فنیکیان ( په یوناني - Φοίνικες).د ننني لېبنان او سوریې په مځکو کې اوسېدل. دغه خلکو د هغه وخت په کچ (سطحه) ډېر ښه او پر مخ تللی ژوند او دود درلود. دوی، غټه سمندري سوداگري او د فینیکي لیک (ابېځې) موندونکې او جوړونکې گڼل کېږي.

فنیکیه

فینکیان (/fəˈnɪʃə, fəˈniːʃə/) یا فینشیان، د تالاسوکراسي/ سمندري سترواکۍ لرغونی سامي تمدن و چې د مدیترانې په ختيځ کې په شام سیمه کې په عمده ډول په ننني لبنان کې واقع شوی و. د فینکیانو د خاورې پراختیا د تاریخ په بهیر کې لږ شوې او د هغوی د فرهنګ هسته په معاصره سوریه کې له ارواد سیمې څخه د معاصر اسرائیلو تر کرمل سیمې پورې دوام لري. فینکیان له خپلې خاورې څخه ورهاخوا د ټول مدینې ترانې سمندر په اوږدو کې له قبرس څخه د ایبریا تر ټاپوزمې/شبه الجزیرې پورې غزېدلي. [۱][۲][۳][۴]

فینکیان د سامي ژبې خلک و چې له میلاد څخه شاوخوا ۳۰۰۰ کاله مخکې په شام کې راڅرګند شول. فینیکیا د لرغوني یونان مستعار نوم دی چې په دقیق ډول د یوې همغږې ټولنې یا فرهنګ سره څنګه چې باید په لرغونې ډول درک شي سمون نه لري. دا بحث شته چې آیا فینکیان په ریښتیا هم د کنعانیانو په نوم له پراخو سامي ژبو خلکو څخه بېل و یا نه. تاریخ لیکونکی رابرت ډریوز باوري دی چې د کنعانیانو اصطلاح له هغې قومي ډلې سره تړلې ده چې لرغوني یونانیان یې «فینکیان» بولي؛ لرغونپوه جوناټن اېن. ټوب استدلال کوي چې عمونيانو، موابیانو، اسرائل‌یانو او فنیکیانو له شک پرته خپل فرهنګي هویت ترلاسه کړ که څه هم له قومي پلوه ټول «کنعانیان» وو، «هم‌هغه خلک چې له میلاد څخه مخکې په اتمه زریزه کې د سیمې په کرنیزو کلیو کې مېشت شول». [۵][۶][۷][۸][۹]

فینکیان له ميلاد څخه مخکې د ۱۲مې پېړۍ په منځنۍ برخه کې د ډېرو سترو فرهنګونو له سقوط وروسته د برونزو د دورې په وروستیو کې شهرت ته ورسېدل. هغوی د معاصرانو ترمنځ د ماهرو سوداګرو او بېړۍ چلوونکو په توګه پېژندل شوي وو چې د لرغونې کلاسیکې دورې په غالب سوداګریز ځواک بدل شول. فینکیانو یوه پراخه سوداګري شبکه جوړه کړه چې له ۱۰۰۰ کلونو څخه يې ډېر دوام وکړ او د تمدن د سترو زانګوګانو لکه یونان، مصر او میسوپوتامیا تر منځ يې د پوهې، فرهنګونو او نظریو د تبادل په اسانتیا کې مرسته وکړه. د فینکیانو فرهنګ له ميلاد څخه مخکې په ۹مه پېړۍ کې تر خپل اوج ته رسېدو وروسته د مدیترانې په ختیځ کې په آرامۍ د خارجي نفوذ او تسخیر پر وړاندې سقوط وکړ؛ چې په مرکزي او لویدیځه مدیترانه کې یې حضور له ميلاد څخه مخکې د دویمې پېړۍ تر نیمايي پورې د کارتاج د ويجاړي تر مهاله دوام وکړ.

فینکیان د لرغوني یونان د دولتونو په څېر په ښاري-دولتونو کې سره سازمان شوي وو، چې تر ټولو مخکښ يې صور، صیدون او بیبلوس وو. هر ښاري ـ دولت له سیاسي پلوه خپلواک و او هېڅ داسې شواهد نه‌شته چې فنیکیانو دې ځان یو واحد ملیت بللی وي. فینکیانو په ټوله مدیترانه کې مستعمرې او سوداګریزې پوستې رامنځته کړې؛ کارتاژ چې د افریقا په شمال لویدیځ کې یو مېشت ځای و له میلاد څخه مخکې په ۷مه پېړۍ کې په یو ستر تمدن بدل شو. د فینکیانو ټولنه او فرهنګي ژوند په سوداګرۍ او سمندري ګرځېدنو متمرکز و؛ حال دا چې ډېری ښاري دولتونه د یو ډول پاچاهي سیستم په‌واسطه اداره کېدل سوداګرو کورنیو په احتمالي ډول د الیګارشي (د ټولنې د لوړ پوړو غړو د کوچنۍ ډلې واکمني، ژباړن) له لارې خپل نفوذ کاروه. [۱۰]

فینکیان د لرغونو کتبي اسنادو د نه موجودیت له امله د ډېرې مودې لپاره ورک شوی تمدن بلل کېده او یواځې د شلمې پېړۍ په منځنۍ برخه کې لرغونپوهانو او تاریخ پوهانو وکولی شوی چې پېچلی او اغېزمن تمدن رابرسېره کړي. د هغوی تر ټولو پېژندل شوی میراث د نړۍ تر ټولو پخواني تایید شوي الفبا دي چې سرچینه يې د مخکې سینايي لیکنې له طریقه له عبراني لیکنې سره تړاو درلود او په ټوله مدیترانه کې لېږدول شوي وو چې د عربي ژبې د لیکنې، د یوناني لیکنې او په پای کې د لاتیني او سیرلیک الفبا د پراختیا لپاره کارل شوي. فینکیانو ته همدارنګه د بېړۍ جوړولو، بېړۍ چلولو، صنعت، کرنې او دولت په برخه کې د نوښت امتیاز ورکول کېږي. باور دا دی چې د هغوی د سوداګرۍ نړیوالې شبکې د کلاسیک لویدیځ تمدن اقتصادي، سیاسي او فرهنګي پایې پیاوړې کړې دي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

ایتمولوژي/آرپوهنه

سمول

فینکیانو ظاهراً له خپلواکو ښاري دولتونو څخه د جوړې شوې ټولنې په توګه په ټوله کې د فنیکیې خاورې د ښودلو لپاره اصطلاح نه لرله؛ خو په بدل کې یې ډېری نسبتي نومونه له هغو ښارونو څخه اخیستل کېدل چې یو فرد ورڅخه راغلی و (د مثال په ډول صیدون لپاره صیدونیان د صور لپاره صوریایان او داسې نور...) ځینې پوهان په دې اند دي که چېرې فینکیانو داسې نسبتي نوم لرلی چې په ټولیز ډول د یوې خاورې استازولي وکړي هغوی به له «کنعان» څخه کار اخیستی و او له همدې امله به یې ځانونه «کنعانیان» بلل. کراهمالکوف د هاني‌من ډبرلیک (چې له میلاد څخه شاوخوا ۹۰۰ کاله مخکې وېلیم اېف. البرایت لیکلې) بیارغوي چې د فینکيانو ټاټوبي ته په‌کې اشاره شوې ده او د پوټ په نوم یادیږي (په فنیکي 𐤐𐤕)[۱۵][۱۶][۱۷]

د کرنک ابلیسکانو د فنو/fnḫw اړوند یو ټاټوبی تشرېح کړی او داسې ښکاري چې د لرغونې مصرۍ کلیمې «نجار» جمع شکل دی، فنو/ fnḫ  چې په شام کې د فینکیا د چارتراشو/لرګیو د سوداګرۍ له مهم مرکز سره مناسب دی. ظاهراً دا مستعار نوم د φοῖνιξ phoînix یوناني نوم څخه چې په متغیر ډول د «فینکي شخص»، «تیریايي ارغواني رنګ»، «پوخ سور رنګ» یا «د خرما د ونې» په معنا راغلی. هومر دا کلیمه له دغو ټولو معناوو سره کارولې. دا کلیمه له میلاد څخه مخکې تر دویمې زریزې مخکې د میسني یوناني ژبې په بي. لیکدود کې د po-ni-ki-jo په توګه راغلې. په هغو ثبت شویو اثارو کې دا د «سرمه‌یي» یا د «خرما ونې» په معنا راغلې او د خلکو د ډلې معنا نه ورکوي. د فنیکیانو نوم د لاتین د پوني (د پونیک صفت چې وروسته فنیک شو) په څېر له یوناني Φοινίκη (Phoiníkē/فونیکي) څخه اخیستل شوی دی، پوینولوس یوه لاتیني کمېډي ډرامه ده چې له میلاد څخه مخکې د دویمې پېړۍ په لومړیو کې لیکل شوې ده، داسې ښکاري چې د پونیک اصطلاح يې د «فینیکیانو» لپاره خوندي کړې ده، چې ښايي د Pōnnīm په توګه بیا رغول شوي. چې دا باید له فونیک څخه د پور اخیستنې په معنا وي. [۱۸][۱۹][۲۰]

تاریخ

سمول

دا چې د فینیکي ادبیاتو له ضوابطو یا ادبیاتو څخه ډېر څه نه دي پاتې شوي، ډېر هغه څه چې د هغوی د سرچینې او تاریخ په اړه پېژندل شوي دي د نورو تمدنونو له راپورونو او په ټوله مدیترانه کې د دوی د مادي فرهنګ له استخراج څخه ترلاسه شوي. د پوهانو اجماع دا ده چې د فینکیانو مخکښه دوره له میلاد څخه مخکې له ۱۲۰۰ کال څخه د ایراني/فارسي دورې تر پای (له میلاد څخه مخکې ۳۳۲) پورې وه. [۲۱]

د فینکیانو د برنزو لومړنۍ زمانه په ستره کچه نامعلومه ده. دوې تر ټولو مهمې سیمې بییلوس او سیدون -ډاکرمن (صیدون ته نږدې) دي، که څه هم تر ۲۰۲۱ کال پورې له سلو څخه ډېر ځایونه پاتې وو چې باید استخراج یا وکیندل شي، حال دا چې ډېری ځایونه لا هم په بشپړ ډول نه دي تجزیه شوي. د برونزو منځنۍ زمانه په ټولیز ډول د نفوس، سوداګرۍ او هوساینې/رفاه د زیاتوالي له پلوه یوه سوله‌ییزه دوره وه، که څه هم د طبعي سرچینو په برخه کې سیالي موجوده وه. د برونزو د زمانې په وروستیو کې د مصر، میتانیانو، هیټي‌یانو او اشوریانو تر منځ رقابت پر فینکي ښارونو د پام‌وړ اغېز وکړ. [۲۲][۲۳]

اصلي سرچينه

سمول

هغه کنعاني فرهنګ چې د فینکیانو د پیدا کېدلو لامل شو، ظاهراً یې د مخکیني غسولین د مسو د لومړنۍ دورې له فرهنګ څخه پراختیا موندلې. غسولین په‌خپله د عربو په شاوخوا کې له کوچي څړځایي ټولنې څخه پراختيا موندلې ده، چې په‌خپل وار یې د خپلو اجدادي فرهنګونه ناتوفیانو او هارفیانو د ائتلاف تر څنګ د کولالي دمخه د ډبرو د نوې ب دورې (PPNB) له کرنیز فرهنګ څخه پراختيا موندلې او د څارویو د اهلي کولو تمرین يې د ۸۲۰۰ کلنې پېښې په بهیر کې کاوه، چې په شام کې د ډبرو د نوې دورې د انقلاب رامنځته کولو لامل شو. د اورګایت ایالت د لرغونپوهنې له پلوه د برونزو د دورې په وروستیو کې کنعاني بلل کېږي، ان که اورګایتي ژبه له کنعاني ژبو سره ځانګړی تړاو هم نه لري.  [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې

سمول
  1. "Phoenicia". Collins English Dictionary.
  2. Kitto, John (1851). A Cyclopedia of Biblical Literature. Adan and Charles Black.
  3. Malaspina, Ann (2009). Lebanon. Infobase Publishing. ISBN 978-1-4381-0579-6.
  4. Meir Edrey (2019). Phoenician Identity in Context: Material Cultural Koiné in the Iron Age Levant. Alter Orient und Altes Testament. Vol. 469. Germany: Ugarit-Verlag – Buch- und Medienhandel Münster. pp. 23–24. ISBN 978-3-86835-282-5.
  5. "Phoenicia | Definition, Location, History, Religion, & Facts". Encyclopedia Britannica (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-08-29.
  6. "Who Were The Phoenicians? | History Today". www.historytoday.com. نه اخيستل شوی 2020-04-20.
  7. Scott, John C (2018). "The Phoenicians and the Formation of the Western World". Comparative Civilizations Review. 78 (78).
  8. Drews, Robert (1998). "Canaanites and Philistines". Journal for the Study of the Old Testament. 23 (81): 39–61. doi:10.1177/030908929802308104. S2CID 144074940.
  9. Tubb, Johnathan N. (1998). Canaanites. British Museum People of the Past. University of Oklahoma Press. ISBN 9780806131085. نه اخيستل شوی 9 October 2018.
  10. "Phoenicia". World History Encyclopedia. 
  11. Niemeyer, Hans G. (2004). "The Phoenicians and the Birth of a Multinational Mediterranean Society". In Rollinger, Robert; Ulf, Christoph (eds.). Commerce and Monetary Systems in the Ancient World. Stuttgart: Franz Stiener Verlag. pp. 246, 250.
  12. Scott, John C. (2018) "The Phoenicians and the Formation of the Western World," Comparative Civilizations Review: Vol. 78 : No. 78, Article 4.
  13. Fischer, Steven Roger (2004). A history of writing. Reaktion Books. p. 90.
  14. Coulmas 1996.
  15. Department of Ancient Near Eastern Art. "The Phoenicians (1500–300 B.C.)." In Heilbrunn Timeline of Art History. New York: The Metropolitan Museum of Art, 2000–. http://www.metmuseum.org/toah/hd/phoe/hd_phoe.htm (October 2004)
  16. Britannica, The Editors of Encyclopaedia. "Phoenicia". Encyclopedia Britannica, 20 Aug. 2020, https://www.britannica.com/place/Phoenicia. Accessed 9 January 2022.
  17. Honeyman, A. M. "The Phoenician Inscriptions of the Cyprus Museum" Iraq, vol. 6, no. 2, 1939, pp. 104–108 see p.106-107, number 8.
  18. James P. Allen (2010) Middle Egyptian: An Introduction to the Language and Culture of Hieroglyphs, 2nd edition, Cambridge: Cambridge University Press, ISBN 978-0-521-51796-6, p. 345.
  19. "Henry George Liddell, Robert Scott, A Greek-English Lexicon, φοῖνιξ". www.perseus.tufts.edu. نه اخيستل شوی 2017-02-03.
  20. Naveh, Joseph. Israel Exploration Journal, vol. 51, no. 1, 2001, pp. 113–15. JSTOR, http://www.jstor.org/stable/27926965. Accessed 27 Aug. 2022.
  21. Jigoulov 2021, p. 13
  22. Jigoulov 2021, p. 18
  23. Jigoulov 2021, pp. 18–9
  24. Woodard, Roger (2008). The Ancient Languages of Syria-Palestine and Arabia. New York: Cambridge University Press. ISBN 978-0-521-68498-9.
  25. Naveh, Joseph (1987). "Proto-Canaanite, Archaic Greek, and the Script of the Aramaic Text on the Tell Fakhariyah Statue". In Miller; et al. (eds.). Ancient Israelite Religion. Fortress Press. ISBN 0-8006-0831-3.. (Coulmas 1996).
  26. Tubb, Jonathan N. (1998), "Canaanites" (British Museum People of the Past)
  27. Zarins, Juris (1992). "Pastoral Nomadism in Arabia: Ethnoarchaeology and the Archaeological Record—A Case Study". In Bar-Yosef, O.; Khazanov, A. (eds.). Pastoralism in the Levant. Madison: Prehistory Press. ISBN 0-9629110-8-9.