كرنيزه ځنګلداري

(له كرنيزه ځنګلداري Agroforestry نه مخ گرځېدلی)

پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه

د اګروفارستري مفهوم سمول

اګروفارستري نوي علم نه بلکې په حقيقت کې پخواني اثار لري خو د پخواني علم په نسبت اوس مهال عصري علمونو له جملې څخه شميرل کېږي. بزګران په ګرمسير کرنېزو مناطقو کې د وښو ، غذا ، نباتاتو او حيواناتو په اړه زياته تجربه لري. او همداراز دڅو لاروپه وسيله د طبعي ځنګلونو څخه ګته ترلاسه کوي مګر پخواني بزګران او د ځنګل روزونکې د پخوا زمانې څخه د زراعتي محصولاتو دتوليد اود نباتاتو د ښه نوعو په کرنه او روزنه کې د کم نظري له وجهې او دنوي سيستمونو څخه وررسته پاتې وو. اګروفارستري يو جامعي مفکوره اولاسته راوړنه ده چه د ځمکې د ساتنې او تنظيم د نباتاتو ساتنه، زراعتي محصولاتو او حيواناتو د ځمکې په يو معينه ساحه کې تر سره کېږي. داګرو فارستري خلص مفهوم په لاندې ډول دي. ▷ محصولاتو توليد او طبعي منابعو ساتنه . ▷ نباتاتو څخه استفادې او بومي نباتاتو تنظيم او ساتنه . ▷ محيط او اقليم سره حساس نباتاتو روزل او تنظيم. ▷ فرهنګي اواجتماعي نظرنسبتآ ټول هغه سيستمونه چې دځمکې د چارو تنظيم د زيات ارزښت لرونکې دي .

د اګروفارستري تاريخچه سمول

د مختلفو ونو او ګياوو کښت له يو بل سره په ټوله نړۍ کې د تاريخ په مختلفو د ورو کې رواج وو چې بيلابيل مثالونه يې په همدې ارتباط موجود دي چې په اروپا کې تروسطي قرنه پورې سابقه ځنګلونه يې پاک او د ځنګل اطرافو ته يې اور اچول او سوځول او وروسته لدې سوځول شوو ساحوکې غذايې محصولاتو د توليد لپاره استفاده کول او د توليدي محصولاتو سره سره يې ونې او د حيواتاتو د غذا د استفادې په خاطر واښه (ګياوې ) هم کرل چې د ا کار په دوامداروه توګه ورځ په ورځ پرمختک کول چې په (۱۹۲۰) کال په المان کې هم ادامه پيداکړه او د امريکا په ګرمسيره مناطقوکې خلکو د ښه ژوند او د هواد پاکوالي پخاطر د ځنګلونو د کښت او ساتنې لپاره د پام وړبدلونونه راوستل. چې همدا شان په مرکزي امريکا کې د مختلفو وښو (ګياوو ) کرنه رواج وموند. او همداشان د لوړ قدو ونو ، متوسط ونواو مختلفو نباتاتو کرنې ته شروع وکړه او همدارنګه په شمالي نايجيريا کې د کدو او لوبيا کښت د ونو لاندې رواج درلود او په نوموړي هيواد کې د لوړقد او تيټ قدو ونو اوهمدارازد وښو (ګياوو ) کښت هم وجود درلود چې نوموړي ميتود ارزان او د خاورې د فرسايش او دحاصلخيزي په منظور او د طبيعت د ښکلا لپاره توصيف کاوو چې همداشان د نوموړي کار لپاره د منطقي جغرافيوي موقيعت هم په نظر کې نيو چې وروسته په (۱۹۴۹) کال کې اګروفارستري سيستم ته رجوع وکړه چې نوموړي سيستم کې مختلف ډول نباتاتو کرنه او د هغوي ساتنې ته پوره پاملرنې سره کارپيل کړ چې هدف يې يواځې د ونو توليد نه بلکې د غذا توليد هم پو نظر کې نيولي وو . خو په همدې پيړۍ کې نوموړي وضع کې تغيرات رامنځته شول چې د ځنګل کرنه تنظيم او د حيواناتو ساتنه بيل بيل سيستمونه يې رامينځته کړل او مديريت کې يې اخلال او ګډوډي رامنځته شواو د ځنګلاتو ايکالوژيکي حالات هم نابودي سره مخ شو چې دوهم ځل لپاره د ځنګلي ساحاتو ځمکې د خلکو دکښت او کر لپاره تيار شو او په (۱۹) پيړۍ کې د ځنګلونومينځته راتګ لپاره يو مهم او قطعي امرسره اګروفارستري د مهم عنوان په حيث د استفادې او نظارت لاندې ونېول شو. او په همدې صورت نوموړي سيستم له مهمو سيستمونو څخه ونومول شو او همدارنګه په (۱۹۸۵) کال کې نوموړوسيمو ته يې هم ثرايط وکړه او په (۱۸۸۷) کال کې جنوبي افريقا کې او په کال (۱۸۹۰) کې په چېتاګونګ ، هندوستان او په کال (۱۸۹۶) کې په بنګال کې اجرأ شوو او همدارنګه په کال (۱۹۵۶) تر (۱۹۷۰) کاله پورې د زراعتي محصولاتود کرنې او روزنې لپاره موثره ګامونه واخيستل همداراز FAO په وينا سره چې (۱۹۷۶) کال کې زياته سرمايه د اګروفارستري د مديريت د بين المللي توسعې په اساس (SIDA) په واسطه ځينې سيمينارونه ، اموزشي زده کړې، په ټولو ګرمسيرو هيوادونو کې رامينځته کړل او همداراز ځينې پروژې هم د اګرو فارستري په اړه په ټول هيواد کې ځينې توسعې فورمولونه او طبقه بنديانې داګروفارستري په اړه په کار واچول. چې نوموړي پروژې په اګروفارستري کې مهم رول ولوباوو همدارنګه د (IDRC) پروژه عبارت دي مالي تاسيسي او بين المللي ټولنې له جملې څخه دي چې اوس مهال د بين المللي ټولنې په نوم د اګروفارستري لپاره زمينه سازي کوي او د(ICRAF) په نوم ياديږي چې دنده يې د سازمان د حمايت د خلکو يوځايوالي تحقيقاتو او داسې نور په نړيواله سطحه په مخ وړي چې تحقيقات يې د مديريت به مورد يعني د ځمکې او ځنګل د کرنې تنطيم او اداري په اړه دي چې په همدې اساس په نوموړي دورې کې د خلکو علاقه د مختلفو کښت يا په يو ساحه کې د نوع کښت کرل او روزنې سيستمونو يې رامينځته کړي او د خلکو د ارامه او پرمختللي ژوند باعث وګرځيد او نوموړي کار ټولي د نيا ته معلومه شوي چې مخلوط کښت لپاره طبعي منابع لکه رڼا ، اوبه ، ځمکه مهم ترينو منابعو له جملې څخه شميرل کېږي. چې دا سيستم کولاي شي مفيد اثرات د ناروغيو او امراضو مخنيوي هم وکړي همدا راز بين المللي انستيتوت په ګرمسير او کرنېزوسيمو کې (ii+A ) تاسيس او د نايجيريا کرنېزو تحقيقاتي سيستمونو ته ادامه ورکړه چې ددې سيستم په اساس د حيواناتو روزنه د نباتاتو کښت او همداراز مخلوط کښت ته يې ادامه ورکړه. او د خلکو سره ښه مفکوره او علاقه مندي زياته شوه چې وروسته پدې نظرشول چې د عصري او پرمختللي اګروفارستري لپاره اوچت ګامونه واخلي او د همدې کارد کاميابي لپاره ټولنې جوړکړې تر څو د مدرن اګرو فارستري لپاره لاره همواره کړې چې اوس مهال اګروفارستري د مهمو عنوانو له جملې څخه د ځنګلي نباتاتو د توليد ، غذا ، لرګيو او همداراز ټول ايکوسيستم په نظر کې نيول شوي چې تراوسه پورې دوام لري

کرنېزه ځنګلداري سمول

Agroforestry) ( اګروفارستري چې اوس مهال يو نوي نوم دي خو ډير پخواني عملياتو له جملې څخه شميرل کېږي چې به دي اړه مختلف ډول تعريفونه او نظريات وړانډې شوي چې د اګروفارستري مختلف خيالات او توصيفونه د خلکو په مينځ کې وجود لري اګروفارستري سيستم د قبول شوي عنوان په ټوګه منل شوي دي چې استفاده يې د ځمکې څخه د او دمنلووړ تعريف په لاندې ډول ذکر شوي دي. کرنېزه ځنګلداري (Agroforestry) دځمکې د استعمال د اداري يو مشترک ډول د ي چې ونې دنورو کرنېزو نباتاتو او حيواناتو سره په يو واحد ځمکې اويا ساحي کې روزل کېږي يا هم اګروفارستري د ټولنيزه ځنګلداري برخه او دځمکې د پايداري ګټي اخيستني ډول ( sustainable land use system) دي چې ونې او څو کلن لرګين نباتات دنورو کرنېزو نباتاتو او حيواناتو سره په يوه خاصه ټوټه ځمکه کې په يو ټاکلي وخت کې وروزل شي د ځمکې په دي ډول ګټه اخيستني کې بزګر په عين وخت او دعين ځمکې څخه لوړ عايد لاسته راوړي او هم کولي شي خپل ځمکه په طبعي سرو سره قوي کړې او د حيواناتو لپاره باکېفيته غذا اوهم د سونګ او نورضرورياتو لپاره هم مواد تهيه کړې برسيره پردې چې بزګر دخپل ژوند ټول اړتياوې ترې پوره کوي د مارکېت لپارهم توليدات برابروي يا په بل عبارت: اګروفارستري عبارت ديوه جامع کلمې څخه دي چې د ځمکې د سيستم د بهره برداري په منظور او نوي تکنالوژي په اساس څوکلن لرګين واښه ، زراعتي واښه او حيوانات تر مطالعې لاندې نيسې برسيره له دي څخه اګروفارستري سيستم متقابل اقتصادي او ايکولوژيکي اثرات د مختلفو اجزاوو ترمنځ وجود لري . دنوموړي تعريف څخه دا معلومه ده چې: ۱ :اګروفارستري په طبعي ډول د دوه يا څو شکله ګياوواوځناورو چې کم ترکمه يو له هغوڅخه څوکلن لرګين ګياوي کوي. ۲ : يو اګروفارستري دوه يا څو نوع نباتات لري . ۳ : اګروفارستري سيستم يو کال څخه زيات وخت لري . ۴: اګروفارستري ساده ترينه سيستم د ايکولوژيک له نظره يو پچېلي اقتصادي کړنلاره لري.

د يو موفق اګروفارستري پروګرام لپاره بايدمهم نقاط سمول

▷ د سيمې په اړه دمعلوماتو راټولول او بيا د خلکو داړتياوو په اساس د اګروفارستري پروګرام عملي کول. ▷ پروګرام بايد د سيمې د خلکو لپاره دمنلووړ وي. ▷ په دي پروګرام کې بايد د سيمې له خلکوڅخه مشوره واخيستل شي (پروګرام د خلکو د عنعناتو سره مطابق او خپل عام خلک يي غوښتونکې وي چې په خپلوځمکو کې يي عملي کړې ) دغه پروګرام بايد ددوي په خوښه وي. ▷ دغه پروګرام بايد د سيمې د تخنيکي او اقليمي شرايطو سره برابروي . ▷ دغه پروګرام بايد پايداره اقصادي توليداتو ولري (ضرورتات رفع کړې ،دوامداره وي او په خپل ځان باندې متکې وي )

دکرنېزی ځنګلداري سيستم بيلونکې نښي سمول

(Feature of agroforestry system ) 1: دغه ډول سيستم په عين وخت کې له يوه څخه زيات نباتات لري يعني په دي پروګرام کې په يو وخت کې له يو څخه زيات نباتات روزل کېږي چې يوله دغي نباتاتو څخه بايد ونې وي . ۲: دغه پروګرام مختلف ډول حاصلات لکه ( Food ,Fodder, Fuel, Tember, medicine) ۳ :دغه پروګرام دمختلفو اهدافو لپاره استعماليدونکو ونو او درخچو په کښت باندي تاکېد کوي ۴: دغه پرګرام د جوړښت او د دندوپه اساس يو پيچلي او مختلط سيستم دي. ۵: په دغه پروګرام کې نباتات دمختلفو طريقواو طبقو په شکل کرل کېږي ترڅو د نباتاتو په مينځ کې د تغذيوي عناصور ،هوا او رڼا د لاس ته راوړلو لپاره رقابت کم شي .

د کرنېزه ځنګداري ګتي سمول

(Benefits of agro forestry) • دغه سيستم په نورو ځنګلونو فشار کموي او دايکالوجکې سيستمونو دحفاظت اندازه لوړوي • دغه سيستم دساحي کوچني اقليمونه (Microclimate) دخاورې د حرارت په کمښت د (Evaporation ) په کمښت او خاورې رطوبت په ساتنه باندي اصلاح مينځته راوړي . • دغه سيستم د خاورې تخريب (soil erosion) ، (Nutrientleaching) او ( Run off) اندازه کموي • دغه سيستم د خاورې حاصلخيزي د (Litterfall) په اضافه کولو سره زياتوالي . • دغه سيستم په خاوره کې په مختلفوژوروالي کې دعناصرو شتون او دوران اندازه اصلاح کوي . • دغه سيستم دټولو نباتاتو له مينځه تګ (Total crops failure) کې کمښت راوړي . • د کروندي په حاصل کې دزيادښت باعث کېږي . • دغه سيستم د کليوالو خلکو د ژوند کولو ستندرد د حاصل ورکونې د توانايي او زيادښت په اساس لوړوي. • د غه سيستم د عامو خلکو د تغذي او صحت د ښوالي باعث کېږي البته د مختلف ډوله غذايي موادو لرونکې کرنېزو توليداتوپه استعمال اوتوليد سره . • دغه سيستم نباتات او حيوانات اوداوبو منابعو حفاظت کوي . • دغه سيستم د خاورې سټرکچر دعضوي موادو په علاوه کولوسره اصلاح کوي. • دغه سيستم په يو واحد ساحې کې دحاصل اندازه لوړوي ځکه چې زيات نباتات په عيني ساحه کې کرل کېږي . • اګروفارستري عامو خلکو ته د کار زمينه برابروي او دعامو خلکو مفکوري د زراعت او ځنګلداري په برخه کې اصلاح کوي . • د سيمې دښکلا ارزښت زياتوي.

کرنېزه ځنګلداري کې محدوديتونه سمول

(constraints in agro forestry) ▷ دونو مداخله او رقابت چې د نور نباتاتو حاصل کموي يعني په دي ميتود کې د ( Monocropping) سيستم په پرتله يو محدودې ساحې څخه زيات انباتات ستفاده کوي . ▷ په د سيستم کې د ونو چتري ( canopy) زيات اندازه روښنايي جذبوي چې دروښنايي لپاره د رقابت باعث کېږي . ▷ د رطوبت دلاس ته راوړلو لپاره د کرنېزو نباتاتو او ونو ترمينځ رقابت هغه وخت کم وي چې ونې ژور ريښيز سيستم (Deep root system) او لږي جانبي ريښي ولري چې دخاورې د رطوبت کمښت هغه وخت لوړويږي چې ونې جانبي ريښي ولري لکه (eucalyptus) او يا با نس ( bamboo) چې زياته اندازه اوبو ته ضرورت لري چې ددي ډول نباتاتو انتخاب د ټولو نباتاتو په مينځ کې د رطوبت دلاس ته راوړلو لپاره رقابت لوړوي ▷ په هغه وخت چې ونې ( Finer root system) دخاورې په پورتني برخه کې ولري نو دغذايي موادو دلاس ته راوړني په موخه رقابت لوړيږي . ▷ ( Felling of trees ) يا د ونو د چپه کيدو وخت کې دنورو کرنېزه نباتاتو د زيان مند کېدو سبب کېږي . ▷ ځينې ونې دافاتو لپاره د کوربه حيثيت لري چې دنورو کرنېزه (Arable crops) نباتاتو زيان مند کېد و باعث کېږي . ▷ دغه سيستم زياته اندازه کار کوونکې (Labour) ته ضرورت لري. ▷ دبزګرانولپاره د حاصل اخيستلو اوږد مهاله پروسه ده . ▷ د بزګرانو مخنيوي دي ( Food crops) ته د ونو پواسطه ځکه ( Food crops) ددوي اوليه ضرورت رفعه کوي خو ددي ( Food crops) په عوض ونې او نور نباتات کري. ▷ د مرغيو پواسطه د ( Arable crops) زيات تخريب ځکه مرغي دونې سره علاقه لري او هغه ځاي کې چې ونې وي نو مرغي زياتي جمعه کېږي چې بالاخره د نورو نباتاتو د زيانمند کېدو باعث کېږي . ▷ ځينې دونو انواع لکه يوکاليپتس کېمياوي مواد (Allelopathy) توليدوي چې دغه مواد د (Arable crops) دودي او جرمنيشن مخنيوي کوي توليدوي

د خاوري حاصلخيزي او د ځمکي پايداري سيستمونه سمول

۱ : مخلوط کښت او تثبيت شوو ونو په شمول. ۲ : علوفه ميانه روه کرنه او مالچ. الف : ميانه روه علوفه ئي کرنه. ب : علوفه ميانه روه کرنه او مالچ. ۳ : دونوکرنه د خاوري د حفاظت او ساتني په منظور.

وني د خاوري د حفاظت په منظور سمول

د ګراس او لګوم د ويالو تراسونو په غاړه کرل کيږي . الف: ساتندويه کمربند : د دوه ګوني يا دري ګوني خطونويا تراسونو د څو کلنو لرګينو نباتاتو په پيچلي ډول کرل کيږي کله چي چپرونه د تراسونو له طريقه خاوره کي تجموع کوي او غتيږي اويوالي شکل اختياروي د بقايا وو له زيادښت له عمله د خاوري په حاصلخيزي کي زيادښت رامنځته کوي. دا ډول کړينه د مناسبو ونو او لوکنا، لوبيا spp ciliricidia وني‌ calliandra spp څخه تشکيل کيږي. ب: دونو نوعي د خاوري د حفاطت لپاره. وني او بوټي د خاوري د حفاظت او قطاري شکل باندي چي کښت سره مشابه وي نوموړي نباتات د ريښو په وسيله د خاوري د حاصلخيزه او ځمکي د نرميدو باعث ګرځي چي په لاندي ډول دي. Acacia nilotica Albizia lebbel Acacia auriculiformis او داسي نور. .

Desired charachteristic of the tree in agro forestry system سمول

۱: ليګومي ونې بايد انتخاب شي ځکه چې د خاورې حاصلخيزي زياته او اصلاح کوي . ۲: ونې بايد کوچني تاج ولري ترڅو زياته اندازه د لمر روښاني ته اجازه ورکړې . ۳: دوي بايد pruning , coppicing , pollarding , او lopping څخه وروسته د دوباره سپروټ کولو تيزه توانايي ولري . ۴:د غه ونې بايد ژورېTap root system او کمه اندازه lateral root system ولري . ۵: دغه ونې بايد مناسبه اندازه litter fall يا هم دمني رژيدنه ولري ترڅو د خاورې د حاصلخيزي باعث شي. ۶: دغه ونې بايد Allelophatic اغيزي ونه لري يعني Allelopathic مواد توليد نه کړې.

داګروفارستري مديريت سمول

د اګروفارستري سيستمونه د ونو دمحصولاتو او اهلي حيواناتو متقابل اثرات دواړو کې شاميليږي دا ډول سيستمونه د ونواوګياوو د قيق مديريت ته نياز لري اګروفارستري د مديريت ځينې برخې په مختلف نومونوسره لکه، ښاخونه وهل ،رنګړي کول او د وچو ښاخونو قطع کول او داسې نور بناً د ==اګروفارستري موثره مديريت په دوو ګروپونو تقسيم شوي== الف :د ونومديريت. ب : کرنېزه مديريت. د ونې مديريت د ځنګلداري سيستم يا د مديريت استراتيژي دهغه لاسي کاروڅخه عبارت دي چې د نباتاتود ودي او نمو په منظور تر سره کېږي نوموړي سيستم د نباتاتو په واسطه چې د فضا داشغال شوو نوعو چې دښاخونو په واسطه تر سره شوي وي کولي شي چې تغير وکړې. د نوموړي فعاليتونو هدف د لرګيو څخه د استفادې په موخه لکه ، علوفه ، سوخت او يا غذايې مواد دي چې د ځنګلداري د علم ځينې څانګې تشکېلوي کوم چې دځنګلداري دسيستمونو مشخص هدف د محلي شرايطو د منطقي وضع توپوکرافي داخيستلو او داسي نورو څو اهدافولپاره رواج مومي داسي ويل کېږي چې اګروفارستري سيستمونه د هدفمند مديريت په اثر صرف توليد نه بلکه د ټولو مراحلو يعني د نباتاتو وده او نورې مرحلې يي هم په نظر کې ونېول شي ددې باوجود د نباتاتو د اصلي مديريت موضوع دتوليداتودزياتوالي او کموالي څخه عبارت دي چې د مقطي پورې تړاو لري. دونې لمړني فضا‌ء‌ : د کرل شوي کرنېزو محصولاتو کېفيت دونوتعداد د کرلوپه منظور مناسب او باکېفيته توليد تر تاثير لاندې قرار نيسې د نوموړي نقطي ذکر دي ته ضرورت پيدا کوي چې کرل شوي کرنېزه محصولات د ضرورت په اندازه منظور شي تر څو وکولي شو چې معيوبه او اسيب لرونکې ونو کنترول په اساني سره تر سره شي.

دونو د نهاي محصولاتو په مورد دتصميم نيولو مهم نقاط سمول

▷ د ونې نسبي ارزښت او زراعتي محصولات. ▷ غذايي موادو ته لاس رسي ،موثره قابليت اومحيطي عوامل لکه دهوا ککړتيا او لنده بل په نظر کې ونېول شي . ▷ جغرافياوي غرض او موثره جنبي په نظر کې نيول. ▷ مختلف سيمو کې د ونو د محصول راټولول. ▷ مديريتي ملاحظات. ▷ شخصي طريقي.

د نوعي وخت او قطع کونه سمول

اګروفارستري يو ثابت سيستم د ښاخه بري يا قطع کولو لپاره مناسب او لاسي ابزار د ونو د ودي ، نمو، تکامل او شکل ورکولولپاره محسوبيږي. د ونو شاخه بري يا قطع کولو په ساده ډول په محل کې د ونوانتخاب وي نوموړي عمل د يو محلي يا منطقي د منابعو محدويت هم په نظر کې نيول کېږي لکه ، رڼا ، رطوبت ، دلمرانرژي  چې نوموړي کړنه د فضاء يا لمر د انرژي په اساس غذاي مواد د ځنکلداري په مراسمو کې دونې د پاسني سطحي  قطع کولو د خرڅلاو په منظور هم استفاده تري کېږي. هغه وخت صورت نيولي  شي چې کله ښاخونه زيات غټ شي وروسته قطع او اره شي که چېرته دونو ښاخونه قطع نشي  د نورو وړو ونو سره غذايې رقابت په وجه وړې ونې پخپل حال پاتي کېږي.اود وخت په تيريدوسره له منځه ځي او وچېږي او د بلي خوا د ځنګلي وښو د کموالي سبب هم ګرځي ځکه چې د سوري له کبله  واښه  هم له منځه ځي د نباتاتود ښاخونو قطع کولو په لمړي مرحله کې دونې اندازه  يا دونې عمر هم بايد په نظر کې ونېول شي که چېري دونې عمر کم وي نو نشو کولاي چې ښاخه بري شروع کړو ځکه چې وروسته نوموړي ونه نشي کولاي چې وده وکړې د ښاخونو د قطع کولو لپاره  مناسب وخت او مناسب شرايط دونې اندازه د ښاخونو انکشاف او ځينې نور مسايل بايد نظر کې ولرو او که چېري عمر د ونې کم وي ناروغ او مات ښاخونه پکې ترسترګو شي لازم دي چې هغه ښاخونه تري قطع او ساحي څخه لري شي تر څو زيان يې  نورو نباتاتو ته ونه رسيږي.  او هغه وخت دښاخونوقطع کول بايد صورت ونېسې ترڅو نورو نباتاتو ته زيان ونه رسيږي  د ونو د بقاياو يا پاڼو زياتوالي چې زياته علوفه تري لاسته راځي  لازم دي په مني او يا په ژمي کې بايد صورت ونېسي. 

د قطع کولو وخت سمول

د قطع کولو زيات احتمال داګروفارستري په سيستم کې د ځنګلداري د مهموکړنلارو څخه محسوبيږي نوموړي عمل کروندګرو ته اجازه ورکوي چې دقطع کولو لاسي ابزار په وسايلو سمبال وي او د قطع کولوڅخه وروسته د نباتاتو رشد ،نمواو د توليداتود زياتوالي سره نوره هم د زراعت لمن پراخيـږي په اګروفارستري سيستم کې د نباتاتوپاسني سطحه يا ازاده فضا چې دونو ښاخونو د کموالي په وخت کې صورت نيسې په همدې دليل که چېري دښاخونو قطع کول په منظمي طريقي سره صور ت ونه نيسې نودونود ښاخونو په لاندېنې سطحه کې يو ډول پړسوب رامنځته کېږي او دونو د توليداتو په کېفيت اغيزه کوي چې نوموړي پړسوب غټيـږي او دوخت په تيريدو سره دونې ظاهري خصوصيات هم له منځه وړي او د ښاخونود غټ والي په صورت کې سوري زياتيـږي او دونې طولي برخي او توليدات خپل ترتاثير لاندې راولي او توليدات يې له منځه وړي او دونو دلاندېنې سطحې د ښاخونو قطع کول کولاي شي چې دونې پاسني سطحي د سلڼډر شکل اختيار کړې او د زياتو ښاخونو رامنځته کول پکې صورت ونه مومي چې پداسي حال کې د ونې توليدات هم دښه کېفيت درلودونکې وي او هم د ونې لاندېنې سطحه يعني قطر يې غټ او قوي کېږي چې د قطر د غټوالي په صورت کې د امراضواو داسې نورو مسايلوپه مقابل کې مقاومت پيدا کوي او په ساختماني مواردو کې هم په لومړي درجه کې استفاده تري کېږي ځکه چې لرګي قوي او سيده وي او که چېري لرګي ضعيف او بدشکله وي پداسې حال کې کولاي شو چې صرف د سونګ لپاره استفاده تري وکړو او که چېرته ښاخه بري په يو ونه کې له حد څخه زيات صورت ونېسې امکان شته چې دونې په وده او نمو کې زيات وخت صورت ونېسې. او که چېري ښاخه بري زيات وخت بعد صورت ونېسي کېدي شي دونې مرکزي برخي يې لويوالي سره مخ شي همدارنګه دونې تني صاف او وزن کې کموالي راځي او د لرګي هسته د لرګي د داخلي برخي څخه تشکېل کېږي چې قطر يې د ونې قطر پورې چې هر ځل ښاخه بري تعين کېږي وروسته د ښاخه بري څخه د هستې په لويدو سره پيچلي اړيکې پيداکوي چې په نتيجه کې د لرګي حجم کې کموالي راوړي. د قطعه کولو په توسعه او يا برنامو کې دکېفيت لرونکو او مطلوبو توليداتو لپاره ځنګل ساتونکې بايد کوشش وکړې تر څو کوچېني او په ثابت اندازي سره د کوچېني حلقو لرونکې لرګي توليد کړې چې دنوموړي عمل په تر سره کېدو سره د ونو په رشد او توليداتو باندي اثر وکړې که چېرته زيات صورت ونېسې ښايي د لرګيو په جوړښت او دتوليداتو په کېفيت منفي اثر وارد کړې. ۱ : قطعه کول په ثابت ارتفاع . ۲ : قطعه کول په تغير خوړلي ارتفاع. ۳ : انتخابي قطع کول. ۴ انتهايي قطعه کول. ۱ : ثابت قطعه : عبارت له هغه قطعه کولو څخه دي چې په کامله توګه دونې ښاخونه له منځه وړي او قطعه کوي چې په لاندنې سطحه کې يو يا دوه ساقي موجود وي. ۲ : تغيرخوړوونکو ارتفاع قطع : لاندې ښاخونو چې د ونو په لاندني سطحه کې موجود ښاخونه دي بايد قطع او لري شي چې نوموړي کړنه د کوندي يا د لرګي د مقطع په نظر کې نيولو سره تر سره کېږي. ۳: انتخابي قطعه کول : عبارت له هغه قطع کولو څخه دي چې د لرګي د برخې څخه ځينې ښاخونه قطع کېږي هغه ښاخونه چې بي انتهايي لوړ او هرلوري ته خپاره شوي او نورو نباتاتو او ښاخونو ته زيان رسوي نوموړي ښاخونه چې ضرر رسونکې دي بايد قطع شي . ۴ : انتهايي قطعه کول : هغه ښاخه بري څخه عبارت دي چې د ځمکې د سطحي څخه او نبات لاندنې برخې څخه پاس ختلي او اوږده شکلونه يې اختيار کړي وي نوموړي ښاخونه بايد قطع شي او د زيات شنو ښاخونو قطع کول په نباتاتو کې د فتوسنتيز عملي کې کموالي رامنځته کوي او د کموالي په صورت کې کېداي شي د نباتاتو په وده او نمو کې هم کموالي رامنځته شي دونې پاسني سطحه کې د ښاخونو زياتوالي ممکن د نباتاتو وده تيزه کړې خو په وروستني وختونو يا کلونو کې کېداي شي چې مشکلات هم پيښ کړې. اوږد محاله محيطي تغيرات : الف : خاورې حاصلخيزي: د لاشبرګ تشکېل ، د موادو ميزان ، د خاورې اصلاح ( کاتيون درجې اشباع ( NPK CEC او داسې نور اودخاورې فزيکې جوړښت (د خاورې حجم او نفوذ) . ب : د خاورې فرسايش. ج: د خاورې فون د ميږيانو موجوديت ،چېنجيان اوداسې نور د خاورې لاندېني حشرات. لنډ مهاله محيطي تغيرات: الف : د طوفانونو سرعت ، دسرعت وخت. ب : اوبه :دپرښوتشکېل ، لنده بل ، نسبتي زياتوالي ، واوره وريدنه ، داوبو وضيعت د خاورپه ځينو برخو کې. ج : دما: ــ د خاورې سطحه ( شپه او روځ ). د : نور (رڼا ): د ځمکې ټولو برخو ته د رڼا خپريدل او په لنډ مهال کې دخاورې په سطح رڼا جذبول.

په اګروفارستري کې محيطي عوامل سمول

اګروفارستري  په سيستمونو کې فزيکې عوامل دونو دودې او وښو په شمول د حيواناتو  فعاليتونو او نباتاتواو بوټو  تر مينځ يو پربل متقابل  اثرات لرې  چې نوموړي اثرات زياتر د ميکروکليما له طريقه د خاوري په لنده بل او ځيني مضره عوامل موجود دي چې لاندي ډول دي 

۱ : د نبات وده ، محصولات ، او حيواني څړځايونه . ۲ : د اقليم مديريت ، اوبه ، خاوره ، واښه او حيوانات. ۳ : متقابل اثرات دونې او وښو ترمنځ .

د اګروفارستري طرح او پيژندنه سمول

اګروفارستري سيستمونو کې متفاوت ډول اجرا او متفاوت روشونو وجود لري چې په پوره تصميم سره صحيح ارتباط او انتخاب اګروفارستري د بهربرداري دستونزو سره مخ کوي . په عين حال کې د موجب تکنالوژي ايجاد او نياز د منابع د تصميم او تحقيقاتو لپاره د زيات اهمت وړدي. د اګروفارستري پيژندنه او طرح د مجموعي روشونو څخه د ي چې د مديريت د تشخيص په اړوند همدارنګه استعدادونه او اګروفارستري لپاره د حل لار ټاکې د بين المللي ټولنه پيژندنه او تحقيق د اګروفارستري په زمينه کې دڅيړنې دمرستې او تحقيقات او د اګروفارستري د زيادښت او پر مختګ او تحقيقاتي توسعې پروژو لپاره موثره جز بلل کېږي طرح او پيژندنه عبارت د يو ساده سيستماتيکې تګلاره چې داګروفارستري لپاره زمينه برابروي.

د کرنېزه ځنګلداري د سيستمونو طبقه بندي سمول

(Classification of agro forestry system)

Agrisilviculture system1 سمول

د اګروفارستري په دي سيستم کې Arable crops دونو سره په مخلوط شکل کرل کېږي چې لاندې سب کلاسونه يا ډولونه لري .

Improved fallow species in shifting cultivation

دغه سيستم د Agrisilvictural system يو ډول دي په دي سيستم کې ونې په شدياره او نه استعمال شوي (fallow) ځمکوکې کرل کېږي او يا دshifting cultivation څخه وروسته کرل کېږي دغه عمليه په راتلونکې کې د خاورې تخريب (soil erosion) کموي او همدارنګه د تخريب شوو خاورو د تغذيوي عناصرو اندازه دوباره لاس ته راوړي او هغه انواع چې په دي مورد انتخابيږي بايد د تغذيې عناصرو د دوباره ذخيري توانايي ولري او د تخريب (erosion ) مخينوي وکړې

Taungya system سمول

د اګروفارستري په دي سيستم کې عام خلک او بزګرنو ته اجازه ورکول کېږي چې په عين ساحو کې دونو سره يوځاي نور کرنېزنباتات وکري چې دبزګران د ځمکې داماده کولو (land preparation ) د ونوکښت ( Tree planting ) او دنورو کرنېزو نباتاتو د کښت (Growing agriculture crops ) مسوليت په غاړه لري Types of taungya system

Departmental taungya سمول

په دي سيستم کې زراعتي نباتات او ونې د ځنګلونو د ډيپارتمنت له لوري د عامو او کليوالي خلکو په کار ګمارلو په وسيله کرل کېږي ددي سيستم يواځينې هدف د خلکولپاره د کارزمنيه برابرول دي.

Leased taungya سمول

په دي سيستم کې عامو خلکو ته ځمکې د کرنېزو نباتاتود کښت لپاره دونو کښت او ساتنې سره د يومعلوم وخت لپاره په اجاره ورکول کېږي

Village taungya سمول

په دي سيستم کې نباتات د هغو خلکو له لوري په ځنګلي ساحو کې کرل کېږي چې د ځنګلي ساحو سره نږدې او څنګ کليوکې اوسيږي په عام ډول هر کورنۍ ته ۲ـــ ۱ هکتاره ځمکه دونو او Arable crops د کښت لپاره د ۴ــ ۳ کلونو لپاره ورکول کېږي د ځنګلداري دغه پروګرام يو له مهم ترينو او با ارزښته سيستمونو څخه دي چې زياتې ګټی لري

د کليوالي تاونګيا سيستم ګتي سمول

• دغه سيستم يو له کم ارزښت لرونکو عمليو څخه شميرل کېږي چې د ونې دکښت او ساتنې مصارف کموي . • دغه عمليه په کليوالي ساحو کې د غير مسلکي اوبيکاره اشخاصو ستونزي حل اوهغوي ته د کارزمينه برابروي . • دغه عمليه د ساحو څخه په اعظمي استفادې کې مرسته کوي . • په دې عمليه کې د ځنګلونو ديپارتمنت ته زياته اندازه پيسي پاتي کېږي. • دغه عمليه د تغذيوي نباتاتو او ځنګلي ونو لپاره يو برابرونې ميتود دي . • دهرزه وښو او ختونکي نباتاتو وده په موثره توګه کميږي . • دغه عمليه يوهراړخيزه ارزښت لرونکې لکه Fuel wood ,Fodder , Timber د توليد عمليه د ه چې کولي شي هر اړخيزه ګټه ولري .

د کليوالي تاونګيا سيستم تاوانونه سمول

•	په يو خاصه ساحه کې د زياتو نباتاتو کښت شايد دخاورې حاصلخيزي کمه کړې .

• د خاورې خرابونه اوکمزوري کونه به د خاورې تخريب ډير ګړندي کړې . • په دي عمليه کې شايد د ساري (Epidemic) امراضو انتقال خطر له Food crops څخه Forest trees ته وي . • ځينې قانونې او حقوقي ستونزې کيداي شي دځمکې په ويش اودوباره ورکړه کې رامنځنته شي . دي سيستم کې انسانان د مزدور په حيث په کار اچول کېږي .

اګروفارستری سیستمونه سمول

۳: Multi species tree garden په د سيستم کې د مختلف حاصلاتو لکه Wood products , Fruits , Fodder, Food د لاس ته راوړلو لپاره مختلف قسمتونه دونو په مختلط شکل کرل کېږي. ۴: Alley cropping دغه ميتود د Hedgerow intercropping په نوم هم ياديږي په دغه عمليه کې Woody plants يا لرګين نباتات د کرنېزو نباتاتو سره او يا د کرنېزه نباتاتو په منځ کې د قطارپه شکل کرل کېږي دغه لرکېن نباتات په دوامداره شکل قطعه کېږي ترڅو د لمر ورښنايي جذب ته زمينه برابره کړې او د ښاخه بري لاس ته راغلي مواد يي دملچ په توګه استعماليږي ددغه ميتود اهداف د خاورې د حاصلخيزي او مايکروکلايمت په واسطه د نباتاتو دحاصل لوړونه او دهرزه وښو کمښت . ۵: Multipurpose tree and shrub on farmland په دي سيستم کې ډول ډول د مختلفو اهدافو لرونکو ونو ډولو نه په تيت او پرک او يا هم په منظم ډول سره د کروندي په څنک کې کرل کېږي دغه سيستم مختلف قسمه توليدات توليد اوساتنې دنده هم اجرا کوي هغه ونې چې ددې هدف لپاره کرل کېږي په لاندې ډول دي Mulberry توتان Morus spp

Rossian olive سنځله Elaeagnus latifolia

Willow دولي انواع Salix spp

Red bud ارغوان Cercis griffithii

Lead لوسينا Laucaena leucocephala

Acacia کېکر Acacia albida

Crop combination with plantation crops :6 په دي سيستم کې څو کلنې ونې او بوتيزه نباتات په intercropping system کې له ونوسره يوځاي کرل کېږي .د(inter cropps) انتر کرپ په شکل کرل کيدونکي بوټيزه نباتات په لاندي ډول دي .

     Coffee         کافي                                                    Coffe arabica
       Tea          چاي                                                                                           Camellia  sinenesis
             Coconut     کوپره                                                                                       Cocos nucifera
                 Cocoa    ککاو                                                                            Theobrama   caacao

۷: Agro forestry fuel wood production د اګروفارستري په دي سيستم کې سونګ لرګيو د توليد لپاره کرل کېدونکې ونې د Inter plant او يا هم د زراعتي ساحي چاپيره کرل کېږي دغه سېستم د fence او هم د shelter belt دنده ترسره کوي او کولاي شي چې عامو خلکو ته ددوي د ضروت سونګ توکې تهيه کړې ددغې ونو لپاره تيزه وده او دلوړ حاصل ورکړې يو له مهمه خصوصياتو څخه د ي چې د Firewood لپاره دونو په انتخاب کې بايد په نظر کې ونېول شي دغه ونې بايد په لنډ او لږ وخت کې د لرګيو د توليد او يا حاصل دورکړې جوګه شي همدارنګه دغه ونې بايد Cutting او coppicing په واسطه په دوامداره شکل د دوباره ودي توانايي ولري ځکه ټولې ونې دغه توانايي نه لري خو د fuel tree په حيث دونو په انتخاب کې که دغه خصوصيات په نظر کې ونېول شي نو ښه به وي مشهوري ونې چې د coppice د ورکړې سريع توانايي لري عبارت دي له sallow , subabul ,popular او Eucalyptusڅخه د ي




۸: ساتندويه کمربند( shelterbelt)

ساتنديه کمربند دونو د قطارونو هغه ډول دي چې د باد د لوري دلوړيدو په موخه ښي لوري ته احداث کېږ ي دغه جوړښت د هوا جريان يا څپي کرځوي او يا کږوي يي چې له امله يي د باد د جريان په واسطه د تخريب مخنيوي کېږي 

ساتنديه کمربند دونو يا بوټو د يو کمربند څخه عبارت دي چې د باد، لمر، واورې ښويدنې او نورو څخه د حفاظت په موخه روزل کېږي دا عمومآ د باد ماتونکو څخه ډير پراخه وي چې ځينې وختونه په پلان شوي ډول يو لويه ساحه پوښوي. ۹: باد ماتوونکي (Windbreak) باد ماتوونکي دونو (Trees) يا درخچو(shrubs) ليکې يا کرښي ته ويل کېږي چې په منظم شکل کرل شوي وي او د کرنېزې ساحې ، کورونو .کانالونو(canals)او نورو ساحو دباد او خاورو له الوتلو څخه ساتنه کوي دغه جوړښت د حيوانات (livestock) ديخي هوا څخه ساتي او shelterbelt نباتات اوڅړځايونه له ګرم او وچونکې بادونو څخه ساتي دغه جوړښت د خاورې تخريب (soil erosion) کم او د wildlife لپاره داوسيدو ساحې برابروي دغه جوړښت د کرنېزه ځمکو د تبخير اندازه کموي او microclimate رامنيځته اواصلاح کوي چې د کټاري او يا سرحد رول اجرا کوي چې داوړي په موسم کې د ګازاتو د رامنځته کېدو اندازه کموي علاوه له دي دغه جوړښت ځينې مهم توليدات لکه ډاګې دمختلفواهدافو لپاره د سونګ لرګي ،ميوه ، علوفه ، فايبر اوملچ توليدوي . دغه جوړښت بايد يوه برخه د باد ته دتيريدو اجازه ورکړې اويا هم بايد د باد دشدت اندازه د ۷۵ـــــ ۲۵ فيصده کمه کړې دغه جوړښت دديوال په څير وظيفه اجرا کوي چې د هوا دلوړيدو باعث ګرځې چې دغه هوا شايد وروسطه ديو څه فاصلي طي کولو بيرته راښکته شي .


Soil conservation hedge 10 په دي سيستم کې وني د خاوري د ساتني لپاره Terreces او Bunds په شکل کرل کېږي دغه وني د خاوري د استحکام په برخه کې دخاوري ساتني توازن ساتي چې د باران په مخنيوي او باد په مقابل کې د خنډ له امله د خاوري تخريب کموي

دخاوري د تخريب د مخنيوي لپاره بايد وني د لاندي خصوصياتو لرونکې وي سمول

Tree with the following characteristics are suited for soil erosion control د قاعدي څخه د زياتو څانګه اوښاخونو شتون(eg. Vilayti babul) د ريښو پراخه او قوي سيستم( eg. Casurina) وني بايد د غځيدلو ښاخونو لرونکې وي.(eg. Cashew) قلمو څخه دنيالګيو دورکړي او يا هم د قلمو په واسطه د تکثير توانايي ولري (eg. Shisham) د ګڼي او نږدي کرني مقابل کې ښه تحمل ولري ( eg. Bamboo) کمزوره جوړښت لرونکې خاورو اصلاح(Improvement of poor soil ) مالګيني (saline) ، القلي (Alkaline) جبه زارو( water logged) او لمده خاوري (Marshy soil) د ضعيفه او غريبو خاورو په نوم ياديږي چې يادي د ځمکې د زراعت او کښت لپاره د استعمال وړنه دي خو ځيني خاص وني دي چې هغوي کولي شي دغه ډول خاوري اصلاح او په دي ډول خاوري کې ښه حاصل هم ورکړي او هم کولي شو جبه زاري ځمکې ددي ډول ونو په کښت سره په نوموړيو ساحو د اوبو سطحه ( watertable) هم ښکته يو سو چې لاندي کرل کېدونکې انواعو د خاوري د اصلاح لپاره په زړه پوري ډولونه دي ۲: Silvipasture system دغه عمليه په علفچرونو کې د لرګينو نباتاتو د کښت څخه بحث کوي په دي سيستم کې وني او درخچې اساساً علوفه توليدوي اوهم په داسي ساحو کې چې هلته حيواناتو د څيړ لپاره ځي کرل کېږي.

علوفوي انواعو سمول

(Fodder spicies)

دا چې حيواناتو لپاره د غذا رژيم په متوازن شکل وساتل شي نو مهمه ده چې د ټولنيزي ځنګلداري په پرګرامونو کې علوفوي انواعو په نظر کې ونيول شي ددي هدف لپاره بايد تيزه او سريع وده کوونکې ليګومي نباتات چې زياته اندازه پروتين لري غوښين او ښه شيره لروونکې وي ګنه علوفوي پاڼيزه وده ولري اوsilage جوړوني لپاره ښه اوپه زړه پوري وي استعمال شي دغه نباتات عموماُ نږدي کرل کېږي اوپه دوامداره ډوله Coppice له امله بوټيزه ودي (Bushes) ته هڅول کېږي . چې دري عمده برخي لري چې په لاندي ډول دي Protein bank 1 په دي سيستم کې د پروتين څخه غني علوفوي وني په کرنيزه ځمکې (Farm land) او علفچر او د علفچر چارچاپيره کرل کېږي تر څو په علفچر ونو کې د علوفي کېفيت او کميت ښه او زياته شي چې ددي مقصدلپاره استعماليدونکې انوع عبارت دي له Acacia nilotica Albizla lebbeck Azadirachta indica Leuceana leucocephala Gliricidia sepium Sesbania grandiflora ۲: Live fence of fodder trees and hedges

په دي سيستم کې علوفوي وني او Hedge په سرحدونو (boundaries) باندي د ژوند کټاره او علوفي د تشکېل په موخه کرل کېږي چې مهم او ښه انواعو ددي هدف لپاره په لاندي ډول دي 

Gliricidia sepium Sesbania grandiflora Erythina spp Acacia spp ۳: Trees and shrubs on pastures په دي سيستم کې مختلف ډوله وني او درخچې په غيري منظم ډول شيندل کېږي او يا هم په منظم ډول دنورو علوفو سره کرل کېږي چې مهم کرل کېدونکې انواعو ددي هدف لپاره په لاندي ډول دي. Acacia nilotica Acacia leucophoea Tamarindus indica Azadirachta indica ۳:Agrisilvipastural system په دي سيستم کې څو کلن لرګين نباتاتو او علفچر د نباتاتو سره په يو ځاي روزل کېږي چې دا سيستم په دوه کټه ګوريو ويشل شويدي .

۱: (Multi_ tier system or multi_tier croppin) Home garden

==Agrosilvicultural system== دغه ډول د Tropicol ساحو لپاره او هغه ساحو لپاره چې زياته اندازه باران اوريدنه پکې واقع کېږي يو ښه سيستم دي چې دغه سيستم يو له پايداره او زيات توليد ورکونکې سيستمونو څخه دي چې دغذا توليد ددي سيستم اصلي وظايف دي په دي سيستم کې وني ، درخچې ، سبزيجات او نور واښيزه نباتات په ګن شکل کرل کېږي چې ذکر شوي نباتات په غيرمنظم ګډوډ شکل ترتيب کېږي او حيوانات هم په دي سيستم کې شتون لري چې علوفوي ، واښيزاو ليګومي نباتات د همدوي لپاره کرل کېږي او د کورنوشاوخوا ۰.۵ ــ ۰.۲ هکتاره ساحه د يو کورني لخوا کرل کېږي دغه سيستم د چتريو مختلف طبقي لري په دي سيستم کې واښيز نباتات ( Herbaceous) دځمکې د سطحي اووني پاسني طبقه تشکېلوي چې په ځمکې طبقه کې سبزيجات ديو مترلوړوالي پوري قرار لري او تغذيوي نباتاتو لکه کېله ، پپايا د ۳ــــ ۱ متره ساحه تشکېلوي او لرګين نباتات يي پکې پورتني طبقه نيول او پوښلي وي ميوه لرونکې د ټولنيزه ځنګلداري لپاره بايد داسي انتخاب شي چې د ساحي اقليم او خاوري ته په نظر کې نيولو سره او بله مهمه او ديادولو وړ خبره دا چې دانوعي بايد تجارتي ارزښت لرونکې او مارکېټ ولري . ۲: wood hedgerow په دي سيستم کې تيزه وده کونکې علوفه ،درخچه او لرګين hedges نباتات د ملچ ،شني سري او خاوري ساتني په موخه کرل کېږي چې مهم او مناسبه انواعو يي عبارت دي له

Erythrina spp

Leucaena iuecocephala Sesbania grandiflora نور سيستمونه (other system) Apiculture with tree په دي سيستم کې د ډيره ګلانو او ښه شير لرونکې وني د شاتو د توليد او يا هم د Apiculture سيستم د پراخيدو په موخه کرل کېږي

Aqua forestry سمول

په دي سيستم کې د ماهيانو د حوضونو ګرد چاپيره مناسبي وني کرل کېږي ترڅو د حوضونو څخه د اوبو تبخير اندازه کمه او Aqua culture پروسه موافقه او Micro climate رامينځته کړي چې توان (Mulberry)، وله (sallix) ،Taxoderma ،بانس (bamboos) او يوکالپيتس (Eucalyptus ) ددي ډول کښت لپاره مناسبي وني دي او بايد د ماهيانو د حوضونو چارچاپيره وکرل شي Mixed wood lots په دي سيستم کې د هر اړخيزه استعمال(Multipurpose trees ) وني په مخلوط شکل د لرګيو ، علوفي، خاوري ساتني او خاوري جوړوني لپاره کرل کېږي

د اګروفروستري يو ښه سيستم سمول

د لاندي دري خصوصياتو له مخه تعينيږي. Productivit ګټورتوب باد او امه (sustainability) مناسب والي Adoptabilty چې يو ښه اګروفروستري سيستم کولاي شي چې له په عامه سيستم څخه لوړ حاصل ورکړي او د سيستم بايد په پايداره شکل توليد ورکړي او دهقانان دوراني حاصل واخلي او دغه سيستم بايد په اسانه شکل د ساحي او چاپيريال سره د تطابق وړوي چې د هري ساحي لپاره مناسب د اګروفروستري سيستم په لاندي ډول په نظر کې نيول شوي دي Agrofrosetry system for tropical soil productivity • Permanentinter cropping with N fixing trees • Alley cropping • Trees for soil conservstion Agroforestry systems for increasing farm income • Multi storey cropping • Agrisilvicultural system • Agro hoti silvicultural system • Alley cropping Agro forestry system for arid land • Agri silvicultural system • Agrisilvipastural system • Block plantation of fuel wood • Shelter belts • Wind breal چې په وچو ساحو (Arid land) کې کرل کېدونکې انوا ع بايد لاندي خصوصياتو لرونکې وي ▷ د وچکالي او د وچو په مقابل کې مقاومت ولري. ▷ ژوري د ريښو سيستم ولري . ▷ پاڼي بايد داوړي په موسم کې په خپله waxy او يا Hairy طبقه ولري . ▷ پاڼي يي بايد دښه سوري لرونکې وي ترڅو د اوبو تبخير کم کړي . ▷ وني بايد د مالګينتوب او القليتوب مقابل کې مقاومت ولري . Agro forestrt system for hilly region • Silvi horticultural system • Silvipastural system • Agri silvicultural system • Agri horticultural system Agro forestry system for energy plantation ✓ Wood fuel :Direct contribution ✓ Pyrolytic conversion:charcoal ,oil ,Gass ✓ Production of Gass: From fuel wood ✓ Ethanol:Fermentation of fruit containing high carbohydrates ✓ Eg:Palm,sago,prosopid pod ✓ Methanol:Destrutive distillation of wood Agro forestry system for wetlands o Agri silvicultural system o Agrisilvi pastural system o Agri silvi aquaculture o Agrisilvi aquaculturl system o Aquaculture

د اګرو فارستري په اساس دسيستمونو طبقه بندي سمول

ددي سيستم په اساس کولاي شوچې د اجزاو او دندو له مخې هر يو ي تعريف کړو په دي سيستم کې د اجزاو نوعي او ترتيب د زيات اهميت درلودونکې دي د اګروفارستري سيستمونه په لاندې دوو ګروپونو طبقه بندي شوي. الف : ــ د طبيعت اجزا. ب : ـــ اجزا او ترتيب. الف:ـــ د طبيعت اجزا: د طبيعت اجزآ د اګروفارستري سيستمونه کولاي شو په لاندې ګروپونوطبقه بندي کړو. ۱ : اګروسيلوي سيستم يا کولتورال. ۲: سيلوپاستورال سيستم. ۳: اګروسيلوپاستورال سيستمونه . او داسې نور سيستمونه... ۱ ـــ اګروسيلوي يا کولتورال سيستم په دې سيستم کې زراعتي واښه ، ونې . درخچې او داسې نور پکې شامل دي نوموړي سيستم په عاقلانه استفادې سره د ځمکې توليد او کرنېز محصولات همداراز د ونو محصولات ،دځنګلونو محصولات شامل دي. د طبيعت اجزاوې پراساس اګروسيلوي ــ کولتورال کولي شي چې په مختلف ګروپونوصنف بندي شي او په لاندې ډول دي. ۱: زينت په منظور د زراعتي اصلاح شوو نباتاتو روزنه . ۲: غونډيو کې د زراعت سيستمونه. ۳: باغونو کې د مختلفو ونو کرنه. ۴: سرکونو په غاړه د نباتاتو کرنه او روزنه . ۵: دونو او بوټو کرنه په زراعتي ځمکو کې. ۶: د سونګ د لرګيوتوليد په اګروفارستري کې. ۷: حفاظتي کمربندونه. ۸: د زراعتي وښو ترکېب او کرنه . ۹: بادماتونکې ونو کرنه. ۱۰: دخاورې حفاظت او ساتنه .

اګروفارستري محيطي اهميت سمول

د ونواوغذاي محصولاتو ترکېب په کرنېزه سيمو کې محيطي اهميت او ايکولوژيکې له نظره په خاصو مناطقوکې تر سره کېږي چې ترتيب يې په لاندې ډول دي. ▷ فشار کموالي په ځنکلونو. ▷ ژورو ريښو درلودونکې نباتاتو له طريقه د غذايې موادو لاسته راوړنه . ▷ دايکولوژيکې سيستم بهترينه توليد. ▷ دسطحي جرياناتو کموالي د اوبو په واسطه د غذاي موادومنځل ،د خاورو فرسايش، د محافظتي اثراتو له طريقه دونو ريښو او ساقي. ▷ دميکروکليماد شرايط پرمختک د خاورود سطحې کمبود ، اوبو د تبخيرکموالي اودنباتاتوپاتي شونې. ▷ دخاورو د غذايې موادو زياتوالي د نباتاتو د پاڼو او ښاخونو د رژيدو او د هغوي دتجزي په واسطه.

اګروفارستري اقتصادي اهميت :ــ 
د اګروفارستري اقتصادي اهمت زياته توجه يې د بزګرانو جامع ، سيمې او يا ملت سره تړاو لري دا اهميت لاندې مواردو سره شامل دي.

▷ د غذايې توکو زياتوالي لکه د سوخت موادو علوفوي کوډ يا سره.

اګروفارستري اجتماعي اهميت سمول

برسيره له اقتصادي اهميت څخه اجتماعي اهميت د محصولاتو  د زياتوالي د نباتاتو څخه لاسته راځي چې اهميت يې په  لاندې ډول دي 

▷ د محلي خلکو د ژوند د بقا‌ء پخاطر د کار زمنيه برابرول او مصروف ساتل. ▷ د غذايې موادو زياتوالي او د ښه کېفيت بهتروالي . ▷ د محلي خلکواو تولنې د ژوند د سطحې لوړوالي. اګروفارستري تکنالوژي ته کتنه :ــــ د اګروفارستري د تکنالوژي په ارتباط مشخص مسايل په لاندې ډول تشرح کېږي. اګروفارستري پروژې طرحه داقتصادي اواجتماعي صدماتواو په مناسب ډول تر بحث لاندې ندي نيول شوي داګروفارستري د پروژو اصلاح تکميل په کافي اندازه تشريح او يا واضع شوي ندي او د ګټي اخيستني په منظور په سيستماتيک ،اقتصادي، اجتماعي او کرنېزتحقيقاتو ته چې دضرورت په اندازه موجود وي ددي باوجود د اقتصادي څانګو سره تمرکز کېږي. او خاص اجتماعي روشونه او تکنالوژي کتنه په اګروفارستري کې وجود نلري بناً اقتصادي معيارونه او اجتماعي تکنالوژي په لاندې ډول په نظر کې نيول کېږي. الف : خالص کارګرانو لپاره اقتصادي منابع. ب : يووالي اوموقع د بزګرانو د محل او غير محلي کورنيو لخوا. د : د تکنالوژي اثرات د کموالي يا زياتوالي خطر په طبيعي ډول بزګرانوته . ج : تکنالوژي اثرات په ځانګړي ډول د کورنيو د اعضاو په مسوليت چې د منابعو د کمبود په وجه مواد او داسې نورو مسايلو سره مخ شي . ه : تکنالوژي اثرات په اجتماع کې د کورنيو په روابط .

اصطلاحات سمول

۱: Agroforestry اګروفارستري يو جامع اصطلاح دي چې د ځمکې د سيستمونو او تکنالوژيو د بهره برداري لپاره ترسره کېږ ي چې څو کلنو وښو (ونې ، بوټې ،ميوه لرونکې او غيرميوه لرونکې ) زراعتي وښو او حيواناتو چې داټول د يومديريت لاندې تر سره کېږي.او د خلکو لپاره اقتصادي تمام شي ۲ : Agroforestry potential : پوتانسيل اګروفارستري عبارت له يو کرنېزي سيستم څخه دي چې دونې ، بوټې، زراعتي وښو او حيواناتوڅخه چې نوموړي دغه عمل د اګروفارستري ، شنه فضاء او د ونوښکلا او داسي نور زيات موارد په برکې نيسې. ۳ : Agroforestry system  : اګروفارستري سيستم عبارت له يو کرنېز سيستم څخه دي چې د زراعتي وښو،ونې او اهلي حيواناتو سره تړاو لري . ۴: Agrosilvi quacultural system د غه نوع د اګروفارستري له هغه سيستم څخه عبارت د ي چې ځنګلي ونو، ميوه لرونکې ونو، زراعتي وښو او خوږو اوبو او داسې نور شامل وي . ۵: Agrosilvi cultural system دغه نوع د اګروفارستري له هغه سيستم څخه دي چې په عين وخت سره دمحصولاتو توليد او کرنه لکه ميوه لرونکې ونې او ځنګلي نباتاتو محصولات تر مطالعې لاندې نيسې. ۶: Agrosilvopatoral system دغه نوع د اګروفارستري روشونه ترمطالعې لاندې راولي چې ونې ، بوټي ، زراعتي واښه او د حيواناتو مراقبت نظر لاندې نيسې.

سرچینې سمول

۱ـ (رفاهي)حسينقلی.(۱۳۸۷)اګروفارستری.استاددانشګاه تهران،انتشارات دانشګاه تهران.(۲۰ــــ ۲۰).

۲ـ (يوسفزي) امين الله.(۱۳۹۲)ټولنيزه ځنګلداري،سيدجمال الدين افغان پوهنتون کونړ.(۲۴ــــ ۵۷)

یوه ضروري یادونه سمول

که چیرې تاسی هم غواړی چی لیکنې مو دویکیپدیا علمی پوهنغونډ ته پورته او په اکادميک ډګر کی تر استفادې لاندي راشي نو په دغه لاندي ایمیل ادرس یی راولیږی مننه Fayazahmadinst@gmail.com