فیمینسټي خوځښتونه او نظريې

د ښځو د حقونو خوځښتونو د کلونو په موده کې وده کړې ده [رامنځته شوي دي]. دا خوځښتونه په موخو، کړنلارو او د غړو منلو کې توپير لري. دوی زياتره وختونه د فيمينيسټ فکر بېلابېلې څانګې رانغاړي يا ځيني يې خپل ځانونه ورسره مشخص کوي.

ډله جوړول

سمول

په دوديز ډول د ښځو د حقونو برابرۍ پلوي (فيمينيزم) ډېری وختونه په درې اصلي دودونو وېشل کېږي، چې په عادي ډول ورته ليبرال (ازادي غوښتونکی)، د سمون غوښتونکی يا اصلي مسير فيمينيزم، بنسټ پال فيمينيزم او ټولنيز يا مارکسيستي فيمينيزم دي، چې ځيني وختونه ورته د فيمينيسټ فکر درې ستر مکتوبه هم وايي؛ که څه هم د ۲۰ پېړۍ له وروستيو راهيسې د فيمينيزمونو يو لړ نوې بڼې هم راښکاره شوې دي؛ چې ځينې يې د درې اصلي دودونو د څانګو په توګه ګڼل کېږي. [۱]

Judith Lorber د فيمينيزم پلوو وينا او ليکنو د درې پراخه ډولونو تر منځ توپير کوي، چې د جنسيت سمون فيمينيزم خوځښتونه، د جنسيت مخنيوونکي فيمينيزمونه او د جنسيت بشپړتيا فيمينيزمونه دي. د نوموړې په ليکپوهنه کې د جنسيت سمون فيمينيزم خوځښتونه پر فردی يا شخصي حقونو باندې په خپل ټينګار سره د ليبراليزم په سياسي فلسفه کې رېښه لري. د جنست مخنيوونکي فيمينيزم خوځښتونه پر معلومو کړو وړو او د ډلې پر انګېزو باندې تمرکز کوي، چې په واسظه يې ښځې په يو فرعي دريځ ان فرعي کلتورونو کې ساتل شوي دي، چې د جنسيتي برابرۍ د ملاتړ غوښتنه کوي. د جنسيت بشپړتيا فيمينيزم خوځښتونه د خپلو مفاهيمو او ډلبنديو د له منځه وړلو او د نابرابرۍ د کلتوري بيا توليد په شننې سره د ټولنيز نظم د ماتولو په لټه کې دي. [۲]

خوځښتونه او نظريې

سمول

اصلي لاره فيمينيزم

سمول

اصلي لار فيمينيزم د يوې عمومې اصطلاح په توګه د فيمينيزم پلوې نظريې او خوځښتونه مشخص کوي، چې د سوسياليست يا راډيکال فيمينيزم پلويو خېلونو کې نه ګڼل کېږي. د اصلي لار فيمينيزم پلوي خوځښت په دوديز ډول پر سياسي او حقوقي سمون باندې تمرکز وکړ او ريښه يې د ۱۹ او ۲۰ پېړۍ د ليبرال فيمينيزم لومړۍ څپه کې ده. ليبرال فيمينيزم په دې پراخه دوديز حس کې د اصلي لار فيمينيزم، سمون پلوی فيمينيزم، برابري غوښتونکی فيمينيزم يا په تاريخي ډول د لوړ پوړ فيمينيزم په نومونو هم يادېږي او د سوسياليست او راډيکال فيمينيزم تر څنګ د فيمينيزم پلوي فکر له درې سترو مکتبونو څخه دی. [۱][۳]

د فيمينيزم د درېيمې او څلورمې څپې په برخه کې یاده اصطلاح د ليکوالانو او کلتوري شنونکو له خوا نن ورځ زياتره يو عمومي نندارچي ته د په زړه پورې خوځښت په ماخذ کې کارول کېږي. اصلي لار فيمينيزم زياتره وختونه د طنز يا تمسخر په دود «سپين فيمينيزم» ته ويل کېږي؛ دا اصطلاح پر دې دلالت کوي چې د اصلي لار فيمينيزم پلوي په نژاد، ټولګي او جنسيت سره د تقاطع لپاره مبارزه نه کوي. [۴][۵][۶][۷]

د اصلي لار فيمينيزم د درېيمې او څلورمې څپې ځينې برخې په سوداګريز اوسېدلو او پر هغو مسئلو باندې د تمرکز کولو لپاره تورنې دي، چې نن ورځ په لويديځه نړۍ کې لږې کړکېچنې يا جنجالي دي. لکه: د ښځو سياسي ګډون يا زده کړو ته د ښځينه وو لاسرسی. د راډيکل فيمينيزم پلويان ځيڼي وختونه د اصلي لار فيمينيزم پلويانو باندې د پلارواکۍ نظام د يوې برخې په توګه نيوکه کوي. سره له دې هم د فيمينيزم پولې هڅې ستر پړاوونو يا څلي لکه د رايې کارولو او زده کړو حق، زياتره د اصلي لار فيمينيزم پلوي خوځښت د فعاليت د پايلې په توګه تر لاسه شوی دی، چې د نارينه او ښځينه وو دواړو له منځه د فيمينيزم پلويو سببونو لپاره د پراخې څېړنې ملاتړ په رامنځته کولو يې ټينګار وکړ. [۸][۹]

ګډوډۍ جوړوونکی

سمول

د ګډوډۍ فيمينيزم (چې د ګډوډۍ پلوی فيمينيزم او anarcho-feminism هم ورته وايي) له فيمينيزم سره د ګډوډۍ اصالت يو ځای کوي. دا په عمومي ډول پلارواکۍ ته جبري روحانيونو سلسلې د ښکاره کېدنې په توګه ګوري. د ګډوډۍ فيمينيزم پلوي باور لري چې د پلارواکۍ پر وړاندې هڅه د ټولګي (قشر) هڅې او د دولت پر وړاندې د ګډوډۍ اصالت د هڅې يوه اړينه برخه ده. په اصل کې فلسفه د ګډوډۍ پلوې هڅې ته د فيمينيزم پلوې هڅې د يوې اړينې برخې په توګه ګوري او همداسې په سرچپه ډول. لکه څرنګه چې L. Susan Brown ليکي: «د ګډوډۍ اصالت يوه سياسي فلسفه ده، چې د ځواک د ټولو اړيکو مخه نيسي، چې دا په ذاتي ډول فيمينيزم اصالت دی». [۱۰][۱۱][۱۲]

د ګډوډۍ فيمينيزم اصالت په مهمو تاريخې اشخاصو کې Emma Goldman, Federica Montseny, Voltairine de Cleyre, Maria Lacerda de Moura او Lucy Parsons شاملېږي. د هسپانيې په کورني جنګ کې د Mujeres Libres (خپلواکې مېرمنې) تر سرليک لاندې د ګډوډۍ فيمينيزم يوې ډلې له Federación Anarquista Ibérica سره يو ځای شو، چې د ګډوډۍ او فيمينيزم پلويو نظريو د دفاع په موخه جوړ شو.

د anarcha-feminist معاصر ليکوالان او نظريه پوهان Lucy Friedland، L. Susan Brown او د ايکو فيمينيز پلوی Starhawk دي. د ګډوډۍ فيمينيزم پلوې ډلې Bolivia's Mujeres Creando, Radical Cheerleaders, the Spanish anarcha-feminist squat La Eskalera Karakola او په بوسټون کې د La Rivolta! کلنی کنفرانس يا ناسته دي.

تور پوستې د ښځو اصالت پلوي

سمول

د تورپوستو فيمينيزم بحث کوي، چې د جنسيت پالنه، د ټولګي يا صنفي فشار او نژاد پالنه په نه بېلېدونکي ډول يو له بل سره تړلي دي. د فيمينيزم هغه بڼې چې پر جنسيت پالنې او ټولګي فشار باندې د بريالي کېدلو هڅه کوي او نژاد باندې سترګې پټوي، د نژادي بنسټ له مخې د ښځو په ګډون د زياتو خلکو پر وړاندې توپيري چلند کوي. د تور پوستو فيمينيزم پلوی ملي سازمان بنسټ د Margaret Sloan، Florynce Kennedy او Doris Wright له لوري په ۱۹۷۳ کېښودل شو او د Wright له نظره ياد سازمان د خپلې پېړۍ د بل هر سازمان په پرتله پر جنسيت او نژاد پالنو باندې مخامخ بريد وکړ. NBFO په ۱۹۷۴ ز کې د Combahee River Collective په نوم د بوسټون [سيمه ده] پر بنسټ د سازمان رامنځته کېدلو هڅونه کې مرسته وکړه، چې په يادې لسيزې پر مهال په بوسټن کې نه يوازې د قاطع يا پرېکړه کوونکي نژاد ضد فعاليت ته لاره هواره کړه؛ تر څنګ يې د تور پوستو فيمينيزم اصالت لپاره يوه طرحه برابره کړه چې د وروستيو ۲۵ کلونو په موده کې لا هم دوام لري. د فيمينيزم په اړه د Combahee غړې Barbara Smith پېژندنه چې تر نن ورځې پورې د يوې نمونې په توګه پاتې دی، بيانوي چې: «فيمينيزم د ټولو ښخو د خپلواکه کولو په موخه سياسي نظريه او عمل دی: د تور پوستې يا سپين پوستې ښځې، د کارکوونکي ټولګي ښځې، فقيرې ښځې، په فزيکي ډول ننګول شوې ښځې، lesbians، ډېر عمر لرونکې (زړې) ښځې او همدرانګه په اقتصادي ډول لومړيتوب ورکړل شوې سپين پوستې څو جنسيتي ښځې». فيمينيزم له دې څخه پرته نور څه نه دي، مګر يوازې د ښځينه وو ځاني لوړونه ده». Combahee River Collective په ۱۹۷۴ ز کې بحث وکړ، چې د تور پوستو ښځو خپلواکي د ټولو خلکو لپاره خپلواکي رانغاړي؛ نظر دې ته چې دا به د نژاد پالنې، جنسيت پالنې او ټولګي فشار پای ته رسولو غوښتنه وکړي. له دې نظريو څخه يو راوتلی خوځښت د Alice Walker د ښځو اصالت و. ياد اصالت د هغه لومړني فيمينيزم پلوي خوځښت څخه وروسته راښکاره شو، چې په ځانګړي ډول د سپين پوستو ښځو له لوري يې مشري کېدله، په پراخ ډول د سپين پوستو د منځني ټولګي خوځښتونه وو او د نژاد پالنې او ټولګي پالنې پر بنسټ فشار يې په عمومي ډول له پامه غورځولی و. Walker او د ښځو نورو پلويانو اشاره وکړه، چې تور پوستو ښځو د سپين پوستو ښځو په پرتله د فشا بېل او سخت ډول تجربه کړ. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

Angela Davis يو له هغو لومړنيو خلکو څخه وه، د (ښځې، نژاد او ټولګی: Women, Race and Class 1981) په نوم خپل کتاب کې يې د نژاد، جنسيت او طبقې پر تقاطع باندې متمرکز يو بحث په څرګند ډول بيان کړ. Kimberle Crenshaw د فيمينيزم پلوي قانون يوې نامتو نظرپوه يادې نظريې ته د ۱۹۸۰ لسيزې په وروستيو کې د توپيري چلند خلاف قانون د خپل فعاليت د برخې په توګه د تقاطع( intersectionality )نوم ورکړ، چې همدارنګه ياد نوم د تورپوستو ښځو پر وړاندې د ترکيبي توپيري چلند د اغېزو د تشرېح د برخې په توګه و. [۱۷][۱۸]

افريقايي فيمينيزم د فيمينيزم اړوند يوه بڼه ده.

کلتوري

سمول

کلتوري فيمينيزم د ښځينه طبيعت يا ښځينه ذات نظريه ده، چې هغه څه ته د بيا اعتبار ورکولو هڅه کوي، چې د بې ارزښته ښځينه ونډو په توګه په نظر کې نيول شوي وو. د فيمينيزم دا ډول د ښځو او نارينه  وو تر منځ پر توپير باندې ټينګار کوي، مګر ياد توپير ته د فزيالوژيکي او کلتوري ډول جوړ شوي په توګه پام نه کوي، نه د بيولوژيکي طبيعت په توګه. کره کتونکي يې استدلال کوي، چې دا د ښځو او نارينه  وو تر منځ د توپيرونو د بنسټ پال (اړين پال) نظر پر بنسټ دی او له خپلواکۍ او بنسټيز جوړښت څخه ملاتړ کوي، چې د فيمينيزم پلويانو ته يې له سياست څخه د ژوند ډول ته د ستنېدلو لارښوونه کړې ده. يو له دې کره کتونکو Alice Echols (د فيمينيسټ تاريخپوه او د کلتوري نظريو پوه) د Redstockings غړي Brooke Williams ته د نژادي فيمينيزم د نه سياسي توب د تشرېح کولو په موخه د کلتوري فيمينيزم اصطلاح د راپېژندلو امتياز ورکوي. [۱۹][۲۰][۲۱]

سرچینې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Maynard, Mary (1995). "Beyond the 'big three': the development of feminist theory into the 1990s". Women's History Review. 4 (3): 259–281. doi:10.1080/09612029500200089.
  2. Lorber, Judith (November 1997). "The Variety of Feminisms and their Contributions to Gender Equality" (PDF). Informationssystem der Universitat Oldenburg.
  3. Voet, Rian (1998). "Categorizations of feminism". Feminism and Citizenship. SAGE. p. 25. ISBN 1446228045.
  4. Crispin, Jessa (13 February 2017). "The Failures of Mainstream Feminism". The Atlantic. بياځلي په 31 March 2018. The fault here lies with mainstream feminism itself.
  5. Weiss, Samantha (4 May 2016). "Is Mainstream Feminism Bad for Women's Rights?". Broadly. بياځلي په 31 March 2018.
  6. Thompson, Eliza (26 January 2017). "TCelebrity Feminism Has No Place in Trump's America". Cosmopolitan. بياځلي په 26 January 2017. Nude selfies have their uses (I guess?), but in this increasingly dark political landscape, this kind of celebrity feminism feels hollow, tone-deaf, and irrelevant.
  7. Desmond-Harris, Jenee (25 January 2017). "Doubts about inclusive feminism have little to do with the Women's March. They're rooted in history". Vox. بياځلي په 31 March 2018.
  8. Kenny, Kath (1 September 2017). "Popular feminism in the digital age: How the personal has been made commercial". ABC News Australia. بياځلي په 31 March 2018.
  9. Njoki Wane, Jennifer Jagire, Zahra Murad, Ruptures: Anti-colonial & Anti-racist Feminist Theorizing, p. 54, 2014
  10. Dunbar-Ortiz, Roxanne (2002). Quiet Rumours. AK Press. ISBN 978-1-902593-40-1.
  11. Brown, Susan (1990). "Beyond Feminism: Anarchism and Human Freedom". In Roussopoulos, Dimitrios I. (ed.). The Anarchist papers, 3. Montreal: Black Rose Books. ISBN 0-921689-53-5.
  12. Brown, p. 208.
  13. "Defining Black Feminist Thought". بياځلي په May 31, 2007.
  14. Thompson, Becky. "Multiracial Feminism: Recasting the Chronology of Second Wave Feminism." 2002.
  15. "Combahee River Collective: A Black Feminist Statement". 1974. خوندي شوی له the original on March 26, 2016. بياځلي په May 31, 2007.
  16. Walker, Alice (1983). In Search of Our Mothers' Gardens: Womanist Prose. San Diego: Harcourt Brace Jovanovich. p. 397. ISBN 0-15-144525-7.
  17. Smith, Sharon (2013). "Black feminism and intersectionality". International Socialist Review. بياځلي په 2016-03-23.
  18. Adewunmi, Bim (2014-04-02). "Kimberlé Crenshaw on intersectionality: "I wanted to come up with an everyday metaphor that anyone could use"". New Statesman. بياځلي په 2016-03-23.
  19. Alcoff, Linda (Spring 1998). "Cultural Feminism Versus Post-Structuralism: the Identity Crisis in Feminist Theory". Signs. 13 (3). The University of Chicago Press: 405–436. doi:10.1086/494426. ISSN 0097-9740. JSTOR 3174166. S2CID 143799462.
  20. Kramarae, Cheris; Spender, Dale (2000). Routledge international encyclopedia of women: global women's issues and knowledge. New York: Routledge. p. 746. ISBN 0415920906.
  21. Taylor, Verta; Rupp, Leila J. (Autumn 1993). "# Women's Culture and Lesbian Feminist Activism: A Reconsideration of Cultural Feminism". Signs. 19 (1). The University of Chicago Press: 30. doi:10.1086/494861. ISSN 0097-9740. JSTOR 3174744. S2CID 144322836.