فعال استتار
فعال استتار (په انګلیسي: Active camouflage) یا تطبیقي استتار هغه ډول ستر کولو ته وايي چې یو شی تر ډېره پورې په چټکۍ سره خپل شکل په بیروني محیط کې له شته توکو لکه حیوان او یا هم پوځي وسیلې سره یو ډول کوي. له نظري پلوه فعال استتار کولای شي له لیدو څخه په بشپړه توګه یو شی خوندي کړي. څو ډلې حیوانات چې په کې د وچې خزندګان او په اوبو کې سرپایان، نرم تنان او کفشک ماهیان شاملېږي له فعال استتار څخه ګټنه کوي. حیوانات د خپل رنګ په بدلون او (د سمندري حیواناتو ترمنځ لکه مرکب ماهي) د نور/رڼا په خپرولو سره د رڼا لرونکو په توګه ځان پټوي. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په پوځي برخه کې د نور په واسطه د استتار په موخه څېړنې ترسره شوې. له لید څخه تېښتې ته د لاسرسي په موخه وروستۍ څېړنۍ له کمرو څخه د پام وړ زمینې د درک او همدارنګه د پلیټیر پنلونو (Peltier panels) د کنټرول په موخه ترسره شوې چې کولای شي د هغو د څرګندېدو ډول ته بدلون ورکړي. [۱]
په حیواناتو کې
سمولله فعال استتار څخه څو ډلې حیوانات له دې ډلې نرم ځان لرونکي سرپایان، ماهیان او خزندګان ګټنه کوي. په حیواناتو کې د فعال استتار دوه ډوله شتون لري: د نور د جبران استتار (counter-illumination) او د رنګ د بدلون استتار.[۲][۳][۴][۵]
د نور جبران
سمولد نور د جبران استتار په روښانه بګروند کې د ترکیب په موخه له نور څخه په ګټنې ترسره کېږي. په سمندرونو کې نور له پورته خوا څخه لاندې ته راځي، له همدې امله هغه مهال چې سمندري حیوانات له لاندې څخه لیدل کېږي په خپل بګرونډ کې تیاره ښکاري. د سرپایانو یو شمېر ډولونه لکه چشمک وهونکي مرکب کبان د خپلو نور تولیدونکو غدو څخه په کار اخیستو نور تولید کوي څو له بګرونډ سره یو ډول مالوم شي. دغه چاره د سمندري حیواناتو ترمنځ ډېره معمول ده او له همدې امله په پراخه کچه شتون لري؛ له دې سره چې کېدای شي دا نور پیغامونه لکه د ښکار د جذب او یا هم پیغام لېږلو په موخه وي.[۶][۷][۸]
د رنګ بدلون
سمولد رنګ بدلون په مختلفو بګرونډونو کې د استتار لپاره لار برابروي. ډیری سرپایان له دې ډلې اته پښې لرونکي، سپیداج او مرکب کبان او له دې سربېره یو شمېر دوه ژوند لرونکي او ځمکني خزندګان له دې ډلې لمرپرستان او آنولانان کولای شي په چټکۍ سره خپل رنګ او شکل بدل کړي. خو کېدای شي د دغې چارې یوازنی لامل استتار نه وي او د پیغام رسولو په موخه وي. د سرپایانو فعال استتار په متحده ایالاتو کې پوځي څېړنې تحریک کړې دي. [۹][۱۰][۱۱]
د رنګ د بدلون اړوند فعال استتار د سمندر په تل کې د ژوند کوونکو کبانو لکه صاف ماهي، حلوايي ماهي او کفشک له خوا کارول کېږي چې په فعال ډول د خپلې لاندنۍ ځمکې رنګ او ډول کاپي کوي. د بېلګې په ډول کیڼ اړخی ګرمسیر کفشک (Bothus ocellatus) کولای شي خپل رنګ د بېلابېلو بګرونډونو سره په برابرۍ له دوه ثانیو څخه تر ۸ ثانیو پورې تغیر کړي. په همدې ترتیب سره مرجاني کبان او seaweed blenny کولای شي له خپل چاپېر سره خپل رنګ یو ډول کړي.[۱۲][۱۳][۱۴]
د څېړنو په برخه کې
سمولفعال استتار نه یوازې د چاپېر محیط په څېر د یو شي په جوړلو بلکه په اغېزمنه توګه د «ګمراه کوونکي شفافیت» پر بنسټ د هغو د دقیقې څرګندونې او یا هم د ظاهري شکل په بدلون سره هغه له لید څخه پټوي. [۱۵]
لومړنۍ څېړنې
سمولپه پوځي برخه کې د فعال استتار سره د لیوالتیا ریښه د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د نور د جبران اړوند مطالعاتو ته اړوندېږي. د دغه ډول استتار لومړنی مورد د «تیت کېدونې رڼا د استتار» (diffused lighting camouflage) په نوم و چې د کاناډايي ځواکونو په کوچنیو جنګی بېړیو له دې ډلې په اچ ام سي اس ریموسکي کې وازمویل شو. ورپسې دغه چاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځواکونو له خوا د الوتکو په یهودي لایټز (Yehudi lights) پروژه کې ترسره شوه. د یهودي څراغونو په پروژه کې، آبي رنګه څراغونه چې لږ رڼا یې لرله په الوتکو کې وکارول شول. له دې امله چې آسمان روښانه دی، کېدای شي هر ډول رنګ لرونکې له نور پرته الوتکه د لید وړ په کې وګرځي. د اندازه شوي آبي نور په تولید سره چې د آسمان له رنګ سره په سمه توګه روښنايي یې تولید کوله الوتکو کولای شول وړاندې له دې چې وپېژندل شي خپل موخو ته نږدې ځان ورسوي. [۱۶][۱۷]
احتمالي ټکنالوژۍ
سمولفعال استتار کېدای شي د نور غورځونکو ډایوډونو (organic light-emitting diodes) او نورو تکنالوژیو په مرسته چې کولای شي په یوه سطحه کې له ځانه نامنظم انځور وړاندې کړي، رامنځته شي. د یوې کمرې له انځوریزې ډاټا څخه په ګټنې کېدای شي یو جسم په کافي کچه پټ کړای شي او د درېدو پر مهال د انسان له سترګو او نوري حس اخیستونکو څخه پټ پاتې شي. استتار په حرکت سره ضعیف کېږي خو فعال استتار کولای شي د متحرکو شیانو لید ستونزمن کړي. له دې سره فعال استتار هر ځل په یو لوري کې غوره عمل کوي او دغه چاره په دې پوهې ته اړتیا لري چې د پټ کېدوني شي او د لیدونکي د ځای اړوند معلومات شتون ولري. [۱۸]
په ۲۰۰۳ زکال کې د توکیو پوهنتون څېړونکو د سوسومو تاچي تر نظر لاندې د انعکاس اخیستونکو شیشو له مهرو څخه د ډکو موادو څخه په کار اخیستنې د فعال استتار لومړنۍ نمونه رامنځته کړه. لیدونکی به د یوې تکې مخ ته درېد او د دغو شفافو شیشو د پاڼو پر بنسټ به یې هماغه تکه لیدله. [۱۹]
سرچينې
سمول- ↑ McKee, Kent W.; Tack, David W. (2007). "Active Camouflage For Infantry Headwear Applications" (PDF). HumanSystems: iii. Archived from the original on October 7, 2012.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) - ↑ "Midwater Squid, Abralia veranyi". Midwater Squid, Abralia veranyi (with photograph). Smithsonian National Museum of Natural History. نه اخيستل شوی 28 November 2011.
- ↑ Sumner, Francis B. (May 1911). "The adjustment of flatfishes to various backgrounds: A study of adaptive color change". Journal of Experimental Zoology. 10 (4): 409–506. doi:10.1002/jez.1400100405.
- ↑ Wallin, Margareta (2002). Naturens palett | Hur djur och människor får färg [Nature's Palette | How animals, including humans, produce colors] (PDF) (په سویډني). Vol. 1. Bioscience-explained.org. pp. 1–12. Archived from the original (PDF) on 24 June 2020. نه اخيستل شوی 9 January 2017.
- ↑ Wallin, Margareta (2002). Naturens palett | Hur djur och människor får färg [Nature's Palette | How animals, including humans, produce colors] (PDF) (په سویډني). Vol. 1. Bioscience-explained.org. pp. 1–12. Archived from the original (PDF) on 24 June 2020. نه اخيستل شوی 9 January 2017.
- ↑ Young, R.E.; Roper, C.F. (1976). "Bioluminescent countershading in midwater animals: evidence from living squid". Science. 191 (4231): 1046–1048. Bibcode:1976Sci...191.1046Y. doi:10.1126/science.1251214. PMID 1251214.
- ↑ Haddock, S. H. D.; et al. (2010). "Bioluminescence in the Sea". Annual Review of Marine Science. 2: 443–493. Bibcode:2010ARMS....2..443H. doi:10.1146/annurev-marine-120308-081028. PMID 21141672.
- ↑ "Midwater Squid, Abralia veranyi". Midwater Squid, Abralia veranyi (with photograph). Smithsonian National Museum of Natural History. نه اخيستل شوی 28 November 2011.
- ↑ Reid, Amanda (2016). Cephalopods of Australia and Sub-Antarctic Territories. CSIRO. p. 7. ISBN 978-1-486-30393-9.
Not surprisingly, this aspect of cephalopod biology has become the subject of US military research with millions of dollars currently being poured into studies on cephalopod camouflage.
- ↑ Forbes, Peter. Dazzled and Deceived: Mimicry and Camouflage. Yale, 2009.
- ↑ Wallin, Margareta (2002). Naturens palett | Hur djur och människor får färg [Nature's Palette | How animals, including humans, produce colors] (PDF) (په سویډني). Vol. 1. Bioscience-explained.org. pp. 1–12. Archived from the original (PDF) on 24 June 2020. نه اخيستل شوی 9 January 2017.
- ↑ Sumner, Francis B. (May 1911). "The adjustment of flatfishes to various backgrounds: A study of adaptive color change". Journal of Experimental Zoology. 10 (4): 409–506. doi:10.1002/jez.1400100405.
- ↑ Ramachandran, V. S.; C. W. Tyler; R. L. Gregory; et al. (29 February 1996). "Letters to Nature". Rapid Adaptive Camouflage in Tropical Flounders. 379 (6568): 815–818. Bibcode:1996Natur.379..815R. doi:10.1038/379815a0. PMID 8587602. S2CID 4304531.
- ↑ Bester, Cathleen. "Seaweed blenny". Ichthyology. Florida Museum of Natural History. Archived from the original on 20 September 2015. نه اخيستل شوی 6 January 2015.
- ↑ McKee, Kent W.; Tack, David W. (2007). "Active Camouflage For Infantry Headwear Applications" (PDF). HumanSystems: iii. Archived from the original on October 7, 2012.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) - ↑ Bush, Vannevar; Conant, James; Harrison, George (1946). "Camouflage of Sea-Search Aircraft" (PDF). Visibility Studies and Some Applications in the Field of Camouflage. Office of Scientific Research and Development, National Defence Research Committee. pp. 225–240. Archived from the original (PDF) on October 23, 2013. نه اخيستل شوی 12 February 2013.
- ↑ McKee, Kent W.; Tack, David W. (2007). "Active Camouflage For Infantry Headwear Applications" (PDF). HumanSystems: iii. Archived from the original on October 7, 2012.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) - ↑ "Light and Dark: The Invisible Man". Time magazine. 18 November 2003. Archived from the original on 18 November 2003. نه اخيستل شوی 8 January 2022.