فلسفي شکاکیت

فلسفي شکاکیت، چي په یونانې ژبه کې ورته سکېپسیز ویل کېږي او د ګروېږنې په معنا دی، د فلسفي لیدلوري یوه برخه ده چې، د پوهې احتمال تر پوښتنې لاندې روالي. فلسفی شک کوونکي په دوو عمومي برخو وېشل کېږي: یوه ډله هغه کسان چې د پوهې ټول احتمال ردوي او بله ډله هغه کسان دي چې د شواهدو د نشتوالي له امله خپل قضاوت ژر تر ژره نه کوي. دا توپیر د لرغونې یونان په فلسفه کې د علمي شک کوونکو او پیرهوني شک کوونکو تر منځ له توپیرونو نه وروسته را منځته شو.    [۱][۲][۳]

لنډه کتنه سمول

فلسفي شک په دې ادعا سره پیل کېږی چې، یو کس اوسمهال پوره پوهه نه لري. شکاکیت د پراخوالي په بنسټ طبقه بندي کېږي. موضوعي شکاکیت د پوهې د ځانګړو برخو په اړه شکاکیت تر بحث لاندې نیسي. (د بېلګې په توګه: اخلاقي شکاکیت، د بهرنۍ نړۍ په اړه شکاکیت، یا د نورو د افکارو په اړه شکاکیت)، په داسې حال کې چې، بنسټ پاله شک کوونکي ادعا کوي چې، یو څوک د هرشي په اړه پوهه نه شې درلودی – هغوی ادعا کوي چې، یو کس د هرشي د پوهېدو په اړه هم پوهه نه لري.  

د مېتود په بنسټ هم شکاکیت طبقه بندي کېږي. لویديځه فلسفه، د شکاکیت په اړه دوه بنسټیزه ليدلوري لري. د کارتیشیان شکاکیت – چې کېدای شي، د دې نوم د رینی دیکارت له لیدلوري څخه اخیستل شوی وي، چې خپله شکاک نه و، مګر په خپلو افکارو کې یې ځینې د شکاکیت له دودیزو دلایلو څخه کار اخیستی، ترڅو وکولای شي، د پوهې په اړه خپل منطقي لیدلوری را پورته کړي  او دا وښيي چې، د هرې وړاندیز شوې پوهنیزې ادعا په اړه شکاکیت را منځته کېدای شي. د اګریپان شکاکیت، د احتمال د شک پر ځای توجیه تر بحث لاندې نیسي. د دې نظر له مخې: هېڅ کومه لاره چې یو کس د یوې ادعا د توجیه کولو لپاره د هغې څخه ګټه واخلي، بسنه نه کوي. یو کس کولای شي چې، یوه ادعا د نورو ادعاګانو پر بنسټ توجیه کړي، مګر دا د توجیهاتو د لایتناهي تسلسل لامل ګرځي. یو کس کولای شي، تعصبي نظر وړاندې کړي، مګر هغه توجیه نه بلل کېږي. یو کس کولای شي، له دایروي استلال څخه ګټه واخلي، مګر هغه د پایلې په توجیه کولو کې پاتې راځي.  [۴]

فلسفی شکاکیت، له میتودولوژیک شکاکیت څخه توپیر لري او هغه په داسې ډول چې فلسفي شکاکیت داسې یو لیدلوری دی چې، د پوهې د باور احتمال تر پوښتنې لاندې نیسي، له بل پلوه، میتودولوژیک شکاکیت هغه لیدلوری دی چې، د پوهې ټولې ادعاوې د دې لپاره تر ګروېږنې لاندې راولي چې، له غلطو ادعاوو څخه ریښتیا ادعاوې جلا کړي.  علمي شکاکیت، له فلسفې شکاکیت څخه توپیر لري، په داسې ډول چې علمي شکاکیت د انسان د پوهې د پولې د پېژندلو لیدلوری دی چې، په هغه کې یو کس د هغو ادعاوو د ریښتینوالي په اړه شک کوي چې، تجربي شواهد نه لري. په عملي ډول دا اصطلاح په عمومي توګه د هغو ادعاوو او تیوریو ازمېښټ په ګوته کوي چې، له علمي اړخه بنسټ و نه لري، نه د هغه ادعاوې چې د ساینس پوهانو ترمنځ تر پرله پسې بحثونو او ګواښونو لاندې وي. [۵]

شکاکې دلیلونه سمول

د پخواني یونان د پیرهوني فلسفې پلویانو د دلایلو یوه ټولګه ترتیب کړه، ترڅو وښیي چې د حقیقت په اړه ادعاوې په پوره ډول نه شي توجیه کېدای. د دې دلایلو دوه ټولګې تر ټولو مشهورې دي. د دې پخوانۍ ټولګه د انیسیدیموس په لسو استعارو مشهوره ده. دا استعارې د قضاوت د ځنډ (د دلایلو د نه شتون له امله) لپاره لاملونه وړاندې کوې، چې په لاندې ډول دي:

  1. ډول ډول ژوي، د درک بېلابېلې تګلارې څرګندوي.
  2. د وګړو ترمنځ په انفرادي توګه ورته توپیرونه لیدل کېږي.
  3. د عین شخص لپاره، هغه معلومات چې د حواسو په وسیله درک کېږي، په خپل منځ کې متضاد دي.
  4. سربېره پردې، دا د فزیکي بدلونونو له امله له یو وخت څخه تر بل وخته پورې توپیر لري.
  5. له دې سره، دا معلومات د موضوعي اړیکو په بنسټ توپیر لري.
  6. شیان یوازې په غیر مستقیم ډول د هوا، رطوبت او داسې نورو لارو په بنسټ پېژندل کېږي.
  7. دا شیان د رنګ، تودوخې، اندازې او حرکت له اړخه د دایمي بدلون په حالت کې دي.
  8. ټول درکونه نسبي دي او یو له بل سره اړیکه لري.
  9. زموږ اغېزې د تکرار او دود له امله خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
  10. د ډول ډول قوانينو او ټولنيزو حالاتو له امله، ټول کسان په بېلابېلو عقيدو سره لوی شوي دي .

د دې بله ټولګه، د اګریپا د پنځو استعارو په نامه یادېږي:

  1. د نظر اختلاف – د یقین نه شتون دی چې په عمومي توګه د فیلسوفانو او خلکو ترمنځ د نظرونو د توپیر له امله څرګندېږي.
  2. لایتناهي لړۍ – ټول ثبوتونه په خپل ذات کې، یوه بل ثبوت ته اړتیا لري او دا لړۍ تر لایتناهي پورې دوام کوي، دې ته د دلیلونو تسلسل هم وایي.
  3. اړیکه – ټول شیان د اړیکې په بدلېدو سره بدلېږي، یا کله چې موږ هغوی ته له یو بل اړخه وګورو.
  4. فرضیه – وړاندې شوی حقیقت، په یوه نه ملاتړ شوې فرضیه ولاړ دی.
  5. دایروي استدلال – وړاندې شوی حقیقت، د دایروي استدلالونو شواهد له ځانه سره لري.

د ویکتور بروچارد په وینا: "پنځه استعارې د فلسفې شکاکیت تر ټولو بنسټیز او کره قاعده ګڼل کېږي، چې تر اوسه وړاندې شوي دي. یا دا استعارې تر نن ورځې هم واکمنې دي.  

شکاکې سناریوګانې سمول

شکاکه سناریو هغه فرضي حالت دی چې، په دلیل کې د یوې ځانګړې ادعا یا د ادعاوو  په اړه د شکاکیت لپاره کارول کېږي. ډېری دا ډول سناری، د فریب ورکوونکي ځواک شتون په نظر کې نیسي چې، زموږ حواس غولوي او د پوهې په اړه توجیه چې په بل ډول منل شوې یا توجیه شوې ده، کمزورې کوي. د دې لپاره وړاندیز شوې چې زمونږ د شته پوهې په اړه عادي ادعاګانې له دې امله تر پوښتنې لاندې راولي، چې موږ د شکاکیت د احتمال حقیقت له نظر څخه نه شو اېستلی. په اوسنۍ لویدیځه فلسفه کې شکاکه سناریو دېره د پام وړ ده.  

په اوسنۍ لویديځه فلسفه کې لومړۍ لویه شکاکه سناریو، د رني دیکارت په اثر، د لومړۍ فلسفې په اړه اند کې څرګندېږي. د یکارت د لومړي اند په پای کې لیکي: "زه داسې فرضیه په نظر کې نیسم ... چې د شیطاني روح یو لوړ ځواک او مکارۍ زما د غولولو لپاره خپل ټول توان په کار اچولی دی." 

  • "د شیطاني روح ستونزه" چې " د دیکارت شیطاني روح" په نوم هم یادېږي، لومړی ځل د رني دیکارت له خوا وړاندې شو. دا فلسفه د داسې یو موجود شتون په ګوته کوي، چې کولای شي یو کس په قصدي توګه په داسې ډول ګمراه کړي، چې هغه د حقیقت باور ناسم لوري ته واړوي.
  • "په لوښي کې مغز" فرضیه د اوسني علم په اصطلاحاتو کې په ګوته شوې ده. دا فرضیه داسې وړاندیز کوي چې، د یو کس له بدن څخه د یوه بېل شوي ژوندي مغز په توګه په یوه لوښي کې ساتل کېږي او د یوه لیوني ساینس پوه له خوا په غلطو حسي لارښوونو سمبالېږي. سره له دې، دا فرضیه وایي چې، لکه څنګه چې په لوښي کې مغز په دې د پوهېدو هېڅ لاره نه لري چي هغه په لوښي کې مغز دی، تاسو هم نه شئ کولای چې تاسې په لوښي کې معز نه یاست.
  • د "خوب فرضیه" چي د رني دیکارت او ژوانګزي له خوا وړاندې شوه، داسې فرض کوي چي حقیقت له خوب څخه د توپیر وړ نه دی.
  • د "پنځو دقیقو فرضیه" چې د بریتاند رسل له خوا وړاندې شوه، داسې وړاندیز کوي چې، نه شو کولای ثابته کړو چې، نړۍ پنځه دقیقې وړاندې خلق شوې ده (له غلطو یادونو او غلطو شواهدو سره وړاندیز کوي چې، دا نړی یوازې پنځه دقیقې پخوانۍ نه ده.)
  • د "تشبه شوي حقیقت فرضیه" یا د "متکریکس فرضیه" وړاندیز کوي چې، ټول کسان، ان ټول مخلوقات، ممکن د یوې کمپیوتري تشبه د ننه یا په یوه مجازي نړۍ کې وي.

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. "Skepticism". Stanford Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Certainty". Stanford Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. 1923–, Popkin, Richard Henry (2003). The history of scepticism : from Savonarola to Bayle. Popkin, Richard Henry, 1923– (الطبعة Rev. and expanded). Oxford: Oxford University Press. OCLC 65192690. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195355390. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: numeric names: قائمة المؤلفون (link)
  4. Williams, Michael (2001). "Chapter 5: Agrippa's Trilemma". Problems of Knowledge: A Critical Introduction to Epistemology. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 61. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0192892560. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Merton, R. K. (1942). "The Normative Structure of Science". in Merton, Robert King (1973). The Sociology of Science: Theoretical and Empirical Investigations. Chicago: University of Chicago Press. کينډۍ:ISBN.