فزیکي جغرافیه یا طبیعي جغرافیه (چې فزیوګرافي هم بلل کېږي) د جغرافیې د دوو څانګو له ډلې یوه ده. فزیکي جغرافیه د طبیعي علومو یوه برخه ده چې په طبیعي چاپېریال  لکه اتومسفیر، هایډروسفیر، بیوسفیر او جیوسفیر کې موجودې پروسې څېړي؛ په مقابل کې یې فرهنګي یا جوړ شوی چاپېریال او د انساني جغرافیې حوزه ده.[۱][۲][۳]

فرعي څانګېسمول

فزیکي جغرافیه په ګڼو اړوندو څانګو وېشلی شو، لکه لاندې:

  • جیو مورفولوژي د ځمکې له سطحې او هغو پروسو سره اړونده ده چې د ځمکې په سطحه کې اوس رامنځته کېږي یا پخوا رامنځته شوې وي. جیو مورفولوژي د یوې څانګې په توګه ګڼې فرعي څانګې لري چې د بېلابېلو چاپېریالونو له ځانګړو بڼو لکه د دښتو جیو مورفولوژۍ یا دریايي جیو مورفولوژۍ سره سروکار لري. له دې سره سره، دغه فرعي څانګې د هغو اصلي پروسو په مرسته یوځای کېږي چې د رامنځته کېدو لامل یې کېږي چې تر ډېره اقلیمي پروسې وي. په جیو مورفولوژي کې هڅه کېږي چې د ځمکې د شکل تاریخچه او ډینامیک وموندل شي او د ساحوي مشاهداتو، فزیکي ازمېښتونو او عددي ماډل جوړونو له لارې د راتلونکو بدلونونو اټکل وشي. د جیو مورفولوژۍ لومړنۍ څېړنې د پېډالوژۍ بنسټونه جوړوي چې د خاورې د علم له دوو اصلي څانګو څخه شمېرل کېږي.[۴][۵]
  • هایدرولوژي تر ډېره د هغو اوبو له اندازې او کیفیت سره اړوندېږي چې د ځمکې په سطحه او سطحې ته په نږدې خاورو او ډبرو کې موجودې دي او په هایدرولوژيکي څرخې سره مشخصېږي. پر دې بنسټ، دا څانګه د رودونو، سیندونو، ځمک‌لاندې اوبو او څه ناڅه له طبیعي کنګلونو سره اړونده ده او د اوبو اړوندې پروسې څېړي. هایدرولوژۍ له تاریخي پلوه له هندسې سره مهمه اړیکه لرله او له همدې امله یې په خپلو څېړنو کې تر ډېره کمي مېتود رامنځته کړی دی. پر دې سربېره د ځمکې د علم یو علمي اړخ لري چې سیستمي تګلاره په کې شاملېږي. د فزیکي جغرافیې د ګڼو نورو څانګو په څېر دا برخه هم فرعي څانګې لري ځانګړې اوبه یا له نورو حوزو سره د هغوی تعامل څېړي، لکه لیمنولوژي او ایکوهایدرولوژي.[۴][۵]
  • اقلیم پوهنه د اقلیم څېړنه ده چې له علمي نظره په یوه اوږده زماني دوره کې د اقلیم د منځنیو شرایطو په توګه تعریفېږي. اقلیم پوهنه دواړه یعنې کوچني (ځايي) او لوی (نړیوال) اقلیمونه او پر هغوی طبیعي او انساني اغېزې څېړي. دا څانګه هم د بېلابېلو سیمو په اقلیمونو او د بېلابېلو زماني دورو یا پدیدو په څېړنه وېشل کېږي، لکه د ګرمو سیمو اړونده اقلیم پوهنه او لرغونې اقلیم پوهنه.[۴][۵]
  • ساحلي جغرافیه د سمندر او وچې تر منځ د ډینامیکي اړیکو څېړنه ده چې هم فزیکي جغرافیه (یعنې ساحلي جیو مورفولوژي، ځمک پوهنه او سمندر پوهنه) او هم د ساحل انساني جغرافیه په کې شاملېږي. په دې برخه کې د ساحلي هوا وهنې پروسې په ځانګړي ډول د څپو عمل، د رسوباتو حرکت او داسې لارې شاملېږي چې په کې انسانان له ساحل سره تعامل لري. ساحلي جغرافیه که څه هم په څېړنو کې تر ډېره په جیو مورفولوژۍ تکیه ده، خو یوازې د ساحلي ځمکو شکل ته پام نه کوي، بلکې د سمندر د سطحې د بدلون لاملونه او اغېزې هم څېړي.
  • سمندر پوهنه د فزیکي جغرافیې یوه څانګه ده چې په ځمکه کې د سمندرونو او سیندونو پر څېړنه متمرکزه ده. دا برخه ګڼ موضوعات رانغاړي چې سمندري موجودات او د ایکوسیستم ډینامیک (بیولوژيکي سمندر پوهنه)؛ سمندري جریانونه، څپې او د جیو فزیکي سیالاتو ډینامیک (فزیکي سمندر پوهنه)؛ د ځمکې تخته‌يي جوړښت او د سمندر د تل ځمک‌پوهنه (د ځمک پوهنې سمندر پوهنه)؛ او د سمندر په داخل او ټولو سرحدونو کې د بېلابېلو کیمیایي موادو جریانونه او فزیکي خواص (کیمیايي سمندر پوهنه) په کې شاملېږي. دغه بېلابېل موضوعات ګڼې څانګې منعکسوي چې سمندر پوهان یې د سمندر د لا ډېرې پېژندنې او پر داخلي پروسو د لا ښې پوهې لپاره ترکیبوي.[۴][۵]

د دې څانګې تاریخي تکاملسمول

د نولسمې پېړۍ په جریان کې دوو تاریخي پېښو د فزیکي جغرافیې پر پراختیا ډېره اغېزه وکړه. لومړنی مورد د صنعتي انقلاب په لړ کې د صنایعو لپاره د اړینو خامو توکو په لټه کې اسیا، افریقا، استرالیا او حتا امریکا ته د اروپايي ښکېلاک پراخېدل وو. دغه چاره د استعماري قدرتونو په پوهنتونونو کې د جغرافیې د څانګو یا ډيپارټمنټونو د جوړېدو لامل شوه او د ملي جغرافیايي ټولنو رامنځته کېدو ته یې لاره هواره کړه. په دې توګه هغه پروسه رامنځته شوه چې «هوراسیو کپل» یې د جغرافیې د بنسټیزولو په توګه راپېژني.

د سایبریا اکتشافات یوه بېلګه ده. د اتلسمې پېړۍ په منځنیو کلونو کې د شمالي قطب په سایبریا سیمه کې د جغرافيایي څېړنو لپاره ډېر جغرافیه پوهان وګومارل شول. په دې ډله کې د روسیې د جغرافیې پلار «میخایل لومونوسوف» هم و. لومونوسوف د ۱۷۵۰مې لسیزې په منځنیو کلونو کې په سایبریا کې د څېړنو لپاره د علومو اکاډمۍ د جغرافیې په څانګه کې په کار پیل وکړ. دوی د خاورې عضوي منشاء څرګنده کړه او د کنګل د حرکت په اړه یې یو هراړخیز قانون جوړ کړ او په دې توګه یې د جغرافیې د یوې نوې څانګې بنسټ کېښود او دا ګلشیالوژي وه. په ۱۷۵۵ کال کې د ده په نوښت د مسکو پوهنتون جوړ شو چې هلته یې جغرافیايي څېړنې او د جغرافیه‌ پوهانو روزنه بنسټیزه کړه. په ۱۷۵۸ کال کې د علومو اکاډمۍ د جغرافیې د څانګې مدیر وټاکل شو او دا داسې پوست و چې په روسیه کې یې د جغرافيايي څېړنو او اوږدمهالو سفرونو لپاره د کار مېتودولوژي رامنځته کړه.

سرچينېسمول

  1. "1(b). Elements of Geography". www.physicalgeography.net. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Pidwirny, Michael; Jones, Scott (1999–2015). "Physical Geography". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Marsh, William M.; Kaufman, Martin M. (2013). Physical Geography: Great Systems and Global Environments. Cambridege University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521764285. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ "Physical Geography: Defining Physical Geography". Dartmouth College Library. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ ۵٫۳ "Physical Geography". University of Nevada, Reno. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)