فزيکي کیهان پېژندنه
فزيکي کیهان پېژندنه، د نړۍ پېژندنې يوه څانګه ده، چې د کیهان پېژندنې موډلونو له څېړنې څخه بحث کوي. د کیهان پېژندنې موډل يا په ساده ډول کیهان پېژندنه د نړۍ د سترو جوړښتونو او محرکو قوو څېړنه چمتو کوي او د دې د سرچينې يا اصل، جوړښت، بشپړتيا او وروستني برخليک په اړه د بنسټيزو پوښتنو څېړلو ته لاره هواروي. نړۍ پېژندنه د يوې پوهې په توګه د په کوپرنيکي (Copernican) اصل سره رامنځته شوې ده، چې دلالت کوي چې اسماني جسمونه د يو شان فزيکي قوانين اطاعت کوي، چې يادو فزيکي قوانينو باندې پوهېدلو ته يې لاره هواره کړه. [۱]
فزيکي کیهان پېژندنه، لکه څرنګه چې اوس درک شوې ده، په ۱۹۱۵ ز کال د البرټ انسټاين د عمومي نسبيت نظريې په پرمختګ سره پيل شوه، چې ورڅخه وروسته په ۱۹۲۰ ز لسيزه کې د سترو مشاهداتي موندنو له خوا يې پيروي وشوه: لومړی دا چې Edwin Hubble وموندل چې نړۍ د شيدو لار تر شا ګڼ شمېر بانديني کهکشانونه لري؛ وروسته د Vesto Slipher او نورو فعاليتونو وښودله چې نړۍ پراخه کېږي. دې پرمختګونو د نړۍ د مبدا يا سرچينې په اړه فکر کول شوني کړل او د Georges Lemaitre له لوري يې د نړۍ پېژندنې د مخکښ مودل په توګه د Big Bang نظريې رامنځته کېدلو ته لاره هواره کړه. يو څو څېړونکي تر اوسه د يوه ګټور ځايناستي کیهان پېژندنې څخه ملاتړ کوي، که څه هم ډېری کیهان پوهان هوکړه کوي، چې د Big Bang نظريه په تر ټولو غوره ډول کتنې تشرېح کوي. [۲]
له ۱۹۹۰ ز لسيزې راهيسې په مشاهداتي کیهان پېژندنه کې ناڅاپي پرمختګونو د دنيايي کوچنۍ څپې د شاليد، د توپير لرونکي supernova [ستر لنډمهالي ستوري] او د کهکشان د قرمزي (سور بخن) اند ټولونو (سروې) د کیهان پېژندنې د يوه معياري موډل ودې ته لارښوونه وکړه. دا موډل له نړۍ څخه غواړي چې ډېره تياره ماده او تياره انرژي ولري، چې تر اوسه يې طبيعت نه دی درک شوی، مګر ياد موډل مفصل اټکلونه وړاندې کوي چې له بېلابېلو کتنو سره په غوره سمون کې دي. [۳]
کیهان پېژندنه په نظرياتي او عملي فزيک کې د څېړنې د زياتو نابرابرو برخو د کار په اړه په پياوړي ډول بحث کوي. د کیهان پېژندنې اړوند برخې د ذروي فزيک ازمېښتونه او نظريه، د ستورو نظرياتي او مشاهداتي فزيک، عمومي نسبيت، کوانټم ميخانيک او د پلازما فزيک دي.
د موضوع تاريخچه
سمولمعاصره کیهان پېژندنه د نظريې او کتنې د پرله پسې هڅو په اوږدو کې رامنځته شوه. په ۱۹۱۶ ز کې البرټ انسټاين د عمومي نسبيت نظريه خپره کړه، چې د فضا او وخت د هندسي ځانګړتيا په توګه يې د جاذبې قوې يوه واحده تشرېح برابره کړه. په هغه وخت کې انسټاين په بې حرکت نړۍ باور درلود، مګر ويې موندل چې د هغه د نظريې اصلي جوړښت ورته د دې منلو اجازه ورنه کړه. دا ځکه چې کتلې په جاذبي ډول د راښکون په واسطه په ټوله نړۍ کې وېشل شوې دي او د وخت په تېرېدو سره د يو بل پر لور حرکت کوي. که څه هم نوموړي درک کړل، چې د هغو معادلو د يوې هغې ثابتې اصطلاح پېژندنې ته اجازه ورکړه، چې پر دنيايي کچه باندې يې د راښکونکې قوې پر ضد عمل کولی شو. انسټاين په ۱۹۱۷ ز کې د نسبيتي کیهان پېژندنې په اړه خپله لومړنۍ مقاله خپره کړه، چې نوموړي په کې د خپلې برخې معادلو ته دا (cosmological constant) [د کیهان پېژندنې ثابت] ورزيات کړ، چې پر دوی د زور راوړلو له مخې يوه بې حرکته کیهان نمونه يا موډل کړي. د انسټاين موډل يوه ساکنه نړۍ راپېژني؛ فضا ټاکلې يعنې محدوده او ناټاکلې ده (د يوې کرې سطحې ته ورته، چې ټاکلې سيمه لري، مګر څنډې نه لري). که څه هم د انسټاين دا تش په نوم موډل د کوچنيو ربړونو يا اختلالونو په اړه ناثابت دی چې په پای کې به پراخېدل يا لنډېدل پيل کړي. [يا به نوره هم په پراخ دول ومنل شي او يا به يې منښت نور هم راکم شي]. وروسته درک شوه چې د انسټاين موډل د شونتياوو د پراخ ټولګې له ډلې څخه يو و، چې ټول يې په عمومي نسبيت او د کیهان پېژندنې اصل سره استوار او ثابت قدم وو. د عمومي نسبيت کیهاني حل لارې د ۱۹۲۰ ز لسيزې په لومړيو کې د Alexander Friedmann له لوري وموندل شول. د نوموړي معادلې د د Friedmann، Lemaitre، Robertson او Walker نړۍ څرګندوي، چې کېدای شي پراخه يا رالنډه شي او هندسه يې کېدای شي پرانيستې، هوازه ( بنده) وي. په ۱۹۱۰ ز لسيزه کې Vesto Slipher (او وروسته Carl Wilhelm Wirtz) د مارپېچ نيبولا red shift [سوربخن رنګ] د Doppler shift په توګه وژباړه، چې له ځمکې څخه د دوی لرې کېدل يې په ډاګه کړل. که څه هم تر اسماني شيانو د واټن معلومول ستونزمن دي. يوه لاره يې د يوه جسم د ګوټيز (زاويه لرونکي) اندازې سره د هغې د فزيکي اندازې پرتله کول دي، مګر د دې تر سره کولو لپاره بايد يوه فزيکي اندازه په پام کې ونيول شي. يوه بله کړنلاره د يوه جسم د روښانتيا اندازه کول او د ذاتي رڼا په پام کې نيول دي، چې له دې مېتود څخه په ګټنې سره د سرچپه مربع قانون په کارولو سره کېدای شي، واټن معلوم شي. د يادو مېتودونو د کارونې د پېچلتيا له امله دوی ونه پوهېدل، چې نيبولا زموږ د کهکشان څخه د باندې په ريښتيني ډول کهکشانونه وو او نه يې د دنيايي مفهومونو په اړه فکر وکړ. د رومي کاتوليک بلژيکي کشيش Georges Leamitre په ۱۹۲۷ ز کې په خپلواک ډول د Friedmann، Lemaitre، Robertson او Walker له معادلو څخه پايله واخيستله او د مارپېچ نيبولا د راګرځېدنې پر بنسټ يې وړانديز وکړ، چې کاینات د يو خورا ستر اتوم په چاودنې سره پيل شوو، چې وروسته Big Bang ونومول شوه. Edwin Hubble په ۱۹۲۹ ز کې د Lemaitre د نظريې لپاره يو مشاهداتي بنسټ برابر کړ. هبل د Cepheid بدلېدونکو ستورو د روښنايۍ د اندازو په کارونې سره د هغوی د واټنونو معلومولو له مخې روښانه کړل، چې مارپېچ نيبولا په اصل کې کهکشانونه وو. نوموړي دا د هغه دليل په توګه وژباړه ،چې کهکشانونه خپل واټن ته په ورته سرعتونو کې په هر لوري له ځمکې څخه لرې کېږي. دا ريښتيا اوس د هبل د قانون (Hubble’s law) په نوم پېژندل کېږي، که څه هم د لرې کېدونکې چټکتيا او واټن اړوند د هبل له خوا موندل شوی عامل د Cepheid variables د ډولونو په اړه د نه پوهېدلو له امله د لس د يو عامل له خوا له کاره لوېدلی و. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
د کیهان پوهنيز په ورکړل شوي اصل سره د هبل قانون وړانديز وکړ، چې کیهان پراخېده [مخ په پراختيا وه]. د پراختيا لپاره يې دوه بنسټيزې تشرېح وړاندې شوې وې. يوه يې د Lemaitre د Big Bang نظريه وه چې د George Gamow له خوا يې ملاتړ وشو او وده يې ورکړه. دويم وضاحت د Fred Hoyle د ثابت حالت موډل (steady state model) و، چې له مخې يې نوې ماده د کهکشانونو له يو بل څخه د لرې والي له امله جوړېږي. په دې موډل کې کیهان د وخت په هر ټکي کې نږدې ورته ده. [۱۳][۱۴]
د يو شمېر کلونو لپاره د دې نظريو ملاتړ په برابر ډول وېشلی و. که څه هم د مشاهداتي دليل د دې نظريې ملاتړ پيل کړ، چې نړۍ له يو ګرم غليظ حالت څخه تکامل کړی دی. په ۱۹۶۵ ز کې د دنيايي کوچنۍ څپې شاليد موندنې او که څه هم دنيايي کوچنۍ څپې د مخینې کره اندازه اخيستنه، د ۱۹۹۰ ز لسيزو په لومړيو کې د Cosmic Background Explore له خوا د Big Bang موډل پياوړی ملاتړ کې مرسته وکړه، ځينو نړۍ پوهانو په سخت ډول د نړۍ د اصل يا مبدا او تکامل په اړه نورې نظريې وړاندې کړې. د دې يوه پايله دا ده، چې په معياري عمومي نسبیت کې، لکه څرنګه چې په ۱۹۶۰ ز لسيزه کې د Roger Penrose او Stephen Hawking له لوري بيان شوي دي، نړۍ په انفراديت سره پيل شوه. [۱۵][۱۶]
د Big Bang د پراختيا په موخه يو ځايناستی نظر داسې وړاندې شوی دی، چې نړۍ هېڅ پيل يا انفراديت نه درلود او د کایناتو عمرلایتناهي( ناټاکلی) دی. [۱۷][۱۸][۱۹]
سرچینې
سمول- ↑ For an overview, see George FR Ellis (2006). "Issues in the Philosophy of Cosmology". In Jeremy Butterfield & John Earman (ed.). Philosophy of Physics (Handbook of the Philosophy of Science) 3 volume set. North Holland. arXiv:astro-ph/0602280. Bibcode:2006astro.ph..2280E. ISBN 978-0-444-51560-5.
- ↑ "An Open Letter to the Scientific Community as published in New Scientist, May 22, 2004". cosmologystatement.org. 2014-04-01. Archived from the original on 1 April 2014. نه اخيستل شوی 2017-09-27.
- ↑ Beringer, J.; et al. (Particle Data Group) (2012). "2013 Review of Particle Physics" (PDF). Phys. Rev. D. 86 (1): 010001. Bibcode:2012PhRvD..86a0001B. doi:10.1103/PhysRevD.86.010001.
- ↑ "Nobel Prize Biography". Nobel Prize. نه اخيستل شوی 25 February 2011.
- ↑ Liddle, A. (26 May 2003). An Introduction to Modern Cosmology. Wiley. p. 51. ISBN 978-0-470-84835-7.
- ↑ Vilenkin, Alex (2007). Many worlds in one : the search for other universes. New York: Hill and Wang, A division of Farrar, Straus and Giroux. p. 19. ISBN 978-0-8090-6722-0.
- ↑ Jones, Mark; Lambourne, Robert (2004). An introduction to galaxies and cosmology. Milton Keynes Cambridge, UK; New York: Open University Cambridge University Press. p. 228. ISBN 978-0-521-54623-2.
- ↑ Jones, Mark; Lambourne, Robert (2004). An introduction to galaxies and cosmology. Milton Keynes Cambridge, UK; New York: Open University Cambridge University Press. p. 232. ISBN 978-0-521-54623-2.
- ↑ Slipher, V. M. (1922). "Further Notes on Spectrographic Observations of Nebulae and Clusters". Publications of the American Astronomical Society. 4: 284–286. Bibcode:1922PAAS....4..284S.
- ↑ Seitter, Waltraut C.; Duerbeck, Hilmar W. (1999). Egret, Daniel; Heck, Andre (eds.). Carl Wilhelm Wirtz – Pioneer in Cosmic Dimensions. Harmonizing Cosmic Distance Scales in a Post-Hipparcos Era. ASP Conference Series. Vol. 167. pp. 237–242. Bibcode:1999ASPC..167..237S. ISBN 978-1-886733-88-6.
- ↑ Hubble, Edwin (March 1929). "A Relation between Distance and Radial Velocity among Extra-Galactic Nebulae". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 15 (3): 168–173. Bibcode:1929PNAS...15..168H. doi:10.1073/pnas.15.3.168. PMC 522427. PMID 16577160.
- ↑ Lemaître, G. (1927). "Un Univers homogène de masse constante et de rayon croissant rendant compte de la vitesse radiale des nébuleuses extra-galactiques". Annales de la Société Scientifique de Bruxelles (په فرانسوي). A47: 49–59. Bibcode:1927ASSB...47...49L.
- ↑ Hoyle, F. (1948). "A New Model for the Expanding Universe". Monthly Notices of the Royal Astronomical Society. 108 (5): 372–382. Bibcode:1948MNRAS.108..372H. doi:10.1093/mnras/108.5.372.
- ↑ "Big Bang or Steady State?". Ideas of Cosmology. American Institute of Physics. Archived from the original on 2015-06-12. نه اخيستل شوی 2015-07-29.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "Big Bang or Steady State?". Ideas of Cosmology. American Institute of Physics. Archived from the original on 2015-06-12. نه اخيستل شوی 2015-07-29.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ Earman, John (1999). Goenner, Hubert; Jürgen; Ritter, Jim; Sauer, Tilman (eds.). The Penrose-Hawking Singularity Theorems: History and Implications – The expanding worlds of general relativity. The Expanding Worlds of General Relativity. Birk presentations of the fourth conference on the and gravitation. pp. 235–267. Bibcode:1999ewgr.book..235E. doi:10.1007/978-1-4612-0639-2_7. ISBN 978-1-4612-6850-5.
- ↑ Ghose, Tia (26 February 2015). "Big Bang, Deflated? Universe May Have Had No Beginning". Live Science. نه اخيستل شوی 28 February 2015.
- ↑ Ali, Ahmed Faraq (4 February 2015). "Cosmology from quantum potential". Physics Letters B. 741 (2015): 276–279. arXiv:1404.3093. Bibcode:2015PhLB..741..276F. doi:10.1016/j.physletb.2014.12.057. S2CID 55463396.
- ↑ Das, Saurya; Bhaduri, Rajat K (21 May 2015). "Dark matter and dark energy from a Bose–Einstein condensate". Classical and Quantum Gravity. 32 (10): 105003. arXiv:1411.0753. Bibcode:2015CQGra..32j5003D. doi:10.1088/0264-9381/32/10/105003. S2CID 119247745.