قومپرستي پښتو

قومپرستي پښتو لېکنه

      چرته کوم قومپرست یوه مشهور هوټل ته ننوت، د هوټل مزدور ته یې پیسې ورکړې ول هوټل کې ټولو ناستو خلکو ته ښه ډوډۍ او مشروبات راوړه، پیسې یې زه پرې کوم، پرته له هغه تورپوستي سړي، چې د هوټل کونج کې ناست دی. مزدور له هغه تورپوستي سړي پرته ټولو ته خوندور خواړه او مشروبات ورووېشل. تور پوستي هغه ته په موسکا وکتل او مننه یې ورنه وکړه!

     قومپرست غوسه شو، د هوټل مزدور ته یې بیا پیسې ورکړې، ورته کړه یې له هغه تور سړي پرته نورو ټولو ته فلان او فلان مشروبات ورکړه، هغه ورکړل او تور سړي بیا په موسکا ورته وکتل او مننه یې ورنه وکړه! قومپرست د هغه په دې چلند حیران او نور غوسه شو او د هوټل مزدور ته یې وویل: زه چې هر ځل خلکو ته خوراکي شیان واخلم دا تور سړی نه خپه کیږي او نه زوریږي! بلکې مننه مې کوي! دا څه چل دی؟! مزدور ورته وویل: هیڅ مشکل نشته، هغه د هوټل څښتن دی!

     ویل کیږي قومپرستان د نړۍ ترټولو کم عقل مخلوق دی، قومپرستي نن غرب او ډېرو کفارو تردید کړې او له منځه وړې ده. اسلام ډېر پخوا د قومپرستي سخت مخالفت کړی او هغه یې جهالت بللې. حدیث کې راغلي: د عرب او عجم منځ کې توپیر نشته، نه د سپین او تور منځ کې توپیر شته، مګر توپیر په تقوی سره ده. لا فرق بين عربي و لا أعجمي و لا أبيض ولا أسود إلا بالتقوى. أخرجه البیهقي في شعب الایمان