه کوي. [۱۹]

Barry Cunliffe د La Tène کلتور ځای په ځای کوونه [نېټه ټاکنه] له ميلاد څخه مخکې د ۵ پېړۍ پر مهال هغه وخت يادوي، چې د واک او نوښت دوه سيمې رامنځته شوې: په لويديځ کې د Marne-Moselle سيمه چې د مرکزي الپاين له بندرونو او Golasecca کلتور له لارې يې له Po Valley سره سوداګريزې اړيکې درلودلې. دويمه سيمه په ختيځ کې د Bohemian په نوم وه چې له ادرياتيک (Adriatic) سره يې د ختيځ الپ له لارو او Venetic کلتور له لارې بېلې اړيکې درلودلې. [۲۰]

La Tène کلتور له خپل ټاټوبي څخه له ميلاد څخه مخکې څلورمه پېړۍ کې د بېلابېلو سترو کډواليو په دوره کې د معاصرې فرانسې، جرمني او مرکزي اروپا، له هسپانيا څخه هاخوا، شمالي او مرکزي ايټاليا، بالکانونو او ان کوچنۍ اسيا ته وغځېده. د La Tène سبک لاسي صنعتونو په نږدې ورته وخت کې په بریتانيا او لږ څه وروسته ايرلينډ کې راڅرګندېدل پيل کړل. [۲۱][۲۲]

سرچينې سمول

  1. Sarunas Milisauskas, European Prehistory: a survey, p. 354
  2. Venceslas Kruta, La grande storia dei Celti. La nascita, l'affermazione, la decadenza, (Newton & Compton), Roma, 2003 کينډۍ:ISBN, a translation of Les Celtes, histoire et dictionnaire. Des origines à la romanisation et au christianisme, Robert Laffont, Paris, 2000, without the dictionary
  3. McIntosh, 89-91
  4. McNair, Raymond F. (22 March 2012). Key to Northwest European Origins. Author House. د کتاب پاڼې 81. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4685-4600-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Vitali, Daniele (1996). "Manufatti in ferro di tipo La Tène in area italiana : le potenzialità non-sfruttate". Mélanges de l'École Française de Rome. Antiquité. 108 (2): 575–605. doi:10.3406/mefr.1996.1954. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. The La Tène culture was present in the southwestern part of Slovakia, bordering on or overlapping with the Púchov culture of north/central Slovakia.
  7. Mócsy, András (1974). Pannonia and Upper Moesia. A History of the Middle Danube Provinces of the Roman Empire. Translated by S. Frere. Routledge & Kegan Paul. ISBN 978-0-7100-7714-1.
  8. Croatia was part of the Eastern Hallstatt zone, and the Illyrians of classical antiquity were culturally influenced both by Celtic (La Tène) and by Hellenistic culture.
  9. G. Kazakevich, "The La Tène culture of the Trans-Carpathian area: Is the migration model still relevant?", UDK 94(477.87:364): "The only region of the present day Ukraine where the La Tène sites are sufficiently widespread is the Trans-Carpathian area which lies south-westwards of the Carpathian mountains."
  10. Garrow, Ch 1 and 2
  11. Or just "La Tene" in English. More rarely also spelt "Latène" (especially in French adjectival forms) or "La-Tène". In German Latènezeit or La-Tène-Zeit equate to "La Tène culture"
  12. Megaw, 9-16; Green, 11-17
  13. Megaw, 228-244
  14. Laing, Chapter 3, especially 41-42
  15. Sabine Rieckhoff, Geschichte der Chronologie der Späten Eisenzheit in Mitteleuropa und das Paradigma der Kontinuität Archived 2020-07-13 at the Wayback Machine., Leipziger online-Beiträge zur Ur- und Frühgeschichtlichen Archäologie 30 (2008).
  16. Megaw, 51
  17. Mystery of the Celts Archived 15 January 2010 at the Wayback Machine.
  18. McIntosh, 89
  19. McIntosh, 89-91
  20. Cunliffe 1997:66.
  21. Green, 26
  22. Garrow, chapter 2; Laing, chapter 4; Megaw, chapter 6