لايم ناروغي، يا لايم بورېليوسېز,[۱] يوه انتاني ناروغي ده چې د بورېليا باکټريا درې بېلابېل توکمونه د دغې ناروغۍ سبب گرځي.[۲][۳] د امريکا په متحده ايالاتو کې د بورېليا بورگدورفېري سېنسو سټريکټو[۴] توکم د لايم ناروغۍ اصلي سبب دی، خو په اکثرو اروپايي هېوادونو کې بيا د بورېليا افزېلي او بورېليا گاريني باکټرياگانې دغه ناروغي رامېنځ ته کوي. دا ناروغي د امريکا د متحده ايالاتو د يو ښارگوټي لايم نه خپل نوم اخيستی، لايم د کونېټيکټ ايالت هغه ښارگوټی دی چې د لومړي ځل لپاره د دغې ناروغۍ گڼ شمېر پېښې رامېنځ ته شوې او په ۱۹۷۵ ز. کال کې په همدې ښارگوټي کې دا ناروغي وپېژندل شوه. خو په ۱۹۷۸ ز. کال کې الېن سټيير پوهېده چې د لايم ناروغي د گونگټې زېږنده يوه ناروغي وه، د دغې ناروغۍ د پېښېدلو سببونه تر ۱۹۸۱ ز. کال پورې يوه معما وه خو کله چې د بورېليا بورگډورفيري باکټريا د ولي بورگډورفيري لخوا وپېژندل شوه نو د دغې ناروغۍ سببونه هم څرگند شول.

هغه گونگټه چې د لايم د ناروغۍ سبب کېږي

لايم ناروغي د شمالي نيم کرې د گونگټو نه زېږېدونکې تر ټولو عامه ناروغي گڼل کېږي. کله چې يوه گونگټه، انسان، وچيچي نو د بورېليا باکټريا چې د گونگټو په ناړو کې وي، د وگړي د وينې بهير ته لار پيدا کوي او روغ وگړی ناروغه کوي. هېره دې نه وي چې يوازې د آکسوډېس د توکم گونگټه چې د بوريليا باکټريا کوربنه وي انسان ته دا حالت پېښوي.[۵] د دغې ناروغۍ لومړنۍ نښې نښانو کې تبه، سرخوږی، ستړيا، خپگان او ايريتېما ميگرانز (يو ډول جلدي سره ټپونه چې دايروي شکل لري) شمېرل کېږي. که چېرته دا حالت بې درملنې پاتې شي نو په ځنډنيو نښو نښانو کې د بندونو، زړه او مرکزي عصبي سيستم علايم شامل دي. د دغې ناروغۍ په اکثرو قضيو کې انتان او د ناروغۍ علايم د انتيبيوتيکو تر درملنې وروسته له مېنځه ځي، په ځانگړې توگه که دا ناروغي په لومړنيو پړاوونو کې تر درملنې لاندې ونيول شي.[۶] په ځنډ درملنه او يا هم نامناسبه او ناکافي درملنه د نورو جدي علايمو د رامنځ ته کېدو سبب گرځي، چې په دغو کې معيوب کونکي او نور وران حالتونه دي چې درملنه يې ستونزمنه کېږي.[۷]

سرچينې

  1. Bolognia JL (2007). Dermatology: (الطبعة 2nd). St. Louis: Mosby. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4160-2999-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Samuels DS; Radolf, JD, المحرر (2010). Borrelia: Molecular Biology, Host Interaction and Pathogenesis. Caister Academic Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-904455-58-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المحررون (link)
  3. Ryan KJ; Ray CG, المحرر (2004). Sherris Medical Microbiology (الطبعة 4th). McGraw Hill. د کتاب پاڼي 434–37. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8385-8529-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Hu, Linden (2009). "UpToDate". UpToDate. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); |chapter= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Johnson RC (1996). "Borrelia". Baron's Medical Microbiology (Baron S, et al., eds.) (الطبعة 4th). Univ of Texas Medical Branch. PMID 21413339. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-9631172-1-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Cairns V (2005). "Post-Lyme borreliosis syndrome: a meta-analysis of reported symptoms" (PDF). Int J Epidemiol. 34 (6): 1340–1345. doi:10.1093/ije/dyi129. PMID 16040645. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)