لاریون د یوه ډله خلکو له‌خوا هغه اقدام دی چې د یوې سیاسي موخې یا بلې ګټې لپاره پر یوه اندېښمنوونکي علت د اعتراض لپاره کېږي؛ تر ډېره په لاره کې د ډله‌ييز تګ په بڼه وي چې په یوه ټاکلي ځای کې سره راټولېږي او د ویناوالو خبرې اوري. لاریون له ډله‌ييزې جلسې یا ناستې سره توپیر لري.

د لارو بندولو او کار بندیز په څېر اقدامات هم ښايي لاریونونه وبلل شي. لاریون کېدای شي تاوتریخجن یا سوله‌ييز وي (ګډونوال یې معمولاً «سیاسي مبارزه» بولي)، یا هم کېدای شي په سوله‌ييز ډول پیل شي او شرایطو ته په کتو سره پر تاوتریخوالي بدل شي. کله ناکله د بغاوت ضد پولیس یا د قانون د پلي کولو نورې ادارې هم په کې مداخله کوي. په ځینو مواردو کې ښايي دغه کار د دې لپاره وشي چې د اعتراض د پېښېدو مخه ونیسي. په نورو مواردو کې ښايي د دې لپاره وشي چې د رقیبو ډلو تر منځ د شخړې مخه ونیول شي یا هم ښايي د دې لپاره وشي چې د لاریون د پراخېدو او پر تاوتریخوالي د بدلېدو مخه ونیول شي.

تاریخچهسمول

دا اصطلاح د ۱۹مې پېړۍ له منځنیو کلونو راهیسې کارول کېږي، لکه څرنګه چې «د هیولا جلسه» (monster meeting) اصطلاح په لومړیو کې د معترضانو لویو راټولېدنو ته د کارېدو په موخه په ایرلنډ کې رامنځته شوه او الهام یې له ډانیل اوکنل (۱۷۷۵-۱۸۴۷) څخه اخیستل شوی و. لاریونونه یو ډول فعالیت دی چې معمولاً د خلکو د راټولېدو په بڼه په پلې لاره تګ ته ویل کېږي. له دې امله، کله چې د یوې نظریې اړوند خلک راټولېږي، دا چاره د هغې نظریې اهمیت څرګندوي.[۱]

لاریونونه کولای شي د یوې عمومي موضوع په ځانګړي ډول یوه شکایت یا ټولنیزې بې عدالتۍ په اړه یو لیدلوری (که مثبت وي یا منفي وي) عام کړي. که ډېر خلک ګډون په کې وکړي، معمولاً لاریون بریالی بلل کېږي. څېړنو ښودلې ده چې د دولت پر ضد لاریونونه په بډایه هېوادونو کې تر بېوزلو هېوادونو ډېر پېښېږي.[۲]

وختونه او موقعیتونهسمول

کله ناکله د لاریون لپاره ټاکل شوې نېټه او ځای تاریخي یا فرهنګي اهمیت لري، لکه د هغې پېښې کلیزه چې د لاریون له موضوع سره تړاو ولري.

موقعیتونه هم تر ډېره له موضوع سره د اړیکې په دلیل ټاکل کېږي. د بېلګې په توګه که لاریون له کوم بهرني هېواد سره د ستونزو په موخه وي، ښايي په داسې ځای کې ترسره شي چې له هغه هېواد سره تړاو ولري چې سفارت یې د بېلګې په توګه یادولی شو.

په داسې حال کې چې ثابت لاریونونه ښايي په پلو لارو کې ترسره شي، لوی لاریونونه معمولاً په واټونو کې کېږي. کېدای شي رسمي اجازه ولري یا له رسمي اجازې پرته ترسره شي.

سوله‌ييز او تاوتریخجنسمول

ځینې لاریونونه او اعتراضات کېدای شي تر یوه حده د موټرونو، کاروبارونو، ننداره‌چیانو او پولیسو په مقابل کې د بلوا یا تاوتریخوالي لامل شي. پولیس او پوځیان په دغه ډول شرایطو کې د لاریونوالو په مقابل کې د نا وژونکو ځواکونو یا داسې وسلو کارولو ته لاس اچوي چې کمې وژونکې وي، لکه ټېزر، ربړي مرمۍ، فلفل سپرېګانې او اوښکې بهونکی ګاز. کله ناکله د مخنیوي په موخه د دغو وسلو د کارولو له امله تاوتریخجن حالات رامنځته کېږي چې کېدای شي د یوې شخړې تحریک، بې ثباتۍ یا شدت لا ډېر کړي.[۳]

د هېوادونو اړوند قوانینسمول

نړیوالسمول

د سوله‌ييزو لاریونونو حق په نړیوالو کنوانسیونونو په ځانګړي ډول د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال تړون په ۲۱مه او ۲۲مه مادو کې تضمین شوی دی (چې د سوله‌ييزو راټولېدو د حق په نامه دی). د دغه حق پر اجرا د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړی رپورټر څارنه کوي. په ۲۰۱۹ کال کې یې راپور د سوله‌ييزو راټولېدنو پر ازادۍ د محدودیتونو له امله خبرداری ورکړ:[۴]

ځانګړي رپورټر په ځینو هېوادونو کې د هغو قوانینو د تصویب په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده چې پر راټولېدنو کلک محدودیتونه لګوي، په دې کې د ټولیزو ممنوعیتونو اړوند مقررات، جغرافیايي محدودیتونه، اجباري اعلامیې او جوازونه شاملېږي. [...] د سوله‌ييزو لاریونونو د ترسره کولو لپاره مخکېنۍ اجازې ته اړتیا له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ده [...].

انګلستانسمول

د جدي ترتیب شویو جرمونو او پولیسو د ۲۰۰۵ کال قانون او د ترهګرۍ د ۲۰۰۶ کال قانون څرګندوي چې ځینې سیمې د «خوندي سیمو» په توګه ټاکل شوې دي چې اشخاص هلته د ننوتلو اجازه نه لري. تر دې وړاندې دا ځایونه پوځي اډې او اتومي برېښناکوټونه وو، خو قانون په ۲۰۰۷ کال کې بدل شو او نورې هغه سیمې هم په کې شاملې شوې چې تر ډېره سیاسي دي، لکه ډاونېنګ واټ، وسټ‌مېنسټر ماڼۍ او MI5 او MI6 ودانۍ. تر دې وړاندې به پر دغو سیمو تېري کوونکي اشخاص په هغه صورت کې نه نیول کېدل چې کوم جرم به یې نه و کړی او له سکورټ سره به بیرون وتل، خو د قانون له اصلاح سره دا موضوع بدله شوه. [۵]

سرچينېسمول

  1. Oxford English Dictionary
  2. Shishkina, Alisa; Bilyuga, Stanislav; Korotayev, Andrey. "GDP Per Capita and Protest Activity: A Quantitative Reanalysis" (in en). Cross-Cultural Research: 106939711773232. ISSN 1069-3971. https://www.academia.edu/37276149. 
  3. Adam Roberts and Timothy Garton Ash (eds.), Civil Resistance and Power Politics: The Experience of Non-violent Action from Gandhi to the Present, Oxford University Press, 2009, especially at pp. 14–20.[۱] Includes chapters by specialists on the various movements.
  4. "Report of the Special Rapporteur on the rights to freedom of peaceful assembly and of association (Clément Nyaletsossi Voulé)". undocs.org. 11 September 2019. د کتاب پاڼې 13. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Chapter 2 of the Constitution of the Russian Federation". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)