فوسیلي سون‌توکي

فوسیلي سون‌توکي هایدروکاربن لرونکي مواد دي چې تر ځمکه لاندې د نباتاتو او مړو حیواناتو له پاتې‌شونو څخه جوړ شوي، انسانان یې استخراجوي او سوځوي تر څو د استفادې لپاره انرژي ترې ازاده کړي. اصلي فوسیلي سون‌توکي د ډبرو سکاره، تېل او طبیعي ګاز دی چې انسانان یې د کان کیندنې او څاه‌ګانو له لارې استخراجوي. فوسیلي سون‌توکي ښايي د حرارت د تولید (مثلاً پخلي لپاره)، ماشینونو ته د ځواک ورکولو (لکه په نقلیه وسایلو کې د داخلي احتراق موتورونه) یا د برېښنا د تولید لپار وسوځول شي.[۱][۲]

د فوسیلي سون‌توکو اصلي سرچینه د خښو شویو مړو موجوداتو غیر هوازي تجزیه ده چې د پخوانۍ فوټوسنټېز عملیې په پایله کې جوړ شوي عضوي مالیکولونه لري. د دغو موادو له سرچینو څخه د لوړ کاربن لرونکو فوسیلي سون‌توکو انتقال د میلیونونو کلونو جیولوژیکي پروسې ته اړتیا لري، ځینې وخت ښايي دا اړتیا تر ۶۵۰ میلیون کلونو ډېره وي.  [۳][۴]

فوسیلي سون‌توکي د تصفیوي او کیمیاوي صنایعو په مرسته پر نورو کیمیاوي موادو یا مشتقاتو بدلېدای شي. په تصفیه شویو فوسیلي سون‌توکو کې معمولاً د خاورو تېل، پېټرول، پروپان او عام کیمیاوي مواد لکه پلاستیکونه او د کرنې کیمیاوي مواد لکه ښورې او حشره وژونکي شامل دي. تر ۲۰۱۸ کال پورې د نړۍ د لومړنۍ انرژۍ د تولید اصلي سرچینې تېل (۳۴٪)، د ډبرو سکاره (۲۷٪) او طبیعي ګاز (۲۴٪) وو چې په نړۍ کې د لومړنۍ انرژۍ په مصرف کې د فوسیلي سون‌توکو ونډه ۸۵ سلنه کېږي. په غیر فوسیلي سرچینو کې اتومي انرژي (۴.۴٪)، له اوبو تولیدېدونکې برېښنا (۶.۸٪) او د نوي کېدو وړ انرژۍ نورې سرچینې (۴٪ لکه د ځمکې ګرموالی، لمر، باد، لرګي او اشغال). په ۲۰۱۸ کال کې په نړۍ کې د ټولې انرژۍ په مصرف کې د نوي کېدونکو سرچینو ونډه ۱۸ سلنه وه. [۵][۶]

فوسیلي سون‌توکي د کارولو په هر پړاو لکه استخراج، لېږد او مصرف کې جدي چاپېریالي زیانونه او پر محلي ټولنو مستقیمې منفي اغېزې لري. تر ټولو مهمه دا چې د فوسیلي سون‌توکو سوځول هر کال شاوخوا ۳۵ میلیارد ټنه (۳۵ ګیګا ټن) کاربن ډای اکسایډ تولیدوي چې دا په فضا کې شاوخوا ۸۹ سلنه ټول خپور شوی کاربن ډای اکسایډ کېږي. د ځمکې پر مخ طبیعي پروسې (معمولاً د سمندرونو د جذب له لارې) د دې اندازې یوه کوچنۍ برخه جذبولی شي، ځکه نو هر کال په اتوموسفیر کې میلیاردونه ټنه خالص کاربن ډای اکسایډ ډېرېږي. کاربن ډای اکسایډ یو ګلخانه‌يي ګاز دی چې د وړانګو قوت ډېروي، ځکه نو فوسیلي سون‌توکي د ګلخانه‌يي ګازونو د تولید اصلي سرچینه ده چې د ځمکې د کرې د ګرموالي او د سمندرونو د اسیدي کېدو لامل کېږي. پر دې سربېره د هوا د ککړتیا له امله د مړینې کچه د فوسیلي سون‌توکو د سوځېدو له امله لوړه ده؛ داسې اټکل کېږي چې دا ککړتیا تر ۳ سلنه ډېر د نړیوال ناخالص داخلي تولید لګښت لري او د فوسیلي سون‌توکو تدریجي لرې کول هر کال په نړۍ کې د ۳.۶ میلیونه کسانو ژوند ژغوري.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

په ۲۰۲۱ کال کې د نړیوالې انرژۍ اداره دې پایلې ته ورسېده چې که نړیوال اقتصاد او نړیواله ټولنه غواړي د اقلیم بدلېدو د ناوړه اغېزو مخنیوی وکړي او د اقلیم د بدلون کمولو لپاره نړیوالو موخو ته ورسېږي، د فوسیلي سون‌توکو د استخراج هېڅ نوې پروژه باید پیل نه‌شي.

سرچینه سمول

دا نظریه چې فوسیلي سون‌توکي د فوسیل شویو مړو نباتاتو له پاتې‌شونو څخه د ګرمۍ او فشار له لارې د ځمکې په منځ کې د میلیونونو کلونو په جریان کې رامنځته شوي، لومړی ځل انډریاس لیباویوس «په ۱۵۹۷ کال کې» او بیا وروسته میخایل لومونوسوف «د ۱۷۵۷ کال په لومړیو کې» وړاندې کړه. د «فوسیلي سون‌توکو» اصطلاح لومړی ځل جرمني کیمیاپوه کاسپار نویمان په ۱۷۵۹ کال کې په انګلیسي ژباړه کې وکاروله. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

ابي فیټوپلانکټون او زوپلانکټون چې میلیونونه کاله پخوا په غیر هوازي شرایطو کې په ډېره اندازه مړه شوي او رسوب یې کړی، د غیر هوازي تجزیې په پایله کې د تېلو او طبیعي ګازو د جوړېدو لامل شوي. دغه عضوي ماده چې له خاورو سره ګډه وه، د کاني رسوباتو تر نورو درندو قشرونو لاندې خښه شوې. لوړه تودوخه او فشار د عضوي موادو د بدلون لامل شوي، لومړی د کیروجین په نامه پر یوه مومي ماده بدله شوې چې په نفتي ډبرو کې پیدا کېږي او بیا وروسته د ډېرې تودوخې له امله د کټجینیزېز (catagenesis) پروسې له لارې پر مایع هایدروکاربن او ګاز بدله شوې ده. [۱۷]

ځمکنيو نباتاتو د ډبرو د سکرو او میتان جوړېدو ته میل درلود. د ډبرو سکرو د ډېری برخو نېټه د ځمکې د تاریخ د کاربونیفیروس دورې ته رسېږي. ځمکني نباتات هم درېیم ډول کیروجین جوړوي چې د طبیعي ګاز سرچینه ده. که څه هم فوسیلي سون‌توکي په دوامدار ډول د طبیعي پروسو له لارې جوړېږي چې د نوي کېدونکو سرچینو په توګه طبقه‌بندي کېږي، ځکه جوړېدل یې میلیونونه کاله وخت نیسي او پېژندل شوې موجودې زېرمې د نویو زېرمو د تولید په کچه ډېرې په چټکۍ خالي کېږي. [۱۸][۱۹]

په هر سون‌توکي کې په پراخه کچه عضوي مرکبات شامل دي. د هایدروکاربنونو مشخص مخلوط سون‌توکو ته مشخص خواص ورکوي: لکه کثافت، ویسکوزیټې، د جوش ټکی، د ویلې کېدو ټکی او نور. د بېلګې په توګه د طبیعي ګاز په څېر ځینې سون‌توکي د ډېر کم جوش ګازي ترکیبات لري. نور لکه پېټرول یا ډيزل د لوړ جوش ترکیبات لري.

اهمیت سمول

فوسیلي سون‌توکي ډېر اهمیت لري، ځکه چې له سوځېدو یې د پام وړ اندازه انرژي تولیدېږي. د سون‌توکو په توګه د ډبرو سکرو کارول د تاریخ تر ثبت وړاندې زمانې ته ور ګرځي. د ډبرو سکاره د اوسپنې د ډبرې د ویلې کولو لپاره کارول کېدل. په داسې حال کې چې په پخوا وختونو کې به له څڅوب څخه حاصل شوی نیمه جامد هایدروکاربن سوځول کېده او تر ډېره د اوبو ضد او مومیايي کولو لپاره کارول کېده. [۲۰][۲۱]

د اتلسمې پېړۍ تر نیمايي وړاندې ژرندې د باد او اوبو په مرسته د اوړو کولو، د لرګیو د اره کولو او اوبو د پمپ لپاره خپله د اړتیا وړ انرژي پوره کوله، هغه مهال لرګي او د ډبرو سکاره د کور ګرمولو لپاره کارېدل. د فوسیلي سون‌توکو پراخه استفاده چې په لومړیو کې د ډبرو سکاره وو او بیا وروسته تېل چې د بخار په ماشینونو کې کارېدل، صنعتي انقلاب فعال کړ. په هماغه وخت کې د ګازي څراغونو کارول ډېر شول چې طبیعي ګاز یا د ډبرو د سکرو ګاز یې مصرفاوه. د داخلي سوځېدو د ماشین کشف او په نقلیه وسایطو او بار وړونکو موټرونو کې يې کارولو د پېټرلو او ډیزلو غوښتنه ډېره کړه، په داسې حال کې چې دغه دواړه له فوسیلي سون‌توکو څخه جوړېږي. د لېږد رالېږد نور ډولونه لکه رېل او الوتکې هم فوسیلي سون‌توکو ته اړتیا لري. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

چاپېریالي اغېزې سمول

د اقلیم بدلونونه تر ډېره د ګلخانه‌يي ګازونو لکه کاربن ډای اکسایډ د خپرېدو له امله پېښېږي او د فوسیلي سون‌توکو سوځېدل د دغو ګازونو د خپرېدو اصلي سرچینه ده. د نړۍ په کچه د تودوخې لوړېدل پر ایکوسیستم د لا ډېرو ناوړه اغېزو لامل کېږي، ځکه د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د اقلیم بدلون په یوویشتمه پېړۍ کې د انسان د روغتیا لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی. [۲۶][۲۷][۲۸]

د فوسیلي سون‌توکو سوځول سلفوریک او نایتریک اسیدونه تولیدوي چې د اسیدي باران په ډول ځمکې ته راځي او پر طبیعي او جوړو شویو چاپېریالونو اغېز کوي. له مرمر او چونې څخه جوړ شوي تاریخي ځایونه او مجسمې ډېرې زیانمنېدونکې دي، ځکه اسیدونه کلسیم کاربونېټ په خپل ځان کې حلوي. [۲۹][۳۰][۳۱]

فوسیلي سون‌توکي راډیو اکټیو مواد هم لري چې تر ډېره یورانیم او توریم دي او په اتوموسفیر کې خپرېږي. په ۲۰۰۰ کال کې په ټوله نړۍ کې د ډبرو سکرو د سوځېدو له امله شاوخوا ۱۲۰۰۰ ټنه توریم او ۵۰۰۰ ټنه یورانیم خپاره شوي. داسې اټکل کېږي چې د ۱۹۸۲ کال په اوږدو کې په متحدو ایالتونو کې د ډبرو سکرو سوځولو د ټري مایل جزیرې تر پېښې ۱۵۵ برابره ډېرې راډیو اکټیو وړانګې په اتوموسفیر کې خپرې کړې دي. [۳۲][۳۳]

ناروغي او مړینه سمول

د فوسیلي سون‌توکو له امله چاپېریالي ککړتیا پر انسانانو اغېز کوي، ځکه چې د فوسیلي سون‌توکو له امله د ککړې شوې هوا تنفس د بېلابېلو ناروغیو او مړینې لامل کېږي. په دغو ناروغیو کې حادې تنفسي ناروغۍ، ساه لنډي، مزمن برنشایټ او د سږو د فعالیت کموالی شامل دي. په دې برخه کې بېوزلي خلک، کم خوراکه، کوچنیان، د ډېر عمر لرونکي کسان، پر تنفسي او د زړه پر ناروغیو او نورو ناروغیو اخته کسان ډېر له ګواښ سره مخ دي. په نړۍ کې د هوا د ککړوالي له امله د مړینو کچه هر کال اووه میلیونه خلکو ته رسېږي. [۳۴][۳۵]

دا چې د انرژۍ د تولید ټولې سرچینې ناوړه اغېزې لري، څېړنې ښيي چې فوسیلي سون‌توکي د ګلخانه‌يي ګازونو د تولید تر ټولو لوړه کچه جوړوي او دا د انسانانو د روغتیا لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی. داسې ښکاري چې د انرژۍ نوي کېدونکې معاصرې سرچینې د انسانانو د روغتیا لپاره خوندي او پاکې دي. ساینس پوهان وړاندیز کوي چې د فوسیلي سون‌توکو د سرچینو پر ځای د اتومي انرژۍ کارول د ۱.۸ میلیونه خلکو ژوند ژغورلی شي.[۳۶][۳۷]

سرچینې سمول

  1. "Fossil fuel". ScienceDaily. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Fossil fuels". Geological Survey Ireland. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "thermochemistry of fossil fuel formation" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Paul Mann, Lisa Gahagan, and Mark B. Gordon, "Tectonic setting of the world's giant oil and gas fields", in Michel T. Halbouty (ed.) Giant Oil and Gas Fields of the Decade, 1990–1999, Tulsa, Okla.: American Association of Petroleum Geologists, p. 50, accessed 22 June 2009.
  5. (په 2019 باندې). Primary energy: consumption by fuel. BP Statistical Review of World Energy 2019. BP
  6. World Bank, International Energy Agency, Energy Sector Management Assistance Program. "Renewable energy consumption (% of total final energy consumption) | Data". data.worldbank.org. World Bank. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)
  7. (په 12 April 2020 باندې). Carbon emissions from fossil fuels could fall by 2.5bn tonnes in 2020. The Guardian.
  8. Olivier & Peters 2020, p. 12
  9. "What Are Greenhouse Gases?". US Department of Energy. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Quantifying the Economic Costs of Air Pollution from Fossil Fuels" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۶ اپرېل ۲۰۲۰ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Zhang, Sharon. "Air Pollution Is Killing More People Than Smoking—and Fossil Fuels Are Largely to Blame". Pacific Standard (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "No new oil, gas or coal development if world is to reach net zero by 2050, says world energy body". the Guardian (په انګلیسي ژبه کي). 2021-05-18. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Hsu, Chang Samuel; Robinson, Paul R. (2017). Springer Handbook of Petroleum Technology (الطبعة 2nd, illustrated). Springer. د کتاب پاڼې 360. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-319-49347-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Extract of p. 360
  14. Caspar Neumann; William Lewis (1759). The Chemical Works of Caspar Neumann ... (1773 printing). J. and F. Rivington. د کتاب پاڼي 492–. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "fossil", د آکسفورډ انګلیسي قاموس (الطبعة 3rd), د آکسفورډ پوهنتون چاپ, September 2005 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |mode=CS1 غير صالح (مساعدة) (Subscription or UK public library membership required.) - "fossil [...] adj. [...] Obtained by digging; found buried in the earth. Now chiefly of fuels and other materials occurring naturally in underground deposits; esp. in FOSSIL FUEL n."
  16. "fossil", د آکسفورډ انګلیسي قاموس (الطبعة 3rd), د آکسفورډ پوهنتون چاپ, September 2005 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |mode=CS1 غير صالح (مساعدة) (Subscription or UK public library membership required.) - "fossil [...] n. [...] Something preserved in the ground, esp. in petrified form in rock, and recognizable as the remains of a living organism of a former geological period, or as preserving an impression or trace of such an organism."
  17. "thermochemistry of fossil fuel formation" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Miller, G.; Spoolman, Scott (2007). Environmental Science: Problems, Connections and Solutions. Cengage Learning. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-495-38337-6. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۱۸ – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Ahuja, Satinder (2015). Food, Energy, and Water: The Chemistry Connection. Elsevier. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-12-800374-9. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۱۸ – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Bilkadi, Zayn (1992). "Bulls From the Sea: Ancient Oil Industries". Aramco World. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ نومبر ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Encyclopædia Britannica, use of oil seeps in ancient times". د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Ball, Max W.; Douglas Ball; Daniel S. Turner (1965). This Fascinating Oil Business. Indianapolis: Bobbs-Merrill. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-672-50829-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. کينډۍ:Cite conference
  24. (په 12 December 2017 باندې). Insurance giant Axa dumps investments in tar sands pipelines.
  25. "Oil Sands Global Market Potential 2007". د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Oswald Spengler (1932). Man and Technics (PDF). Alfred A. Knopf. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8371-8875-X. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۲ نومبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Griffin, Rodman (10 July 1992). "Alternative Energy". 2 (2): 573–596. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  28. Michael Stephenson (2018). Energy and Climate Change: An Introduction to Geological Controls, Interventions and Mitigations. Elsevier. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0128120217. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. EPA (19 January 2017). "Climate Impacts on Ecosystems". د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "WHO calls for urgent action to protect health from climate change". World Health Organization. November 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. World Meteorological Organization (2020). WMO Statement on the State of the Global Climate in 2019. Geneva. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-63-11248-4. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ مارچ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Coal Combustion: Nuclear Resource or Danger Archived 5 February 2007 at the Wayback Machine. – Alex Gabbard
  33. Nuclear proliferation through coal burning Archived 27 March 2009 at the Wayback Machine. – Gordon J. Aubrecht, II, Ohio State University
  34. Liodakis, E; Dashdorj, Dugersuren; Mitchell, Gary E. (2011). "The nuclear alternative". Energy Production within Ulaanbaatar, Mongolia. 1342 (1): 91. Bibcode:2011AIPC.1342...91L. doi:10.1063/1.3583174. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Watts N, Amann M, Arnell N, Ayeb-Karlsson S, Belesova K, Boykoff M; et al. (2019). "The 2019 report of The Lancet Countdown on health and climate change: ensuring that the health of a child born today is not defined by a changing climate". Lancet. 394 (10211): 1836–1878. doi:10.1016/S0140-6736(19)32596-6. PMID 31733928. S2CID 207976337. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  36. "What are the safest and cleanest sources of energy?". Our World in Data. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Jogalekar, Ashutosh. "Nuclear power may have saved 1.8 million lives otherwise lost to fossil fuels, may save up to 7 million more". Scientific American Blog Network (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)