فیمنیستي الهیات


فیمینیستي الهیات هغه خوځښت دی چې د بودېزم، هندوئېزم، سېکېزم، نوپاګانېزم، بهایي عقیدې، عیسویت، یهودیت، اسلام او نوو مذهبي عقایدو په ګډون په ګڼ شمېر ادیانو کې شتون لري، څو د دغو عقایدو په سنتونو، اعمالو، سپېڅلو کتابونو او الهیاتو کې په فیمنیستي لیدلورو بیاځلي کتنه ترسره کړي. د فیمنیستي الهیاتو په یو شمېر موخو کې د روحانیونو او دیني مراجعو ترمنځ د ښځو د رول زیاتوالی، د خدای(ج) اړوند د حاکمې مردسالاره ژبې او انځور بیا تفسیر، په کاري چاپېریال او د مورګلوۍ په ډګر کې د ښځو د ځایګي ټاکل او د ادیانو په سپېڅلو متونو او په ښځ سالاره مذاهبو کې د ښځینه وو د انځور څېړنه شاملېږي. [۱]

په ځانګړو ادیانو کې سمول

مسیحیت سمول

مسیحي فیمینېزم د فیمنیستي الهیاتو څانګه ده چې د عیسوي لیدلوري له مخې په اخلاقي، ټولنیز، معنوي او د رهبرۍ په ډګر کې د ښځینه او نارینه و د برابرۍ په برخو کې د پرمختګ او درک په لټه کې ده. دغه چاره د فیمینیستي لیدلوري او مذهب په همغږۍ د اصلاحاتو له مخې مخته وړل کېږي. عیسیوي فیمینیستان استدلال کوي چې په دغه لاره کې د ښځو همکاري د عیسیویت د بشپړ درک په موخه اړینه ده. [۲][۳]

دغه الهیات پوهان باور لري چې خدای(ج) د ټاکل شوو بیولوژیکي ځانګړنو لکه جنسیت او نژاد له مخې تبعیض نه قایلېږي. د دوی په عمده مسایلو کې په دیني برخو کې د ښځو انتصاب، په عیسوي واده کې د نارینه وو برلاسي، د برابرو اخلاقي او معنوي وړتیاوو په رسیمت پېژندل، د امیدوارۍ حقوق او د ښځینه و الهي متعالي جنسیت لپاره پلټنه شاملېږي. عیسیوي فیمینیستان تر ډېره د تاریخي متنونو له لارښوونو څخه ډېره ګټنه کوي او ټینګار کوي چې فیمنیېزم د عیسویت پر خلاف نه دی او تل یې د هغو په متنونو کې شتون لرلی. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

مري دالي((Mary Daly چې د ایرلنډۍ کاتولیکې په توګه را لویه شوه او خپلې ټولې زده کړې یې په کاتولیکو ښوونځیو کې وکړې؛ د دوکتورا درې سندونه لري یوه دکتورا یې له سنټ مري کالج څخه د سپېڅلو الهیاتو په برخه کې ده؛ او دوه نورې دوکتوراوې یې د سوئیس له فریبورګ پوهنتون څخه د الهیاتو او فلسفې په برخو کې دي. په داسې حال کې چې دالي(Daly)  په خپلو لومړیو چارو کې له ننه څخه په مسیحیت کې د اصلاح سره لیوالتیا لرله، خو وروسته دې پایلې ته ورسېده چې عیسویت د هغه ډول بدلونونو وړتیا نه لري چې ورته اړتیا ده. د الهیاتو د معاصر عالم فورډ په خبره، «مري ډالي له بل هر چا ډېر په عیسیویت کې د سمبولېزم په مرکزي هسته کې د ښځو د ستونزو د هواري، د هغوی په درک باندې یې د هغو د اغېزو او له خدای (ج) سره یې د هغوی د اړیکو اړونډ ډېر کار کړی دی». ډالي (Daly) د هغو مخکښه بېلګه ده چې څرګندوي څه ډول یو شمېر فیمینیست الهیات پوهان دې پایلې ته رسېدلي چې بېرته رغونه او اصلاحات نوره مناسبه لاره نده او یوازې محکومیت د ژغورنې لاره ده. [۱۱][۱۲]

روزماري رادفورډ روټر(Rosemary Radford Ruether) د مهمو اضافي تفاسیرو اړوند لیکلي چې څه ډول عیسیوي فیمنیستي الهیات د نړۍ تر اغېز لاندې راغلي. روتر د رومن کاتولیک په توګه را لویه شوه او د پوهنتون تر دویم کال پورې به کاتولیک ښوونځیو ته تله. نوموړې له سکریپس کالج څخه د کلاسیک په څانګه کې فارغه شوې وه او په ۱۹۶۵ زکال کې یې د دلتا وزارت لپاره کار وکړ او همدارنګه یې له ۱۹۶۶ زکال څخه تر ۱۹۷۶ زکال پورې په هاروارډ پوهنتون کې درس ورکړ. «روزماري روتر د کلیسا پېژندنې او همدارنګه یې په ځانګړې توګه په کلیسایي نړیوالو جنجالونو کې د خپلې لاسوهنې، د یهودانو او عیسویانو ترمنځ د اړیکو...، په امریکا کې د سیاست، مذهب او فیمینېزم اړوند د عیسویت د اعتبار اړوند پوښتنه وړاندې کړې». ویل کېږي چې روتر زموږ د مهال یو له مخکښو عیسیوي فیمینست الهیات پوهانو څخه ده. د هغې کتاب جنسیت ګرايي او له خدای(ج) سره خبره (Sexism and God-Talk) په عیسوي الهیاتو کې د فیمنیستي الهیاتو لومړنۍ ارزونه ده. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

عیسوي فیمینستي الهیات تل په سپین پوستو مېرمنو باندې د تمرکز له امله له نیوکو سره مخ شوي. دغه چاره د ښځینه الهیاتو د خوځښتونو د رامنځته کېدو لامل شوې لکه په افریقايي الاصله امریکايي ښځو باندې په تمرکز سره د الیس والکر((Alice Walker له خوا ابداع شوي الهیات، اسیايي فیمینیست الهیات او مجریستا الهیات چې د ادا ماریا ایساسي –ډیاز له (Ada Maria Isasi-Diaz) خوا په لاتین وړاندې شوي. [۱۷][۱۸][۱۹]

د عیسوي مساوات غوښتونکې اصطلاح ځینې وختونه د هغو کسانو له خوا چې د عیسویانو ترمنځ له جنسیتي برابرۍ څخه ملاتړ کوي وړاندې کېږي، هغه چې نه غواړي ځانونه فمینیستي خوځښت ته اړوند کړي. په عیسوي علمي مواردو کې بخښنه غوښتونکې ښځې ډېرې لیدل کېږي. له عقیدې څخه د هغوی دفاع د شخصي، کلتوري او اورېدل کېدونې لیدلوري «د مینې په محور» له مخې له یوبل توپیر کوي. [۲۰]

د لیبرال الهیاتو مدافعین بیا خدای(ج) ته د «هغې» یعنې ښځینه ضمیر کاروي. دغه موضوع د الهیاتي سیمنار د اتحادیي ډیری علمي غړو ته چې د الهیاتي آزادۍ غوښتنې مرکز جوړوي صدق کوي؛ آن سناتور رافائل وارناک (Rafael Warnock) هم له دریم جان ((John څخه په تفسیر کې خدای (ج) ته ښځینه ضمیر کاروي. [۲۱]

اسلام سمول

اسلامي فیمینېزم د فیمنېزم هغه ډول دی چې په اسلام کې د ښځو په رول تمرکز لري. موخه یې هم په عمومي او خصوصي ژوند کې جنسیت ته له پام پرته د ټولو مسلمانانو بشپړه برابري ده. اسلامي فیمینستان د اسلامي قانون پر بنسټ له جنسیتي برابرۍ او ټولنیز عدالت څخه ملاتړ کوي. په داسې حال کې چې دغه خوځښتونه په اسلام کې ریښه لري، خو مخکښانو یې د سکولار او غیر اسلامي فیمینیستي لیدلورو څخه هم ګټنه کړې او د هغو رول یې له نړیوال فیمینستي خوځښت سره تړلی بللی. [۲۲][۲۳][۲۴]

فیمینیست الهیات پوهانو لکه د ریچمونډ پوهنتون ښوونکې عزیزه الحبري؛ د کاراما په نامه د مسلمانو ښځو د بشري حقونو د مدافعینو بنسټ رامنځته کړی. په واک د حق غوښتنې د ادعا بل ډول دا دی چې په اکثریت مسلمانو هېوادونو کې اوو ښځینه و دولت مشرۍ ته لاره موندلې چې په کې په پاکستان کې بې نظیر بوټو، په سینګال کې مامي مادیور بویه، په ترکیه کې تانسو چیلر او په اندونیزیا کې مګاواتی سوکارنوپوتری شاملېږي. بنګلادیش په نړۍ کې لومړنۍ مسلمان هېواد دی چې په پرلپسې ډول یې دوه ښځې ولسمشرانې لرلې دي: خالده ضیا او شیخ حسینه. له فیمنیستي الهیاتو او اسلام څخه له ښځو سره د معنوي اړیکو د پیاوړتیا او همدارنګه د بشري حقونو د لوړاوي په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې د سختو شرایطو پر مهال ګټنه کېږي. د «اسلام د هېرو شوو ملکو» تر نامه لاندې د فاطمې مرنیسي کتاب  په اسلام کې د فیمنیستي الهیاتو او له یو نا لویدیځ دولت سره د هغو د اړیکو په برخه کې تر ټولو مهم اثر دی. په نورو اسلامي فیمنیستانو کې رفعت حسن، آمنه ودود او اسما برلاس شاملېږي. له دغو الهیاتو څخه د زده کړو، د دین د بیاځلي چوکاټ جوړولو، د سولې په برخه کې د بنسټ جوړونې، په قانون جوړونې او ټولنې کې د ښځو د حقونو په برخه کې د پرمختګ لپاره ګټنه شوې. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې سمول

  1. "What Is Feminist Theology?". Voices of Sophia. 2008-12-18. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Porterfield, Amanda (1987). "Feminist Theology as a Revitalization Movement". Sociological Analysis. 8 (3): 234–244. doi:10.2307/3711520. JSTOR 3711520. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Harrison, Victoria S. (January 2007). "Modern Women, Traditional Abraham-focused Religions and Interpreting Sacred Texts". Feminist Theology. 15 (2): 145–159. doi:10.1177/0966735007072020. S2CID 145641264. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. McPhillips, Kathleen (October 1999). "Theme: Feminisms, Religions, Cultures, Identities". Australian Feminist Studies. 14 (30): 255–258. doi:10.1080/08164649993083. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Daggers, Jenny (January 2001). "'Working for Change in the Position of Women in the Church': Christian Women's Information and Resources (CWIRES) and the British Christian Women's Movement, 1972-1990". Feminist Theology. 9 (26): 44–69. doi:10.1177/096673500100002604. S2CID 144674091. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. McEwan, Dorothea (September 1999). "The Future of Christian Feminist Theologies—As I Sense it: Musings on the Effects of Historiography and Space". Feminist Theology. 8 (22): 79–92. doi:10.1177/096673509900002206. S2CID 144816076. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Mclntosh, Esther (January 2007). "The Possibility of a Gender-Transcendent God: Taking Macmurray Forward". Feminist Theology. 15 (2): 236–255. doi:10.1177/0966735007072034. S2CID 145121811. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Polinska, Wioleta (September 2004). "In Woman's Image: An Iconography for God". Feminist Theology. 13 (1): 40–61. doi:10.1177/096673500401300104. S2CID 170205207. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Kessel, Edward L. (1983). "A proposed biological interpretation of the Virgin birth". Journal of the American Scientific Affiliation. 35: 129–136. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Clack, Beverley (May 1999). "Thealogy and Theology: Mutually Exclusive or Creatively Interdependent?". Feminist Theology. 7 (21): 21–38. doi:10.1177/096673509900002103. S2CID 143523339. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Porterfield, Amanda (1987). "Feminist Theology as a Revitalization Movement". Sociological Analysis. 8 (3): 234–244. doi:10.2307/3711520. JSTOR 3711520. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Ford، ص. 242.
  13. Ruether, p. 222.
  14. Bouma-Prediger, Steven (1995). The greening of theology: the ecological models of Rosemary Radford Ruether, Joseph Sittler, and Juergen Moltmann (په انګلیسي ژبه کي). Atlanta, Ga.: Scholars Press. OCLC 33105042. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7885-0163-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Basson, Denise (2013-06-12). "Rosemary Radford Ruether : themes from a feminist liberation story". Scriptura. 97: 37. doi:10.7833/97-0-712. ISSN 2305-445X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Ford، ص. 248.
  17. Tull, Patricia K. (1999). "Chapter 8: Rhetorical Criticism and Intertextuality". In Haynes, Stephen R.; McKenzie, Steven L. (المحررون). To each its own meaning : an introduction to biblical criticisms and their applications (الطبعة Rev. and expanded.). Louisville, Ky.: Westminster John Knox Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0664257842. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Finding Aid for Phyllis Trible Papers, 1954-2015" (PDF). Archives of Women in Theological Scholarship The Burke Library Columbia University Libraries Union Theological Seminary, New York. 2016. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Vater, Ann M. (1980). "Review of God and the Rhetoric of Sexuality". Journal of Biblical Literature. 99 (1): 131–133. doi:10.2307/3265712. JSTOR 3265712. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Dilley, Andrea Palpant. "The Unexpected Defenders". Christianity Today. 59(April 2015)3. p. 40 CT online edition
  21. Archived at Ghostarchiveکينډۍ:Cbignore and the Wayback Machineکينډۍ:Cbignore: "Raphael Warnock, "Radical Religion" - PG# 5215". YouTube. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore
  22. II International Congress on Islamic Feminism Archived December 8, 2009, at the Wayback Machine.
  23. Margot Badran. "Al-Ahram Weekly | Culture | Islamic feminism: what's in a name?". weekly.ahram.org.eg. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ مارچ ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Women Who Rule: 10 Firsts - MSN Encarta"..  Archived 2009-08-20 at the Wayback Machine.
  25. Hidayatullah, Aysha. Muslim Feminist Theology in the United States. Peter Lang AG. د کتاب پاڼي 81–100 (20 pages). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Spahić-Šiljak, Zilka (2013). "Do It and Name It: Feminist Theology and Peace Building in Bosnia and Herzegovina". Journal of Feminist Studies in Religion. 29 (2): 176–184. doi:10.2979/jfemistudreli.29.2.176. S2CID 144159361. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Hidayatullah, Aysha (2013). Muslim Feminist Theology in the United States. Peter Lang AG. د کتاب پاڼي 81–100. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Spahić-Šiljak, Zilka (2013). "Do It and Name It: Feminist Theology and Peace Building in Bosnia and Herzegovina". Journal of Feminist Studies in Religion. 29 (2): 176–182. doi:10.2979/jfemistudreli.29.2.176. S2CID 144159361. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)