فضا بې پولې درې اړخيز ارتوالی دی، په کوم کې چې شيان او پېښې اړوند موقعيت او طرفونه لري. په کلاسيک فزيک کې، فزيکي فضا ډېر ځله په درې خطي اړخونو کې په نظر کې نيول کېږي، که څه هم اوسني فزيک پوهان عموماً فضا له وخت سره، د يوې بې پولې څلور اړخيزې لړۍ برخه بولي، کوم ته چې فضا-وخت ويل کېږي. د فضا تصور د طبيعي کايناتو د پېژندلو لپاره د بنسټيز اهميت لرونکې په توګه بلل کېږي، خو د فلسفيانو تر منځ په دې اړوند اختلاف شته دی چې، ايا دا (فضا) خپله يوه هسته ده، د هستو تر منځ اړيکه ده او که د يوه تصوراتي چوکاټ برخه ده.[۱]

د فضا د طبيعيت، ماهيت او  د شتون د اندازې اړوند بحثونه، له لرغونې زمانې نه روان دي، د اپلاتون د «تيماييس» په څېر لیکنو، يا د سقراط په افکارو کې د هغه څه په اړه چې يونانيانو به « khôra» (يعنې فضا) باله، يا د ارستو په فزيک کې (څلورم کتاب، ډيلټا) د «توپوز» (يعنې ځای) په تعريف کې، يا د وروستیو له خوا لکه په يوولسمه پېړۍ کې  د عرب ټولپوهاند «الحاذن» د ځای په اړه بحثونه (قول في المکان)، دې ټولو د «فضا د ارتوالي په توګه» «د ځای هندسي تصور» يادونه کړې. ډېری دا کلاسيکي فلسفي پوښتنې په رنسانس کې تر بحث لاندې ونيول شوې او په يوولسمه پېړۍ کې په کې سمون راوستل شو، په ځانګړي ډول د کلاسيکي ميخانيکونو د ودې په لومړيو کې. د ايزاک نيوټن له انده، خلا مطلق وه – په دې معنا چې خلا د تل لپاره او په خپلواک ډول وه، بې له دې چې ايا په خلا کې کوم ډول ماده موجوده ده که نه. طبيعي فيلسوفان، د يادونې وړ يې «ګوټفرايډ ليبينزی» دی، په دې اند و چې خلا په حقيقت کې د شيانو تر منځ د هغو اړيکو ټولګه وه، کومه اړيکه چې د دوی تر منځ د واټن او موقعيت تر منځ  موجوده وه. په اتلسمه پېړۍ کې، فلسفي او د الهياتو عالم «جارج برکلي» په خپله ليکنه « Towards a New Theory of Vision» (د ليد د يوي نوي اند پر لور) کې هڅه وکړه چې د «فضايي ژورتيا ليدل کیدل» رد کړي. له دې وروسته، د طبيعياتو پوهاند «ايمانويل کانت» وويل چې: د فضا او وخت تصورات په بهرنۍ نړۍ کې له تجربو نه اخیستل شوې پوهې نه دي – دا ټول له پخوا نه د ورکړل شوي يو منظم چوکاټ عناصر دي، چې انسانان يې په واک کې لري او دوی ورنه د نورو تجربو د جوړولو لپاره کار اخلي. «کانت» په خپله لیکنه « Critique of Pure Reason» (د سوچه دليل لپاره نیوکه) کې د «تشيال» تجربې ته د يو ځاني «د يو سوچه او وړانديز شوي شعور» په توګه اشاره کړې ده.[۲][۳]

په نولسمه او شلمه پېړۍ کې رياضي پوهانو د هندسو ازموينې پيل کړې، کومې چې اقليدسي نه دي (يعنې د اقليدس له تجربو او آثارو نه دي اخستل شوې)، په کوم کې چې فضا/تشيال پر ځای د دې چې مسطح- اوار وبلل شي، منحني بلل شوې ده. د عام نسبيت په اړوند د «البرټ انشټاين» د اند له مخې: د قوه جاذبې د ميدانونو په شا اوخوا کې فضا له اقليديسي فضا نه بل لوري ته اوړي. د عام نسبيت تجربوي ازموينو تايید کړې ده چې، غير اقليدسي هندسې د فضا د بڼې لپاره تر ټولو غوره نمونه وړاندې کوي. [۴]

د فضا فلسفه

سمول

ګليليو

سمول

د فضا، مادې او خوځښت په اړه ګليلي او دیکارتی اندونه پر ساينسي اوښتون ولاړ دي، د کوم په اړه چې باور کېږي، چې دا په ۱۶۸۷ز کال کې د نيوټن د «Principia» په خپرېدو سره خپل اوج ته ورسېده. د فضا او وخت په اړه د نيوټن اندونو د شيانو او خوځښت د روښانولو په برخه کې له هغه سره مرسته وکړه. په داسې حال کې چې په فزيک کې د هغه د فضا اند تر ټولو با اعتباره بلل کېږي، خو دا اندونه په دې برخه کې د هغه د سلفو له نظرياتو نه سرچینه اخلي. [۵][۶]

د نوي ساينس د يوه مخکښ په توګه، ګاليله د مرکزيت لرونکو کايناتو په اړه د ارستويي او بطلميوسي اندونو بيا کتنه وکړه. هغه له دې «کوپرنيکي» اند نه ملاتړ وکړ چې د کايناتو مرکز لمر دی، د کوم په مرکز کې چې یو ولاړ لمر شته او سيارې – د ځمکې په ګډون – له لمر نه راڅرخي. که ځمکه په خوځښت کې وه، نو د ارستو دا باور بيا تر پوښتنې لاندې و چې، د ځمکې طبيعيت داسې دی چې په خپل ځای پاتې شي. ګاليله د دې پر ځای دا ثابتول غوښتل، چې لمر هم په خپل محور کې څرخي، د يوه شي لپاره دا خوځښت دومره طبيعي و ،څومره چې د ارام په وخت کې وي. په نورو ټکو، ګاليله باور درلود چې د ځمکې په ګډون اسماني اجسام، په طبيعي ډول ميلان لري، چې په دايره کې وڅرخېږي. دې نظر، يو ارستويي اند رد کړ او هغه دا چې، ټول شيان د خپل اړوند ټاکلي طبيعي ځای پر لور متوجه دي. [۷]

رنه ديکارت

سمول

«ډکارټ» کوښښ وکړ، چې د نړۍ په اړه  ارستويي اند، د فضا او خوځښت په اړوند په يوه نظريه بدل کړي، کټ مټ هغه شان څنګه چې يې طبيعي قوانين ټاکنه کوي. په نورو ټکو، هغه د مادې او خوځښت په اړه د خپلو اندونو لپاره د ماوراء الطبيعياتي بنسټ يا ميخانيکي تشرېح هڅه وکړه. د جوړښت له اړخه کارتيسي او اقليدسي فضا يو شان و – بې پايه، يو ډول او اواره. تعريف يې داسې شوی: هغه څه چې ماده په کې وی، خو له بله پلوه د تعريف په اړخه ماده د ځای ارتوالی دی، په دې ډول چې کوم تش ځای نه و. [۸]

د فضا په اړه دکارتي مفهوم د جسم، دماغ او مادې په باره کې د هغه له اندونو سره نژدې اړيکې لري. هغه د خپل دې اند له امله ډېر پېژندل شوی، چې ويلي يې دي:« cogito ergo sum» (زه فکر کوم، ځکه زه شته يم)، يا دا اند چې موږ يواځې د دې حقيقت له امله يقيني کېدای شو، چې موږ شک کوو، په همدې بنسټ فکر کوو او په همدې اساس شته يو. د هغه اندونه په معقولو دودونو پورې اړوند دی، کوم چې د دنيا په اړه پوهه د تجربو پر ځای زموږ د فکر کولو وړتيا ته منسوبوي، کټ مټ هغه شان، لکه: چې د تجربو تر سره کوونکي باور لري. هغه د جسم او دماغ تر منځ يو څرګند توپير وړاندې کړ، کوم ته چې «دکارتي ډوليزم» وايي، (ډوليزم هغه فلسفه ده، چې د روح او مادې دواړو پر اصالت باور لري).  [۹]

لايبنتس او نيوټن

سمول

له ګاليله او ډيکارټ وروسته، د اولسمې پېړۍ په اوږدو کې، د وخت او فضا فلسفه د يو الماني فلسفي – رياضي پوه -«ګوټ فرائيډ لاپنتس» او «ايزاک نيوټن» د اندونو په شا او خوا راڅرخېده، چا چې په دې اړوند چې فضا څه ده، دوه متضاد اندونه جوړ کړي وو. د يوې داسې هستې پر ځای چې په خپلواک ډول له نورو مادو نه پورته شتون ولري، لايبنتس په دې باور و چې، فضا په نړۍ کې د شته شيانو تر منځ له فضايي اړيکو پرته بل څه نه دي: «فضا هغه څه دي، کوم څه چې د ځايونو له يو ځای کېدو نه منځ ته راځي». نانيول شوې سيمې هغه دي، کومې چې په خپل ځان کې جسمونه لري او په دې بنسټ له نورو ځايونو سره فضايي اړيکې لري. د لايبنتس په باور: هغه مهال، فضا د انفرادي هستو يا د دوی د احتمالي موقعيتونو تر منځ له اړيکو نه يو بېلګه یيز ځانته والی و، په همدې بنسټ ناشونې وه چې، پرله پسې (تسلسل ولري) و اوس،ي بلکې مجرد و. د ځای په اړه هم داسې فکر کېدای شي، لکه د کورنۍ د غړيو تر منځ اړيکې. که څه هم په کورنۍ کې خلک يو له بل سره تړلي دي، دا اړيکې له خلکو پرته په خپلواک ډول نه شته. لايبنتس استدلال کاوه چې، فضا له اجسامو پرته په نړۍ کې په خپلواک ډول منځ ته نه شي راتلای، ځکه چې د دې مطلب به بيا په هر کاينات کې د مادي دنيا له موقعيت پرته، د دوه یو شان کايناتو تر منځ توپير وي، خو له دې امله چې د دې کايناتو تر منځ د توپير کولو لپاره به کومه مشاهداتي طريقه نه وي، نو د غيرقابل تشخيص شيانو د پېژندلو سره سم، د دې دوه کايناتو تر منځ به کوم حقيقي توپير هم نه وي. د پرېمانه دليل د اصل له مخې، د فضا هر ډول اند، کوم چې په دې دلالت کوي، چې دا دوه احتمالي کاينات کېدای شي، په همدې بنسټ به ناسم وی. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

سرچینې

سمول
  1. "Space – Physics and Metaphysics". Encyclopædia Britannica. 
  2. Refer to Plato's Timaeus in the Loeb Classical Library, Harvard University, and to his reflections on khora. See also Aristotle's Physics, Book IV, Chapter 5, on the definition of topos. Concerning Ibn al-Haytham's 11th century conception of "geometrical place" as "spatial extension", which is akin to Descartes' and Leibniz's 17th century notions of extensio and analysis situs, and his own mathematical refutation of Aristotle's definition of topos in natural philosophy, refer to: Nader El-Bizri, "In Defence of the Sovereignty of Philosophy: al-Baghdadi's Critique of Ibn al-Haytham's Geometrisation of Place", Arabic Sciences and Philosophy (Cambridge University Press), Vol. 17 (2007), pp. 57–80.
  3. French, A.J.; Ebison, M.G. (1986). Introduction to Classical Mechanics. Dordrecht: Springer, p. 1.
  4. Carnap, R. (1995). An Introduction to the Philosophy of Science. New York: Dove. (Original edition: Philosophical Foundations of Physics. New York: Basic books, 1966).
  5. Space from Zeno to Einstein : classic readings with a contemporary commentary. Huggett, Nick. Cambridge, Mass.: MIT Press. 1999. Bibcode:1999sze..book.....H. ISBN 978-0-585-05570-1. OCLC 42855123.{{cite book}}: ساتل CS1: نور موارد (link)
  6. Janiak, Andrew (2015). "Space and Motion in Nature and Scripture: Galileo, Descartes, Newton". Studies in History and Philosophy of Science. 51: 89–99. doi:10.1016/j.shpsa.2015.02.004. PMID 26227236.
  7. 1958–, Dainton, Barry (2001). Time and space. Montreal: McGill-Queen's University Press. ISBN 978-0-7735-2302-9. OCLC 47691120.{{cite book}}: CS1 maint: numeric names: ليکوالانو نوملړ (link)
  8. Dainton, Barry (2014). Time and Space. McGill-Queen's University Press. p. 164.
  9. Tom., Sorell (2000). Descartes : a very short introduction. Oxford: Oxford University Press. ISBN 978-0-19-154036-3. OCLC 428970574.
  10. Leibniz, Fifth letter to Samuel Clarke. By H.G. Alexander (1956). The Leibniz-Clarke Correspondence. Manchester: Manchester University Press, pp. 55–96.
  11. Vailati, E. (1997). Leibniz & Clarke: A Study of Their Correspondence. New York: Oxford University Press, p. 115.
  12. Sklar, L. (1992). Philosophy of Physics. Boulder: Westview Press, p. 20.
  13. Sklar, L. Philosophy of Physics. p. 21.