قران او د عالم پيدایښت

‎قران او د عالم پيدایښت ‎اَوَلمْ یَرَ اُلَّذِینَ کَفَرُو اَنَّ السَّمَوتِ وَالاَرضَ کَانَتَا رَتقََا فَفَتَقنَهُمَا وَجَعلنَا مِنَ المَآءِ کُلَّ شَیءِِ حَيِِّ أَفَلَا یُ‌ؤمِنُونَ ‎ایا کافران په دې نه پوهېږی چې اسمانونه او ځمکه سره نښتی وو‌، نو مونږ سره بېل کړل او هر ژوی مو له (اوبو) پيدا کړئ، نو ایا ایمان نه راوړئ؟! ‎ددې مبارک ایت لارښوونې دا دی: ‎دا مبارک آیت په ‌‌‌‌‌‌ډېر صراحت او وضاحت سره دا وایې چې په سر کې ټول کائنات‌، ځمکه،لمر، او د اسمان ټول اجرام ی‌ؤه کتله وه او الله تعالی په ی‌ؤې چاودنې سره دوی بېل بېل کړل او اوسنۍ بڼه یې ورکړه . د رتق معنی پيوستون او یو له بل سره نښتل دی. او د فتق معنی بیلتون او جلا کیدا ده، یعنی دا عالم هر څه که دا په اسمانونو کې دی او که په زمکه کې دی سره پيوست او نښتی ول او الله تعالی سره جلا او بېل بېل کړل. ‎د ټولو ژوو د پيدایښت اساسی ماده اوبه دی، الله تعالی ټول ژوی له اوبو نه پيدا کړي ‎ساینس پوهان وایې چې دا عالم د ی‌ؤې سترې چاودنې په ترڅ کې رامنځته شو‌،او د عالم هر څه ستوری، ستور لیکې، لمر ،سپوږمۍ او زمکه راپيدا شول. ماده په مجموع کې له دې چاودنې وروسته رامنځته شوی ‌، عناصر او مرکبات له دې وروسته پيدا شوی، د بیګ بینګ دا نظریه هسې ی‌‌‌‌‌‌‌ؤه انګېرنه نه ده چې پر تخمینو او حدسیاتو ولاړه وی . ‎مګر صرف دومره توپير لری چې قران یې څوارلس پيړۍ مخکې دا خبره کوی خو ساینس پوهانو په ی‌ؤ ویشتمه پيړۍ کې دا خبره ثابته کړيده