آند

(له فکر نه مخ گرځېدلی)

د فکر (thought) او (thinking) اصطلاحت په زيات اوعامه توګه حسي شعوري شناختي پړاوونو ته راجع کېږي، چې کولی شي له حسي تحريک نه په خپلواک ډول رامنځته شي. د دوی تر ټولو زياتې نمونه يې بېلګې قضاوت کوونه، استدلال، د مفهوم جوړښت، د ستونزې حل، غور او فکر دي، مګر نورو ذهني پړاوونو، لکه: د يوې نظريې ملاحظه کول، حافظه يا تصور هم په کې ډېرځله شامل دي. دا پړاوونه کولی شي، د ادراک برعکس د حسي غړو په دننه کې خپلواک واقع شي، مګر کله چې به تر ټولو پراخ حس کې وپوهېدل شي، هره يوه ذهني پېښه کېدای شي، د ادراک او غير ارادي ذهني پړاوونو په ګډون د فکر د يوې بڼې په توګه وپوهېدل شي. په لږه اندازه په يوه بېل حس کې، د فکر (thought) اصطلاح په خپله ذهني پړاوونو ته نه راجع کېږي؛ بلکې ذهني حالتونو يا د نظرياتو سيستمونو ته چې په دې اړه د دې پړاوونو په واسطه راغلي دي، راجع کېږي.

اندمن

د فکر په اړه ګڼې نظريې وړاندې شوې دي. د دوی موخه د فکر د خاصيت بڼو نيول دي. د اپلاتون پلويان باور لري چې فکر په پوه او اپلاتوني تحقيقي بڼو او د دوی په مناسباتو کې شامل دي. دا هغه وړتيا رانغاړي چې په خپله د خالص اپلاتوني بڼو او يوازې تقليدونو تر منځ چې په حسي نړۍ کې موندل شوي دي؛ توپير وکړي. د ارستو د مکتب له مخې، د کوم څه په اړه فکر کول، د يو چا په مغز کې د فکر د مفعول د طبيعي موجوديت ناڅاپي توليدول دي. دا کليات د حس له تجربې څخه بېل شوي دي او په يوه بې اعتراضه ښکاره نړۍ کې د اپلاتوني مکتب برعکس د موجوديت په توګه نه دي درک شوي. ادراکي مکتب د ارستو له مکتب سره نږدې اړيکه لری. دا مکتب فکر د ناڅاپي توليدولو د ماهيتونو پر ځای د ذهني پارونې په مفاهيمو سره مشخص کوي. د داخلي کلام نظريې ادعا کوي چې فکر د داخلي کلام يو شکل دی چې کليمې په کې د فکر کوونکي په ذهن کې په چپ ډول څرګندېږي. د ځينو دلايلو له مخې دا په يوه باقاعده ژبه لکه انګليسي يا فرانسوي کې واقع کېږي. له بله طرفه د فکر د فرضيې ژبه باوري کوي چې، دا د يو بې ساري ذهني ژبې (Mentalese) په منځ کې واقع کېږي. دې د دې نظریې اساسي موخه دا ده چې د ادبياتو نيابتي سيستمونه له اتومي او ترکيبي نښو يا علامو څخه جوړ شوي دي او دا چې دا ساختمان په فکر کې هم موندل شوی دی. د ملتيا يا اتحاد پالونکي فکر د نظريې يا انځورونو د پرله پسې والي په توګه درک کوي. دوی د ملتيا يا اتحاد په قوانينو کې لېوال دي، چې د فکر د لړۍ د سپړلو څرنګوالی سنبالوي. د سلوک پالونکي له دې څخه په توپير فکر له سلوکي ترتيب سره مشخص کوي، چې ځانګړي بېروني محرک يا انګېزې ته د يو عکس العمل په توګه په عام ذکاوت کې بوخت شي. محاسبه پالونکي يا د محاسبې مکتب د نظرياتو تر ټولو وروستۍ نظريه ده. دا مکتب فکر په قياس کې ويني، چې کمپيوټرونه څه ډول د حافظې، لېږد او د معلوماتو د اوښتون يا پروسس په اصطلاحاتو کې کار کوي.

په اپلاتوني ادبياتو کې د فکر بېلابېل ډولونه بحث شوي دي. قضاوت يوه ذهني عمليه ده چې يوه مسئله په کې پارول شوې یا رابلل شوې ده او وروسته یا تاييد شوې او يا رد شوې ده. له بله اړخه، استدلال له ثابتو قضيو يا ثبوتونو څخه د پایلو د رسمولو پروسه ده. قضاوت او استدلال دواړه د مربوطه مفاهيمو په ملکيت باندې تکيه کوي، چې د مفهوم د جوړښت په پروسه کې تر لاسه شوي دي. د ستونزې د حل په حالت کې، فکر په ټاکلو خنډونو باندې غالب کېدلو په واسطه وار له مخه يوې تعريف شوې موخې ته د رسېدو موخه نيسي. غور او فکر يا سلا مشوره د عملي فکر يو مهم شکل دی چې د عمل په ممکنه دورو جوړولو کې شاملېږي او د دوی لپاره يا يې پر ضد دليلونه ارزوي. دا کېدای شي د تر ټولو د خوښې اختيار د ټاکلو په واسطه د يوې پریکړې لارښوونه وکړي. نه هېرېدونکي او خيالي حافظې دواړه څيزونه او حالتونه په داخلي ډول په يوه هڅه کې چې وار له مخه تجربه شوي يا په درنښت سره د يوې وړيا بيا تنظيم او ترتيب په توګه وړاندې کوي. غير ادراکي فکر هغه دی چې په مستقيم ډول له تجربې پرته واقع کېږي. دا ځينې وختونه ثابت شوي دي چې په هغو حالتونو کې د سختو پوښتنو د حل څرنګوالی تشرېح کړي، چې هېڅ ادراکي فکر په کې نه دی ګمارل شوی.  

فکر په بېلابېلو علمي تنظيمونو کې بحث شوی دی. پديده پوهنه د فکر په تجربه کې لېوالتيا لري. په دې ډګر کې يوه مهمه پوښتنه د فکر له تجربي خاصيت سره او د حسي تجربو په اصطلاحاتو کې د دې خاصيت په څومره والي کې تشرېح کېدلی شي. د نورو شيانو له منځه ميتافزيک يا له طبيعت پورته علم دی، چې د ذهن او مادې تر منځ په اړيکه کې لېوالتيا لري. دا له دې پوښتنې سره اړيکه يا علاقه لري، لکه څرنګه چې د طبيعي علومو په واسطه تشرېح شوي دي، فکر څرنګه کولی شي، په مادي نړۍ کې برابرېدلی شي. شناختې روانپوهنه موخه لري چې فکر د معلوماتو د پروسس يا اوښتون د بڼې په توګه درک کړي. له بله طرفه انکشافي روانپوهنه له زېږېدو څخه تر بلوغ پورې د فکر وده يا انکشاف څېړي او پوښتي چې دا وده د کومو عواملو پر بنا ده. تحليلي روانپوهنه (Pshychoanalysis)  په ذهني ژوند کې غير ادراک په ونډه ټينګار کوي. د ادبياتو، د عصب علم، مصنوعي ذکاوت، بيولوژي او ټولنپوهنې په ګډون نور علوم يا برخې هم له فکر سره اړيکه او علاقه لري. بېلابېل مفاهيم او نظريات د فکر له موضوع سره نږدې تړلي دي. د فکر قانون «Law of thought» اصطلاح د منطق درې بنسټيزو قوانينو ته راجع کېږي. ۱: د مغايرت قانون، ۲) د محروم وسط قانون او ۳) د هويت اصل. د واقعیت ضد فکر (Counterfactual thinking) د غير واقعي حالتونو او پېښو ذهني نښې او علامې شاملوي، چې فکر کوونکی په کې هڅه کوي وارزوي چې که چېرې شيان بېلابېل وي، نو حالت به څه وي. د فکر ازمېښتونه ډېر ځله د واقعيت ضد فکر ټاکي، تر څو نظريې تشرېح او د ظاهري معقوليت يې وازمايي. جدي فکر د فکر يوه بڼه ده، چې مناسب ا نعکاس دی او د دې په مشخص کولو تمرکز کوي، چې په څه بايد باور يا څه ډول عمل وکړي. مثبت فکر د يو چا د حالت په مثبتو اړخونو باندې د يوه شخص د پاملرنې تمرکز شاملوي او په څرګند ډول د نيک بينۍ له فلسفې (Optimism) سره تړلی دی.

اصطلاحات

د (thought) او (thinking) اصطلاحات، د روانپوهنيزو فعاليتونو يو پراخه ډول ته راجع کېږی. د دوی په تر ټولو عام حس کې دوی د ادراکي اوښتون يا پړاوونو په توګه درک شوي دي، چې کولی شي د حسي انګېزې يا تحريک په خپلواک ډول واقع شي. دا بېلابېل ذهني پړاوونه، لکه: د يوې نظريې يا ورته والي په نظر کې نيول يا د ښه اوسېدلو قضاوت شاملوي. په دې حس کې حافظه او تصور د فکر بڼې دي، مګر ادراک يې بڼه نه ده. په يو زيات محدود حس کې، يوازې تر ټولو زيات نمونه يي حالتونه د فکر په توګه په نظر کې نيول شوي دي. دا ادراکي پړاوونه شاملوي چې د منلو وړ يا ادبياتي او په کافي ډول ذهني دي. لکه: قضاوت، استنباطول يا اشاره کول ورته، د ستونزې حل، غور او فکر. ځيني وختونه د (thought) او (thinking) اصطلاحات، د ذهني پړاو، ادراکي يا غير ادراکي هرې بڼې ته د استنباطوونکي په توګه په يو پراخه حس کې درک کېږي. په دې حس کې دا کېدای شي په مترادف ډول د «ذهن» له اصطلاح سره وکارول شی. دا کارونه مخامخ شوې ده. د بېلګې په ډول: په کارتيسيني (Cartesian) رواج کې او شناختي علومو کې چې ذهنونه په کې د فکر کولو د شيانو په توګه درک شوي دي، مګر دا حس کېدای شي هغه محدوديت شامل کړي، چې دغه پړاوونه يا اوښتون يې بايد د فکر په توګه په نظر کې نيولو لپاره ذهين سلوک ته لارښوونه وکړي. په علمي ادبياتو کې ځيني وختونه د فکر او احساس تر منځ يو توپير موندل شوی دی. په دې برخه کې فکر له بې غرضۍ، بې طرفۍ او خپلې موضوع ته د مغزي رسېدنې سره ملګری دی، په داسې حال کې چې احساس يوه مستقيمه احساساتي بوختيا رانغاړي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د (thought) او (thinking) اصطلاحګانې، همدارنګه استعمالېدلی شي چې نه يوازې ذهني اوښتون يا پړاوونو ته؛ بلکې ذهني حالتونو يا د دې پړاوونو په واسطه د راغلو نظرياتو سيستمونو ته راجع شي. په دې حس کې (thought) او (thinking) اصطلاحات ډېر کله د باور «Belief» له اصطلاح او له شناخت سره يې مترادف ده او کېدای شي، هغو ذهني حالتونو ته راجع شي، چې يا په يوه شخص پورې اړه لري او يا د خلکو د يوې ځانګړې ډلې تر منځ عام دي. په علمي او اپلاتوني ادبياتو کې د فکر بحثونه، ډېرځله دا په ضمني ډول پرېږدي، چې په ذهن کې د نوموړې اصطلاح کوم حس لري. [۱۸][۱۹][۲۰]

د (thought) وییکی(لغت)، له لرغوني انګليسي (þoht) يا (geþoht) نه دی، چې د(þencan) له رېښې نه اخېستل شوی دی او په ذهن کې د درک کولو او ملاحظه کولو معنا لري. [۲۱]

سرچينې

  1. "Thought". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Random House Webster's Unabridged Dictionary, Second Edition, 2001, Published by Random House, Inc., کينډۍ:ISBN, p. 1975
  3. Webster's II New College Dictionary, Webster Staff, Webster, Houghton Mifflin Company, Edition: 2, illustrated, revised Published by Houghton Mifflin Harcourt, 1999, کينډۍ:ISBN, p. 1147
  4. Breyer, Thiemo; Gutland, Christopher (2015). "Introduction". Phenomenology of Thinking: Philosophical Investigations into the Character of Cognitive Experiences. د کتاب پاڼي 1–24. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Nida-rümelin, Martine (2010). "Thinking Without Language. A Phenomenological Argument for Its Possibility and Existence". Grazer Philosophische Studien. 81 (1): 55–75. doi:10.1163/9789042030190_005. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Crowell, Steven (2015). "What Is It to Think?". Phenomenology of Thinking. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-315-69773-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Skirry, Justin. "Descartes, Rene: Mind-Body Distinction". Internet Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Smith, Kurt (2021). "Descartes' Theory of Ideas: 1. Ideas Understood as Modes of Thinking". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Baum, Eric B. (2004). "1. Introduction". What Is Thought?. Cambridge MA: Bradford Book/MIT Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Mole, Christopher (2021). "Attention: 2.3 Coherence Theories". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Katsafanas, Paul (2015). "Nietzsche on the Nature of the Unconscious". Inquiry: An Interdisciplinary Journal of Philosophy. 58 (3): 327–352. doi:10.1080/0020174X.2013.855658. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Garrison, Katie E.; Handley, Ian M. (2017). "Not Merely Experiential: Unconscious Thought Can Be Rational". Frontiers in Psychology. 8: 1096. doi:10.3389/fpsyg.2017.01096. ISSN 1664-1078. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Dijksterhuis, Ap; Nordgren, Loran F. (1 June 2006). "A Theory of Unconscious Thought". Perspectives on Psychological Science (په انګلیسي ژبه کي). 1 (2): 95–109. doi:10.1111/j.1745-6916.2006.00007.x. ISSN 1745-6916. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Block, Ned (1981). "Psychologism and Behaviorism". Philosophical Review. 90 (1): 5–43. doi:10.2307/2184371. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Romer, Paul M. (May 2000). "Thinking and Feeling". American Economic Review (په انګلیسي ژبه کي). 90 (2): 439–443. doi:10.1257/aer.90.2.439. ISSN 0002-8282. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Planalp, Sally; Fitness, Julie (1 December 1999). "Thinking/Feeling about Social and Personal Relationships". Journal of Social and Personal Relationships (په انګلیسي ژبه کي). 16 (6): 731–750. doi:10.1177/0265407599166004. ISSN 0265-4075. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Phelan, Mark; Arico, Adam; Nichols, Shaun (2013). "Thinking Things and Feeling Things: On an Alleged Discontinuity in Folk Metaphysics of Mind". Phenomenology and the Cognitive Sciences. 12 (4): 703–725. doi:10.1007/s11097-012-9278-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "The American Heritage Dictionary entry: thought". www.ahdictionary.com. Houghton Mifflin Harcourt Publishing. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Mandelbaum, Eric (2014). "Thinking is Believing". Inquiry: An Interdisciplinary Journal of Philosophy. 57 (1): 55–96. doi:10.1080/0020174X.2014.858417. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "The American Heritage Dictionary entry: think". www.ahdictionary.com. Houghton Mifflin Harcourt Publishing. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Harper, Douglas. "Etymology of Thought". Online Etymology Dictionary. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)