لاندی هغه چاغ پوسه "مُژه یا اوځګړي" ته ویل کیږي کوم چي د سړو سیمو پښتانه په سره څیله (نومبر میاشت) کې کوتي یعني حلالوي او غوښه یې په یو ځانګړې ډول سره وچوي او بیا یې په یخ کې پخوي.

د لاندي موسم سمول

خلک د لاندي پوسونه په سره څیله (نومبر میاشت) کې حلالوي او وچوي یې او په توره څیله (دسمبر) او سپینه څیله(جنوري،فروري) کې یې بیا پخوي.

د لاندي څخه د پرسنده د تیارولو طریقه سمول

د لاندي له پوسه څخه تر پرسنده (وچه غوښه) تیارېدو پورې ټولې کابو څلور مرحلې دي چې هغه په لاندې ډول دي.

لومړی مرحله

لومړی د لاندي پوسه وسکولي او وروسته یې حلال کړي بیا نس(لري کولمې او ځیګر) وکاژي او نس یې په یوه لنده لښته یا تار ور وګنډي بیا یې پر اور وتیي چې ټولې وړۍ پاکې وسوځي بیا یې په تودو اوبو ومینځي.

دویمه مرحله

له مینځلو وروسته یې سر او پښې ځنې پرې کړي بیا پوسه پر کوګل سره واړوي او وروسته یې له هډغړو(هډوکي ایستل) وکاژي.

دریمه مرحله

تر هډغړو کښلو وروسته د لاندي پوسه په یو ځانګړي ډول سره د مالګې او مسالو په کارولو سره تیارېږي او ځینې خلګ بیا د خوند د زیاتولو لپاره پر لاندي هنج یا انج هم اچوي بیا دغه بشپړ پوسه په یخ کې پر یوه جګه ډانګه اچول کېږي او وچوي یې، دغه ډانګه یا جګ لرګي ته "مینی" ویل کېږي .

څلورمه مرحله

اته یا لس ورځې وروسته د لاندي پوسه له "میني" را کښته کړل شي او په مناسبو ټوټو کې پرې کړل شي بیا دغه د پرسنده غوښې ټوټې په نري تناب(پړي) باندې راوځړوي، وروسته بیا خلګ دا د پرسنده غوښې ټوټې په زنګ ژمي کې په خپلو کورونو کې په هوګرو (ساده وریځې)، ښوروو (شوربه)او په نیمګولو (بوړونو) کې پخوي . د لاندي پرسنده غوښې بېخي خوندورې وي.[۱]

د لاندي لرغونی دود سمول

د لاندي دود په زراوو کاله لرغونی دود دی دا دود د له هغه وخت څخه را روان دی کله چې نړۍ کې د قصابو(د غوښو هټۍ) رواج نه وو نو خلکو به د ژمي د ساړه موسم لپاره د غوښو د خوندي کولو لپاره لاندي کول. د لاندي دود په ټولو سړو(یخو) پښتني سیمو او په ځانګړې توګه د سهېلي پښتونخوا په ژوب، شېراني، لورالایي(بوري) موسیٰ خیل ، کله سیف الله ،زیارت، پښین، چمن ،کوټه او په افغانستان کې بیا په لویه پکتیا او لوی کندهار او ځینو نورو سیمو کې شتون لري.

د لاندي پوسه سمول

پخوا چې به کله لاندي حلال شوه نو خلکو به د نوي کال د لاندي لپاره پوسونه له رمو کور کړه او تر راتونکي کاله به یې په څکه(غله) ښه څکول او ساتل نو دا ډول به دا پوسونه د کال لاندي ته ښه مزي (چاغ) شوه خو نن سبا خلګ له ګنجه څخه د حلالولو پر وخت پوسونه اخلي او ځینې خلک بیا غواګانې او سخوندران هم حلالوي خو له بده مرغه د ګرانۍ د لاسه د لاندي دا لرغونی دود هم مخ په ورکېدو دی ـ

د لاندي اړوند متلونه سمول

د لاندي اړوند متلونه

۱. وايي "دومره چاغ یې لکه د لاندي پوسه"

۲. وایي "ژمی پر لرګي تېرېږي یا د لاندي پر سپینکي( سپینه غوښه) تېرېږي "

افسانه "د غوایه لاندی" سمول

د "غوایه لاندی" د پښتو ژبې د ستر لبکوال نورمحمد ترکي مشهوره افسانه ده چې یوه بې وزله بزګر د ترخه ژوند کیسه یې په کې بیان کړېده.

سرچینې سمول

په کابل کې د لاندي د غوښو دکانونه

۱ـhttps://www.facebook.com/100006548672806/posts/2716023725292557/

د لاندي په هکله د ډاکټر رازق په انګلیسي ژبه لیکنه(ارټیکل)

https://arkbiodiv.com/persendadry-meat-cousine-of-pashtun-afghan-2/