فکري زده کړه

عبدالکریم خرم په خپل کتاب "څلوېښت کاله په طوفان کې" لیکي:

د ۲۰۱۱ کال د اپریل میاشتې یوه ورځ د ځانګړې قطعې یو تن ماته راغی او د زړه خواله یې وکړل، نوموړي وویل: چې ځانګړې قطعې په تېره یوه اونۍ کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۵۴ ځله عملیات ترسره کړي دي.

ده وویل: چې زما دنده د مازیګر د څلورو بجو څخه د سهار تر څلورو بجو پورې وي او تل د امریکایي ځانګړو ځواکونو سره عملیات ترسره کوم، هغه وویل؛ چې په دې دلیل چې ددې ځانګړو عملیاتو په بهیر کې څه تیریږي زغم یې هر افغان ته ګران دی، تر دې مهاله ۱۸۰ تنو د ځانګړو ځواکونو له قطعې څخه تېښته کړې ده او ښایي د طالبانو له لیکو سره یو ځای شوي وي.

نوموړي د "بلو ټېم" په نامه د یوه ګروف یادونه وکړه، چې غړیو یې اوږدې ږیرې او بريتونه پرېښي دي او د سختو دندو مسؤولیت یې پر اوږو دی. نوموړي وویل: په کومه ورځ کې ددې ګروف کسانو څوک نه وي وژلي ډېر ناآرامه وي او آن له ډوډۍ خوړلو ډډه کوي.