فقر یا بې وزلي
سريزه
سمولدکله نه چې انسان په دې نړې کې قدم ايښې دې نودهغه وخت څخه تر اوسه پورې دستونزو سره لاس اوګريوان دې. داځکه چې دانسان ضرورتونه اوخواهشات ډير زيات دي اودهغې لپاره وسايل محدوددي. خو په انسانانوکې يوه طبقه داسې دي چې هغوي دژوند د ضرورت څخه اضافه وسايل په واک اواختيارکې لري اويوه طبقه خلک هم داسې دي چې د ژوندي پاتې کيدو په خاطر په کافي اندازه ضروري بنيادي وسايل لکه خوراک،لباس،اودهستوګنې لپاره ځاې نه لري چې دغه طبقه خلک دبیوزلياوافلاس په حالت کې ژوندتيروي اودغوخلکوته فقيراوناداره ويلې شو.[۲]
په نړې کې بیوزليورځ په ورځ مخ په زياتيدودې ځکه چې نفوس زياتيږي اووسايل محدوديږي اوکميږي . دبیوزليدزياتيدوبل غټ لامل جنگونه دي ځکه جنگونه ډيرمصارف ايجابوي اوډيرې غټې پانګې ته اړتيا لري دجنگ په حالاتوکې دبې کارې په کچه کې زياتوالې رامنځته کيږي .خلک بې کوره کيږي اومهاجرت کولوته مجبوريږي ،توليدي مراکز،دولتي ودانې ،مکتبونه ،شفاخانې اونورځايونه ورانيږي چې لدې امله دخلکودژوندکچه خرابيږي اوپه بیوزليکې زياتوالې رامنځته کيږي.
بیوزلييولړټولنيزاواخلاقي زيانونه هم لري ،کچيرته بیوزليپه يوه ټولنه کې موجودوي نوهلته بې امنيتي اوناقراري وجودلري ځکه چې خلک دخپل ژونددبقاپه خاطرغلا اوچورکولو،قتل کولو،دخلکوتښتولو،دنشه يي موادوقاچاق اوداسې نوروغيرې اسلامي اوغيرې اخلاقي فعاليتونوترسره کولوته مجبوريږي. نوددغوناوړه فعاليتونودمخنيوي په خاطردبیوزليدلمنځه وړلولپاره تدابيرنيول پکاردي ځکه چې بیوزليپخپله دبیوزليدرامنځته کيدولامل ګرځي . که چيرته خلکوته د کاروبارزمينه برابره شي نوتريوحده پورې دبیوزليپه کچه کې کموالې راتللې شي ،په همدې ترتيب دخلکودتعليم اوتربيې کچه لوړول ،زراعتي سکتورته پرمختگ ورکول اوصنعتي سکتورته پرمختگ ورکول داستخدام کچه لوړوي اودخلکو په عايداتوکې زياتوالې رامنځته کيږي اوپس اندازونه زياتيږي اوپه آينده کې دپانگې اچونې دزياتوالي سبب گرځي چې پدې ترتيب سره دبیوزلي په کچه کې کموالې راځي اويوهيواددپرمختگ اوهوسائني په لورروانيږي. ددی رسالی نیمگرتیاوو به قبلولو سره سره غوارم چی د بیوزلي به بیژندلو او د هغی د له منحه ورلو شونو لارو چارو کی تاسو سره مرسته وکولی شی.
دا سیمینار د دوو څپرکیو نه جوړ دی په لمړی څپرکی کی د بیوزلي پیژندنه او په وروستی څپرکی کی په بیوزلي او پرمختیایی هیوادونو تماس نیول شوی دی.
لمړی څپرکی
سمولد بیوزلۍ پیژندنه
۱.۱ بیوزلي
سمولبیوزلي داسې يوحالت دې چې په هغې کې خلک ډيرکم ياناکافي عايدات لري افتصادپوهانوددې لپاره مختلف تخنيکونه وړاندې کړيدي چې دبیوزليلپاره درست تعريف وړاندې کوي ،په لمړي سرکې اقتصادپوهانوبیوزليداسې تعريف کړو.
دعايدهغه کچه چې دژوندلپاره دمتوقع مصرف څخه ټيټه وي .
اقتصادپوهانوداخبره نوټ کړيده چې ناداره کورني دخپل عايد 1\3 برخه په خوراکي موادومصرفوي . ([1])
يا ،بیوزلي داسې يوحالت دي چې په هغې کې دخلکويوه خاصه طبقه حتى دژوندبنيادي(ابتدايي) ضرورتونه لکه،خوراک ،لباس اودهستوگنې ځاې نه شي برابرولئ،بیوزليدوروسته پاتې هيوادونويوه خاصه نښه ده .هغه هيوادونه چې دپرمختگ په حال کې دي دبیوزليپه له منځه وړلوکې سخت کوشش کوي ،بیوزليحتى په پرمختللوسيمواوقومونوکې هم وجودلري . ([2])
په بل عبارت که چيرته يوشخص يوخاص دژوندمعيارپه پوره کولوکې پاتې راشي اوهغه پوره نه کړاې شي نوهغه فقيرياناداره دې اوهرکله چې هغه دغه معيارپوره کړې شي نوهغه نورغريب نه دې.
ناداره هغه څوک دې چې هغوي دمتوسط عايددلاسته راوړلوڅخه ډيرلرې پاتې وي.([3])
بیوزلي: په نړيواله کچه ډيرزيات بیوزليموجوددې . ديوساده نقطې نظر مطابق دقوت خريددمساوات په بنياد که چيرته ديوشخص سړي سر روزمره عايد يو امريکايي ډالروي نوهغه په خط افلاس يا دبیوزليپه خط باندې ژوندتيروي اوهغه شخص چې دهغه سړي سر عايد ديوډالرڅخه کم وي نوهغه دخط افلاس څخه لاندي ژوندتيروي يا هغه غريب دې ،لهذاددې تعريف په رڼاکې دنړي ټوله آبادي چې هغه 6,2 بليونه ده په هغې کې 1,8 بليونه افرادغريب ياناداره دي ځکه چې ددوي عايدديوډالرڅخه کم دې ،ولې د2,8بليونه افرادوسړي سر روزانه عايدد2 ډالروڅخه کم دې ،غريب افراد دوروسته پاتې غذايي معياراودوروسته پاتې صحت ښکاردي .هغوي خويابيسواده دي اويا هم دهغوي تعليم ناقص اومعمولي دې،هغوي په داسې سيموکې اوسيږي چې هلته چاپيريال ډيرخراب دې.
د1970 په لسيزه کې دبیوزليمسلې ډيراهميت حاصل کړويعنې دهيوادونوپه داخل کې اودهيوادونوڅخه دباندې دبیوزليدحدپه باره کې معلومات کوم قسم کيداي شي نوددې لپاره پدې سلسله کې (دبیوزليدمطلقې سطحې) تصوروړاندې شو .ددې څخه هدف دعايد يوخاص کم نه کم سطح ده چې دهغې په مدد سره خوراک ،لباس اوداوسيدوځاي ددې ټولويوخاص مقدارحاصل کيداي شي اوچې په هغې سره دجسم اورح تعلق قايم وساتل شي مطلب داچې دعايدکچه به مختلفوهيوادونوکې مختلفه وي .
پدې سلسله کې(دنړيوال بیوزليخط) تصوروړاندي شو چې دډالر1985 کال دقيمت په بنياد ددې کچه 370 ډالر مقرره شوي وه. نوددې لپاره دبیوزليدمطلقې سطحې په باره کې لاندې اعدادوړاندې شويدي ،لکه څرنگه چې په 1998 کال کې 1,2 بليونه آبادي چې دنړې دټولې آبادي 24% وه په مطلق بیوزليکې اوسيدل چې په هغې کې800 مليونوافرادوتعلق دآسياسره وؤ ،290 مليونوافرادوتعلق سب صحارا افريقې سره وؤ ،78 مليونوافرادوتعلق لاتينې امريکې سره وؤ ولې 75 مليونوافرادوتعلق دشمالي افريقې اوشرق ميانه سره وؤ.
۱.۲ د بیوزلۍ ډولونه
۱.۲.۱ مطلقه بیوزلي(Absolute Poverty)
سمولمطلقه بیوزلييوخاص دکم نه کم عايدکچه ظاهروي چې هغه دژوندي اوسيدلوپه خاطربنيادي مادي ضرورتونه لکه خوراک،لباس اوداوسيدلوځاې دپوره کولولپاره ضروري وي . پدې ډول په مطلقه توگه غريب خلک هغه دي چې دهغوي سره دومره وسايل نه وي چې هغوي خپل بنيادي ضرورتونه پوره کړائ شي اوددې دمعلومولوپه وخت کې به داکتل کيږي چې څومره خلک داسې دي چې دهغوي عايد کم نه کم خاص حقيقي عايد لکه نړيوال خط غربت نه کم دې چې په عامه توگه يوډالر روزانه باندې کښل شوې ،خودمختلفوهيوادونولپاره بنيادي ضرورتونه مختلف کيداي شي .خوددې مشکل نه دبچ کيدوپه خاطرماهرين 370ډالره سالانه يايوډالرروزانه د1993 کال دقيمتونو په اساس نړيوال دبیوزليخط ټاکي اوبيا دادهرهيوادخپل کرنسي په قوت خريدکې اچول کيږي چې دهغې څخه ديوهيواددداخلي کرنسۍ په صورت کې دبیوزليخط حاصل کيداې شي .
۱.۲.۲ نسبي بیوزلي(Relative Poverty)
سمولدبعضې ماهرينوداخيال دې چې دهغوافرادوشميرل چې دحاصل شوي بیوزليخط لاندې ژوندتيروي څه مناسبه به نه وي لکه که چيرته دبیوزليخط360 ډالرکلنې عايدلاسته راغلې وي اويوفردچې دهغه عايد350 ډالرکلنې وي اودوهم فردچې دهغه کلنې عايد300 ډالردې په ظاهري توګه دادواړه افراددبیوزليدخط نه لاندې ژوندتيروي.خوهغه شخص چې دچاکلنې عايد300 ډالردې هغه به زيات غريب اوناداره وي.([4])
۱.۳ د بیوزلې منحوسه دايره(Vicious Circle of Poverty)
دبیوزليياغربت دايره نن ورځ په اقتصادي بحثونوکې يوه دودشوې اونامتواصطلاح ده.دلته يوڅودايروي اړيکې چې دغربت ددايرويادبیوزليدکړيو(Vicious Circles of Poverty )په نوم مشهورې شوي ليدل کيږي.داپه لږوپرمختللو هيوادونوکې دپرمختياکچه تل ټيټه ساتي.نرکسي(Nurkse)ددې اصطلاح معناپه دې ډول توضيح کوي دغه دايره چې له يوشمير ځواکونو څخه جوړه شوې چې يودبل دوه برابره عمل کوي نو ځکه غريب هيوادنورهم دغربت اوبیوزلي په حالت کې ساتي دبيلګې په توګه يوفقير سړې دخوړلولپاره هيڅ نه لري،نوځکه وږي دې ،نودده روغتياخرابه شوه ،نوله فزيکي پلوه سست شو،نودده دکارظرفيت راټيټ شو،ددې معناداشوه چې دۍ غريب شو،چې غريب شوخوړوته څه نه لري چې خوراک ته څه نلري نوروغتيايي خرابه شوه نرکسي دهغوهيوادونوپه هکله چې دبیوزليدايره پکې مسلطه ده اودپورته غريب سړي سره يي مشابه کړې وايي. A country is Poor because it is poor يعني يوهيوادغريب پاتې شوې داځکه چې هغه غريب دې.
له همدې امله تقريباً تيره پيړي کې پرمختللي هيوادونوپرله پسې ،کال په کال شتمن شول اوترقي يې وکړه خوپرمختيايي هيوادونه همداسې (پرمختيايي) پاتي شول ، يوپرمختيايي هيواددغربت دڅوڅوکړيوڅخه اغيزمن کيږي ، خودښه کيدونښې يې نه راڅرگنديږي .دهغووگړي ضعيف ،بې سواده ،محافظه کاره،عنعنه پرست اوپه خرافاتوگيرخلک دي اودنويومفکورو،نوښتونواوابتکاراتوپه وړاندې ضروري عکس العمل نه ښکاره کوي . ترڅواقتصادي پرمختياراپيښه شي.سره لدې چې داسې هيوادونوکې دمړينې شميره ډيره زياته ده ،بيايي هم نفوس په گړنديتوب ډيريږي . ددې هيوادونومجموعي فضااوحالت دنه زغملودي ،نوځکه دبیوزليددايرې په موجوديت کې پرمختيااووده نشي پيښيدلي .پروفيسرنرکسي داهم وايي چې دپانگې راټوليدل ډير ورو،ځنډني اولږوي ،داځکه چې دپس اندازله امله دسرمايې عرضه اوپانگې اچونې ته د علاقې له مخې دپانګې لپاره تقاضا ټاکل کيږي ياپه بله وينا که چيرې پانگه اچونه وهڅيږي نوپانگې ته تقاضاليدل کيږي اوکه پس اندازونه موجووي دپانگې عرضه رامنځته کيږي نوچې کله هم دپانگې عرضه موجوده وه اوهم تقاضا په داسې يوحالت کې اقتصادمخ په ښه کيدو روانيږي ،که پانگې ته تقاضا اودهغې عرضه نه وي دايوډب حالت دې .خودبیوزليددايرې دتسلط په حالت کې ،دعايد دټيټوالي له کبله پس اندازونه کم دي چې پس اندازونه کم دي نودپانگې عرضه کمه ده ،عايدځکه ټيټه کچه کې دې چې مولديت ټيټ دې اومولديت ځکه ټيټ دى چې دپانگې کمښت ليدل کيږي. بيرته هماغه دوران تکراريږي .دپانگې کمښت دپس اندازونودکمښت له امله دى دپس اندازونوکموالې دعايددکمښت له کبله دى .اوپدې ډول يوه دايره جوړيږي چې ددې کلي حکم داسې دۍ په فقيرواوورسته پاتې هيوادونوکې دپانگې عرضه اوتقاضاټيټه کچه کې ده .په پورته توگه مونږدموضوع دښه پوهيدولپاره دوه دايرې چې يوې ته تقاضادايره اوبلې ته دعرضې دايره وايي دبحث لاندې نيسو.(٥)
۱.۳.۱ د بیوزلي دايره دعرضې له نظره
کله چې په يوهيوادکې دعايدکچه ټيټه اوسي هلته دپس اندازلپاره امکانات نه وي اودسرمايه گذارى لپاره لازم پس اندازصورت نه نيسې چې دپانگې کموالي دمؤلديت دکموالي سبب گرځې اوپدې توگه دعايددکموالي سبب گرځې يا بله اصطلاح پومملکت په دې اساس ناداره اوفقيروي چې هغه له مخکې څخه ناداروؤاوندۍ مؤفق شوۍ چې پس اندازاوسرمايه گذارى وکړي .
دبیوزلي دايره دعرضې له نظره
۱.۳.۲ د بیوزلي دايره دتقاضاله نظره
څرنگه چې دفقيروهيوادونوحقيقي عايدکم دۍ دهغې په وجه دبازارساحه هم کوچني ده اوپانګه وال دپانگې اچونې لپاره زړه نه ښه کوي، دپانگې اچونې نه موجوديت د مولديت د کموالي او پدې اثر د عايد د کموالي سبب
گرځې او د عايد کموالي سره د بازار ساحه هم محدوده پاتې کيږي. ياپه بل عبارت چون يومملکت له پخواڅخه غريب وؤنواوس هم دبازاردپراختيااوپانگې اچونې قدرت نلري.
دبیوزلي دايره دتقاضاله نظره:
همداشان ماهرين يوه دريمه منحوسه دايره هم وړاندې کوي چې دهغې تعلق انساني اوطبعي وسايلودپسماندگي سره دى .دقدرتي وسايلودپرمختگ انحصاردخلکوپه توليدي صلاحيتونوباندې وي ليکن که چيرته خلک بېسواده ،جاهل اوبې مهارته وي په هغوي کې دکاروباري اوتنظيمي صلاحيتونوکمي وي نودهغې په وجه به دهغه هيواددقدرتي وسايلودرست استعمال ونشي نوخلک به په اقتصادي لحاظ وروسته پاتي وي .ددې څخه ظاهره شوه چې دوسايلوغيراقتصادي استعمال يا دقدرتي وسايلووروسته پاتي والي دوروسته پاتي والي يوسبب هم دى اونتيجه هم ده . دماهرينومطابق دبیوزلياووروسته پاتي والي يومطلب دي يوهيوادددې لپاره فقيراوناداردى چې هغه وروسته پاتي دى اويوهيوادددې په خاطروروسته پاتي دى چې هغه فقيردى .
لهذاداثابته شوه چې همدابیوزلي يوهيوادفقيرساتي اوبیوزلي يولعنت دي.
دبازارنيمگرتياوي
وروسته پاتي طبعي وسايل
وروسته پاتي افراد
دویم څپرکی
سمولپرمختیایی هیوادنه او د بیوزلي له منځه وړلو لارې
۲.۱ په پرمختيايي هيوادونوکې دبیوزلۍ په کچه کې د زياتوالي لاملونه
سمول1__ دنفوسوفشار: په اکثروپرمختيايي هيوادونوکې نفوس په ډیره بیړه سره زياتيږي.
پدې هيوادونوکې په ښځوکې داولادونودپيداکولوزرخيزي زياته وي . چې پدې توگه دکورني دغړوتعدادزياتيږي اوپه نتيجه کې دکورني مشرته دزياتوماشومانوکفالت ورپه غاړه کيږي چې دهغې په وجه سړي سرعايدکميږي. اوله بل پلوه دولت ته دهغوي داوسيدلوځاې په برابرولو،دصحي اوبو په برابرولو،دسرکونوپه جوړولو،مکتبونوجوړولواودصحت په برخه کې دآسانتياوًپه برابرولوکې زيات مصارف ورپه غاړه دي.پدې ډول په غير ترقياتي مصارفوکې دزياتوالي په وجه دترقياتي مصارفوپه تناسب کې کموالۍراځي چې دهغې په وجه په روزګاراوعايداتوکې دپام وړزياتوالۍنه کيږي.
2__دهيوادونو داخلي صورتحال: په اکثرو پرمختيايي هيوادونوکې دامن وامان صورتحال دتسلې وړنه دې چې دهغې په وجه دداخلي اوخارجي پانګې اچونې فضاً متاًثره کيږي چې دهغې له کبله روزګاراوعايدات کميږي او په بیوزليکې زياتوالۍواقع کيږي.ددې نه علاوه دګاونډيو هيوادونوسره دتعلقاتودخرابيدوپه وجه هم خارجي سرمايه ګذاري پرمختيايي هيوادونوته په مطلوبه مقدارکې نه راځي.ديوراپورله مخې په غريبوهيوادونوکې وروسته پاتې دولتې نظام هم دبیوزليپه زياتوالي کې اهم رول لوبوي لکه دولتي کړنلارې(پاليسيانې)اواقدامات دبیوزليپه لمنځه وړلوکې نه دي توانيدلي.اداري فعاليتونه،سخت دريزه اونه بدليدونکي قوانين او بيوروکراسي داسې عوامل دي چې دهغې په نتيجه کې په غريبوهيوادونوکې داقتصادي پرمختګ عمل نه شروع کيږي.اداري فساداورشوت اخيستل په سرمايه ګذارې باندې ډيرې بدې اغيزې غورزوي.
3__دزراعت شعبې وروسته پاتيوالۍ: په غريبوهيوادونوکې دزراعت شعبه وروسته پاتې ده.پدې هيوادونوکې دزمکوتقسيم غيرعادلانه دې.پدې هيوادونوکې زمکې يوڅومحدودودزمکوخاوندانوپورې محدودې دي اوباقي خلک ډيرې کمې زمکې لري چې په دغوکموزمکوکې دکرکيلې جديدې طريقې نشي استعمالولې چې دهغې په وجه دهغوي روزګاراودعايداتوکچه ټيټه پاتې کيږي .پدې ډول په اطرافي سيموکې ډيرسخت بیوزليموجوددې ځکه چې هلته دروزګارزمينه محدوده ده.بې سوادي ډيره زياته ده په داسې حالاتوکې په اطرافي بیوزليکې زياتوالۍ راځي چې دهغې تناسب دښارپه پرتله زيات دې.په دغو هيوادونوکې دهقانانوته کيمياوي سرې اواصلاح شوي تخمونه په ډيرو لوړوقيمتونوورکول کيږي.پدې هيوادونوکې دقدرتي آفتونولکه سيلابونو،زلزلو،دفصلونوناروغيواوداسې نوروپه وجه ددهقانانوفصلونوته سخت زيان رسيږي چې پدې وجه دهقانان ډيرسخت متاًثره کيږي اودهغوي عايدات کميږي اودبیوزلي سره مخامخ کيږي.
سمول4__دعايداتو په توزيع کې نابرابري: په غريبو هيوادونوکې ورځ په ورځ دعايد په توزيع کې نابرابري زياتيږي يو څوسرمايه داروپه تجارت اوصنعت باندې قبضه کړيده.هغوي دخپلواجاسواوخدماتوپه بدل کې ډيرلوړقيمتونه وصول کوي اوخراب اجناس توليدوي.ددې نه علاوه داخلي مصرف کوونکي دداخلي اجناسوپه ځاې خارجي اجناسو ته ترجيح ورکوي چې دهغې په وجه دداخلي توليدوًنکو پرځاې دخارجي توليدوًنکوعايدات زياتيږي.په دغوهيوادونوکې داډول ټولنيزاواقتصادي ساختاررامنځته کيږي چې دهغې په وجه عايدات اووسايل دهغوافرادوپه لورحرکت کوي دچاسره چې دمخکې څخه دولت اوشتمني په ډيرزيات مقدار کې موجودوي.دکموعايداتوپه وجه ناروغۍ او بې روزګارۍ پيداکيږي اوبيادناروغيواوبې روزګاريوڅخه دوباره بیوزلي پيداکيږي پدې ډول دبیوزلياوناروغيومنحوسه دايره عمل پذيره اوسيږي.په نړيواله کچه چې کوم تجارتي اومالي اقدامات ترسره کيږي لکه گلوبلايزيشن ،دنړيوال تجارتي تنظيم W.T.O قواعداودنړيوال مالياتي فنډ I.M.F په ننيجه کې نوې سرمايگذاري ته ترقي ورکول کيږي چې دهغې په وجه په غريبوهيوادونوکې دوارداتوڅخه علاوه دقاچاقي اجناسو سيلاب راروان دى . دداخلي اجناسوتقاضاکميږي چې دهغې په وجه داخلي صنعتي پرمختگ عمل متاثره کيږي چې ددې په وجه په بې روزگاري کې اضافوالي راځې اودعاموخلکوعايدات کميږي . اودبیوزليپه کچه کې زياتوالى راځي .
سمول5__په دفاعي مصارفوکې زياتوالي: په پرمختيايي هيوادونوکې په دفاعي مصارفوکې زياتوالي ،دوسايلوقلت ،دقرضونودروندبوج، دماليې په وصوليوکې دکمي اوداسې نوروپه نتيجه کې دولتونه په صحت اوتعليم باندې په کموپيسومصرفولوباندې مجبوردي .چې په صحت اوتعليم باندي د GDP ډيره کمه فيصدي مصرفيږي.
سمول6__په عامه خدماتواواجناسولوړمحصولات: په وروسته پاتي هيوادونوکې اول خوصحي اوبه ،تيل،گاز،برق اودتيلفون اسانتياوې ډيرې کمې دي اوکه لږاوډيرموجوددي نودهغوي په قيمتونوکې روزمره زياتوالي کيږي .دولتونه په اداروکې پرسونل کموي چې دهغې په وجه په بې روزگاري کې زياتوالي راځي اوپه عايداتوکې هم کموالي راځي .دروزگارپه مواقعوکې قلت ،زياتيدونکي ټولنيزاواقتصادي مصارفواودانفلاسيوني فشارپه نتيجه کې په غريبوهيوادونوکې په غيرې اخلاقي فعاليتونولکه غلا،ډاکې اچول ،دخلکويرغمل نيول ،قتل کول،ذهني ناروغي اوځان وژنه کې زياتوالي راځي چې دهغې په نتيجه کې په بیوزليکې زياتوالي راځې
سمول7__ساختماني انتظامات: په وروسته پاتې هيوادونوکې دولتونودIMF سره مختلف ډول ساختماني تړونونه کړي دي چې دهغې په نتيجه کې تعليم اوصحي خدمتونه قيمته کيږي په مختلفوخدماتوباندې ددولت لخواورکړل شوي سبسايديگاني واپس اخيستل کيږي دغيرې مستقيمومالياتولکه ماليه برخرڅلاوقايميدل زياتيږي شخصي شعبې خپل اجناس اوخدمات په ډيرولوړوقيمتونووړاندې کوي چې دهغې له کبله دخلکوپه عايداتوکې ډيرکموالې واقع کيږي.
سمول8__په غيرې ترقياتي مصارفوکې زياتوالې: په وروسته پاتې هيوادونوکې داخلي جنگونه ډيرزيات دي .دغه جنگونه دمختلفوفرقو،مذهبونواوقومونوترمنځ رامنځته کيږي نودغه جنگونه ډيرې غټې پانګې ته اړتيالري چې په دې وجه دترقياتي کارونولپاره ډيره لږه پانگه پانې کيږي اودهغې په وجه په بې روزگاري کې زياتوالې رامنځته کيږي جنگونه دبیوزلياوناداري درامنځته کيدوسبب کيږي .
سمول9__اميرانه ټولنيزساختار: په اکثروغريبوهيوادونوکې اميرانه ټولنيزساختاروجودلري چې دهغې په وجه په مختلفواداروکې دلوړوپوستونووالا خلکو ته غټ غټ معاشونه ورکول کيږي ولې دوړووظيفووالا خلک دوظيفوڅخه خارجيږي ،وظيفې په مستقل ډول نه ورکول کيږي بلکې دتړون په اساس دلنډې مودي لپاره ورکول کيږي ،عاموخلکوته د ټولنيزي بهتري زياتې اسانتياوي نه ورکول کيږي بلکې ددې پرځاي هرڅه شتمنوته ورکول کيږي .تعليمي شعبې شخصي شعبوته ورکول کيږي چې هغوى ددې تعليم په بدل کې ډيرزيات فيسونه اخلي چې فقيرخلک دافيسونه نشي برداشت کولي اودتعليم څخه محروم پاتې کيږي . اوپدې ډول شتمن خلک ددې تعليم څخه مستفيدکيږي. اوپه وظيفوباندې گمارل کيږي پدې ترتيب سره دهغوي په عايداتوکې نورهم زياتوالې رامنځته کيږي ولې فقيراووروسته پاتې طبقې دمحدودوعايداتوپه وجه خونه تعليم حاصلولې شي اونه هم دهغوي په عايداتوکې زياتوالې رامنځته کيږي .
سمول10__ناقص دولتي نظام: په غريبوهيوادونوکې دولتي نظام ډيروروسته پاتې دى .عام شخص ته خونه په قانون جوړولوکې حصه ورکول کيږي اونه هغه ته دقانون تحفظ حاصل دۍ.عدالتي نظام ديرپيچلي دى اوددې څخه شتمن خلک فايده اخلي ولې عام شخص دعدالتونوپه ذريعه خپل حق نشي حاصلولي.
سمول11__ناقصې اقتصادي پاليسي گانې: په پرمختيايي هيوادونوکې په کليواواطرافوکې وړوصنعتونوته هيڅ پاملرنه نده شوي چې پدې وجه باندې دغوخلکوته دکاروبارزمينه نه برابريږي اودهغوي عايدات کميږي اوپدې ترتيب سره دهغوي په بیوزلياوناداري کې زياتوالي رامنځته کيږي.
سمول۲.۲په پرمختيايي هيوادونوکې دبیوزلي دمنځه وړلولارې چارې
سموللکه څرنگه چې مونږ دبیوزليپه لاملونهوباندې بحث وکړونوبیوزلييولعنت دي اوناداره شخص په ټولنه باندې بوج دي ،دبیوزليپه نتيجه کې دنادارې طبقې دکاراستعداد کميږي دهغوي دصحت nمعيارخرابيږي ،هغوې دښه خوراک حاصلولوڅخه محروم پاتي کيږي ،هغوي تعليم اومهارت نشي حاصلولي ،دبیوزليپه وجه خلک داوسيدلولپاره مناسب ځاي ،دڅښلولپاره صحي اوبه ،تعليم اودصحت آسانتياوي لاسته نشي راوړلي دنتيجې په توگه دبیوزليڅخه دوباره دبیوزلييوه منحوسه دايره عمل پذيره اوسي ځکه چې دبیوزلي په وجه کم خوراک ،ناقص صحت ، ناقص تعليم اومهارت اودوباره کم عايدات اوبیوزليپيداکيږي ولې دشتمنى څخه ښه خوراک ،ښه صحت ،غوره تعليم اودوباره ښه اوغوره عايدات لاسته راځي نوپدې توگه دبیوزليڅخه بیوزلياودبډايي څخه بډايي پيداکيږي . ددې لپاره دبیوزليدمنځه وړلولپاره لاندې لارې چارې وړاندې کيږي.
1__دنفوسوکنترول: غريبو هيوادونو ته پکاردي چې په خپلونفوسوباندې کنترول وکړي اوهغوي ته دې تعليم،دهستوګنې ځاې،دڅـښلولپاره صحي اوبه اودصحت آسانتياوې برابرې کړي.دناداره طبقودعايداتودزياتوالي په خاطردې هغوي ته ټول ټولنيز خدمات،دواګانې اورايګان تعليم برابرکړۍشي.هغوي ته دې دمختلفوخوراکي اجناسو آسانتياوې برابرې کړۍ شي او دهغوي قيمتونه دې ټيټ وساتلۍشي.سوادلرونکوبې روزګاروته دې دکارزمينه برابره کړې شي.
2__دوړوصنعتونوجوړول: په غريبوهيوادونوکې دې په کليواواطرافوکې واړه واړه صنعتونه ولګول شي تر څوخلکوته دکارزمينه مساعده شي.په اطرافوکې دې دهقانانوته پوهاوې ورکړې شي،هغوي دې په خپلوعايداتوکې زياتوالي ته وهڅولې شي ترڅوهغوي خپل وخت په غوره طريقې سره استعمال کړي اوپه خپلوزمکوکې باغونه،دکبانوروزل،دشاتومچيوروزل،دچرګانوروزل اومالدارۍ ته پرمختګ ورکړي چې ددې په وجه به دهغوي په عايداتوکې زياتوالۍرامينځته شي.
3__دزراعت شعبې ته پرمختګ ورکول: په پرمختيايي هيوادونوکې دې دزراعتي شعبې وروسته پاتيوالي ته دپاې ټکۍکيښودل شي.دزراعت په شعبه کې دې دهقانانو ته قرضونه،اصلاح شوي تخمونه،کيمياوي سرې اوحشره وژونکي دواګانې ورکړې شي.دزرعي شعبې وروسته پاتيوالي په وجه دهيوادونو په بیوزليکې اضافه شويده نو پدې توګه ددغه وروسته پاتيوالي په ختميدوسره بیوزليته دپاې ټکۍايښودل کيدائ شي.
4__دعايد په توزيع کې دنابرابرې ختمول: په غريبوهيوادونوکې دې دعايد په توزيع کې دنابرابرېودختمولواقدامات وشي.په صنعتي سکتورکې دې دشخصي شعبې سره سره دولتي شعبه هم سرمايه ګذاري وکړي تر څوتوليدات هرچاته په مناسب قيمت لاسته ورشي.ځکه چې که چيرته صرف شخصي شعبه توليدات کوي نوهغوي خپل اجناس په لوړو قيمتونوسره خرڅوي اودهغوي عايدات زياتيږي اودمصرف کوًونکوپه عايداتوکې خساره اوکمۍواقع کيږي اوپدې توګه چې په دغوهيوادونوکې کوم پرمختګ کيږي نوهغه يو څوکسانو،يو څوطبقواويوڅوښارونوته فايده رسوي اواکثره خلک ،اکثره طبقې اواکثره ښارونه ددې پرمختگ څخه محروم پاتې کيږي نوپدې ترتيب ضروري ده چې دپرمختگ سره دعايدپه توزيع کې نابرابري ختمې کړاي شي.
5__په بنيادي ضروري اجناسوباندې ماليه کمول: په پرمختيايي هيوادونوکې دى په بنيادي ضروري اجناسواوخدماتولکه ،لمړني خوراکي مواد،دواگانې ،تيل،گاز،برق،تيليفون،حمل اونقل اوداسې نوروباندې ماليه کمه ولگول شي ځکه چې که چيرته په دغواجناسواوخدماتوباندې لوړه ماليه ولگول شي نوددې څخه ناداره طبقه متاثره کيږي اودهغوي په عايداتوکې کموالي رامنځته کيږي.
6__دوړوقرضونوورکول: په دغوهيوادونوکې دى دروزگاردزياتوالي پخاطرسوادلرونکوبې روزگارانوپه اطرافوکې بې روزگارانواوداسې نوروبې روزگارانوته وړې وړې قرضې ورکړل شي ترڅوهغوي خپل ذاتي کاروبارونه شروع کړاي شي اوخپل عايدات لوړکړاي شي.
7_دوارداتوتعويضي اجناسودصنعتونوسره مرسته کول: پرمختيايي هيوادونه دې دوارداتومتبادلواجناسوجوړلوصنعتونوحوصله افزايي وکړي .چې دهغې په وجه به له يوه طرفه دخلکوپه روزگارکې زياتوالي رامنځته شي اوله بل پلوه به اجناس اوخدمات اوعايدات پيداشي چې دې سره به بیوزليله منځه لاړشي.
8_خلکوکې دقوميت جذبه پيداکول: ددې هيوادونوپه خلکوکې دې دقوميت جذبه رابيداره کړاي شي چې په دې سره به په صادراتوکې زياتوالي اوپه وارداتوکې کموالي رامنځته شي. چې دهغې په وجه دداخلي پيسوخارج ته دوتوڅخه مخنيوي کيږي اوددې سره سره دخارجي اسعاروپه لاسته راوړلوکې زياتوالي رامنځته کيږي چې په دې سره روزگاراوعايدات زياتيږي اودبیوزليدمنځه تللوسبب گرځې.
__9دغوره اقتصادي تگلارو (پاليسيو) جوړول: ددغوهيوادونوپه اقتصادي تگلاروکې دې بهتري راوړل شي .دولتي نظام دې غوره اوبهترکړاي شي دغريبې طبقې خلکوته دې دانصاف آسانتياوې برابرې کړاي شي اوهغوي ته دې دبيوروکراسي څخه نجات ورکړاي شي . داهيوادونه بايد داسې اقتصادي پاليسې ترتيب کړي چې په هغې کې غريبې طبقې ته دکارزمينه مساعده شي. داسې پروگرامونه پکارواچوي چې دهغوي فايده عاموخلکوته ورسيږي ترڅودهغوي دژوندکچه ښه شي اوپدې ترتيب دهغوي په عايداتوکې زياتوالي رامنځته شي . (٤)
۲.۳ په افغانستان کی بیوزلي
سمولد هر معیار په بنسټ، سړی سر عاید، د عمر توقع او نورو ټولنیزو ښودونکو(شاخصونو) او یا نورو پراخو ښودونکو لکه د ملګرو ملتونو د بشری پرمختیا ښودونکی، افقانستان د نړی تر ټولو بیوزلو هیوادونو له ډلی څخه دی. لکه څنګه چی په ۱۹۹۶.م کال کی افغانستان د ملګرو ملتونو ۱۷۴ هیوادونو له ډلی ۱۶۹م بیوزله هیواد شمیرل شوی، خو د نړیوال بانک په ۲۰۰۴ کال راپور کی افغانستان تر Sierra Leone وروسته دویم بیوزلی هیواد ښودل شوی.
افغانستان د کورنیو جګړو څخه لا دمخه فقیر وو، خو د دری لسیزو جنګ په پایله کی تر نورو ډیر وروسته پاتی شو او حتی وروستیو چټکو اقتصادی فعالیتونو هم و نه کولای شول د ځینو ټولنیزو ښودونکو په بنسټ وضع کی بدلون راولی. ځکه خو د هیواد د ټول نفوس څخه ۶ میلیونه وګړی اوس هم د فقر تر شرایطو لاندی ژوند کوی او په میلیونونو وګړی په نورو هیوادونو کی کډوال دي. یواځی یوه محدوده فیصدی وګړی دایمی دندی لری چی ډیری یی هغه روڼ اندی او مسلکی کارګران جوړوی چی د لویو ښارونو په مرکزونو کی اوسیږی.
۲.۳.۱ د افغانستان په کلیو او بانډو کی بیوزلي
هغه څیړنی چی په دریمه نړی کی د اقتصاد پوهانو له خوا تر سره شوی دا باور تاییدوی چی فقر ډیر ځله په نا انډوله ډول په کلیوالی سیمو کی حاکم دی او هغه خلک چی په کرهنه او دی ته ورته کارونو کی بوخت دی پری اخته دی. د بیلګی په ډول د فقیرو وګړو دوه پر دریمه برخه خپل ژوند د کرهنی له لاری تامینوی او یو پر دریمه پاتی برخه یی په وړو خدماتی کارونو بوخت دی. د مایکل توداری په اند د فقیرو پرګنو ۸۰ سلنی څخه تر ۹۰ سلنی پوری لاتین امریکا کی او ۵۰ سلنه په کلیو کی ژوند کوی. یو شمیر د کلیو پراختیا شنونکی په دی باور دی چی په کلیو کی ناپوهی، محافظه کاری او لټی د فقر لاملونه دی خو دا نظر د چمبر له خوا رد شوی دی. ددی په اړه چی د افغانستان څو سلنه وګړی په کلیو کی ژوند کوی دقیقی شمیرنی په لاس کی نشته، خو په کلیوالو سیمو کی یواځی ۱۵ سلنه افغانان د څښاک د صحی اوبو څخه ګټه پورته کوی. کرونګر د موسمی بدلونونو او تحولاتو تابع دی او په کلیواله کچه بی روزګاری ۲۵ سلنی څخه پورته ده.
۲.۳.۲ د افغانستان په ښارونو کی بیوزلي
سمولد افغانستان په ښارونو کی ۶.۴ ملیونه وګړی ژوند کوی چی د هیواد ۳۰ سلنه نفوس جوړوی او ښایی په ۲۰۱۵ کی به دا کچه دوه برابره شی. د افغانستان صرف ۳۰ سلنه ښاری نفوس صحی اوبو ته لاس رسی لری. او د هیواد ۷۰ سلنه ښاری نفوس په شپږو لویو ښارونو(کابل، جلال آباد، هرات، مزارشریف، قندهار او بغلان) کی ژوند کوی. زرګونو راستانه شویو کډوالو د ښه ژوند کولو لپاره کابل ښار غوره کوي چی له همدی امله د کابل ښار نفوس مخ په زیاتیدو دی او د هستوګنی د ځایونو کمښت بحران سبب ګرځی، په کابل کی باید ۷۵۰۰۰ ویجاړشوی کورونه له سره ورغول شی. د کابل ښار صرف ۲۰ سلنه اوسیدونکی د نل اوبو څخه ګټه اوچتوی. وروستی څیړنی دا ښیی چی فقر په ښارونو او بانډو کی سره ورته دی، خو بیا هم د صحی مرکزونو، سواد، په ښوونځیو کی نوم لیکنه او صحی اوبو ته د لاس رسی له اړخه په ښارونو کی وضع ښه شوی ده، همدارنګه په ښارونو کی د کوچنیانو د مړینی کچه د کلیو په پرتله ۲۰ سلنه کمه ده.
سمول۲.۴ پراخه بې وزلي او بیکاري څه پایلې لري؟
ü د پراخې بې وزلۍ او بیکارۍ په صورت کې ټولنیز امنیت تر ګواښ لاندې راځي،
ü د افغانستان دوښمنانو ته د مداخلې امکانات برابریږي،
ü ډیر وګړي د هیواد څخه کډې کولو ته اړ کیږي،
ü په مرکزي حاکمیت باندې بې باوري رامنځته کیږي،
ü د ترهګرو ډلو لپاره د کار او اجیر کولو زمینه برابریږي،
ü د اقتصادي پرمختیا مخنیوی کیږي،
ü په نړیواله کچه د دولت اعتبار ته تاوان رسیږي،
ü د پانګې اچوونې لپاره امکانات کمښت مومي،
ü د نوی نسل سلامتیا ته تاوان رسیږي،
ü خلک د سیاسي تحولاتو څخه نا خوښي او د دولتي د حاکمیت په ټاکنه کې لیوالتیا نه جوتوي،
ü د هیواد د ټولنیزې، اقتصادي او فرهنګي پرمختیا نا برابره او نا انډوله کیږي،
ü نړیوال پانګه ورکوونکي مرکزونه آسانو پورونو او مرستو ته زړه نه ښه کوي،
ü د کورنیو سلامتیا او وړتیا ته تاوان رسیږي،
ü وګړي د مډرنې تکنالوژۍ او پرمختیايي اسانتیاوو څخه محروم پاتې کیږي.
۲.۵ د بې وزلۍ او بیکارۍ سره د مجادلې امکانات او وسایل
ü د افغانستان کرنیز سکتور ته زیاته توجه په کار ده، باید ټول هغه امکانات چې شته باید د نویو تکنالوژيکی تحولاتو سره سم په کار واچول شي. د باران او سیلابونو اوبه باید مهارې شي، ورته واړه او لوي بندونه جوړ شي او په دې برخه کې د نړیوالو ژمنو او مرستو څخه په اغیزمنه توګه کار واخیستل شي.
ü د باغدارۍ او د میوو تولید ته ځانګړې پاملرنه.
ü د انرژۍ سکتور ته پاملرنه، پرته له ځنډه باید د بريښنا د بندونو کار پیل شي، د لمر او باد له انرژۍ څخه د یوې ملي کړنلارې په چوکاټ کې کار واخیستل شي. په افغانستان کې د ۳۰۰ ورځو په حدودو کې لمریزې ورځې دي او هغه ظرفیت چې په دې برخه کې شته په لس ګونو زرو میګاواټو ته رسیږي. په هغو ولایتونو کې چې د کال په اوږدو کې زیات بادونه شته د باد له انرژۍ څخه بريښنا تولید کیدلای شي د بیلګې په ډول د هرات ولایت... پرته له بریښنا فابریکې او صنعتونه کار ته نشی چمتو کیدلای، په افغانستان کې د انرژۍ تولید د بیکارۍ او بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره تر هر څه د مخه یو ضروري ډګر دی.
ü د کانونو او معادنو څخه په چټکه توګه ګټه پورته کول. د عینک د مسو کان د تولید چاره باید ګړندۍ شي. د نورو کانونو څخه د ګټې پورته کوونې لپاره باید چټکه ملي ستراتیژي طرح او پلې شي. د غاز او اومو پټرولو راویستلو او په کار اچولو لپاره باید نړیوال همکاران په نښه او ملي ظرفیتونه په کار راوړل. د مزار شریف د سرې او بريښنا فابریکه باید فعاله شي چې له یوې خوا بريښنا تولیدوي او له بلې خوا د کرنې لپاره کیمیاوي سره برابر وي او په دې توګه د کار او ملي عاید لپاره زمینه برابریږي.
ü د سمنتو تولید ته پراخه وده ورکول.
ü د کوچنیو صنعتونو د پراختیا لپاره دې خصوصي سکتور د فعالیت په وړاندې هر ډول بیروکراتیک او تخنیکي خنډونه ایسته شي.
ü د ماهرو کارکوونکو او فني کسانو د روزنې لپاره دې د هیواد په کچه د حرفوي او مسلکي روزنې شبکه فعاله شي او دغو فارغانو ته دې د کار ګومارلو پر مهال لومړیتوب ورکړای شي.
ü د لاسي صنایعو ډګر د جنګ په کلونو کې پوره زیانمن شوي دی. د قالینو او غالیو ماهران ګاونډیو هیوادونو ته کډه شوي دي او نن ورځ په نړیواله کچه افغاني قالینې د ګاونډیو هیوادونو په نوم پلورلې کیږي. د قالین جوړوونکو اتحادیه باید فعاله او قالین اوبدونکو ته باید لازم امتیازات په پام کې ونیول شي. دغه قالینې باید د افغانستان د ګمرک د لارې صادرې شي.
ü د ودانیو او سړکونو د جوړولو مراقبت او ساتنې لپاره باید د روزنې او مهارتونو د لاس ته راوړلو مرکزونه جوړ شي. د هر ې لویې لارې د ترمیم، څارنې او مراقبت لپاره دې د ټولنیزو چارو د وزارت له خوا ټاکلي ټیمونه جوړ کړای شي.
ü په دولتي چارو باندې د ګومارلو لپاره دې معیارونه وټاکل شي د بیلګې په ډول د زده کړې د دورې غوره فارغانو ته د لومړیتوب حق ورکړای شي او پر کارونو د ګومارلو لپاره دې یوه شفافه کړنلاره جوړه شي.
ü د ښوونې او روزنې د ډګر د کارکوونکو او په تیره بیا د ښوونکو لپاره زیات امتیازات ورکول، په تیره ښځینه ښوونکو او هغوي چې په لیرو سیمو کې کار کوي. په دې اړوند د اقلیمي او نورو ستونزو او واټن په نظر کې درلودل.
ü د بهرنیو پانګو لباره د امکاناتو برابرول او د دوستو هیوادونو سره د کار د ځواک د استولو راوستلو په برخه کې د تړونونو لاسلیک کول چې د دې لارې هیواد ته د پیسو د رالیږد ((Remittances زمینه برابره شي.
پایله اخیستنه
سمولپه خلاصه توگه داسې ويلي شوچې بیوزليدنړي په ټولوهيوادونوکې که هغه پرمختللي وي اوکه پرمختيايي وي وجودلري خوپه پرمختيايي هيوادونوکې دبیوزليکچه زياته ده . اوددې لامل دادي چې داهيوادونه دپانگې دکموالي سره مخامخ دي .دپانگې دکموالي له امله خلکوته دکاروبارزمينه نه مساعديږي . چې پدې سره دبې روزگاري په کچه کې زياتوالي رامنځته کيږي . په پرمختيايي هيوادونوکې دزراعت په سکتورکې دعنعنوي ميتودونوڅخه استفاده کيږي چې دتوليد دکموالي سبب گرځې . اونشي کولي چې خپل ضروريات پوره کړي نومجبوردي چې دنوروهيوادونوڅخه دضرورت وړاجناس واردکړي. ددې هيوادونوصادرات ډيرکم دي اوصادراتي اجناس يي اکثره خام مواددي چې په ډيرناڅيزه قيمت باندې يي صادروي .ځکه چې داهيوادونه دخاموموادوڅخه دکارتمامه موادوجوړولو وړتيانلري اوهم دخاموموادولپاره دذخيره کيدواسانياوي نشي برابرولې .
پرمختيايي هيوادونه دنفوسو دفشارسره مخامخ دي پدې هيوادونوکې نفوس ډيرپه چټکي سره مخ په زياتيدودي نوداهيوادونه ددې توان نلري چې ددې زياتيدونکونفوسولپاره دصحي خدمتونو ،دڅښلولپاره دپاکواوبوبرابرول ، تعليم اوتربيه اودروزگارزمينه برابره کړي نوپدې ترتيب ددې هيوادونودخلکوصحت دغذادکموالي له امله خرابيږي اودکارکولوتوانايي يي کميږي دوروسته پاتې والي له امله دبيسوادي کچه لوړيږي اوخلک بيسواده اوبي مهارته پاتي کيږي . چې دابيسوادي اودمهارت نه درلودل دبیوزليدزياتيدولامل گرځي . په خلص ډول ويلي شو چې په يو هيوادکې بيسوادي ،دمهارت نشتوالي، جنگونه ،په زراعت کې دعنعنوي ميتودونوڅخه استفاده ،دنفوسوچټک زياتوالې ،دعايدپه توزيع کې نامساوات اودناقصواقتصادي پاليسيوعملي کول دبیوزليدرامنځته کيدولامل گرځي.
وړانديزونه
سمول1. دبیوزلي د لمنځه وړلو په خاطر بايد داستخدام سطحې ته پاملرنه وشي ترڅودبې کاريومخنيوي وشي چې دابې کاري مختلف ډولونه لري لکه ښکاره بې کاري ،پټه بې کاري اوموسمي بې کاري .
2. دپرمختيايي هيوادونوحکومتونه بايدتخصص اودکارويش ته پوره پاملرنه وکړي. ځکه چې دتخصص اوکارويش په نتيجه کې دمؤلديت کچه لوړيږي اودمؤلديت دسطحې په لوړيدوسره هم داستخدام کچه لوړيږي اوهم دهيوادپه سطح باندې انکشاف رامنځته کيږي.
3. داچې په پرمختيايي هيوادونوکې زراعت سکتوريومهم توليدي سکتوردې چې تقريباً په سلوکې ٨٠% خلک يي په زراعت کې په کاربوخت دي ،نوبايدزراعتي محصولات دنوموړوهيوادونوپه داخل کې پروسس شي ترڅوزيات وګړي په کاروگمارل شي. او د عاید کچه هم لوړه شی.
4. خلکوته دوړوکاروبارونودشروع کولولپاره بايد په اسانوشرايطووړي قرضي ورکړي شي.
5. پرمختيايي هيوادونه دې بايددخپلوهيوادوالودزده کړي سطحې ته خاصه پاملرنه وکړي ترڅودسودااومسلک خاوندان شي.
6. داسلامي ورور ولې له مخې دې بايدشتمن افرادنادارواوفقيرانوسره هررازمالي مرستې وکړي اوهغوي ته دې زکاتونه ،خيراتونه اوقرض حسنه ورکړي.
7. په ټولنه کې دې امنيت تامين شي ترڅوهرڅوک په ډاډه توگه خپل کاروبارته ادامه ورکړاې شي چې ددې له امله پانگوال پانگه اچونې ته تشويقيږي اوخلکوته دکاروبارزمينه برابريږي اوپدې ترتيب دخلکوپه عايداتوکې زياتوالې رامنځته کيږي.
اخځليكونه
1) دوديال،محمدبشير،داقتصادي پرمختياتيوري اوپلان جوړونه،ختيځ بيارغونې اداره ،کال1386
2) شاهد،اي حميد،ترقياتي معاشيات،لاهور،کال 2006.2007
3) صلح او ډیموکراسی مجله، دریم کال، دویمه ګڼه، کابل، 1387ل
4) مرکز تحقیقات ملی افغانستان، کابل، عوامل فقر در افغانستان راه ها و امکانات بیرون رفت آن، 1387ل.
5) Baumol William J and Blinder Alans S, Economics principle and policy USA, year 1988
6) KALRA, K.B, Dictionary of Economics, Academic India Publishers Newdelhi, year 1991, 1988
7) Hedayat, Arbab, Cause of poverty, Peshawar, 1999.
8) Samuelson, Paul Anthony and Nordhaus, William, D, Economics, Singapore, year 1992
[1] Samuelson, paul Anthony and Nordhaus,William,D,Economics,Singapore,year 1992 ,389
[2] KALRA,K.B,Dictionary of Economics, Academic India Publishers Newdelhi,year 1991,1988,P,291
[3] Baumol William J and Blinder Alans S,Economics principle and policy USA,year 1988,P,441
٤ شاهد،اي حميد،ترقياتي معاشيات،لاهور،کال ٢٠٠٦،٢٠٠٧،ص ص،٤٩٠،٤٨٩
٥ دوديال،محمدبشير،داقتصادي پرمختياتيوري اوپلان جوړونه،ختيځ بيارغونې اداره،کال١٣٨٦ ،مخ ٤٤،٤٥
٤ شاهد،اي حميد،ترقياتي معاشيات،لاهور،کال٢٠٠٦ ،٢٠٠٧ ص،٤٩٩-٤٩٥،٣٥