فلسطيني کډوال
فلسطيني کډوال (په عربي کې: فلسطينيو الشتات) يوه اصطلاح ده چې د فلسطین څخه بهر د فلسطینیانو کارول کیږي. په ټوله نړۍ کې د فلسطينيانو نږدې له ۹-۱۱مېلونه وګړي دي چې له نيمايي زيات يې په نورو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي، د ۱۹۴۸ کال له جګړې راهیسې، فلسطینیان ډېر ځوریدلي او په ګڼو کوربه هېوادونو کې د تبعید په توګه ژوند کوي. لکه د ۱۹۴۸ کال د جګړې له کبله د فلسطیني کډوالو ترڅنګ د ۱۹۶۷ کال په جګړه کې بې هم په سل ګونه زره فلسطينيان کډوال او بې ځایه شوي. دغه دوه ډوله بې ځایه کېدونکي فلسطینیان د خپل هېواد څخه لرې اکثریت جوړوي. ځینې فلسطینیان د نورو دلیلونو له کبله هېواد پرېښودو ته اړ شوي،[۱][۲][۳] لکه: ځورونې او شکنجېسمولد بېلګې په توګه، د ۱۹۶۷ کال د جګړې وروسته، په اوسط ډول ۲۱۰۰۰ فلسطینیان د اسراییلو تر کنټرول لاندې سیمو څخه وتلو ته مجبور کړای شول، چې په ۱۹۷۰، ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو کې دې کار همداسې دوام وکړ.د فلسطيني وګړو د کره ټولشمېرنې د نه شتون له کبله به دا ناشوني وي چې په فلسطين او اسراييلو کې د پاتې فلسطينانو شمېر مالوم کړو، د فلسطین د احصایې مرکزي دفتر د راپور له مخې، په نړۍ کې د فلسطینیانو شمېر د ۲۰۰۳ کال په پای کې ۹.۶ میلیونه و، چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې ۸۰۰ زره زیات شوی دی.روبین کوهن په "دياسپورا نړیوال کتاب" کې تشریح کوي چې د فلسطینیانو او نورو خلکو لکه د اصلي امریکایانو، یهودیانو او ځینې افریقایانو لپاره، د دیاسپورا اصطلاح د ظلم او تاوتریخوالي سره تړاو لري، د ټولنیز زیان او مجازات سمبول چې یو څوک یې په جلاوطنۍ کې د کور خوبونو سره ژوند کوي.د فلسطین د بېرته راستنېدو حق د ۱۹۴۸ کال راهیسې د پام وړ دی. دا د ډېرو فلسطینیانو لپاره هم یوه خوب ده. په داسې حال کې چې د فلسطین د کمپونو او کلیو او ښارونو ۹۷ سلنه اوسېدونکي خپل اصلي ځای نه ګوري، د بېرته راستنېدو حق اکثره فلسطينيان يو پايمال شوی حق ګڼي، چې ګوندې دوی به نور دا حق کله هم ترلاسه نه کړي، چې خپلو کليو او ځايونو ته بېرته ستانه شي.[۴][۵][۶] نور اړوندسمول
سرچینېسمول
بېرونۍ تړنېسمول
|