لائوس په رسمي ډول د لاو د خلکو دیموکراتیک جمهوریت، يو سوسياليستی دولت او په سويل ختيځ کې يوازینی په وچې پورې تړلی هيواد دی. د اندوچيني ټاپووزمي په زړه کې، د لائوس شمال لويديځ ته ميانمار او د چين د خلکو جمهوريت، ختيځ ته يي ويتنام، سويل ختيځ ته يي کمبوديا او لويديځ او سويل لويديځ ته یی ټايلنډ پروت دی. پلازمینه او لوی ښار يي وينټين دی.[۱][۲]

اوسنۍ لائوس خپل تاریخي او کلتوري هویت لان ژانګ سره تړلی بولي، چې ۱۴ پیړۍ څخه يي تر ۱۸ پیړۍ پورې په سویل ختیځه آسیا کې، د لویو سلطنتونو په توګه يي شتون درلود. د لائوس سلطنت په سویل ختیځ آسیا کې د مرکزي جغرافیایي موقعیت له امله، د ځمکې د سوداګرۍ لپاره یو مرکز وګرځید. له اقتصادي او کلتوري پلوه بډایه شو. د داخلي شخړو څخه وروسته، لان ژانګ په دریو جلا سلطنتونو؛ لوانګ فرابنګ، وینټین او په چمپاسک وويشل شو. په ۱۸۹۳ ز کال کې، درې سیمې د فرانسوي حمايت لاندې راغللې او متحد شول چې اوس د لائوس په نوم پیژندل کیږي. لائوس په لنډ وخت کې د جاپان له نیولو وروسته په ۱۹۴۵ ز کې خپلواکي ترلاسه کړه خو د فرانسې لخوا بیا استعمار شوه. وروسته يي په ۱۹۴۹ ز کې خپلواکي ترلاسه کړه. له خپلواکۍ وروسته، کورنۍ جګړه پیل شوه، د شوروي اتحاد په ملاتړ د کمونستانو مقاومت، د پاچاهۍ پر وړاندې جګړه پیل شوه، چې وروسته د امریکا په ملاتړ د پوځي رژیمونو تر اغیز لاندې راغی. وروسته له هغه چې په ۱۹۷۵ کې د ویتنام جګړه پای ته ورسیده، کمونیست پاتیت لاو واک ته ورسیده، کورنۍ جګړه پای ته ورسیده. لاوس بیا په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد تر منحل کېدو پورې په پوځي او اقتصادي مرستو ولاړ و.[۳]

لائوس د آسیا آرام سمندرګي د سوداګرۍ تړون، آسیان، د ختیځ آسیا سرمشریزې، او لا فرانکوفوني غړی دی. لائوس په ۱۹۹۷ ز کال کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب لپاره غوښتنه وکړه؛ د ۲۰۱۳ ز کال د (فبروري په ۲مه) بشپړ غړیتوب ورکړل شو. لائوس یو ګوندي سوسیالیستي جمهوریت دی، چې د مارکسیزم – لینینیزم ملاتړ کوي او د لاو د خلکو د انقلابي ګوند له خوا اداره کیږي، چې لاندې غیر دولتي سازمانونه په منظم ډول د هیواد د بشري حقونو تاريخچه  ضعیفه بولي، لکه ناوړه ګټه اخيستل  شکنجه، د مدني آزادیو محدودیتونه او د اقليت ځورونې ته اشاره کوي.[۴]

په ټيټو سيمو کېې په سیاسي او کلتوري توګه د لاو خلک د نفوس 53.2٪ جوړوي. د مون خمیر ډلې، همونګ، او نور ځایي قبیلې په غرونو او د‌ غرونو په لمنو کې ژوند کوي. د لائوس ستراتيژی د پراختيا په موخه د سيندونو څخه د برېښنا په توليد او په ګاونډيو هيوادونو لکه ټايلنډ چين او ويتنام باندي د برېښنا په پلورلو ولاړ دی. او همداراز د "ځمکې نښلونکې" هیواد دی چې د څلورو نويو د ريل لارو په واسطه څرګنديږي. چې لائوس له ګاونډيو هيوادونو سره نښلوي. لائوس د اقتصاد له نظره د نړیوال بانک لخوا د سویل ختیځ آسیا او آرام سمندر ترټولو ګړندۍ وده کونکي هيواد په توګه پیژندل شوی چې له 2009 ز کال راهیسې د کلني ناخالص تولید په اوسط ډول ۷،۵٪ ده.[۵][۶][۷][۸]

کلتور

تيراويدا بودیزم د لاو په کلتور کې یو برلاسۍ قدرت دی. دا په ټول هیواد کې خپور دی، په ژبه، معبدونو ، هنرونو او ادبیاتو کې څرګند شوی دی. د لاو کلتور ډیری عناصر د بودیزم څخه مخکې دي. د مثال په توګه، لاوتیاین موسیقي د خپلې ملي موسیقۍ آله له خوا چي د بانس دخولې يو ډول ارګان دی چې خاين نوميږي تسلط شوی ده. چې تاریخي اصل لري. خاين په دودیزه ډول سندرغاړي له مور لام سره چې د لوک موسقۍ غالبه بڼه ده يو ځای کوي.

وریځې  یې یو عمده خواړه دي. د لاو خلکو لپاره کلتوري او مذهبي اهمیت لري. په عمومي ډول سريخې ویځو ته د ياسمين وریځو په پرتله ارزښت ورکول کیږی، او د سريخو وریجو کښت او تولید په لائوس کې شروع شوي دي. په مختلفو چاپيريالونو او ډيرو قومونو کې د وریجو د تولید سره ډیر دودونه او رواجونه شتون لري. د بېلګې په توګه: په لوانګ پرابنګ کې د خامو کروندګرو د مړو پلرونو په یاد کې د فارم کور تر څېرمه یا د وریجو په څنډه کې د وریجو ډوله په لږ مقدار کې کري ترڅو دا وښیې چې مور او پلار يي لا ژوندي دي.[۹]

سینه دودیزه جامې دي، چې د لاو میرمنو له خوا په ورځني ژوند کې اغوستل کیږي. دا د لاسي اوبدلو ورېښمو لمن ده، چې کولی شي هغه ښځه وپیژني چې په مختلفو شکلونو یې اغوندي.

سینما

په ۱۹۷۵ ز کال کې، د لاو پي ډي ار له تاسیس راهیسې، په لائوس کې ډیر لږ فلمونه جوړ شوي دي. د پاچاهۍ له ړنګیدو وروسته لومړی تر ټولو اوږد فلم د تفنګ غږ د جنګ د ميدان له لړزیدو څخه دی. چې په ۱۹۸۳ ز کال کې د سومچیت فولسینا لخوا لارښود شوی و، که څه هم د سانسور هيت لخوا یې د خپریدو مخه ونیول شوه. سبايدي لوانګ پرابنګ یو له لومړنیو سوداګریزو فلمونو څخه دی چې په ۲۰۰۸ ز کال کې جوړ شوی و. د ۲۰۱۷ ز کال مستند فلم د وينې سرک په عمده توګه د لاو حکومت په مرسته په لائوس کې شوټ شوی او تولید شوی و، دا فلم په ۲۰۱۸ ز کال کې د خبرونو او مستند فلم ایمي جایزه سره پیژندل شوی دی. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د آسټرالیا د فلم جوړوونکي کیم مورډونټ لومړی نمایشي فلم په لاوس کې جوړ شوی و او د لاوتاین کاسټ ښکارندوی کوي چې په خپله مورنۍ ژبه خبرې کوي. د راکیټ په نوم دغه فلم د ۲۰۱۳ ز کال میلبورن نړیوال فلم فستیوال کې نندارې ته وړاندې شو او د برلین په نړیوال فلم فستیوال کې یې درې جایزې وګټلې. د یو تولیدي شرکت فلم چې بریالی شوی د لاو نمایشي فلمونه تولید کړي او نړیواله پیژندنه ترلاسه کړي د لاو نیو ویف سینما اټ هوریزون دی چې د انیسی کیولا لخوا لارښود شوی دی. او د اووز اسیا فلم په فستیوال کې د لاو ارت میډیا کې ښودل شوی دی. د متیو ډو له خوا لارښود شوی. چې په ۲۰۱۳ ز کال کې په یو زړه پوري فیستوال کې وښودل شو. لائوس د ۲۰۱۷ز کال  په ‌ډسمبر کې، د میتو ډي دویم نمایشي فلم د ګرانې خور په نوم د ۹۰ علمي جايزې (اوسکار) ته د غوره بهرنۍ ژبې فلم لپاره و‌‌‌ړاندی کړ چې د اوسکار لپاره د هیواد لومړۍ سپارنه په نښه کوي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

تر ۲۰۱۸ ز کال پورې، لائوس درې نمايشي تیاترونه لرل، چې د فلمونو د ښودلو لپاره وقف شوي دي.[۱۹]

جشنونه

  • په لائوس کې ځینې عمومي رخصتۍ، جشنونه او مراسم شتون لري.
  • د هامونګ نوی کال.
  • بون پها ويت.
  • ماګا پوجا.
  • د چينايانو نوی کال.
  • بون خون خو.
  • بون پيمي.
  • ويسکا پوجا.
  • پي مې سونګکران (د لاو د خلکو نوی کال).
  • خو فنسا.
  • هو خو پدپ دين.
  • اوک پنسا.
  • بون نام.
  • د لاو ملي ورځ (د ديسمبر 2).[۲۰][۲۱]

رسنۍ

ټولې ورځپاڼې د حکومت له خواخپریږي، په شمول د دوو بهرنیو ژبو ورځپانې: د انګلیسي ژبې ورځنۍ وینټین ټایمز

او د فرانسوي ژبې اونيزه لي رنيواتيور. سربیره پردې، د کاو سان پاتیت لاو، د هیواد رسمي خبړي اژانس  خپل نومي انګليسي او فرانسوي ورځپانې خپروي. لائوس په ټول هیواد کې 9 ورځنۍ ورځپاڼې، ۹۰ مجلې، ۴۳ راډیوګانې او ۳۲ تلویزیوني سټیشنونه لري. تر ۲۰۱۱ ز کال پورې، نه دان (د خلکو) او د سینهوا خبري اژانس یوازینۍ بهرنۍ رسنۍ دي چې په لائوس کې د دفترونو د پرانستلو اجازه لري. د دواړو په ۲۰۱۱ ز کال کې په وینتین کې دفترون ه پرانستل شول.

د لاو حکومت د رسنیو ټول چینلونه کنټرولوي، ترڅو د خپلو کړنو د انتقاد مخه ونیسي. د لاو اوسیدونکي چې پر حکومت یې نیوکې کړي دي، د جبري ورکیدو، خپل سري نیولو او شکنجې سره مخامخ شوي دي.[۲۲][۲۳][۲۴]

د ودونو شمېر

په لائوس کې په رسمي ډول څو ودونه کول جرم دی، که څه هم سزا يي لږه ده. اساسي قانون او د کورنۍ قانون د څو ودونو د قانوني پیژندلو مخه نیسي او داسی په ډاګه کوي چې: په  هيواد کې يي يو واده کول د ودونو اصلي بڼه ده. که څه هم د همونګ په خلکو کې څو واده کول اوس هم دود دی. یوازې ۳،۵٪ میرمنې او ۲،۱٪ نارینه د ۱۵-۴۹ کلونو په عمر په ۲۰۱۷ ز کال کې د څو ودونو په اتحادیه کې وو.[۲۵][۲۶][۲۷]

سپورت(ورزش)

د موای لاو نظامي هنر، ملي سپورت، د تایلینډ د میو تای، برمی لیتوی او کمبوډیا پرادال سیري ته ورته د کیک بوکس کولو یوه بڼه ده.[۲۸][۲۹]

د فوټبال ټولنه په لائوس کې ترټولو مشهوره لوبه ده. د لائوس په هیواد کې لاو ليګ د فوټبال انجمن کلبونو لپاره غوره مسلکي لیګ دی. د لیګ له پیل راهیسې د لاو پوځ اف سي د ۸ سرليکونو سره تر ټولو بريالۍ کلب دی. د اتلولۍ تر ټولو لوی شمير يي خپل کړی دی.[۳۰][۳۱][۳۲]

لائوس د نورو ټیم لوبو دود نه لري. په ۲۰۱۷ ز کال کې، يي د لومړي ځل لپاره د سویل ختیځ آسیا لوبو ته یو ټیم واستاوه. د باسکیټبال ملي ټیم يي په ۲۰۱۷ ز کال کې د سویل ختیځ آسیا په لوبو کې سیالۍ وکړه چې میانمار ته يي د اتم مقام په لوبو کې ماتې ورکړه.[۳۳]

تاریخ

کلتور

حغرافیه

اقتصاد

سرچينې

  1. "Laos" – عبر The Free Dictionary. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "About Laos: Geography". Asia Pacific Parliamentary Forum. Government of Laos. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Stuart-Fox, Martin (1998). The Lao Kingdom of Lan Xang: Rise and Decline. White Lotus Press. د کتاب پاڼې 49. د کتاب نړيواله کره شمېره 974-8434-33-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Lao People's Democratic Republic and the WTO". World Trade Organization. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. . China train project runs roughshod over Laos. Asia Times.
  6. (په 5 November 2012 باندې). Laos approves Xayaburi 'mega' dam on Mekong.
  7. "Lao PDR [Overview]". World Bank. March 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 10 January 2011 باندې). Laos Securities Exchange to start trading. Financial Times.
  9. "Evaluation Synthesis of Rice in Lao PDR" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۲ جولای ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Southiponh, Som Ock; Gerow, Aaron (1999). "Starting an Asian Cinema: Laos Past and Present". Documentary Box (Yamagata International Documentary Film Festival) 12: 27. https://books.google.com/books?id=Dt9kAAAAMAAJ. Retrieved 1 January 2019. 
  11. Bounchao Pichit, "Laos Cinema," in David Hanan, ed., Film in South East Asia: Views from the Region, Hanoi, Vietnam Film Institute, 2001, 83–91.
  12. (په 10 June 2010 باندې). Good Good Morning, Luang Prabang – and hello to Laos's film industry. The Independent.
  13. Blood Road, د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Q&A with director Kim Mordaunt (The Rocket)". Melbourne International Film Festival. MIFF. August 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Catt, Georgia (22 August 2012). "A tale of revenge in Laos challenges censors". BBC News. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Chanthaly". Fantastic Fest. 2013. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Marsh, James (26 September 2013). "Fantastic Fest 2013 Review: Chanthaly is A Haunting Portrait of Modern Day Laos". ScreenAnarchy. مؤرشف من الأصل في ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 19 September 2017 باندې). Laos Selects 'Dearest Sister' as First Foreign-Language Oscar Submission. Variety.
  19. (په 9 May 2018 باندې). Cannes: Southeast Asia Is Ready for Its Big-Screen Close-up. The Hollywood Reporter. Valence Media
  20. (په 11 November 2016 باندې). Laos'un Festivalleri. Gezimanya.
  21. . Laos Festivals & Events. visit-laos.com.
  22. "2012 Human Rights Reports: Laos". State.gov. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. . Off the air in Laos. Asia Times Online.
  24. "Laos: Crony scheme in control of press and civil society". index on censorship. 12 May 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Lao PDR: Family Code". Genderindex.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ مارچ ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Social Discrimination in the Lao People's Democratic Republic" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Lao Social Indicator Survey II 2017, Survey Findings Report (PDF). Vientiane: Lao Statistics Bureau and UNICEF. 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Graceffo. "Muay Lao, the forgotten art of kickboxing". GoAbroad Network. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ اپرېل ۲۰۱۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Thailand – Sports and recreation (په انګلیسي ژبه کي). Encyclopædia Britannica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په 5 October 2009 باندې). Laos Stumbles on Path to Sporting Glory. The New York Times.
  31. "Laos – List of Champions". RSSSF. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Lao League". laoleague.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. FIBA LiveStats, FIBA.com, accessed 24 August 2017.