فیبوناچې اعداد
په ریاضیاتو کې فیبوناچی لړۍ د هغو عددونو لړ ته ویل کیږی چی په لاندی ډول تعریفیږی:
پرته له اولنی دو عددونو څخه نور ټول اعداد د خپل دوو مخکنیو عددونو د جمعی په نتیجه کی لاسته راځی . ددی لړی اولنی اعداد عبارت دی له:
- ۰٬ ۱٬ ۱٬ ۲٬ ۳٬ ۵٬ ۸٬ ۱۳٬ ۲۱٬ ۳۴٬ ۵۵٬ ۸۹٬ ۱۴۴٬ ۲۳۳٬ ۳۷۷٬ ۶۱۰٬ ۹۸۷٬ ۱۵۹۷٬ ۲۵۸۴٬ ۴۱۸۱٬ ۶۷۶۵٬ ۱۰۹۴۶٬ ۱۷۷۱۱
دا اعداد د لئوناردو فیبوناچی ایټالوی ریاضیدان په نامه نومول شوی دی.