فلسفي وگړپوهنه

فلسفي وگړپوهنه د فیلسفوفانو، په ځانگړي توگه سیاسي فیلسوفانو ترمنځ یوه گرمه موضوع گڼل کېږي. په دې موضوع کې څلور مهمې پوښتنې دي چې لا تر دې دمه سمې نه دي ځواب شوې:

(۱) آیا د انسان څرنگوالی او ماهیت بدلون موندونکی دی، یا یې بڼه بدلېدای شي یا دا چې همداسې ثابته او نه بدلون موندونکې ده؟

(۲) تر کوم حده بشري فطرت د هغه له بدني او فېزیکي وضیعیت څځه دی او تر کوم حده د هغه له ټولنیزو او فرهنگي تاثیراتو څخه!؟ ددې پوښتنې ځواب به تر کوم حده د سیاسي فلسفې تدوین لپاره څه پایلې ولري؟

(۳) ایا د انسان فطرت او انگېزې د هغه تر واقعي شرایطو تر اغیز لاندې دي یا برعکس هغه پرتلنه (مقایسه) چې شخص یې له خپلو اطرافیانو سره ترسره کوي، مهمتره ده؟

(۴) ایا کولای شو سیاسي فلسفه داسې جوړه او بیان کړو چې د انساني فطرت په اړه له هر ډول جدلي کړنو ترسره کولو څخه پاکه وي؟

که څه هم فیلسوفان تردې دمه ددې څلورو پوښتنو ځوابولو باندې نه دي برلاسي شوي، مگر بیا یې هم په دې اړه د منظم او سیسټماتیک تفکر په یو لړ پرمختگونه ترسره کړي.[۱]

د انساني فطرت بدلون موندنه سمول

؛ د انسان د کمال معتقد فیلسوفان د ارسطو په گومان دا داخلي بدلون د اخلاقپوهنې په وسیله کېدای شي ترسره شي.[۱]

هغه ډله فیلسوفان چې د انسان د کمال گروهمن دي په دوه ډلو وېشل شوي: طبیعت-پال او د هغې ضد (طبیعت نه پالونکي).[۱]

؛ د انسان فطرت او طبیعت بدلون نه موندونکي نظریې فلاسفه. ټول فیلسوفان په دې گروهه دي چې د طبیعتپاله انسان فطرت تغیر نه منونکی گڼي.[۱]

تړلې لیکنې سمول

لمنلیکونه سمول

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ Routledge Encyclopedia of Philosophy، لیکنه Human Nature